د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مواصلاتي لارې ، صنعت او زراعت دبیا رغونې لومړيتوبونه دي

محمد انور ولید 13.04.2015 22:27

زموږ په هېواد کې اوسنیو حلاتو ته په کتو سره د افغانستان  د خود کفایۍ له پاره د حکومت اړوندې ادارې باید لاندې څوټکو عملي کولو ته خپل پام ور واړوي :
لومړی : ـــ نننۍ متمدنې نړۍ خپلې ټولې اقتصادي او سیاسي ستونزې د اړیکو له لارې هوارې کړې دي . موږ هم باید له نورې نړۍ زده کړو چې دا اړیکې څنګه نیول کېږي .
الف : ــ په کور د ننه ـ او له کوره د باندې اړیکې : دغه اړیکې د حکومت له خپل ؤلس سره په ژبه او لاس سره داسې نیول کېږي چې ؤلس واکه  حکومتي ژبه د چاپي او برقي رسنیو او په مستقیمه توګه د سیمه ییزو حکومتي چارواکو له لارې د ؤلس او حکومت تر مینځ د رغنده افکارو د تبادلې ـ او روا اړتیاوو د پوره کېدو په موخه په پسته او نرمه لهجه او معقوله ـ له پند او حکومت څخه ډکه طریقه استعمالېدای شي ، تر څو حکومت او ؤلس دواړه یو پر بل باندې خپل باور سره ټینګ کړي .
خو دا اړیکې اسباب او وسیلو ته اړتیا لري ، دغه وسیلې په لومړي پړاو کې په پاخه او اساسي شکل د مواصلاتي لارو جوړول دي  تر څو حکومت او رعیت دواړو ته د ارتباط او تلو راتلو تر ټولو ښې زمینې او آسانتیاوې پرې برابرې شي . په مواصلاتي لارو جوړولو کې باید تر ټولو ليرې پرتې سیمې او کلیوالي ژوند هم په پام کې ونیول شي ، ځکه هغوی هم د افغانستان تبعه دي ، بچیان یې ددې خاورې عسکر ـ او خپل حکومت ته ټکس ( مالیه ) ور کوي .
هغوی هم د ښاري خلکو په څېر په دې خاوره کې د متمدن ژوند کولو حق لري ، او لږ تر لږه باید ددوی کلي په نقشه برابر او په اساسي او پاخه سیستم ورغول شي . د څښاک د پاکو اوبو سیستمونه ـ د رغتیا له پاره کلینیکونه او ډاکټران ـ  د تعلیم له پاره مکتبونه ـ په نصاب برابرکتابونه ـ ښوونکي او نورې آسانتیاوې  ور ته برابرې شي . تر څو د خلکو یقین په خپل حکومت باندې پوخ شي .
که چېرې حکومت همدا اوس ژر تر ژره دا کار ونه کړي ، لیرې نه ده چې د افغانستان شرقي او غربي ګانډیان به په ټولو لیرې پرتو سیمو کې خپل کلینیکونه ، سکولونه ، او دبیرستانونه په عام ډول په کې جوړ او فعال کړي . د هویت تذکرې به په کې ووېشي ، او یو وخت به د عامه ریفرېنډم پر مهال داټولې سیمې د افغان حکومتونو د بېغورۍ له امله پر یادو ګاونډیانو پورې ور وتړل شي . ځکه همدا اوس دا هڅې په ډېر زور کې د افغانستان په سرحدي سیمو کې روانې دي . ښایي حکومت هم پرې خبر وي .   
 له بله اړخه مواصلاتي لارې په هېوادکې له اقتصادي پلوه داسې شارګونه دي چې د هېواد ټولو اړوندو سیستمونو ته پرې د حیات اوبه او وینه رسېږي . همدغه مواصلاتي لارې دي چې حکومت ، رعیت او نړۍ یې ټول سره تړلي دي . ددې لارو په رغولو سره موږ له هېواده دباندې هم خپلې اړیکې په اقتصادي او پو لیټيکي لحاظ د خپل رغنده سیاست په چوکاټ کې غځولی شو . د خپل هېواد اړتیاوې له بهره پرې پوره کولی شو ، د خپلو صنایْعو ، محصولاتو او تولیداتو له پاره په سیمه او نړۍ کې مارکېټ ور باندې پیدا کولی شو . د سیمې او نړۍ له هېوادو سره خپلې جیو پولیټیکي اړیکې ور باندې ټینګولی او ساتلی شو . د تجارت او راکړې ورکړې په داسې کورنیو ـ سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو کې پیسې هم پرې تر لاسه کولی شو .  
خو په لومړي پړاو کې یې امنیت او پخلاینې ته باید ډېره پاملرنه وشي . ځکه که امنیت نه وي او د ريښتینې پخلاینې پروسه په کې عملي نه شي ـ د بیارغونې او نورو دولتي نهادنو رغول او پراختیا ورکول زموږ په هېواد کې ناشوني دي . حکومت دې داسې کاري او صادق ټیم ځانته جوړ کړي چې پر مټ یې هم په هېواد کې سوله راشي او هم بیارغونه په کې وشي . ځکه له ځان غوښتونکو دا څو لسیزې څه جوړ نه شول .  
ب: ــ  افغانستان د میلیاردونو، ټرېلیونو او کادر لیونو متر مکعب تولیدي اوبو ظرفیت په ځان کې لري . چې که چېرې آب ګردان بندونه ور ته جوړ شي ، او پر هر بند باندې د وارداتي بهرنۍ برېښنا کلنۍ ټکس ولګېږي ـ هر کال لږ تر لږه یو بند ور باندې رِغېدلی شي ، که چېرې موږ په ريښتیا سره د اوبو بندونو رغولو ته په سر کې ملا تړلې وای ، نو اوس به د (۱۳ ) بندونو څښتن شوي وو ، او په زرګونو مېګاواټه برښنا به موږ بهر مصرفي هېوادونو ( پاکستان ، هندوستان او چین ) ته خپله صادروله او له افغانستان څخه به اوس خپله حاتم طوایْي جوړ شوی ؤ . خو متأ سفانه چې د افغاني تپل شویو زور واکو له لاسه زموږ دا فرصت او ګټه ټول له لاسه ووتل .
خو اوس هم سر وخت دئ ، ځکه طبیعي منابع تر اوسه زموږ په لاس کې دي . افغان حکومت دې بندونو جوړولو ته زور ور کړي چې پر مټ یې افغانستان هم صنعتي او تولیدي هېواد شي او هم زراعتي .
که چېرته حکومت سر له اوسه په دې ارزښتناک کار باندې لاس پورې کړي ، په ډېر لنډ وخت کې به افغانستان د خپلې برښنا ، خپل تولید ، خپل صنعت او خپلې ماشیني کرکیلې خاوند شي . خود کفاء به شي . د نورو له احتیاجه به پرې خلاص شي . اوس خو افغانستان د نورو پردیو توکو په یو مصرفي مارکېټ بدل شوی ، خو که موږ خپل تو لیدات ولرو ـ کېدای شي چې هم خپله خود کفأ شو ، او هم به د خپلو تو لیداتو له پاره په سیمه او نوره نړۍ کې د خرڅلاو مارکېټونه پیدا کړو . پر خپلو پښو به ودرېږو . له کند او کچکول څخه به پرې خلاص شو . نور خلک به زموږ له مجبوریتونوڅخه ناړه استفاده نه شي کولی . ځکه موږ به خپله په سیمه او نړۍ کې خپل ملي یووالی ، وزن او قېمت لرو .  د نړیوال تمدن له کاروان سره به د سیالو هېوادو په څېر یو ځای شو .
پس حکومت ته لازمه ده چې په ګران هېواد افغانستان کې د مواصلاتي لارو جوړولو ، صنعت او زراعت ته د افغانستان د بنسټیزې بیا رغونې په خاطر د لومړيتوب حق همدا اوس ورکړي او هغه ته په درنه سترګه وګوري . د پاکستان او ایران خو د سیمې او نړۍ په کچه خپل خواخوږي او مشوره ور کوونکي لري ، خو خواره خواري د افغانانو ده چې په بهر کې د روغې مشورې څوک نه لري ـ او په کور د ننه ټول منونه دي ، هېڅوک نیمنی او چارکی په کې نه شته .