د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوچنیانو لپاره سالم روزنیز او ښونیز محیطونه ١١

افغان تحرک 14.04.2015 11:02

د کوچنیانو روزنیز او ښونیز ارتقا زمونږ بقا او زمونږ د بقا کیفیت جوړوی!

لکه چه مونږ اکثرا په دی باندی پوهیږو، هر کله چه مونږ د ماشومانو او د کوچنیانو د روزنیز او ښوهنیز "شه والی" په باره کی لږ غور وکړو مونږ دوه اصلی موانعو او یا ستونزو سره مخامخ کیږو، چه فقر او اداری فساد دی. په دی برخه کی ددی دواړو اصلی موانعو او یا ستونزو څخه لږ "تعریف" صورت اخلی.


د افغان ماشومانو او کوچنیانو پر روزنیز او شوهنیز "شه والی" کی د فقر او اداری فساد منفی تاثیرات:


فقر او اداری فساد چه په زمونږ په تولنه کی چیغه ، ناری او بوغاره وهی، د "ماشوم محوره ستونزی په ساحاتو کی" ، باید چه له مختلو ابعادو له خوا څیړنی او هم "تعریف" شی. فقر او اداری فساد نباید چه یوازی پر "مادی بعد" کی ارزیابی کړو!

همداسی چه زمونږ په تولنه کی مادی فقر او معنوی فقر د افغان ماشومانو او کوچنیانو پر روزنیز او شوهنیز "شه والی" کی منفی تاثیر اچوی، همداسی هم د "ماشوم محوره او کوچنیان محوره قوانینو" فقدان او یا نښته والی هم خپل لوی منفی تاثیرات په افغانی تولنه کی زیږوی!

زمونږ په تولنه کی دمادی فقر او معنوی فقر لمړنی قرباني ګانی افغان ماشومان او افغان کوچنیان دی: یعنی مادی فقر دافغان ماشومانو او کوچنیانو روزمره اړه، روزمره غوښتنه، روزمره حاجت، روزمره نیاز او بلاخره روزمره ضروریات ډاروی ، او معنوی فقر د هغوی راتلونکې او همداسی زمونږ "تولنیز راتلونکې زمانه" په خطر اچوی!

دلته کوښښ کوم ، د څو مثالونو په ذریعه د هغه "فقر"، "مطلق فقر" او "نسبی فقر" پر ډول ، رقم ، رنګ ، شان او یا انواعو باندی لږ اشاره کړم، چه متاسفانه نن صبا د افغان بچیانو پر ملک کی خپرول شوی دی او یا د افغان بچیانو پر ملک کی پراختیا، شوارتوب، ارتتوب او خپرونه لری:

فقر په یوه عمومی او سطحی کتنه کی د ژوندون احتیاجاتو نشتوالی ، کمښت او نیمګړتیا ته وایو.

مګر دګران افغانستان او د افغان مظلوم ولس د ضرورتونو پر اساس کولای شو چه " فقر" په دوه دول تقسیم او تعریف وکړو.

١. مطلق فقر او ٢. نسبی فقر، چه هر دول یی دوه جز لری ، چه یو جز یی مادی بعد او بل جز یی یو معنوی بعد پر غیږ نیسی.

١. مطلق فقر، له اقتصادی زاویه له نظره، دعایداتو نشتوالی او کمبود په وخت وجود لری، چه عاید دومره تیت وی، چه حتی فزیولوژیکی احتیاجاتو رفع کول هم خطر سره مخامخ وی: زمونږ په بحث کی یعنی د افغان ماشومانو او کوچنیانو لپاره د ډوډی ، خواړه ، مړۍ ، ټکله او یا هم د روټی نشتوالی او یا هم کمښت او نیمګړتیا.

اوس په یو داسی وضعیت او حالت چه افغان ماشومان او کوچنیان اکثرا د ډوډی ، پاکه اوبه ، مناسبه خوراک ، مناسبه کالی ، مناسبه جامه او پوښاک ، کور او ودانۍ پسی زار، زار ژاړی، - بلی ، هو - په یو داسی وضعیت او حالت راځو کوښښ وکړو چه مطلق فقر، له معنوی زاویه له نظره هم لږ تر خپل افغانی فلسفی میکروسکوپ لاندی واچوو.

- ایا داسی اداری مفسدان ته چه د افغان ماشومانو او کوچنیانو حق او حقوق په دیر خباثت پر خپل جیب اچوی،

- ایا داسی اداری مفسدان ته چه ظاهرا "مبارک ږیره" پریږدی او له بلی خوا حتی د تږی افغان ماشومان او کوچنیان "اوبه" هم په غیر خرڅوی،

- ایا داسی اداری لاشخور او مردارخور مفسدانو ته چه د افغان ماشومانو او کوچنیانو حق او حقوق خوری -افغان ماشومان او افغان کوچنیان وږی، تږی پریږدی- او پخپله شپی او ورځی دالرونه په هوتلونه او خپل عیاشی مصرفوی،

- ایا داسی فاسده نا انسانه انسان نما ځانورانو ته چه حتی ماشومان خرڅوی او خپل "تجارت پکشی کوی،

- ایا داسی لا عقله انسانانو ته چه " پر خپل جنون خره سوار" معصومو وږی، تږی افغان ماشومان او افغان کوچنیانو ته "خشونت" ، "ویره" ، " ترس" او "جراحتونه" ایجادوی،

نشو ویل، چه دوی تول په "مطلق معنوی فقر" کی مبتلا دی؟ زما په نظر کولای شو!


اوس چه "مطلق فقر" له افغانی فلسفه پر اساس یو لږ واضع شو، کولای شو وایو چه دافغان ماشومانو او دافغان کوچنیانو ته روزنیز او ښوهنیز "شه والی" په مقابل کی په لمړی ګام کی همدا " مطلق فقر" خنډ ، او ستونزه ایجادوی. د "مطلق فقر" له منځه وړل لپاره ، البته دواړه مرتبطه مادی او معنوی ابعادو لپاره، تدبیر مو څه دی؟



مظلوم افغان ولس صبور خلک دی، خو مګر سره له دی نه هم چیرته دی زمونږ محترمو "حقوق پوهان" ، "سیاست پوهان"، "اقتصاد دانان" چه د افغان ماشومانو او دافغان کوچنیانو حق او حقوق په ملی او بینالمللی سطوحو کی په دقیق او علمی توګه مطرح کړی ؟



ادامه لری.


د افغان مظلوم ولس د سولی، ترقی او رفاه په هیله "