د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غندنلیک

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خپرونه څانګه 20.04.2015 22:29

تیرو درې درېنیمو لسیزو پېښو، جګړو،وژنو،نیونو، رټنو ،شړلو او همدارنګه په افغانستان کښې د سیاسي، کولتوري، اقتصادي او ټولنیزو بنسټونو ویجاړونکو نښو نښانو وښودله، چې  د  پښتون  ملت او اسلام دښمنانو  او په ځانګړي توګه  ګاونډیو هیوادونو  دپردۍ  جکړې اور زمونږ په خاوره بل ساتلی دی او  په دې سره د پښتنو دځپلو ناوړه کړنې، پلانونه  او پروګرامونه پرمخه بیائې.

مونږ ئې هره ورځ وینو چې دکرغیړنې کرښې دواړو خواو ته   ګڼ شمېر پښتون میشتې سیمې دبې رحمه ځانمرګو او ډله اېزو بریدکونکو د بریدونو له امله  دپښتنوپه وینو  خړوبه شوي او دالړۍ لا هم دوام لري، چې تېره ورځ  ئې په  ننګرهار  کې په لسګونو بې وزله او بې اسرې غریب او خواریکښ پښتانه /افغانان شهید ان او ټپیان کړل او ددوۍ کورنۍ ئې د غم په ټغر کښینولې.

  په دې دښمنانه ،غیر اسلامي او غیر انساني کړنو کښې دا په ډاګه شوي ، چې د لوې افغانستان ، اسلام  او انسانیت دښمنان زمونږ دولسونو د ځپلو او ورکولو لپاره  د هرې طریقې څخه کار اخلي   دغه ترهګر او ځانمرګي   برید کونکي    لکه توغوندي له هوا نه  دلته نه دي راغلي، بلکه دوي همدلته ساتل کیږي، ملاتړ ئې کېږي اولارښونه ورته له همدې ځایه کیږي  چې ددې کړنو د مخ نېوي لپاره  ملي امنیت او د افغانستان  په دننه سیاسي واکمنو کوم کوټلی او د پام وړ  ګام  نه دی اخستلی.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(پشتون سوشل ډیموکراټیک پارټی )  دغه وحشیانه،بې غیرته، ناځوانه  ځانمرګي او غیر ځانمرګي بریدونه په کلکه غندي او په جنګي ډلو،ټپلو غږکوي، چې نور په سیمه کې د پښتون وژنې  او ولس وژنې څخه چې په هر نوم سرته رسیږی لاس واخلي.

دغه راز د افغانستان  په اوسني حکومت کې  له اړوندو چارواکو په غوښتنه کوي، چې  د غندنو او خواخوږۍ پرځای دې د خپلې زمه وارۍ له مخې چې هر حکومت ئې د خپلو وګړو دساتنې پر وړاندې لري ،ددغه کرغیړنو کړونو ځانمرګو اوغیرځانمرګو وحشیانه بریدونو مخه ونیسي .

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندد ټولو شهیدانوله کورنیو سره ددوۍ په دې دروند او نه هیریدونکي غم کې ځان شریک ګڼي. شهیدانوته د لوې خدای « ج » له درباره د جنت فردوس او ټپیانو ته ئې  د ژر او پوره روغتیا غوښتنه کوي

په درناوي