د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخوست ولس ته دوکیلانو ډالۍ

ډاکټر شعیب خوستی 19.04.2015 11:31

کلونه وشول، خوست قومي مشران،علمای کرام،مدنې ټولنې، ژورنالستان، ځوانان په هیواد مین او زموږویاړ لي امنيتي ځواکونه پدې لټه کې وو چې خوست له بدنامۍ خلاص او نیک نوم ورته په برخه کړي، همداسې وشول، هر مجلس، جمع جومات، مرکه او جرګه، بحث او بنډار کې خوست میشت ولسونه دخوست په ځلیدلې او سوله ییز انځور وغږیدل چې خوست د امن کور دی.
میشتو قومونه دسولې،امن ،پرمختګ او ابادۍ شوې ادعاپه عمل کې هم په ثبوت ورسوله،ځکه په ټاکنو کې د دوی پراخ ګډون، د ټاکنو په ورځ د جواس خان له لوري د لور د مړينې خبر پټ ساتل کیدل، د ټاکنو په ورځ په ټول خوست کې د يوې پیښې نه رامنځته کیدل، دولایتي ادارې له لوري دکرکټ ملي اتلانو ته دخوست بلنه  او په خوست کې دغیور ولس او ځوانانو لخوا دهغوی تود هرکلی او د هیواد اوسنی ولسمشر ته د خوست په ملي لوبغالي کې د زرګونه خوست ميشتو راټولید بل ښه ثبوت او ښکار بیلګه ده.
دا پدې مانا نه چې خوست ته امن په خپله راغلی دی،دلته دیوې سالمې ادارې او رهبرې تر مشرتابه لاندې دقومي مشرانو ،دیني علماؤ او سپين ږیرو سره په ګډو مشورو زیاتې هلې ځلې،تلاشونه اوکوښښونه ترسره شوي دي.
دبیارغونې ،پرمختګ،سولې ،ثبات او امن په برخه کې شته لاسته را وړنې دولسونو په همکارۍ چې دخپلې ادارې او ملي ځواکونو سره يې کړې دي لاسته راغلي دي، په دې برخه کې ګڼ شمېر ځوانانو خپل سرونه قربان کړي او دهمدې سرښندنو په پایله کې خوست ته لازیات دمرکزي دولت ،نړیوالومرستندويه ټولنو او  دبشري مرستو مرستندویانو او نورو بېلابېلو نهادونو پام وا وړي.
دلته خپل  دفترونه خلاص کړي او په بیلابیلو برخو کې ولسي خدمات وړاندي کړي، خوست رښتيا هم چې د هرې خوا دې ته جوړ وو چې د خلکو تواجه ځانته جلب کړي، دلته امن وو، سوکالي وه، خلکو په منځ کې مينه وه، وروروالي وه، خو وکیلانو په کربلا بدل او اوس په ټول خوست، هره ولسوالۍ، کلي جومات او حجره کې ویر، ماتم، زګیروی، غم او ژړاګانې دي، د چا قومي مشر شهید شوی،د چا تنګی ځوان په خپلو وینو لمبیدلی، چا خپل پلار له لاسه ورکړی، د چا د سیمې تر ټول فعال مدني ځوان شهید شوی او د تل لپاره ورڅخه رخصت شوی دی. دا ټول وکیلانو د څه له پاره وکړل او وکیلانو څه غوښتل!!!؟ دخوست وکیلانو غوښتل چې په خوست کې ځانونه د کندوز شجاعی جوړ او په راتلوونکي کې هر څه د ځان په ګټه وڅرخوي. دوی د ځوانانو د پاکو احساساتو ناوړه کټه پورته کړه، دوی د والي په لری کولو سره غوښتل، ځانونه مطرح او د راتلوونکي ولسې جرګې له پاره کمپاين وکړي. وکیلانو غوښتل هغه دولتي ځمکې چې دوی غصب کړي ور پاتې او د نورو د نیولو له پاره لاره هواره کړي. وکیلانو غوښتل چې په راتلوونکي کې ټول قراردادونه چې په مرکز کابل او يا په خوست کې کیږی دوی ته ورکړل شي او بې لدې چې پوښتنه ترې وشي په ټيټ کفیت يې ترسره کړي. وکیلانو غوښتل نور که هر څوک په خوست کې سر راپورته کوي دوی باید ورته غاښ ماتوونکی ځواب ووايي. خو وکیلانو به هغه ماشومانو ته چې د قلم او کتابچې د مرستې په بهانه يې خوست ملي لوبغالي ته راغوښتي وو او په بدل کې يې ورته د کتابچې پرځای سپین کفن او د قلم پر ځای دې د باروتو بڅري په سینو کې ورخښ کړل، وکیلانو تاسو خو په کانکور کې بې پايلې ځوانان پدې نوم رابللي وه چې ګواکې تاسو به بیدون د کوم قید او شرط څخه د خپلې خوښې پوهنځيو لاره هواریږي، وکیلانو تاسو خو تنکي ځوانان ددې له پاره راغوښتي وو چې د لوبو له پاره به درته اسانتاوې برابریږی. وکیلانو تاسو خو د خوست د ټولو ولسواليو له قومي مشرانو ددې له پاره شورا جوړه کړي وه چې ولسمشر غني او مرکزي دولت ته به کادرونه ورپیژنی او تاسو په مشوره مرکزي دولت خپل راتلوونکي پلانونه پرمخ وړي.
وکیلانو تاسو خو د شمالي او جنوبی وزیرستان څخه راغلي ګډول دې ته راټول کړي وه چې ستاسو د سرپنا غم خوړل کیږی او په ګلان کمپ کې پر مرستو سربیره درته کورونه جوړيږي. وکیلانو تاسو خو د خوست معیوبین ددې له پاره په خیمو کې کينولې وه چې د خوست ښار د سبزی منډوۍ په سیمه کې به درته د یوې هټې په اندازه ځمکه د ښاروالي له لوري درکول کیږی. تاسو خو ښوونکي پدې پلمه چې د هر ښوونکي پرسر به يوه یوه نمره ځمکه درکول کیږی راغوښتي او د ځانونو سره مو په څنګ کې درولي وه. تاسو نه يې خبر چې پدې چل او فریب مو د قومي مشر خان زمان واخيست خوست او صبری مو یتیمان کړل، مرحوم ستر قومي مشر مامور صیب علي جان مو په ګور کې په ژړا کړ، تاسو د ښوونکي ظریف اتل ټوله سرمايه وربرباد کړه، تاسو د ګولالیو ماشومانو هیلې وریژولې، تاسو د شیرنواز حقمل کورنۍ بې پلار او بې وروره کړه،تاسو تازه غوړیدلی ګلاب حق ویون تر پښتو لاندې کړ، تاسو سلګونه میندې وژړولې او تاسو لسګونه ماشومان یتیمان او د تل له پاره مو بل ته اختیاج کړل.
خو موږ پوهيږو تاسو سترګې د شيطان په رنجوتورې او پټې دي، د خپلوناروا غوښتنو په نشه کې ډوب يي ، په خوب کې لیدوونکو هوسونو لیوني کړی یاست، خواهشاتو مو غوږونه در کاڼه کړي دي. خو پام مو وی خوست داسې خاوره ده چې تل يې ستر ظالمان راچپه کړي، لوی لوی ښاماران يې خيټې ته اچولي دي، د لویو فرغونیانو غورور يې ورمات کړی،د یاغي او باغي نمرودیانو هډوکي يې خاورې کړي، بې لارې ابرها ته يې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي
 وکیلانو پام مو وي چې ددې مظلومې خاورې او مظلوم ولس لاس به ستاسو ګریوان ته رسیږی، په ځمکه به راچپه کیږی او دروند غچ به درنه اخيستل کیږی. هغه يو شاعر وايي:
دا خلک ولې انتظار کوي د هغه ورځې
چې پاچا مړ وي او وزير په ورلنو تړلی
 نو خوستیانو وړاندې لدې چې وخت ددغه ښامارانو پر وړاندې فيصله وکړي،د جبر او غرور يې ورمات کړي نو راځی چې ددې لوی فرغونیانو پر وړاندې سر له اوسه راپاڅيږو او د سر په کسه کې ورته اوبه ورکړو.