د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ځوانانو لپاره باید چه افغانی ګوندونه "سیاسی زده کړه" وړاندې کړی !

افغان تحرک 20.04.2015 11:09

تولو بشری جوامعو د خپل تولنیز کارونو د انتظام لپاره جوړشتونه جوړوی. مونږ افغانان هم باید لا اقل خپلو ځوانانو لپاره د "سیاسی زده کړه" ضمینه مساعد وکړو.

د افغان ځوانانو د "سیاسی زده کړه" کمښت او یا د افغان ځوانانو د "سیاسی زده کړه" نشتوالی زمونږ دراتلونکی تولنیز عدالت هم خطر سره مخامخ کوی!

ځینی کسان په دی نظر کی دی چه په دا تیری دری لسیزی کی، افغان ولس داسی یو "سیاسی بلوغ" ته رسیدلی دی ، چه افغان ځوانانو لپاره اصلا "سیاسی زده کړه" وړاندې کول په کار نښته، مګر دلته باید لږ غور وکړو، چه تر څه اندازه پوری دا نظر سطحی دی.

افغان ځوانان د مختلفو دلایلو پر اساس ، چه اکثرا یی له همهغه مادی او معنوی فقر څخه سر چینه اخلی ، "سیاست" څخه ځان او ذهن لیرې ساتی. مګر سره له دا ستونزی نه، دلته "سیاسی زده کړه" کولای شی چه یو "مشوق رول" ولوبوی.

دولتی اداره، دولتی جوړښتونه ، تولنیز موسساتی نظم، ددولتی دری قوه ګانو تفکیک، انتخاباتی پروسه، ددولتی موسساتو ارتباطات، د اساسی قانون ارزښت، ... یو دیر شمیر افغان ځوانانو لپاره بلکل پردی، بهرنی او بیګانه ځلیږی.

او یا مثلا:

مونږ باید اقلا افغان ځوانانو ته دا پیغام وړاندی کړو چه "دسیاست علم" بل شی او "سیاستوال" بل اشخاص دی.

مونږ باید اقلا افغان ځوانانو ته ووایو چه "دسیاست علم"د یو شه تولنیز نظام مینځ ته راوړل لپاره یعنی تولنیز عدالت لپاره مینځ ته راغلی دی او مختلف ابعاد لری.

مونږ باید اقلا افغان ځوانانو ته ووایو چه میدیا د سیاست "ابزار" دی.

بی له شکه چه "سیاسی زده کړه" یوه دیره پراخه ساحه ده، خو مګر سره له دی نه هر افغانی ګوند کولای شی د خپلو امکانات او محدودیتونو سره سم، کوم پلان او یا پروګرام په دی برخه کی اماده کړی!

په هر صورت افغانی ګوندونه باید لا اقل د خپل "بریا او بقا" لپاره باید چه افغان ځوانانو لپاره "سیاسی زده کړه" وړاندې کړی. حتی د "اکابرو" لپاره "سیاسی زده کړه" سیمینارونه دایریدل، افغانی ګوندونو ، او افغانی تولنه لپاره مثمر او ګتور واقع کیږی. هغه افغانی ګوندونه چه پخپله یوازی دا کار نشی کولای، بیا یا له دولتی موسساتو څخه ، چه د ځوانانو مسولیت ته موظف دی مرسته او همکاری وغواړی، او یا څو افغانی ګوندونه یو ځای، یو داسی د "سیاسی زده کړه" پلان او پروګرام افغان ځوانانو لپاره تهیه او اماده وکړی.


دمظلوم افغان ولس د سولی، ترقی او رفاه په هیله