د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ائتلافي دولت دمشرانو دتوجه وړ

محبوب خان باک 15.04.2015 22:11

د ائتلافي يا دوګونی دولت مشرانو چې کله لوړه کوله او ملت سره يې ژمنې کولې يوه داهم پکې وه چې په ګډه به دفساد اومفسدينوپرضد مبارزه کوي او هېواد اوهېواد وال به له هر ډول ستونزو او داخلي او بهرني ښکېلاکونو څخه ژغوري.
دايې هم ويلي وو چې ددولت په لوړو پست لرونکو اشخاصو به په خپله نظارت کوي او د تخلف او تقلب په صورت کې به يې له دندې لرې کوي ،قانوني چلندبه ورسره کوي او پرځای به يې وړ او په کار پوه شخص ګماري.
داهم روښانه ده چې دافغانستان په دیری ولاياتوکې له هغې ورځې چې ائتلافي دولت اعلان شوی دی يو ډول ګډ وډيو سر راپورته کړی دی چې سرونه يې ان تر مرکز کابله را ورسېدل او ددې لانجو کونجو په منځ کې يو هم دخوست ولايت دی چې له خپل موقف څخه ددوه استفاده کوونکيو وکيلانو او نوې ولايتی شورا غړيو لخوا يوډول ګډوډۍ روانې دي او غواړي چې دخپلو شخصي ګټو لپاره دملت ګټې تالان کړي ،غواړي چې اوسنی سرپرست والي عبدالجبار نعيمي چې د سولې،معارف،خپلمنځي شخړو اودښمنيوپه له منځه وړلو،ځوانانو اوبېکاره اشخاصوته د کار زمينه برابرولو دبيا رغاونې پا کارونو ..... کې يې بې ساري او دپام وړ هلې ځلې او اجراآت کړي دي له شته څوکۍ څخه لرې کړي اوپرځای يې داسې يوڅوک راولي چې ددوی ډول ته وګډېږي،دوی چې څنګه ډول ورته وهي هغه شان ورته تاو شي او همدارنګه داسې يوڅوک غواړي چې ددوی همفکر او همغږی اوسی.
والي عبدالجبار نعيمي يو دهغو واليانو له جملې څخه دی چې هېڅکله نه غواړي په هغه ځای کې چې دی دنده لري غيرقانوني کارونه وشي، غلاوې وشی، کورونه ړنګ شی،غصب وشي،ترور وشي،قاچاق وشي،په زور واده وشي،اخلاقي فساد وشي، نشته يي توکي وپلورل شي ،سلاح وپلورل شي او داسی نور هر هغه کار چې شريعت او دافغانستان په اساسي قانون کې جرم او مجرم يې دسزا وړ بلل کېږي داسی کارونه وشي.
خو په ولسي جرګه کې دخوست ولايت دخلکو له مغربه را وارد شوی استازی کمال ناصر اصولي هغه شخص دی چې دپورته ذکر شويو وارنکاريو يو تر ټولو عمده او لوی قاچاقبر او انجاموونکی دی ،داچي نن يې له والي نعيمي سره پښې بندې کړي دي او پنجه یې ورسره اچولي ده اودهغه د پرزولو لپاره يې څوتنه په پيسو راوستی له ځانسره کړی او د زنده باد او مرده باد نارې وهي داپه دې خاطر چې نعيمی دده د ورانکاريو او فساد څخه تل پرده پورته کړي او دانشي زغملای چې اصولي دي له خپل نوم څخه په استفادې سره داسې بې اصوله کارونه وکړي چې سبا يې بد نامې او تانې والي نعيمی ته په مرکز کابل کې ولسمشر ورکړي.
زه نه پوهېږم هغه څوک چې همدا پرون يې دخپلو لسګونو هېواد والو وينې تويې کړې ،دهغوی په سرونو يې سوداګانې وکړې ،دهغوی ميندې يې بوري کړې اودهغوی ميندې يې کونډې کړې،دا څنګه نن په ميډياکې کېني او دځان دسفايۍ لپاره هرڅه وايي څومره په سپين سترګۍ وايي چې زه دخپل ولس پوښتنه کوم دهغوی حق غواړم او ترڅويې حق ورنکړم نو نه کېنم.
ايا همدا حق چې په خپلووينوکې دې ولمبول،همداحق چې دهغوی کورونوباندې دې لپاسره نور کورونه جوړ کړل،همدا حق چې د دولت ځمکه دې په زور غصب کړه،همدا حق چې دهغوی دمورګانو اوښکې وبهوي ،همدا حق چې په خپل اولاد په بهر کې لوړې زده کړې وکړې خو په خوست کې ۳۲۰۰۰۰زده کوونکيو پر مخ دمعارف دروازه وتړې،همدا حق چې ټول ښار دخلکو پرمخ بند کړې ،همدا حق چې دخلکو دژوند ورکوونکی اواخستونکی خپل ځان وګڼې او همدا حق چې دبل سپکاوي کې خپل درنښت ولټوې؟
له ده سره يوبل شريک چې تر پرونه يو دبل وينوته ناست ول،سنا مجلس کې ديوه غړي په سر يې سره يوبل پسی ټوپکې راواخستي ،يودبل کسان يې وډبول همايون همايون چې په تېرو لاريونونوکې يې دخپلو اعمالو سزا تر يوه حده وليده او الله جل جلاله ورته معجزه وښوده داهم هغه څوک دی چې تر دوه مياشتو وړاندې پورې يې هم د والي عبدالجبار نعيمی هر کار تقدير کړی دی،هغه ته يې ستاينليک ورکړی دی،ټول خلک يې له والي نعيمي څخه حمايت ته را بللي دي،له هغه سره په يوه ميز ناست دی نن دی هم له اصولي سره غاړه شوی دی او د والي پر ضد کارونه کوي داځکه چې ده هم په دې وروستيوکې ځينې چټليوته لاسونه ور وغزول او والي غوښتل چې دا غزېدلي لاسونه هرڅومره ژر چې کېږي ور لنډ کړي نو يې دهغه پسې راواخسته او له اصولي سره يوځای شوو چې بالاخره يې په خبل ځان راوسته او داعمالو بدله يې وليده خو شاعر څه ښه ويلي دي.
که هزار نصيحتونه ورته وکړم
هغه خدای بې لارې کړی په لار نشو
دا ښاغلی په خپله يوه ويډيويي وينا کې وايي چې زه دامنم چې تنها دخوست په ولايتي اداره کې فساد نشته،فساد په امنيت کې هم شته،په اردو کې هم شته ،په امنيه قوماندانۍ کې هم شته خو داښاغلی دا جرئت هم نشي کولای چې ووايي يواځې په موږ او زموږ په پلويانوکې فساد نشته نور په ټول افغانستان کې فساد او درغلي شته.
همايون په يوه بل ځای کی وایی چې که تاسې مسلمانان ياست،افغانان ياست اوخوستوال ياست نو تاسې به ټول په خپلوځايونوکې ودرېږي عجيبه ده افسوس دده په فکر،دده په علم او دده پر قضاوت او همدارنګه افسوس په هغو څو نفرو چې ده په خپله شاوخوا کې را تاو کړی دی چې هغوی دومره منطق نلري چې ورته ووايي چې ای بېسواده داته څه وایی ايا مونږ اوس درته نه مسلمانان،نه افغانان اونه خوستيان ښکارو؟
خو معلومه ده چې په خوست کې ژوند کوو،ددې ولايت تذکرې لرو،افغانان يو اوبيا شکر دی مسلمانان يو خو همایون هم ځانته ګوري اوبيا هماغه شان خلک راټولوي پوهېږي که هغه څوک چی په ښه اوبد پوهېږي را يې ولم او په مخکې يې داسې خبرې ورته وکړم نو له خولې به مې د غواګانو اوخور جوړ کړي دهمدې ويډيوپه يوه بل ځای کې بيآوالي ته اشاره کوي چې مرګ دې وي په داسې مفسد والي.
زه خو وايم چې داخبره يې ددې لپآره کړې چې مرګ دې وي په داسې مفسد والي چې هیڅ چل نه ورځي ترڅو فساد وکړي،هيڅ په دې نه پوهېږي چې ملت چور کړي ،هيڅ ددې هنر نه دی ورته ياد چې له دوی سره د جوال خوله ونيسی اودوي پکې له ولس څخه راپټې کړې پيسی واچوي،هېڅ ددې وړتيا نلري چې د کونډو يتيمانو د خولې مړۍ خپلو بچيانوته ورکړي او هېڅ په دې نه پوهېږي چې له خپل موقف څخه استفاده وکړي،وزارتونو سره کار ولري،په خلکو قراردادونه خراب کړي،خپله پکې سهم وغواړي او ځان ددې هرڅه په ناقانونه توګه مستحق وبولي،زه خو وايم چې دا ددې لپآره داخبره کوي او داخبره يې پرځای دی چې ې هېڅ شي چل هم والي ته ياد ندی ځکه يوچا چې تل په صداقت او رښتينولۍ کې ژوند کړی وی نوهغه به څنګه خپل ضمير او جدان ته ځان ملامت کړي.
اوس خبره داده کله چې دوی دوالي پرضد لاريونونه پيل کړل او هلته دوی د لاريونونو له قانون څخه هم سرغړونه وکړه اوهغه داچی له دوی سره سپکه او درنه ښه پرېمانه وسله وه له سلو زيات مسلح نفر وسره و او ډیر په سقيله سلاوو بار موټر و يې ملتيا کوله پوښتنه داده چې دا موټر،سړي او سلاح دچا وه،چا ورکړې وه،دڅه شي لپاره يې راوړې وه او اوس څه شوه.
په لاريون کې خو دچاقو وړلو اجازه هم نشته داخو لا سلاح ده نو بيا دوی په کوم ډول سوله ييز لاريون وکړ په لاريون کې خو سلاح نه ګرځول کېږي په لاريون کې خو ډزرې نه کېږي اوپه لاريون کې خو خلک نه وژل کېږي نوبيا دوی داهرڅه دڅه لپاره وکړل ددې بايد مرکزي دولت پوره او جدي پلټنه وکړي،وايي که نن په مادی نو سبا په تادی، نن يې که دوالي نعيمی پسی راواخسته اوخپلې غير مشروع کړنې او غوښتنې ورباندې مني نو لرې ندهولسمشره چې سبا يې سر ترتاهم راورسېږي ځکه تا هم ويلی چې دفساد اومفسد په ضد به کلکه مبارزه کوي او دوی درپسي راروان دي.
ښاغلی ولسمشره نن دې که ددغه شان په فساد ککړو وکيلانو اوښکرورو پښې ،لاسونه او ښکرونه ورلنډ نکړل نو وايې وره اومنه يې مه چې سبا ستا تر کابينې راورسېږي او بيابه يې هېڅ چل نه درځي چې څنګه وکړي ترې خلاص شي،نوپکار ده چې ددوی کارونوته ترهغه حده مشروعيت ورکړې چې قانون يې اجازه وکړې،پکار داده چې داهرڅه ته په سړه سينه او پوره فکر سره وڅېړې او لامل يې په ګوته کړې حق حقدار ته وکړې ،دمظلوم پوښتنه وکړې او ظالم ته سزا ورکړې.