د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کاروان په شعرونو کې انځوريزې ښکلاوې

بصيرالحق عادل 11.04.2015 20:38

ادب ورځ تر بلې د بدلون او پرمختګ په حال کې دی. څنګه چې يوه ټولنه ورځ تر بلې بدليږي، نوي نوي کشفيات کيږي، اسانتياوې رامنځته کيږي، ورسره سم ژبه او ادب هم پرمختګ کوي.
پښتو ژبې او ادب هم بېلابېل پړاونه تېر کړي دي، چې په هره دوره او هره زمانه کې د وخت ليکوالو او شاعرانو په خپل ډګر او مسلک کې پهلواني کړې ده او ځانونه يې ازمايلي دي.
د پښتو ادب په معاصره دوره کې هم داسې شاعران پيدا شول چې د شعر په برخه کې يې بېلابېل نوښتونه وکړل. پنځونې يې وکړې او نا ويلې خبرې يې په ډېر هنر د ټولنې د وګړو تر غوږو ورسولې.
د همدغه شاعرانو له ډلې په اوسنۍ دوره کې يو هم ښاغلی پير محمد کاروان دی چې ډېر يې د ازاد شعر سرلاری هم بولي.
ښاغلي پير محمد کاروان د نظم او غزل په برخه کې داسې چينې وبهولې چې ډېر کاڼي زړونه يې اوبه کړل. خلک يې کلام ته وژړېدل، چايي خبرې تعويز کړې او په سينه پورې يې ونيولې او چا يې بيا په غزلو کې خپل دردونه ولټول.
د کاروان صيب پر شاعرۍ ډېرې خبرې شوي دي، سريزې پرې کښل شوي دي او د نوموړي په روان او جادوګر هنر هر سړی پوهېږي خو زه يې دلته شعري تصوير او انځورنو په برخه کې په بحث تمېږم.
که څه هم ځينې پوهان په دې اند دي چې شهر د فطرت د ورکړې ترڅنګ کسبيږي هم، خو فطري وړتيا کې چې کوم هنري خواږه نغښتي وي هغه بيا بې مثاله وي.
د پير محمد کاروان کلام، نظمونه او غزلونه چې زه لولم د دې نړۍ د انسان خبرې راته نه ښکاري، په دغه خبرو کې يو فطري الهام پروت دی، ژوره غېزه او هنري جادوګرې کلمې يې زړونو کې لارې کوي.
کاروان صيب که څه هم په خپل کلام کې د پېغام په لېږد کې تر برياليتوب رسېدلی دی وروسره يې داسې عکاسي او انځورګري کړې ده چې لوستونکی د خيال په جزيرو، غرونو، ځنګلونو، دښتونو، سيندونو او ګودرونو له ځان سره ګرځوي.
کاروان د غرونو شاعر دی. د ګودر په ژبه پوهېږي او د پښتني غرور له امله خپل دښمن ته هم سلام کوي:
د غرونو خلک يو کارونه د بازار نه کوو
شډل پډل ګرځو هيڅ ډول او سينګار نه کوو
د سر قاتل ته هم سلام کوو سلام يې اخلو
ولو يې مخامخ د شا نه پرې ګوزار نه کوو (۱)
د شعرونو کاروان د تصوير په وړاندې کولو کې دومره بريالی دی چې هر څوک يې انځور کړی تصوير درک کولی شي. لوی لامل يې دا دی چې تصويرونه يې هر چاته راڼه او روښانه دي. پټې خبرې نه کوي، هغه څه وايي چې د دې ټولنې هر وګړی پرې پوهېږي.
باز او کوتره ټول پېژنو! باز ته د مرغانو پاچا هم ويل کيږي، خو کوتره بيا په مرغانو کې د ښايست سنبول دی، کاروان صيب دغه تصوير ډېر عجيب وړاندې کوي:
د باز بڼکه به قلم کړمه د غشي پر ځای
مضمون د مينې به کوترو ته  د بام وليکم (۲)
يا لکه لاندې بيت:
خو ستا د سترګو په خاطر زړه ماتووم د ګلاب
ګلان دې صف شي چې نرګس ورته امام وليکم (۳)

ځينې کارونه او پېښې داسې وي شايد د انسان په ژوند ممکن ترسره نه شي او يا يې هم ونه ويني او که وي هم په ډېره کمه اندازه. خو ځينې ناليدلې پېښې بيا داسې وي چې انسان يې په خوب کې ليدلی شي او نا ممکن بيا د خوب او خيال په نړۍ کې ممکن شي.
پرته له خيال او خوب شايد دا د يو پاچا لپاره ګرانه وي چې خپل سر د ملنګ په پښو کې کښېږدي خو کاروان صيب دغه شان يوه پېښه موږ ته په پوره برياليتوب تصويروي چې پاچا خپل سر د ملنګ په پښو کې ږدي:
ما په خوب ليده چې پروت يې و په پښو کې
د پاچا سر و ملنګ ته رالويدلی (۴)
کاروان صيب ځينې پښتني سنبولونه  هم انځور کړي دي. داسې چې د هر عاشق سترګو ته خپله  معشوقه ودردوي:
د بڼو غشي به دې ټيټ شي راته
سترګو نه برندې پښتنې جوړووم. (۵)

ځينې تصويرونه مړه وي. خو داسې تصويرونه چې حرکت ولري په شعر کې وړاندې کول اسانه کار نه دی، کاروان صيب داسې انځورونه ډېر وړاندې کړي دي چې د کاروان له حرکت سره په حرکت دي.
لکه:
غم دې غل دی پسې غلی غلی راغی
پروت په زړه کې مې غمی ستا د پېزوان دی.(۶)
غل همېشه غلا کوي او د غمي غلا د غل لپاره منل شوی سنبول دی. نو له همدې امله پورته تصوير ژوندی او خوځښت پکې دی.
ښاغلی کاروان پښتون شاعر دی. کليوال دی، د کلي مينې او ښکلا دومره اغېز پرې کړی چې په بېلتون کې د خپل کلي او غره ارمانجن دی، خپلو لوستونکو ته دغه منظره داسې وړاندې کوي:
کلي ته به درشمه او پاس به غره ته وخېژو
څنګ تر څنګ به ګرځو لاس په لاس به غره ته وخېژو
شنې درې که ډېرې هم له سپينو اوبو ډکې وي
ځو به پکې ځو به په سره آس به غره ته وخېژو. (۷)

کلی، غر، شنې درې، سپينې اوبه، سور آس ټول کليوالي تصويرونه دي.
لاندې بيت کې څومره ښکلی تصوير وړاندې شوی دی:
زما د زړه په وينو ښکلی شوې خونخواره اشنا
پخوا دې کله وه سُرخي د اننګو په لمن .(۸)
او يا لکه لاندې بيت چې په لومړي نيم بيتي کې يې په زړه پورو سنبولونو د تصوير په رسولو کې څومره ښه ونډه لرلې ده:
په تږي زړه مې کوثري سترګې راووروه
بس دی داغونه لګوومه د توبو په لمن. (۹)
د قيامت په ورځ به خلک ډېر تږي وي، تږی له خدايه اوبه غواړي نور هيڅ نه غواړي، کوثر بيا هغه اوبه دي چې له شيدو به سپينې وي، شاتو به خوږې وي، په همدغه ورځ چې خلک به ډېر تږي وي خدای ج به خپلو خاصو بنديګانو(مسلمانانو) ته د کوثر اوبه ورکوي، نو کاروان صيب هم د تږي زړه لپاره کوثري سترګي څومره ښه سنبول راوړی دی.
ښاغلي پير محمد کاروان د خپلې شاعرۍ لپاره بېلابېل او ځانګړي سنبولونه لري. ددغه سنبولونو پر مټ ښکلي ښکلي او خوځښته تصويرونه وړاندې کوي، د نوموړي د ښه تصوير وړاندې کولو له برکته يې زموږ په اوسنۍ  ټولنه کې شعر منل شوی دی. کلام يې د هر چا په غوږو ښه لګي، خلک يې د لوستلو او اورېدلو تلوسه لري. هر څوک خپله دنيا پکې لټوي.
زه په دې باوري يم چې د دغه صوفي او ملنګ شاعر شاعري به تر پېړيو پېړيو زموږ پر ټولنه پاچاهي وکړي او زړَة به نه شي. ځکه ده داسې څه نه دي پريښي چې نه يې دي تصوير کړي، د هر چا د زړه خبرې يې کړي او د هر چا دنيا يې جلا جلا انځور کړې ده.
د پير محمد کاروان پر شاعرۍ او هنر خبرې کول او په ځانګړي ډول دده د هنر په سنبوليکو خواوو څه ليکل نه تماميږي. خپله د کاروان صيب خبره چې وايي: (( په لپه کې درياب نه راټوليږي)) خو د يو ملګري په غوښتنه چې د پوهنتون د پايليک لپاره يې د کاروان صيب په اشعارو کې تصويرونه ټاکلې ده، ما هم دغه څو کرښې تورې کړې. هېله مند يم چې د کاروان صيب د شعر بېلابېل اړخونه راوسپړل شي او په ځانګړي ډول دده د شعر او په شعر کې د تصوير د برياليتوب په راز ګران استادان او کره کتونکي خبرې وکړي ترڅو د شعر په دښته د نوي مزل شاعران خپل آسونه پرې چو کړي او د برياليتوب ماڼۍ يې پښې ښکل کړي.
درنښت!