د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوچنیانو لپاره سالم روزنیز او ښونیز محیطونه ١٢

افغان تحرک 17.04.2015 22:25

د کوچنیانو روزنیز او ښونیز ارتقا زمونږ بقا او زمونږ د بقا کیفیت جوړوی!

په تیره برخه کی د "مطلق فقر" او د افغان ماشومانو او کوچنیانو روزنیز-ښوونیز کیفیت د ارتباطاتو په برخه کی لږ اشاره شو، په دی برخه کی دزمونږ پر افغانی تولنه کی د "نسبی فقر" حاکمیت او د افغان ماشومانو او کوچنیانو لپاره د ضعیفو روزنیز-ښوونیز کیفیت موجودیت باندی لږ اشارات صورت اخلی.

٢. نسبی فقر هم دوه جز لری ، چه یو جز یی مادی بعد او بل جز یی یو معنوی بعد دی. د اقتصاد له نظره، نسبی فقر دعایداتو دکمبود په وخت وجود لری، چه عاید دومره تیت وی، چه فزیولوژیکی احتیاجاتو رفع وی: زمونږ په بحث کی یعنی د افغان ماشومانو او کوچنیانو لپاره د یو لږ ډوډی ، او یو لږ خواړه شتوالی مګر یو نسبتا مرفه ژوند نه درلودل.

اوس فرض کوو چه افغان ماشومان او کوچنیان اکثرا لږ ډوډی ، لږ اوبه ، لږ خوراک ،لږ پوښاک ، په اصطلاح کور او یا کوم "وران ودانۍ " پسی زار، زار نه ژاړی، خو مګر د یو سولیز او "غیر افجاری" ورځ د یو لږ مرفه ژوند، د یو لږ بهتره خوراک، ددارو او درمل ، د داکتر او طبیب ، د یو لږ بهتره ودانۍ یا کوم کور، د یو قلم ، د یو کتابچه ، د یو ښونځی بکس پسی زار، زار ژاړی - په یو داسی وضعیت او حالت راځو کوښښ وکړو چه نسبی فقر، له معنوی زاویه له نظره هم لږ تر خپل افغانی فلسفی میکروسکوپ لاندی واچوو.

- ایا زمونږ هغه په اصطلاح "تحصیل یافته سیاستوال" چه په تیری دیارلس کاله کی پر مظلوم افغان بچیان حکومت کوی، مګر اکثر اوقات یوازی د "خپل جیب" ، "د خپل خېټه" ، "د خپل ګیډه" ، "د خپل لړمنون" او "د خپل منځ" په فکر کی دی، نشو وایو چه دوی په یو دول "نسبی معنوی فقر" کی ګرفتار دی؟

- ایا مونږ هغه دولتی او غیر دولتی موسسات، افراد او اشخاصو ته چه "دافغان ماشومان او کوچنیان په نوم" وظیفوی صلاحیتونه په خپل "قبضه اخیستی" دی، بی له دی نه چه "مسولانه" کار وکړی، نشو وایو چه دوی په یو دول "نسبی معنوی فقر" کی ګرفتار دی؟

- ایا مونږ خپل اطلاعات او کلتور وزارت ته نشو ویلی چه دا یو "نسبی معنوی فقر" دی کله چه دزمونږ "ماشوم محوره میدیا" تولیدات په صفر کی تقرب لری؟

- ایا مونږ خپل وړکتونونو ریاست ته نشو ویلی چه دا یو "نسبی معنوی فقر" دی کله چه د افغان ماشومان او کوچنیانو لپاره او هم د افغان کورنیو "مناسبه او با کیفیته روزنیز او معلوماتی میدیا" تولیدات نه وی؟

- ایا مونږ دښځو او یا د میرمنو امورو وزارت ته نشو ویلی چه دا یو "نسبی معنوی فقر" دی کله چه مونږ "افغان مور او ماشوم" "مناسبه او با کیفیته روزنیز او معلوماتی میدیا" تولیدات نه وی؟

- ایا مونږ خپل پوهنی وزارت ته نشو ویلی چه دا یو "نسبی معنوی فقر" دی کله چه دزمونږ ماشومان او کوچنیانو لپاره "با کیفیته تدریس" نه وی؟

- بلاخره ایا مونږ خپل دولت تولو دری قوه ګانی ته ، یعنی مقننه، قضایه او اجرایه قوه ګانی ته نشو ویلی چه دا یو "نسبی معنوی فقر" دی کله چه مونږ افغان ماشومان او کوچنیانو په ګته کی "مناسبه هر اړخیزه او دقیق ګتوره قوانین" نه لرو؟

اوس چه تقریبا "تولو مسولو مقاماتو" ته خپل غوښتنی ورسو، بیا باید زمونږ غوښتنی هم لږ واضع تره تر بحث لاندی واخلو. چه مونږ څه غواړو؟

مثلا لکه چه زمونږ ګرانه محترم شاعر، لیکوال ښاغلی وکیلي صیب لیکی: ایا "کوریکولم" د یو روزنیز-ښوونیز محیط په حیث وپیژندل شی؟

"کوریکولم" ، curriculum اصطلاح لکه چه زمونږ ګرانه محترم شاعر، لیکوال ښاغلی وکیلي صیب لیکی یوه لاتیني ګړه ده چه یو داسی "تدریسی پلان" او یا یو داسی "تدریسی پروګرام" ته ویل کیږی ، چه پر علمی او اساسی "پښو" او یا پر علمی او اساسی "پایکه" ولاړ وی.

نو بیا یو شه او مناسب "تدریسی پلان"، "تدریسی پروګرام" ، "کوریکولم" او یا هم "تعلیمي نصاب" جوړولو لپاره ، تر تولو نه مهم دا دی چه مونږ له کومو "علمی پښو" څخه مناسب استفاده وکړو. زما په اند زمونږ د "تدریسی پلان"، "تدریسی پروګرام" ، "کوریکولم" او یا هم "تعلمي نصاب" کیفیت مهمتره ده، د هغه نوم خورا دیر مهم نه ښکاری!

بی له شکه چه د "تدریس علم" یعنی Didaktik ، سره له دی نه چه د"ښوونه علم" یعنی Pädagogik یوه مرکزی دیسپلین او یا څانګه ګنل کیږی نن صبا دیر پر مختګونه کړی دی، چه حتی "د تدریس هنر" نوم هم خپل کړی دی، مګر سره له نه مونږ لپاره یو شه او مناسب "تدریسی پلان"، "تدریسی پروګرام" ، "کوریکولم" او یا هم "تعلیمي نصاب" جوړول د "زده کونکو محوره علم" یعنی Mathetik ته هم اړتیا لری! همداسی چه د "تدریس علم" یعنی Didaktik یو "ښوونکی محوره علم" دی، Mathetik یو "زده کونکو محوره علم" ثابت شوی دی!

Mathetik یا "زده کونکو محوره علم" خپل جوړونکی انتقادات د "تدریس په دګر" ګی وړاندی کوی او Didaktik "مدرس ګرا او مطلق ګرا" څرګندوی، او وایی چه "زده کول" او "یادول" یوه داسی پروسه ده، چه په کی ، د هر انسان ذهن سره سم مناسبه برخورد، یعنی احتیاجات او اړتیا ګانی یی سره سم مناسبه انسانی برخوردونو ته اړتیا او"خورا دقیق پاملرنه" ته ضرورت دی. Mathetik یا "زده کونکو محوره علم" دتعلیم او د تدریس پروسه له "زده کونکو له نظر" او یا له "زده کونکو له زاویه" څخه ګوری او وایی چه، معلم د شاګرد "امر" نه دی، بلکه معلم د شاګرد "مشاور" دی، چه باید ورته "شه، شه" مشوری ورکړی.

Mathetik یا "زده کونکو محوره علم" یو زده کوونکی په "بشپړتیا توګه" ګوری، یعنی یو زده کوونکی همداسی چه په ماشومتوب کی له خپل "کورنیز محیط" څخه یعنی د "ماشومتوب خاطرات او تجربیات" څخه متاثر وینی، په "ښونځیز محیط" کی هم زده کوونکی د خپل "ماشومتوب خاطرات او تجربیات" ځان سره انتقال ورکوی. همداسی معلمان، ښوونکی او استادان هم خپل "ماشومتوب خاطرات او تجربیات"، خپل "د ښوونیز محیطونو تجربیات" ځان سره انتقال ورکوی، چه ددوی په "رویه ، رفتار او تولنیز برخوردونه" دا تاثیرات څرګندیږی.

همداسی چه Didaktik د "تدریس علم او هنر" حیثیت لری، همداسی Mathetik هم د "زده کول علم او هنر" حیثیت لری!

اوس د مثال په دول یو ښوونکی ، معلم او یا استاد چه پخپله په ماشومتوب کی ، بعدا په ابتدایه ښونځی کی ، پس له دی نه هم په عالی لیسه کی "دیر ځله" خشونت او حتی "په چوب کی وهل" هم تجربه کړی دی، څه رنګه "په یو ځل" یا دفعتا له خشونت او "په چوب کی وهل" څخه "تیر شی"؟ دا لږ ناممکن کار ښکاریږی. یعنی که چیرته مونږ نن صبا په فعالانه توګه هم، یو سالم "کورنیز محیط" او یو سالم "ښوونیز محیط" لپاره چه خشونت پکښی نه وی، اقدام وکړو، زمونږ راتلونکی نسلونه کولای شی چه بیا یو داسی "سالم محیطونه" ولری. یعنی داسی ګتور تولنیز روزنیز-ښوونیز شه والی دیر زمان ته اړتیا لری، له دی کبله باید چه ژر لاس په کار شو!

کله چه مونږ افغان زده کونکو لپاره یو سم او مناسب "تدریسی پلان"، "تدریسی پروګرام" ، "کوریکولم" او یا هم "تعلیمي نصاب" وړاندی کوو، دیرو مختلفو او متنوعو علوم او همداسی مختلفو او متنوعو علمی څانګو ته اړتیا لرو!

دلته په دیر عامیانه مګر دقیق عباراتو کی تذکر صورت اخلی چه، تر څو چه مونږ د افغان زده کونکو لپاره یو سم او مناسب "تدریسی پلان"، "تدریسی پروګرام" ، "کوریکولم" او یا هم "تعلیمي نصاب" وړاندی وکړو باید په دقیق توګه یو "تصویر ایجاد کړو" چه:

١. مدرس، معلم او یا ښوونکی څوک دی؟
یعنی ښوونکی باید کومو "توانایی ګانو" ولری. مثلا د ښوونکی اخلاق، د ښوونکی تدریسی توان، د ښوونکی رشته ای او یا تخصصی توان دیادولو وړ دی.

٢. شاګرد، زده کوونکی او یا هم محصل څوک دی؟
یعنی شاګرد، زده کوونکی او یا هم محصل کومو "توانایی ګانو" لری. مثلا د لمړی تولګی زده کوونکی لپاره، د ښپږم تولګی زده کوونکی لپاره ، د یولسم او دولسم تولګی زده کوونکی لپاره او یا هم یو محصل لپاره "دتدریس نوع" ، "دتدریس توګه" او یا "دتدریس ډول" دیری توپیرونو لری.

٣. څه شی تدریسیږی؟
یعنی د "درس محتوا" څه دی. ایا فرد، تولنه، ژوندون او راتلونکی لپاره مناسب شیان تدریسیږی، او یا "ورځ ورکیدل" کی بوخت یو. دلته مونږ "دقیق تخصصی او دقیق مسلکی کمیسیونونه" ته اړتیا لرو، تر څو چه هر "صنف" او هر "مضمون" ته ځانګړی پاملرنی صورت اخلی.
ایا زمونږ اړتیا سره مناسب او یا د "افغانی تولنیز محوره محتویات" زمونږ په "تدریسی پلان"، "تدریسی پروګرام" ، "کوریکولم" او یا هم "تعلیمي نصاب" یو ځانګړی ځای لری که نه لری؟


٤. څنګه تدریسیږی؟


ادامه لری.


د افغان مظلوم ولس د سولی، ترقی او رفاه په هیله "