د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ایران ته د ؤلسمشرله سفر څخه د افغانانو هیلې

محمد انور ولید 20.04.2015 11:11

ایران د افغانستان له شپږو ګاونډیو هېوادو څخه یو داسې هېواد دئ چې تر اوسه پورې یې یوازې په شعار کې د امام خمیني له انقلابه را په ایسته څه نا څه د افغانانو ننګه کړې ، ولې دغه ملاتړ به هم کله ښکاره او کله هم تت او پیکه را څرګند شو . د شوروي د سره یرغل پر مهال یې ډېرو افغانانو ته پناه ورکړه ، او زیات افغانان په کې په کار روزګار لګیا وو ، خو په دې وروستیو دوو لسیزوکې د افغانانو په وړاندې د ایران د سیاست په رسمي ټنډه کې پرته له څه ویلو ځینې ګونځې له ورایه ښکارېدلې .
د مجبورو افغانانو هم پرته له ايران او پاکستان څخه بلې خواته مخ نه وراوښت . که د ایران مخکیني سیاست ته یو ځغلنده نظر واچوو نو د ایران سیاسي دریځ د مجاهدینو په وخت کې دوه ګونی برېښېده . هغو افغان مشرانو په ايران کې ځای نه درلودکوم چې په خټه پښتانه ـ او له روسانو سره تر بل هر چا ډېر جنګېدلي وو . بېلګې یې هم معلومې دي . د استاد رباني د حکومت پر مهال یې له ځینو افغانانو سره سیاسي او پوځي مرستې کولې ، او ځینې نور یې بیا له خپلې خاورې څخه هم را وشړل .
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خو بالکل دې خبرې مذهبي او پوځي رنګ خپل کړ . د افغانستان په شمال کې ( ۲۵ ) تنه ایراني دیپلوماتان د طالبانو په لاس په طالب رژیم کې ووژل شول . پړه یې پر طالبانو واوښتله ، خو په اصل کې دا کار په طالب ملېشوکې د ننه د پاکستان د استخباراتو ( آی اس آی ) ؤ . ور پسې همغه مهال د بلوچستان  له تفتان دښتو څخه د افغانستان پر خاوره لیرې ویشتونکي توغندیز بریدونه هم پرکندهار ، خوست او ننګرهار باندې ترسره شول ، له نېکه مرغه چې هغه توغندي و نه چاود ېد ل . ولې ور سره جوخت خواوشا ( ۷۰۰۰۰) ایراني پوځ د افغانستان پولې ته نږدې خپلې پوځي مانورې پیل کړې . ولې بیا معلومه نه شوه چې د کوم مصلحت له مخې یې خپل پوځونه بېرته پرشاکړل ؟! کېدای شي دا مصلحت اوپټ ګواښ به ایران ته د هغو نړیوالواستخباراتي  قووتونو له خو اؤ چې راتلونکې پروژه یې د طالبانو په له مینځه وړلو سره په افغانستان او سیمه کې نه ور باندې خرابوله .
د ښاغلي کرزي د حکومت پرمهال بیا ایران له یوې خوا د امریکایانو راتګ افغانستان ته خپله بهانه جوړه کړه ، او له بله اړخه یې پر افغانستان باندې خپل فشارونه جاري وساتل . د بېلګې په توګه ؛ ایران څو څو ځلې د افغانستان پرسرحدي پولو ( له هرات څخه بیا آن تر نیمروز او هلمند پورې ) تېری وکړ ، افغان عسکر هم په فراه کې شهیدان شوي دي  ، سني مذهبه افغان کډوال یې په زوره له ایران څخه را و ایستل . ځینې یې په زوره د عراق ، سوریې او یمن جګړو ته واستول چې ډېری هلته په کې وژل شوي او ورک هم دي .
د کمال خان او سلمأ بندونو نه جوړولو ته یې په مختلفوآنو بهانو کورنۍ او بهرنۍ تو طیْې جوړې کړې . څو ځلې یې د سلمأ د بند هندي انجنیرانو ته پیسې ورکړې چې دا پروژه پرېږدي ، چې له امله یې تر ننه پورې د سلمأ او کمالخان بندونه جوړ نه شول . په داسې حال کې چې د سلمأ د بند جوړولو قرارداد خوآن د داؤد خان په زمانه کې له هند سره لاسلیک شوی ؤ .
په نیمروز کې یې خپلې اوبه پر افغانانو باندې پلورلې دي . په فراه کې یې د افغانستان په خاوره کې د کمال خان د بند جوړولو مخه ډپ کړې ده ، په هرات کې یې په سلکونو خپلې تولیدي فابریکې په کار اچولې دي تر څو پر مټ یې په نوموړي ولایت کې د افغانانو د تولیدې سکتورپروژو ختمولو ته د پای ټکی کېږدي .
د افغانستان د ملي تر مینالوژۍ په تړاو یې هم ډېرې مطبوعاتي ستونزې وزیږولې ، خلک یي وهڅول چې د افغانستان نوم په آریانا باندې تبدیل کړي ، پو هنتون په دانشکده باندې واړوي ، د بلخ پوهنتون لانجه یې تر ټولو ژوندۍ نمونه ده . ولې له بده مرغه چې اوس دا نوم د خراسان په نوم سره زمزمه کېږي ، چې دا بیا د افغانستان او د افغانستان د ګاونډیانو سرحدي پولې تر سوال لاندې راوستلای شي . ځکه په پخواني خراسان کې افغانستان ، تاجیکستان ، ازبېکستان ، ترکمنستان ، ایران او پاکستان ټول شامل وو .
پخوا خو یوازې بېلتون غوښتونکو د افغانستان د نامه پر ضد د آریانا چیغې وهلې ، ولې اوس د اسلامي خلافت په پلمه د خراسان نارې سورې هم وهل کېږي ، شک دئ چې دغه دواړه به له یوه اوبه خوره د سیمې او نړۍ په کچه اوبه خوري . ځکه چې د سیمې نور هېوادونه په دې اړه پټه خوله دي . په داسې حال کې چې نړیواله پروژه هم د منځنۍ آسیا پر هېوادونو باندې جوړه ده .  
داسې ګنګوسې هم شته چې ایران غواړي اسماعیل خان په ټوله مانا په پوځي او سیاسي لحاظ په پراخه کچه افغانستان ته په غاړه کې ور واچوي . ځکه یې له پېله په مقدماتي لحاظ یکه تازئ ته ملا تړلې ده ، او پرته له خپل ځان څخه بل چاته په لوی هرات کې د سر پورته کولو حق نه ورکوي . چې د اېران په لاس د طالبانو له چنګه د اسماعیل خان  آزادېدل او د شینډنډ د زېرکوه ؤلسوالۍ عامه وژنې یې تر ټولو سترې ژوندۍ بېلګې دي .  
 ایران د ښاغلي کرزي د حکومت پر مهال په ارګ کې د ننه د امریکې اړیکې له ښاغلي کرزي سره خرابې کړې . د ایران پخواني ؤلسمشر احمدي نژاد د امریکې پر خلاف د افغانستان په ارګ کې د ننه بیانیې ورکړې او افغان چارواکو ته یې آمرانه اشارې کولې . او هم یې له خپلو هغو بلاعوضه مرستو څخه پرده پورته کړه او ښاغلی کرزی یې د خپل ملت ، نړیوالې ټولنې او کورنیو مخالفینو په وړاندې رسواکړ. ویل کېدل چې د ښاغلي داؤد زي په لاس دا مرستې ور ته  تسلم شوې ـ او دکریم خرم په لاس د کود (۹۱ ) او کود (۹۵) په نوم خپلو نږدې ملګرو ته په مختلفو امتیازاتو توضېح شوې دي .
ایران د ټاپي پروژه د افغانستان له لارې نه منله ، او غوښتل یې چې ترکمنستان او ازبکستان دې د خپلو ګازو او تېلو نل لیکې د ایران له لارې پر هندوستان باندې وپلوري . خو هندوستان هم خپلې ګټې ته ګوري ، ځکه يې دا پروژه د افغانستان له لارې له ترکمنستان او افغانستان سره لاسلیک کړه .
ایران له پاکستان سره هم د سپاه صحابه ، لشکر جنګوي او ایراني بلوڅانو پر سر ستونزې لري . ځکه خو یې د پاکستان پر ضد له هند سره اړیکې نږدې ساتلې ، ولې هند بیا له افغانستان سره نږدې اړیکې لري ، او ايران ته مناسبه ده چې باید له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د چاه بهارپه ترانزیتي سمندري بندرکې له خپلو ژمنو سره سم باید افغانانو ته عملي برخه ورکړي ، چې دا بیا د افغان سوداګروغوښتنه هم د ه . ځکه که ایران دا کارعملي کړي ، نو د کراچۍ بندر په څېر به بیا یو د م د افغانانو ( ۳۰۰۰ )کانتینرونه په پرد یو بندرونوکې نه قرنطین کېږي . د افغان سوداګرو ترانزیتي قبله به د (آی اس آی ) د متولیانو له ګروته را ووخي . او ګټه به ایران وکړي .  
که څه هم په دې وروستیو کې له پاکستان سره د افغانستان نږدې کېدو هند وستان لږ په اندېښنه کې اچولی ، ولې دا نږدې کېدل ډېر محتاطانه او د پوره پام وړدي . ځکه افغانستان امنیت سولې ، بیا رغونې او اقتصاد ته اړتیا لري ، او سوله او امنیت د پاکستان له لارې افغانستان ته را تلای شي . څرنګه چې افغانستان یو خپلواک هېواد دئ ، او حق لري چې له خپلو ټولو هغوګاونډیانو او د سیمې له نورو هېوادو سره خپلې سیاسي ، اقتصادي ، اسلامي او ګډې کلتوري اړیکې وساتي . خو دا اړیکې هغه څوک له افغانستان سره ټینګولی شي چې ریښتینې دوستي عملي کول غواړي ، نه د مېډ یا او تشو شعارونو له لارې .
خو په سودا ګریزو اړیکو کې افغانستان بیا له کراچۍ څخه چاه بهار بندر ته ترجېح ورکوي ، ځکه له هغې لارې افغان سوداګر په آسانۍ سره خپل مالونه د تورغنډۍ بندر په څېر هندوستان او نورې نړۍ ته په ارزانه بیه وړلای او را وړلای شي . نو ایران هم باید د افغانستان دې غوښتنې ته روڼ او مثبت ځواب ووایي .
افغانستان له عربي هېوادونو سره د اسلامي اصولو او بشر دوستانه مرستو له امله دوستانه اړیکې لري . خو مانا یې دا نه ده چې افغانستان دي هم له سعودي عربستان سره د ایران پر سر دښمني اعلان کړي . که داسې وي نو ایران خو له روسیې سره له ډېر پخوا را هیسې ډېرې نږدې اړیکې لري ، څرنګه چې د افغانستان ګاونډی دئ ـ باید ایران هم له روسیې سره د افغانستان پر سر دښمني اعلان کړي ، خو نه .
دا چې دا مهال افغانستان سولې او امن ته شدید ضرورت لري ، او سعودي عربستان او قطر له پاکستان او چین سره تودې اړیکې لري ، باید افغانستان  د سعودي عربستان او چین له لارې پاکستان دېته اړ کړي چې په افغانستان کې دایْمي سوله راشي . چې دا تشه ډ کول پرته له اړیکو ټینګولو امکان نه لري .
له امریکې سره د افغانستان سترا تیژیک تړون لاسلیکول د افغانانو یو اشد ضرورت دئ ځکه افغانستان پوځي اکمالاتو ، ټرېنېنګ ، د سیمه ییزوترورېستي بریدونو د تهدیدونوپه وړاندې امنیت نیول ، تمویل او بیا رغونې ته اړتیا لري . افغانستان په تشو شعارونوور کولو سره نه جوړېږي . دا چې د ایران ؤلسمشر افغان ؤلسمشر ته رسمي بلنه ورکړې ، نو ایران هم باید د افغانستان په سوله ، امنیت ، او بیا رغونه کې صادقانه ګامونه  پورته کړي . او ؤلسمشر اشرف غني دې تش لاس له ایران څخه نه را ستنوي . د افغانانو او افغان حکومت غوښتنه هم همدغه ده . ځکه په افغانستان کې سوله او ټیکاو را تلل د ایران او نورو ګاونډیانو په ګټه هم دي .
اوسنیو حالاتو ته په کتو سره په سیاسي لحاظ هم باید ایران د پخوا په پرتله په خپل  سیاست کې د افغانستان او افغانانو په وړاندې نرمښت راولي . افغانان دې د تېر په څېر په خپله خوښه په دار نه ځړوي ، د رسنیزو راپورونه له مخې چې په څو څو ځلې په کې ویل شوي ؛ ایران افغانان د سوریې ، عراق او یمن جګړو ته لېږلي  ـ چې له کبله یې تر اوسه پورې د (۴۵۰ ) افغانانو په شمېر کې وژل شوي او ورک دي .
افغان ؤلسمشر دې له ایران څخه وغواړي چې ایران دې نور افغانان پردیو جګړو ته په زوره نه استوي ، د افغان صنعت کارانو د تولید او صنعت مخه دې په افغانستان کې نه ډپ کوي ، افغان ترانزیت ته دې  لاره خلاصه کړي ، او افغاني تولیدي توکو ته دې په خپله خاوره ( ایران ) کې هم د مار کېټ اجازه ورکړي .
ایران دې پرته له څه توپیره افغان محصلینو ته که هغوی د افغانستان د هرې سیمې ، هر ټبر او هر مذهب اړوند وي ـ په ایران کې د زده کړو او تحصیل زمینه او سهمیه برابره کړي . د افغانانو تر مینځ دې د مور او میرې توپیري چال چلند د یوه ګاونډي دولت په صفت نور پرېږدي . له (( فاقبُلوا هُم څخه دې فاقتلوا هُم ـ او له اسعد آبادي څخه دې اسد آبادي )) نه جوړوي . له افغان حکومت سره دې د یوه مسلمان ګاونډي حکومت په څېر خپل سیاسي اسلامي چال چلند او انسان دوستانه مرستو ته دوام ورکړي .
د داعش په وړاندې دې له افغانستان سره په ګډه غښتلې عملي مبارزه وکړي . د افغانستان له سولې  سره  د ې صادقانه مرسته وکړي . تر څو ایران هم له راتلونکو سیمه ییزو او نړیوالو تهدیدونو څخه پرې خلاص شي . ځکه د افغانستان امنیت د ټولې سیمې او نړۍ له امنیت او ټیکاو سره تړلی دئ .