د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اقتصادي څرخ په حرکت راځي

حقیق 20.04.2015 16:40

جمهور رئیس غني ملي سوداګرو او صنعت کارانو ته  په دې وروستیو کې ویلي چې د کابینې په بشپړېدو سره به په هېواد کې ستر اقتصادي کارونه ترسره شي او ایران ته زما له سفر وروسته به په افغانستان کې اقتصادي څرخ په حرکت راوستل شي. هغه زیاته کړې چې  افغانستان پانګې اچونې او د پانګې جذب ته تیار دی، په هره برخه کې چې ستونزې  وي پخپله زه به یې د حل لپاره اقدام وکړم.
جمهور رئیس غني د دې ترڅنګ چې  ملي سودا ګرو ته یې ډاډ ورکړی چې د هغوی ټولې سوداګریزې ستونزې به حل کړي، له هغوی یې غوښتي چې په ګډه هڅه وکړي ترڅو افغانستان په صادراتي هېواد او د صادراتي سوداګرۍ پر مرکز بدل شي.
اوس چې هم کابینه نږدې بشپړه شوه او هم ایران ته دولسمشر سفر ترسره شو وګورو چې په ریښتیا به هم دهېواد اقتصادي څرخ په حرکت راشي او که نه ؟ ترکومه ځایه چې تراوسه لیدل کیږي دغه څرخ ډېر ورو روان دئ او په تیره بیا په وروستیو وختونو کې یې حرکت ډیر بطي شوی .
 له کله نه چې دملي یووالي  حکومت په افغانستان کې کار پیل کړۍ د خلکو هیله دا وه چې اقتصادي بیا رغاونه ترسره شي ، له دې نه چې ښاغلی محمد اشرف غنی خپله اقتصادي برخه کې تخصص لري او په اقصادي چارو کې یی په نړېوالو برخو کې کار کړي اوهم یی د خپل انتخاباتي کمپاین په وخت کې په دې اړوند خلکو ته ډېرې وعدې ورکړي او ژمنې   یې   کړي دي، اوهم خپله خلکو له همدې کبله ده او دده ټیم ته رایه ورکړې نو ځکه دخلکو هیله په دې اړوند ډیره ده. سره له دې چې دادی اوس دملي یووالی دحکومت له جوړېدو څخه څه دپاسه شپږ مېاشتې تیرې دي خو داسې رغنده اقتصادي حرکت چې ډېرې هیله مندۍ له ځان سره ولري لاهم په لاره نه دی اچول شوي خوداسې انګیرل کیږي چې په دې موده کې ددغه حرکت لپاره زمینه جوړیده او دملي یووالی حکومت چارواکي په مقدماتی کارونو لګیا وو.
د یادولو ده چې تراوسه پورې هم لا یوشمېر کړنې په دې برخه کې ترسره شوي ، له نېکه مرغه ښاغلي غني هره غو نډه چې له ملی او نړیوالو اقتصادي څانګو سره یی تراوسه درلودلې  او که یی هریو بهرنی سفر کړی نو مهمه موضوع یی داقتصاد په اړه وه ، چې په دې کمه موده کې چې تراوسه پورې دملی یووالی له حکومت نه تېره شوې په دې اړوند یوشمیر  لاسته راوړنې هم افغانستان درلودلي  .
د کابل بانک د قضيی بېا راسپړل ، له چین سره په ډېرو اقتصادي مسایلو خبرې او پریکړې چې په ترڅ کې یې دغه هېواد په راتلونکو دريو کلونو کې  د څه د پاسه درې سوه میلیونو ډالرومرستې ژمنه وکړه ، کورنیو اقتصادي برخو ته په ډېرو برخو کې پاملرنه او دغه راز ولسمشر په خپل وروستنی سفرسره  چې د پاکستان هېواد ته یې ترسره کړ په اقتصادي برخو کې پراخې برنامې په لاره واچول شوې. په دغه سفر کې   د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د پراختیا، د افغان سوداګرو لپاره د صادراتو په برخه کې د ستونزو د هوارولو، په ترانزیت کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو او د یو شمېر ګډو سترو سیمه ایزو پروژو په باب خبرې   شوي،  دغه راز   په دې اړه هم  خبرې شوي چې د کراچۍ له بندر څخه دې د افغان سوداګرو د تجارتي توکو په لېږد کې لازمې آسانتیاوې رامنځته شي ترڅو د یوې اوونۍ په دننه کې دغه توکې کابل ته انتقال شي. عربستان ، ازربایجان ، امریکا ، سعودي عرب ، قطر، امارات ، انګلستان او یو شمیر نورو هیوادونو ته هم سفرونه شوي چې امریکا د اتو سوو میلونو ډالرو نویو مرستو ژمنه کړې او نورو هیوادونو هم ژمنې کړې دي ،  او دادی دایران څخه علاوه هند ته به هم سفر ترسره شي او کیدای شي په راتلونکی کې نورو هیوادونو ته هم سفرونه ترسره شي چې هیله داسې ده څوچې دافغانستان داقتصادي ودې او بیا رغاونې په برخه کې ستر او د پام وړ کارونه ترسره شي.
په همدې توګه وروسته له اوږده انتظار څخه دادی دافغانستان دکابینې پاتې شپاړسو وزیرانو هم دباور رایه له ولسي جرګې څخه ترلاسه کړه چې دغه پرمختګ به هم زموږپر اقتصادي وضعیت مثبت اغیز ولري. دبشپړې کابینې په نه موجودیت کې که له یوې خوا دوزارتونو کارونه سوکه ؤ مرسته کوونکو هیوادونو هم دخپلو مرستو دورکولو لپاره دبشپړې کابینې دنه موجودیت دلیل وړاندې کاوه. نواوس چې کابینه هم داده نږدې بشپړه شوه باید هم چې دافغانستان اقتصادي څرخ په حرکت راشي.
خلک هیله لری کومې ژمنې چې ښاغلي غنی او دملي یووالي حکومت نورو چارواکو له هیوادوالو سره د اقتصادي بیارغاونې او پرمختګ په اړوند کړي ډیر ژر دعمل جامه واغوندي او روان حالت ته دپای ټکی کېښودل شي.