د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ختیځ ادبي بهیر د ۱۴۴ مې غونډې ګزارش

اکرام الله اکرام 15.04.2015 11:01

د روان ۱۳۹۴ کال د حمل په ۲۱  مه نیټه د جمعې په ورځ د ختیځ ادبي بهیر ۱۴۴ غونډه د ننګرهار میدوتیک په انګړ کې  د شاعر او لیکوال صفت ځواک په مشرۍ ترسره شوه، د مشر میلمه په توګه نجیب اکرامي او د کوربنو په توګه ورسره شریف الله ناصري او بخت جمال کریمي د ستیج ترڅنګ څوکیو ته وغوښتل شول.
ناسته د د انیس حلیم په ویندويي او له معمول سره سم د فرید الله ملاتړ په تلاوت پیل شوه.
په غونډه کې د ګزارشګر د نه موجودیت له امله د تېرې غونډې ګزارش ونه لوستل شو، خو د راتلونکو غونډو لپاره اکرام الله اکرام د ګزارشګر په توګه وټاکل شو.
د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې استاد پوهندوی محمد ابراهیم همکار له وعدې سره سم د وزن پوهنې ( عروض) په اړه اوږد لیکچر وړاندې کړ چې د ګډونوالو له تاوده هر کلي سره مخ شو .
استاد همکار د وزن پوهنې درس له له ژبې پیل کړ او ويې ویل:  کله چې خپل فکر انتقالوو دوه لارې ورته لرو، یوه يې د نثر ده او بله يې د نظم، استاد همکار نثر داسې راوپېژنده:(( په لغت کې تيتولو او پاشلو ته وايي، د ادبي فنونو په اصطلاح  هغه وينا، چې وزن او قافيه ونه لري ، خو د ژبې معیاري او ګرامري اصول به پکې په پام کې نیول کیږي))
ددې ترڅنګ يې نظم دمرغلرو پېیل یاد کړل،او وې ویل : نظم هغه وینا ده، چې وزن ولري، ښاغلي همکار زیاته کړه :((همغه خبرې چې په نثر کې يې راوړو که که منظموالی ورکړو او تعادل پکې راولو نظم ترې جوړیږي ))
استاد همکار وزن هم وراپېژنده او وې ویل چې په لغت کې تللو او په اصطلاح کې د غږونو منظم تکرار او هغوی ترمنځ ټاکلې فاصلې ته وزن ویل کیږي .
   استاد همکار زیاته کړه : (( د شعر په وزن پوهېد نه په ذوق پورې تړلې ده . يا په بله وينا د انسان د هنري ادارک په قوت پورې تړلې ده نو ويلاى شو د روغ ذوق څښتن ديو موزون شعر دپوهېدنې په اړه مطالعې ته اړتيا نه لري او بې له مطالعې پرې پوهېږئ
     ددې خبرې ثبوت زموږخپل ولس دى ، دوى په موسيقۍ نه پوهېږي خو موزون او ناموزون اوازونه يوله بله ښه توپيرولاى شي ، همدارنګه هغوى د وينا په وزنپوهنه کې هيڅ لاس نه لري خو موزونه وينا له ناموزونې بېلولى شي اوخپل نظر هم دخپلې پوهې تر کچې  پرې وړاندې کولاى شي .ددغې خبرې بل دليل پخپله هغه شاعر دى، چى دشعر او وزن په اړه هېڅ پوهه نه لري خو بيا يې هم وينا موزونه وي.))
استاد همکار شعر د وزن له مخې په دوه لویو ګروپونو وویشه، کمي یا څومره ایز او کیفي یا څرګنیز وزن چې کمي وزن په پښتو ژبه کې برابر نه راځي  د موسيقۍ تال او ا هنګ لري، يعنې هجاګانې يې د موسيقۍ له نوټ سره نژديوالى لري او له همدغه امله ورته سندريز يا موزيکال خبريز شعرونه وايي او عموما دعربي ژبې شعر د کمي وزن په کچ مېچ تلل کېږي ، هلته څرنګوالى ( کفيت ) په پام کې نه نيول کېږي په بنسټيز ډول دعربي وزنونو لپاره دکمي تله کارول کېږي نه کيفي تله، خو کیفي وزن چې په دموسيقۍ تال او آهنګ پکې شتون نه لري ، د  دوى څپې يو تربله د ويلو  او تلفظ په اوږدوالي نه، بلکې دخپل کيفيت له مخې سره جلاکېږي، يعنې دخج لرلو اونه لرلو له مخې سره بېلېږي هم بیلابیل ډولونه لري .
لکه       (١) سېلابيک                 ( ٢) تونيک               (٣ ) سيلابوتونيک
سېلابيک ، سېلاب ته منسوبه  کلمه ده، سېلاب له يونانۍ ژبې څخه راوتلې کلمه ده، چې د ( څپه ) معنى ورکوي . سېلابيک وزن د منظومې وينا داسې سيستم دى، چې د کلمې تر ټولو څرګنده او واضحه غږيزه برخه تشکيلوي، چې له يو خپلواک يا يو خپلواک او يو بېواک يا څو بېواکوڅخه لاسته راغلې وي او هر څوک يې زر تر زره پېژندلى او بېلولى شي. د دغه وزن بنسټ يوازې د څپو په شمېر پورې اړه لري. په دې ډول وزن کې د دوو مسرو تر منځ وزن د کميت له مخې نه د کيفيت له مخې ټاکل کېږي. په دغه ډول وزن کې بې د څپو له شمېر څخه بل هېڅ ځانګړنه په پام کې نه نيول کېږي.
 بل يې تونیک دی تون د زړې یونانۍ تونوس چې اکسنټ، فشار او خج هم ورته ویلای شواو یک يې نسبتي روستاړی دی په تونیک وزن کې د څپو څرنګوالی او څومره والی په نظر کې نه نیول کیږي یوازې د خجونو شمېر او اندازه باید پکې وساتل شي
او دریم يې سیلابوتونیک دی چې له دوو يوناني کلمو ( سيلاب ، تونوس ) څخه جوړه شوې ده . ددغه ډول  وزن بنسټ پرڅپه او خج دواړو ولاړ دى . په دغه وزن کې دڅپو او خجونو ځايونه ټکلي وي
     استاد همکار وویل: هغه ژبې چې سېلابو تونيک سيستم پرې تطبيقېږي له پښتو، روسي، انګليسي، الماني او ځينو نورو ژبو څخه عبارت دي
پوهندوي محمد ابراهیم همکار ددې ترڅنګ د وزن د ارزښت په اړه هم اوږدې خبر وکړې او وې ویل: ((  د وزن ارزښت په ټولنه کې له هيچا پټ نه دى، له ډېر پخوا وختونو څخه پوهانو وزن او شعر لازم او ملزوم ګڼلي دي او د وزن عنصر يې د شعر له رکنونو څخه شمېرلى دى. له دې خبرې څخه هم څوک منکرېدلاى نه شي، چې د موزونې وينا راښکون تر منثورې وينا زيات دى))
همدا راز استاد پدغه اوږد لیکچر کې د څپې، اهنګ  او خج په اړه هم مالومات ورکړل وې ویل : (( څپه د وزن د سطحې ترټولو کوچنى واحد دى او د ويلو پر مهال همغې ټاکلې برخې ته وايي، چې د خولې په يو وار پرانستلو بې فاصلې او پرېکېدو وويل شي))
استاد همکار وویل اهنګ د ژبنې جوړښت له پلوه هغه فونیم دی چې د ګړهار په بهیر کې د اواز کښته پورته والي یا زیر وبم رامنځته کوي.
ښاغلي همکار اهنګ د ژبني ارزښت له مخې مهم وبله وې ویل : همدا اهنګ دی چې د خبري، ناخبري او امریه جملو توپېر پرې کېدای شي .
     ددې ترڅنګ يې خج آهنګ ته ورته بل فونیم یاد کړ او وې ویل چې خج  له آهنګ سره نه شلېدونکې اړيکې لري . خج هغه عمليه ده، چې د ويلو پروخت د کلمې يوه څپه تر نورو په ډېر زور او شدت سره اداشي.
استاد همکار په تاکېد سره وویل چې هره څپه خج لري په وزن کې د خج ټاکل په هرو څلورو څپو کې  د پرتلې له مخې ټاکل کېږي، يعنې په څلورو څپو کې کومه يو څپه د نورو دريو څپو په وړاندې په زور  او شددت سره ويل کېږي، چې همدغې څپې ته خجنه وايي.
استاد همکار د حمید بابا یو بیت د بېلګې په ډول راوړ
څه بــــلا يــــې احــــــتياجــــــه
چې سړى کړې سګ مزاجه

استاد همکار وویل ددې بیت هره نیم بیتۍ اته څپې ده چې په دریمه څپه يې خج یا فشار واقع شوی دی .
ددغه اوږد لیکچر په وروستیو شېبو کې استاد د غونډې د ګډوالو پوښتنو ته ځواوبونه هم وویل .
د غونډې په دویمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه چې پورته یادو شویو ترڅنګ پکې استاد شیرحسن کمالزي، راحت ګل سوکال، جاوید حیدري، ګلزار صیب، سلیمان ځاځي، میر حسن خاټول، عرفان الله بیدار، حضرت یوسف یوسف زی، خمیني سجاد، قسیم ځیر، جاوید نوري او عمادالدین دوران خپل شعرونه واورل.
د غونډې د ارزونې لپاره شریف الله ناصري وغوښتل شو. هغه غونډه ښه او باکیفیته وارزوله او وویل: چې له استاد همکار له درسه يې ډېر څه یاد کړل. ناصري ختیځ ادبي بهیر د یو ادبي مکتب په نوم یاد کړ او هیله يې څرګنده کړه چې په راتلونکې کې هم د ادبې درسونو دا لړۍ وغځیږي ځکه په وینا يې همدلته ده چې زموږ د ادیبان به په مسلکي توګه وروزل شي .
راتلونکې اوونۍ ته ملګرو پرېکړه وکړه چې د خپلې اونیزې ناستې سربېره به د ماسپېښن پر دوه بجو په سپین غر هوټل کې د نقیب احمد اتل د تازه چاپ شوې شعري ټولګې ( زما ارمان ) د مخکتنې غونډه هم کوي.