د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوریکولم دښووني له مخه

وکیلي 15.04.2015 11:48

کوریکولم (curriculum) یوه لاتیني ګړه ده،چي مانائې ده مهال برخه،بهیر اوراګرځېدل او دغسي نور. (crriculum ) په ۱۷مي پېړۍ کي دزېږیز کال دباروک (Barock)دهنري پېرسره په اروپا کي هم مهاله وو؛خو« کوریکولم» په دغه وخت کي په اروپاکي د درسي پلان په توګه پېژندل کېده . چي وروسته بیاپه ورو ورو سره له منځه ولاړ دمهال برخي له لامله نو په انګریزي ژبو هېوادو کي ورته
(curriculum vitae „CV ; C.V.“ ) وایي،چي مانائې ده ژوند پېښه یا ژوندلیک یاني«سوانح » . چي دوی تراوسه هم وسوانح ته د« CV » اصطلاح په کار وړي .
دلوست پوهني یاني ( Didactics) په بحث اوبیان کي کوریکولوم په ۱۹۶۰ م ک کي دامریکا څخه اروپا ته را ولېږل ( import)سو . د «کوریکولم ریویزیون » ( curriculam rivision)
تر هرڅه ترمخ د روزنپوه یاني پېداګوژ ( Saul Binjamin Robinsohn) له خوا ډېر په ځیر او دقت سره تشریح سو،چي کوریکولوم نه یوازي د زده کړي اهداف او دزده کړي منځپانګه ټاکي ، بلکي د زده کړي پروسه (learning process )او د زده کړي سازمان ( learning organization)هم احتوا کوي .
ورسته له ډېرو نیوکو اوبحثونو څخه کوریکولوم په المان کي په ۱۹۷۰ م کال کي د روزني دساختماني پلان په حیث ومنل سو .
په المان کي دیوه کورس دښووني پلان ( Lehrplan) ته؛ په انګریزي ژبو هېوادونو کي ورته (syllabus) یاني مفردات وایي . خو دوی «کوریکولم » ته د ټول ښووني او زده کړي غوښتونو ته دیوه ښوونځي یا دیوه ښوونیز او زده کړي سستم ته وایي .
خو اوس « کوریکولم » دښووني او زده کړي یو ځانګړی پوهنیز سستم دی ، چي مانا ئې ده په زده کړه یا ښوونه کي لار (path of education) .
«کوریکولم » دښوونځیو څېړني،د ښوونځیوپالیسي او دښونځیو ستراتیژي او د ښوونځيو د ریفور په نظر کي نیولو سره سراوکار لري . په نړيواله کچه د «یونسکو» او د « اوُیَڅدې » (OECD) له خواپه انګلیسي ژبو ملکو کي چي انګلیسي ژبه ئې دعلمي پوهاوی وسیله ده، دغه اصطلاح په دغه منځپانګي سره مني .
«کوریکولم » نظر و«لوست پلان » ته د زده کړي منځپانکه،ځانګړېزي غوښتني اوټولنیزي غوښتني په خپل اړخ کي له ځانه سره لري . « کوریکولم » د لوستپوهني « didactics » یو دسپلین « discipline » دی .
دچین هېواد هم د و ړکتونو «کوریکولم» لري،چي دغه «کوریکولم» پر درو بنسټیزو پایو وېشل سوی دی :
لومړی : نړۍ څېړنه
دوېم : په ګډه ژوندکول
درېم : تمثیلول یابیانول
روسیي هم دنړۍ والو له نظر سره سم کوریکولم ته په خپل روزنپوهنه ( pedagogic) کي ځای ورکړی دی .
ټوله نړۍ دښوونځیو پالیسي،ستراتیژي، جوړښت، لوستپلان، لوستمنځپانګه، ټولنیزه غوښتنه او ځانګړیزه غوښتیني ته په یوه ژبه «کوریکولم » ( corriculum) وایي ،چي دکوریکولم جمع یاني ډېرن ته په ټولو ژبو کي (curricula) وایي .
زموږ په ګران هېواد افغانستان کي ورته تعلیمي نصاب وایي .
چي د دغي اصطلاح یاني نصاب مانا ته یو معینه حد وایي یا یوې اندازې ته وایي،چي پر هغي زکات واوړي . یاني د نصاب مانا یو څرګندحد دی .
دنصاب اصطلاح د کوریکولم مانا او غوښتنه نه پوره کوي .
د۷ ۲۰۰م ک په سرکي دپوهني وزارت له خوا په کابل کي د « UNESCO» ترنظرلاندي دنصاب تعلیمي په نامه یو ۷ ورځنی سیمینار جوړسوی وو،چي ماهم ګډون پکښې لاره . په دغه سیمینار کي سربېره دپوهني وزارت پر کارکونکو د پوهنتون استادانو هم ګډون لاره،چي څه ناڅه ۴۰ تو تنو ته د ټولو راغلوکسانو شمېر رسېده . هلته مي دغه خبره د«کوریکولم » وکړه اودا مي هم وویل،چي نصاب تعلمي د «کوریکولم» مانا نه ورکوي؛باید یوه سمه اصطلاح ورته پیدا سي،چي دغه تشه ډکه کړي .
اویا په خپله دکوریکولم څخه کارواخستل سي . هلته تر ډېره بریده داخبره ومنل سوه، چي دې
خبري تر څه حده د «پوهني په وزارت » کي دعمل جامه اغوستې وي؛ نه یم خبر .
«کوریکولم » په «روزنپوهنه » کي یو ډېر اوچت علمي بحث دی،چي یوه لیکنه ئې کله ځایښت لري . دلته مي خاص هغه ځانګړي توکي چي په «کوریکولم » پوري ئې اړه لرله ډېر لنډ بیان کړه،ځګه چي ډېر اړین وه .


اخځونه :
۱: ویکیپيدیا
۲:Herwig Blankertz Theorien u. Modelle der Didaktik
۳:curriculum Arieh Lewy UNESCO Planning the school
۴: H. Nölker; E. Schoenfeld Glossar: Internationale Ber.Päd.
۵: روزنپوهنه یا (Pedagogy) محمدسرور وکیلي
۶: Saul B. Robensohn Bildungsreform als Revision Curric.