د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بی بی سی له وړکتوبه ترپیغلتوبه

ګړېخیل ګړندی 17.04.2015 22:20

بی بی سي واده شوه

«برالبه» شوه
اوچینګوټیان یې راوړل:

چاته واده شوه ؟
چنګوټیان یې کوم دي؟
اوپه خپل ژوند کې یې کوم کردار اداکړ؟
زموږ دخاوري دین اوملت په ګټه که په زیان ؟
بی بی سي له نوښت تر...........زړښته…....…له وړکتوبه تر...................پېغلتوبه
دا........................................لندن دي !!!
دا دبی بی سي پښتوخپرونه ده چي لنډوڅپو۳۱ او۴۱ اومنځني څپوباندي ۲۱۲ مېتروباندی خپریږي .
ډونک....... دېنګ ......... ډنګ.
اوس په لندن کي دشپي نه بجې اوپه افغانستان کي څه دپاس شپږ بجي دي.
بی بی سي دتاریخ په اوږدو کې «لنډیز» لیکنه :ګړېخیل ګړندی
څه سردي ګرزوم بی بی سي لاهغه وخت ډیره چټه وه هم هغه یې دځوانۍ اوپیغلتوب شپي وي چي موږ دسادګۍ په خړوجامو اوچاودولوسپرو پښو دولسوالۍ انګړته تلو ولسوال به دښار وکړی خپل مقرته وروبللو له ډیر ځند وروسته به کوټوالی راووته اود انتظار سی خبربه یې راوفرمائلو موږ به هم په ډیر وهم اواحترامانه انداز باندي کتار اوسلامي غوندی ایسار و انتظار شو .
شنه چپانه اوپه ګردن باندي سورګل اوترش تندی به یې دخپلي وحشي څیري نخښه وه ملکان او هلکان ورته یو رنګ وو ځکه چي دخلق شعار دملاخان سید په واړندی ډیرجدی وو.....!(ولسوال صیب دخلق ګوندفعال غړی وو)
ترسلام اوکلام مخکي به یې راته څیرڅیروکتل ټول ولاړ خلک به یې یوځل ترخپل وحشي نظر تیرکړو اوبیابه یې زیاته کړه :چي ګفته امرزو ملاصاحبا ی تان ؟ تبلیغای بوچ ازبی بی سی شندن ؟ خان صاحبا امروز نمي تواند از شمابه زور وظلم چیز بیګیرد؟
موږ به ناخبر ساده اولسي دولسوال صیب په دي اګوبګو هیڅ نه پوهیدو ،خو شملزۍ ترور به راته ویل چي الله دي خیرکي دسره شوری زامن خو پیداشوی دي چي په سپین سر مو مکتب ته لوڅي پوڅي تلل غواړی.
خدایه دتورهجري طالبانوته بری ورکړي چي له دي ښامار مو وژوغوري کني دننګ اوناموس خیربه مونه وي!
بیګادبلوڅ اودراني اکا زامن هم له کلي غرونوته فناوړي اودمجاهدینوسره یوځای شوي دي .
داورځ ولسوال صیب دبي بي سي دغندي په اړه راته ډیرسرلوڅي خبرونه واوریدل خو راغلی اولس ته یې لیکي کش کړي چي نور مو داشرارو په بغاوت وروستي راتلل دي بیانه تاسودشکایت حق لرۍ اونه مواخوندان اوملکان رانه خلاصیدای شي .صمدخان او وکیل بسم الله جامي پاکی اغوندي خو کارونه ټول دحکومت په ضد کوي اوداشرارو پټخایونه هم ددوي کورنه دي.
تیرشپه دشنکي ملاصیب دبي بي سي جزیات دچای غوړلوپه بهانه ، نه وه درته اورېدلي ؟ ددې خبري په اورېداسره اصحاق زی لالا وتوراکا ته په خوله باندي دلاس په اشاره دضرب لیکه جوړ کړه .
یعنی پام چي اوس څه درنه ونه ویل شي دامرداسر خو له هرې خبري څخه اطلاع لري فکر کوم جاسوس له کوره لرو.
رېښتیاچي همداسی وه بی بی سي دپیغلتوب شپي دافغانانو کره په څومره ابروهانه اومستورانه ډول تیري کړي نه یې چا دبې ابۍ ږغ واوریدی اونه یې چا له اورېدول په غوږو کي ګوتي ونیولي.
ددې هر راتګ به ساز اوسورنا ډول او ډولک سره بدرګه کیدلو خودازموږ په کورنو اوحتي دمولایانوپه تمځایو اوانګړکي هیڅ عار اوپیغور نه وو دالاڅه ورته خوشبختي اودنغاري په ډول ستائل کیده.
که یې چیري دکوزدي او واده په مراسمو کي شریک کړي واي نو درې اړخیزاتاڼ خوبه مو هغه ساده خوشحالی وه خیربی بی سی زموږ دژوند ګډ او کورنۍ مېلمنه پاته شوي .
خیر داکه نن راسره هغه زړه یارانه نه پای نودا جوتیږي چي موږ په ریښتیا اوداپه دروغ راسره مېلمنه وه .
اوکه ښه نظر ورته وکړو ولسوال صیب په خبروکی داهم ویل چي غله ته وی غلا کوه اوکوربه ته وی بیداره اوسه! .
که یې هغه وخت په ښکاره نه وي ویل نو اوس خوښکاره راته وايې خپله یې راڅخه وکړه ولسوال صیب به ویل چي دا تاسو غولوي دا دانګزیز بچوڼي ده انګریزان په څوځلی زموږ په حریم ناروا تیرکړي خو هرتیریې له چلوټو اودخولي له خنداڅخه خالی نه وو.
اولابه یې زیاتوله چي هغه وخت هم لیري نه دي چي که موږ په خپل ترکی یافته انقلاب کي ناکام شو نو تاسوبه وویني چي اخندان حضرتان ،پيران ملکان به دانګریزانو سره ګډ زموږ په پارلمان کي شتون ولري خوهرڅه ستاسوبزګرانو او خوارکښانوپه مټ کیږي تاسوباید دهیواد راډیوتلویزون څخه خبرشي چي دکرېملین او کار مارکس له اندونو اوپرمختګ څخه مو خبرکړي هغوي زموږ دوستان اوګاونډیان دي .
څه سردې ګرزوم بی بی سی راته دکور بل بل شو دژوند له راز اونیاز څخه به یې په ډیره اسانۍ اوچټکتیا خبرولو ،خودومره خوږه خوله یې وه چي مرچ په کې ګوړه ښکاریده .
اوس نوډیرکلونه تیراوډیرڅه هیرشول یاري زړه شوه وایې مستانه چي زړېږی ګنده کیږي
انقلابونه یوپه بل پسي خپل پړاونه وهی دخلق ګوند (که د دوزخیانو ګوند) جهادي رهبران که دجنت ټیکه داران مرګونه صوابونه وو هیڅ صلحه امن اوتسلیمی چاپه خوله نه سوي راوړلای داهرڅه پیغور اوناروا وو نجیب ډیرې ازبرای خدای ماصحله می کنم وویل خو چا پرې غوږ نه ګیراوو،ځکه چي هغه وخت دنجیب په حکومت لادومره ځواک وو چي یو وخت تر ستره ملي اردو اوملي پوځ جوړشي.
دهغوي توبه دخدای په درکي نامنظور وه نعوذباالله هغوي په هیڅ صورت دتسلیمي اونظامي یونیفورم حق نه درلود ولوکه له موږسره اهل کتاب ملګري او دوستان وو .
ځکه چي داحکم بی بې سي ویلې وو دلندن او واشنټن فیصله وه ،
خو نن روسان زموږ پارلمان ته په دروبین کې ګور ي زموږ شیخان او ملکان دانګریزی استعمارچیانوسره ګډه مړۍ خوري .
ستره خبرخو په کې داده چي خلق ګوند نن ترهرچا دانګریز ی استثمارګروسره چي دوی به یې دملک ،دین ،ناموس اوملت دښمنان بلل چوپړچیان دي دوی په خپل وخت کې دومره مېنوال وو چي حتي ډېریو یې دولتي مهانه تنخواګاني هم نه اخېستي هغه یې دهیواد په شتمنی کي اهداکولي خونن له خارجي شتمنیوباوجودبنګونه د دوي په شتمنیوباردي،
بی بی سي نه یواځي مور،لور،انا... شوه، بلکي دیوې اجرائیه حاکم حیثیت یې هم خپل کړ ی وو؛ ځکه بې بې سي ویلي دي چي هیواد بایدله ټولوښکېلو سیاسي ګوندونوڅخه تشکیل وي.


خوعجیبه په کي داده چي موجوده شیخانو دکمونسټي اوانګرېزي تاړاکونوپه وړاندي فتوا ورکړي اویې ددواړوخواووپه ملاتړی اوراوستونکودارتدار اوکفرفتوا ورکړی ده.
خونن بې بې سي په یوه ګردې مېز راغونډکړي او ورته وېویل چي سلابلا به ګردني ملا .
ماشاء الله زموږ مېلمنه بې بې سي خاله به اخیر کوربه شي مګر بی بي سي اوچنګوټیان یې هم ورته ډېرڅه عیاروي تنکۍ وه پیغله شوه ،اوبیاواده شوه ښې پرمختللي بریاوي یې راوړي ،خواوس چي لنګه شوې اوپه یوه واریې په سلګونو بچوڼي راوړل متاسفانه دابچوڼي دمور اوپلار څخه یاغی باغي ښکار ي .
نه یې زوی په قول کوي اونه یې لور ، دوه لوڼي مشراني چي دیوې لور نوم یې ډیموکراسي اودهغې له نسل اونس څخه مېډیا وزېږده .
دمېډیاپلار هم عیسوي مذهبه انګریزښاغلی لندن صیب ډیرتوند مزاجه نه وو مګر دبل هرچا په وړاندي یې دخپل نظر منل حتمي وو.
مېډیا هم ډېره چټکه ،چالاکه ،رنګېنه ،اوپه یوه خوله کې دڅوژربو لرونکي وه. دلمسۍ پرلپسي پرمختګ اناپه ډیرشهرت اولیرلید ونازوله .
خودخت په تېرودوسره لمسۍ هم لنګه شوه اودومره بچوڼي یې راوړل چي اوس یې پیژندل دموراو پلار له وسه هم تیره خبره ده.
یواځي دکابل دکلتور وزېرصیب بچوڼي یې ترحساب تیردي څه معني دنورې نړۍ .
بل خواته الجزېره بې بې هم لنګ شوه ،مګرنربچي یې راوړل ،البته الجزېره چي دوړکتوب او یتیمتوب دوران یې په سخت کړاونو کي راتیرکړ دبې بې سي په وړاندې یې دکرکي اوشکایاتو قصي ډېرې کیدي چابه ویل دا هم عرب مسلمانه ده خو دپلار په اصیلتوب کې یې خبره ده څوک وایې دمېنځي له نسه پیداشوي اوڅوک وائي عرب الاصله ده بس نور نوخدای ته معلومه ،خوپه رېښتنولۍ کي لااوس هم شهرت لري .
ددې مطلب بل برخه به هم درته ډالۍ کړوخو ستاسوله غوښتنوسره سم...!
اوس دخبرونو په تلوتلوکې پام دسیدولی اکا خاطرې ته را اړم اوبیادرسره مخ ښه کوم!
لال اکا دنورو ورځوپه پرتله نن سهار دلمرڅیکي له ټاکلي وخت څخه له کورناوخت راووت چي دنوموړی په لیدوسره سیدعلی اکا پری ږغ کړل چي سړیه څومره ناوخت راووتلي زموږ ګپ شپ خوپه تاباندي تازه وي ده ورغبرګه ګړه چي سیدعلي اکابې بې سي مې نیوله !
سیدعلي په خنداشوچي سړیا دا وخت خو دغړکودشربلوده اوتاغریبه دغړیکي شربولوته هم نه پرې ښودله لال اکا ول شرم وکه سړي زما په خبره فکر کوم نه شوي پوي ؟
ویلي سنګه ؟
ول صایبه بی بی سی رادومې نیولي وه اوتا میرمني ته اشاره وکړه .
بس صرف دادې راته ونه ویل چي سړیه بی بی سي خوبه هم دچا میرمن یالور وې کنه ؟غرق شي په زناهم اخته یي که څه ټکه ده؟
استغفرالله سیده ..کلیمه ووایه اوپه ځان یې چوه کړه !.
فکرکوم په کومه بله نشه کي یې او که دي ځان اچولي ؟
صایب نغده یه کوه ، خوکار دي کړي یاخپله یا پردۍ ..........!
لال کاکا هک پک پرخپل ځای ودرېدي اوله شرمه یې مخ تورې لمبي کولي مجبوره شو بیرته کورته ستون سو ملګرو یې ورته وویل سړیه غورځه توپک را اخلي داسی نه یې چي له سات فساد جوړکړي .
سیداکا هم نفسی سړی وو یوخوایی دمعلم صیب دورور لال اکا ته دبې ناموسي خبري وکړي بل ځای لمرڅيکي ته ناستو خلکو ښه وډار کړ.
بس کرار یې ځادر غلي غوند ټک وهلو ،هڅه یې کوله چي په کونج لنډ وګرزي اودمسجد توخاني په دالنځ کي دڅوشېبولپاره غلي شي .
خوبریالي نه شو چي سیداکا له کوره پرې را ووتي اوخوله یی له خنداډکه وه ول سیداسیدا مه ځه خانه خرابی راسه چي له دي نوې ډبلی ده هم سم خبرکړم خو یوشمېر عناصر شته چي راته مشکل جوړ نه کي.
لال دراډیو پوره تعریف ورته وکړي او دتبلیغاتو که څوړ یی ښه ورته معرفی کړه چي سیدپوی شونویې زیاته کړه ول داڅنګه کیدای شي چي دانګریزانو لاسدۍ نه ده پوره بیازموږ دملک خوبونه ویني اومرسته راسره کوي نوپوی شوم ...!؟؟؟ چي دابیادبلادپاسه بلاده .
ګړېخیل ګړندی