د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هندوانو له پاره د چرچېل نسخه

احسان الله آرینزی 19.04.2015 13:02

یو شپه مې افغاني وېبپاڼې کتلې چې نوې مقالې ولولم.
په Maihan.org وېبپاڼه کې مې د درانه لیکوال محمد عالم افتخار په یوه لیکنه سترګې ولګېدې چې (بربریت در بوسه چرچېل؛ تا خطبه ملا نیازی) نومېږي.
دا لیکنه په هندوستان کې د غوا یا غوایه د نمانځنې په تاریخي دود پیل شوی، بیا هند ته د برتانیا د لومړي وزیر چرچېل په سفر غږیږي او په پای کې د کابل په شاه دو شمشېره زیارت کې د فرخندې پر بربري او وحشیانه وژنه پای ته رسي.
د محمد عالم افتخار په لیکنه کې د دې مسایلو په بیان کې له پوره دقت څخه کار اخستل شوی، د غوینه لمانځنه مقدمه ده، په هغه ولسونو خواشیني ښودل شوی چې ناپوه ډېرکي او خاین لږکي لري او په پای کې د فرخندې په ډېر ظالمانه وژلو ژاړي.
کېدای شي چې ډېرو ښاغلو لوستونکو به د محترم محمد عالم افتخار دا لیکنه په دري ژبه لوستلې وي؛ خو زه غواړم چې دلته یې یوه برخه تاسو ګرانو لوستونکو ته په پښتو وړاندې کړم.
د اخبار راویان او د وینا خوږ ژبې طوطیان نقل کا چې:
د هندوستان هغه خلکو چې پخوا غوینه لمانځل، هر کال پرتمینې غونډې جوړولې. دوی به یو لوی بوده (څاروی – غویي یا غوا) ښه سینګار کړ او بیا به په عبادت او د عاوو بوخت شول.
او دې غونډو ته به په زرګونو ښځې او نارینه، ماشومان، ځوانان او په عمر پاخه خلک ورتلل بهرني سفیران او نور میلمانه به یې هم دې جشنونو ته بلل.
وايې د چرچېل د لومړي وزارت په وخت کې چې هندوستان لا هم د برتانیا په مستعمراتو کې و، هندوانو له چرچېل څخه وغوښتل چې د دوی په دې پرتمین جشن کې برخه واخلي.
په جشن کې چرچېل ولیدل چې د هندوانو مذهبي مشر غوا ته نژدې په ملا ټیټ شو او غوا یې په تندي ښکل کړه.
راویان وایې چې لومړي وزیر چرچېل سخت ټکان وخوړ او ناڅاپه یې له چارواکو وغوښتل چې دوی ته هم وخت ورکړي چې د هندوانو عقایدو ته د درناوي له پاره غوا ته سرونه ټیټ کړي!
چرچېل غوا ته چې په ټوکرانو، ګلانو او ګاڼو  ښکلې شوې وه، درناوی وکړ، بیا یې د ډېرو مذهبي هندوانو په څېر، د غوا یا غوایه لکۍ پورته کړه او هغه پټ ځای یې ښکل غوندې کړ.
دې روایت چې دوهمې نړیوالې جګړې په وروسته زمانه پورې اړه لري، ټوله نړۍ اریانه کړه. له همدې امله د برتانیا  مشرانو جرګې چرچېل په دې تورن کړ چې د یو متمدن ملت او ستر دولت نوم یې بد کړی او باید ځواب ووايې.
مشرانو جرګې دا خبره کوله چې د لویې برتانیا لومړي وزیر، د بربریت د وخت یو زوړ دود نمانځلی او غوا ته یې سر ټیټ کړی دی!
چرچېل ځواب ورکړ چې هندوان په مذهب مین خلک دي. تاسو ولیدل چې هندوان به لومړی غوا ته نژدي شول، بیا به یې سجده وکړه، بیا به یې د غوا لکۍ جګه کړه، پټ ځای به یې په ډېره مینه ښکل کړ او یو څه به یې د (خورده) یا (تبرک) په نامه ورسره واخستل!
هندوان له سونو کلونو راپدېخوا دا دود نمانځي. کله چې ما مذهبي مشر ولید چې غوا یې په تندي ښکل کړه، وبېرېدم هسې نه چې دا خلک څو کاله وروسته (مغز) ته ورسي، د غواوو عبادت پریږدي او موږ ته ستونزې جوړې کړي. له همدې امله ما بېرته شا ته بوتلل چې تاسو ته دوه سوه کاله وګټم!
محمد عالم افتخار وروسته لیکي چې استعماري ځواکونه په نورو سیمو او ولسونو باندې د اوږدې لاسبرۍ، د شتمنیو او امکانانو د چور او ګټو له پاره، خلک له فکري پلوه ناپوه، وروسته پاته او ویده ساتي.
دا وه د هندوانو له پاره د برتانیا د پخواني لومړي وزیر تاریخي نسخه چې ښه نتیجه یې هم ورکړه.
زه فکر کوم چې برتانویانو په موږ هم څه چل کړئ چې خپله سم نه پرې پوهیږو. داسې ښکاري چې موږ یې سم ویده کړي یاستو او نه پوهیږم چې څه وخت او د کوم اسرافیل په شپیلۍ به له دې درانه خوبه راپاڅو!؟
موږ داسې نه یاستو لکه د یوېشتمې پیړۍ خلک. موږ د دوه دری سوه کاله پخوا انسانانو په څېر فکر کوو. موږ هر وخت له رڼا، پرمختګ، مدنیت، مکتب او پوهې سره مخالفت کوو، هر وخت چې چا زموږ د غوږونو د تښتولو ناره اوچته کړې، پرته له دې چې خپلو غوږونو ته لاس ویسو، په پیشو پسې ځغلو او چې ستړي شو، په شا ګرځو؛ خو پښیمانه کیږو نه!
په دې تېرو ورځو کې په کابل کې همداسې یوه ناروا ناره اوچته شوه چې فرخنده پکې لولپه او له خپلو ټولو ارمانونو سره تورو خاورو ته لاړه!
موږ باید اوس په دې فکر وکړو چې چرچېل په موږ څه کړي چې د ناپوهۍ او جهالت په داسې توره بلا اوښتي یاستو؟ لکه چې چرچېل او انګریزانو ډیر لوی کوډګر دي!
دلته خو د غوا لمانځنه نشته چې په موږ یې کوم پټ ځای ښکل کړی وی؛ خو (خوردې) او (تبرکونه) ډېر دي!؟
په باغبالا غوندۍ یو زیارت دی چې خلک یې (پير بلند) بولي، د ارواښاد پوهاند عبدالحي حبیبي په وینا دا سړی انګریز (پتیر بلاند Peter Bland) دی چې دلته ښخ دی او دا دی څه کم دوه سوه کاله زموږ زیارت دی او خلک یې د قبر خاورې د (خورده) په نامه په سترګو موږي او په ناروغانو او حاجت مندانو یې خوري!!