د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۹

پوهندوی آصف بهاند 07.04.2015 23:17

په هیواد کې د ننه او د باندې له هیواده، په میډیا کې د کو چنیانو پر ادبیاتو او پروګرامونو باندې د خبرو کولو په دې برخه کې اړینه ګڼم ووایم چې په تلویزوني خپرونو کې د کو چنیانو له پار جلا کړای شوې برخې د ځانګړې پاملرنې وړ دی. یو خو دا برخې ډیرې له پامه لویدلې او سطحي ګڼل شوي دي او مسولین یا نه پوهیږي او یا ځانونونه تیر باسي چې همدا کوچنیان د سبا لویان دي، که سم وروزل شي، خو ښه، که په همدې ډول ناسم وي، نو راتلونکی نسل او د هغوی حالت به یا همداسې وي او یا به له دې هم بد تر وي.
په تلویزیونونو کې هغومره چې پاملرنه ورته شوې ده، هغه هم خواشینونکې او د ژړا وړ ده او سړی دې ته اړ باسي چې ووايي: له دې نه چې نه وای ښه به و.
تلویزیون چې ولګوې د کو چنیانو له پاره د خپرونې وخت وي چې ورته ګوري پروګرام د افغانستان او افغانانو له پاره خپریږي، مګر ژبه، کالي ، حرکات پروګرانونه او هر څه یې پردي دي. بیا زموږ تلویزیون وال وايي چې څه فرق کوي، ژبه، کلتور، دین او هر څه مو سره یو دی. او بیا که لږ قناعت ورکړې چې د هر هیواد تاریخي او ملي ارزښتونه او ګټې توپیر سره لري، د هر هیواد د ژبو ترمینالوژي باید بیله وي او ... بیا نو ډډه وګروي او ورو و وايي: موږ د پردیو مواد ځکه خپروو چې د نویو د جوړولو له پاره بودجه نه لرو او ...
هغو خلکو ته  چې په پردۍ ژبو خپرونې کیږي، پردي ارزښتونه، تاریخ او ترمینالوژي په کې نغښتې وي؛ له نوي زیږیدلي ماشوم نه نیولې بیا تر یو دوه درې او لس یا له هغه نه د مشرانو او حتی د لویانو پر ذهن باندې خپل تاثیر پریږي، په تیره د نویو را لویدونکو ماشومانو په ذهن چې د هغو د ژبې د زدکړې لومړنی تهداب د ایښودلو په حال کې وي . کله چې همدا د پردۍ ژبې تلفظ او اکسنت اوري ، د هغه په ذهن کې ثبتیږي  او که وروسته یې بیا ور جوړو هم، نو ماشوم له هره اړخه له ستونزو سره مخامخ کیږي.او په خواشینۍ سره چې دا نا وړه کار زموږ په هیواد کې دننه او له هیواده دباندې تلویزیوني خپرونو کې روان دی.
بله ستونزه دا ده چې موږ خپل ماشوم، دهغه روان،ستونزې او غوښتنې سمې نه دي پیژندلي، د هغه له پاره کوم  سم پروګرام نه ورته لرو. اوس هم په هیواد کې د ننه او له هیواد نه لا دباندې موږ له کوچنیانو او تنکیو ځوانانو سره  په چلن کې د خپلو زړو دودیزو برخوردونو او هغو قوانینو نه کار اخلو چې  موثر نه دي او نه یوازې کوچنیان او تنکيو ځوانانو سره مرسته نه کوي او په بله یې بیايي، بلکې ټولې کورنۍ ته داسې نورې ستونزې پیدا کوي چې بیا په خپله لویان ورته حیران وي چې څه وکړي.




 .

زه د اوس له پاره په افغانستان کې د ننه د کوچنیانو د ادبیاتو په باب څه نه شم ویلای، هغه هم په دې دلیل چې له هغه ځای نه زه ټاکلي مواد په بشپړ ډول په واک کې نه لرم. څو تنو فرهنګیانو نه مې هیله وکړه چې حد اقل په کابل کې د کوچنیانو له پاره د خپرونو او ځانګړو مؤسسو چې د کوچنیانو روزنې او ادبیاتو پورې اړوند مواد خپروي، مالومات راکړي، خو د هر دلیل له مخې چې و، چا د یو توري په اندازه هم مالومات رانه کړل. په دې نه پوهیږم چې د نجیب د حکومت له ړنګیدو نه وروسته د نویو ادارو په تشکیل کې د کوچنیانو له پاره ځای و که نه، کومه خپرونه یې درلوده که نه او بیا هم په دې هم نه پوهیږم چې لکه د پخوا په څیر د افغانستان د لیکوالو ټولنې په چو کاټ کې د کو چنیانو څانګه شته که نه؟ که وي څه ډول او څومره فعالیتونه یې کړي دي؟ او یا په نورو دولتي مؤسسو کې دې موضوع ته څومره پاملرنه شوې او یا څومره کار ور ته کیږي او ...
خو کرار کیناستل به هم ښه نه وي. دلته په اروپا کې ما په شخصي ډول په رسمي او شخصي کتابتونون او میډیا کې خپلې هڅې او څیړنې جاري ساتلي دي. په هر ځای کې مې چې هر کله هر څومره کتابونه شعرونه کیسې او موضوع پورې اړوند نور څه په مخه راغلي، یا مې په بیه اخیستي دي او یا مې کاپي کړي دي او له هغه نه وړاندې په ویبپاڼو کې چې موضوع پورې تړلي هر څه په مخه راغلي دي خوندي کړي مې دي او اوس مې په اختیار کې دي.
په بیلابیلو ویبپاڼو کې د کو چنیانو د ادبیاتو په باب چې په اصطلاح کومې څیړنیزې مقالې راغلي دي، هغه د ګو تو په شمار دي. تر ټولو د پام وړ او د یادونې وړ دوو لیکوالو هڅې دي. یو یې  ښاغلي عبدالنافع همت دی د «له سراج اطفاله د کمکیانو تر ګوربته» مقاله یې لیکلې ده، او د ګوربت مجلې د دویم کال په پنځمه ګڼه(۱۳۸۰، غبرګولی، پر له پسې یوولسمه ګڼه) کې خپره شوې، ما یې د کوچنیانو ادبیاتو د مقالو د همدې لړۍ په اتمه برخه کې یادونه کړې ده.
بل لیکوال ښاغلي رفیع الله نیازي دی چې د کوچنیانو ادبیاتو په برخه کې یې د پاملرنې وړ هڅې کړې دي. یوه مقاله یې «په پښتو ژبه کې د ماشوم د ادبیاتو تاریخچه» تر سر لیک لاندې خپره کړې چې زما پاملرنه یې ور واړوله. دا مقاله په ټول افغان ویبپاڼه کې د ۲۰۱۲ کال په وروستیو کې(۲۰۱۲/۱۲/۳۰) خپره شوې ده.( http://tolafghan.com/posts/16458 )
په دې مقاله کې د ښاغلي نیازي ډیره تکیه د آصف بهاند په قلم لیکی شوي کتاب(د کوچنیانو ادبیات، ۱۳۶۶، د افغانستان د چاپ او خپرونو دولتي کومیټه) باندې ده. مطالب یې په یو څه بدلون ور نه را اخیستي دي، خو نه د څیړنې د اصولو له مخې. عادي لوستونکي داسې فکر کوي چې دا به د همدې ښاغلي لیکوال څیړنه یا ریسرچ وې. زه سره له دې چې کوم اعتراض نه لرم، بلکې دوه ځلې مننه ورنه کوم. یو په دې چې هم په متن او هم په پای کې یې زما او زما د لیکلې کتاب یادونه کړې ده او بل په دې خاطر مننه ور نه کوم چې د کو چنیانو ادبیاتو په دې خوار حالت کې یې حد اقل دې موضوع ته هم د عامو لوستونکو او هم د قلموالو  پام ور اړولی دی. زما وړوکی اعتراض دا دی چې ښاغلي رفیع الله نیازي را اخیستي مطالب باید په امانت دارۍ سره په قوسینو کې خوندي کړي وای او بل دا چې زما د کتاب نوم یې نا سم را اخیستی دی. د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې زما د څیړنیز اثر سر لیک «د کوچنیانو ادبیات» دی، نه «د ماشوم ادبیات» زما له نظره «ماشومان» او «کوچنیان» دوه جلا مفاهیم دي چې ما یې په توپیر باندې د همدې لړۍ په تیرو برخو کې خبرې کړې دي.
وروسته بیا د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې د ښاغلي رفیع الله نیازي د قدر وړ تیوریکي ډوله او څیړنزو مقالو سلسه پسې وغځیده چې د ځینو سر لیکونه یې دا دي:
ــ د ماشوم ادبیات څه ته وايي؟
ــ د ماشوم د ادبیاتو موخې،
ــ د ماشوم د ادبیاتو عامې ځانګړنې،
ــ د ماشوم د ادبیاتو ژبه،
ــ او ...
که درانه لوستونکي د دې مقالو لوستلو ته مینه لري کولای شي په ټول افغان ویبپاڼه کې د ښاغلي رفیع الله نیازي د مقالو په ځانګړي آرشیف کې هغه ولولي.
د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې ښايي ځینو نورو قلموالو څه لیکلي وي چې زما له نظره نه دي تیر شوي. البته چې دا زه خپل قصور ګڼم.
په دویمه برخه کې د کوچنیانو له پاره د کیسو او شعرونو ټولګې دي چې اساسي برخه یې همدا جوړوي. کومې ټولګې چې په ویبپاڼو کې او یا په چاپي بڼه ما لیدلي او لوستلي دي، هغه به دلته تاسو درنو لوستونکو ته په لنډ ډول ور وپیژنم:
لومړی چاپ شوي کتابونه:

۱ــ لاسي نجلۍ:

دا کتاب په دوو ژبو(پښتو او انګلیسي) استاد حبیب الله رفیع برابر کړی دی او دوه زره اووم(۲۰۰۷) کال کې چاپ شوی دی.
«لاسي نجلۍ» په اصل کې یوه ډیره پخوانۍ پښتني فولکلوریکه کیسه ده. څنګه چې موضوع یې تعلیمي ارزښت لري او د کوچنیانو له پاره ډیره مهمه ده، نو استاد حبیب الله رفیع له فولکلوریکې ژبې نه، روانې او معیاري ژبې ته اړولې ده. له ښکلو او موضوع پورې اړوند انځورونو سره چاپ شوی دی. استاد حبیب الله رفیع د دې کیسې په باب د کتاب په مقدمه کې داسې وايي:
«... دا کیسه هماغه زرګونه ګاله پخوا د نوي او عصري تخنیک تصور لري او دا ښيي چې زموږ ټول عصري اختراعات او تخنیکي نوښتونه، لکه څنګه چې یې موږ د یوه او یا څو تنو اختراع بولو، داسې نه ده، بلکې د هیلې، آرزو، تصور، فکر او تیورۍ له مرحلې نه تر عملي تخنیکې مرحلې پورې، زر ګونه کلونه پرې تیر شوي او زر ګونه مغزونه یې بوخت ساتلي ...»(رفیع حبیب الله، لاسي نجلي، ناشر: اپ مرسي(Op- Mercy Afghanistan) افغانستان، ۲۰۰۸ کال، د یادونې الف ــ ب مخونه.)
دا فولکلوریکه کیسه استاد رفیع د کلو او بانډو په ژبه او د کوچنیانو له پاره د پوهیدو وړ په داسې ژبې برابره کړې، چې هر اوریدونکی او لوستونکی جذبوي او تر پایه یې لولي. کیسه داسې پیل کوي:
«وو نه وو د خدای کړه وو، د بنده ورته کاته وو، شولې ډنډ غنم پاخه وو، څلور تنه ملګري وو، د هغو څخه یو یې ترګاڼ و، بل درزي و، دریم یې زرګر او څلورم یې یو روحاني شخصیت(ملا) و ...»  
دلته د دې خبرې یادول اړینه ګڼم چې: که د کو چنیانو ادبیاتو لیکوالان په خپلو لیکنو او شعرونو کې کوچنیانو ته هره موضوع همداسې په علمي بڼه تشریح کړی او موخه یې داسې انځور کړای شي چې په راتلونکي ژوند کې څنګه له خپلو مطالعاتو او زدکړو نه استفاده وکړي، دا به د نوي نسل له پاره ډیره ګټوره او په زړه پورې وي او د دوی په روزنه کې به خورا ښه رول ولوبوي.

۲ــ وړې کیسې(د ماشومانو له پاره د کوچنیو خوندورو کیسو ټولګه:

د کوچنیانو له پاره دا خوندورې او وړې کیسې د ښاغلي محمد حامد حیدرزي له خوا ژباړل شوې دی چې د نولس(۱۹) کیسو ټولګه ده، خو له بده مرغه چې مآخذ یا مآخذونه یې نه دي ښودل شوي او دا نه دي ویل شوي چې د دې کیسو لیکوالان څوک دي.
 په پیل کې د کوچنیانو د ادبیاتو د مسلکي او حقدار لیکوال ښاغلي احسان آرینزي په قلم یوه علمي او غنیمت مقدمه راوړل شوې ده چې په خپله یې له ډیر پخوا نه په دې برخه کې قلم چلولي او د قدر وړ آثار يې یا تالیف کړي او یا یې ژباړلي دي. په دې مقدمه کې د افغان ماشوم، د کوچنیانو ادبیاتو، ژباړن او د کتاب د محتوا په باب ډیر لنډ، خو ګټور معلومات وړاندې شوی دی. د دې مقدمې په یوه برخه کې داسې راغلي دي:
«وړې کیسې د حامد حیدرزي ژباړه، د ماشومانو له پاره د هغو څو کتابونو په کتار کې راځي چې په دې پنځو کلونو کې په پښتو ژبه خپاره شوي دي. دغه کیسې په بیلابیلو قالبونو کې لیکل شوې او منځپانګې یې هم رازــ راز دي.
حامد حیدرزي دا کیسې ځکه ټاکلې دي چې ژباړه یې آسانه، جملې یې لنډې او موضوعات یې د ماشومانو له پاره په زړه پورې دي. سوله، جګړه، مرګ، ژوند، ژمی، پسرلی، لمر، سپوږمۍ، عدل، انصاف، وروري، خپلوي، مشر، کشر، ښوونه، روزنه او ... هغه مسایل دي چې زموږ د ټولنې ماشومان او تنکي ځوانان په خپل ساده ورځني ژوندانه او اند دود(طرز تفکر) کې ورسره مخامخ دي او غواړي چې هره ورځ په نویو خبرو و پوهیږي او نوې غوټۍ وسپړي ...
زه فکر کوم دغه وړې کیسې چې حامد حیدرزي ژباړلې دي، زموږ د ماشومانو له پاره په زړه پورې دي او د دوی د ماشومتوب د ژوندانه له فکري او تربیوي ودې سره مرسته کولای شي. دغه وړې کیسې بې له شکه چې د نړۍ له شهکارونو څخه نه دي؛ خو هره یوه یې ځانله خوند او رنګ لري او له ماشومانو سره مرسته کوي چې په نویو خبرو و پوهیږي او د خپلو کړو ــ وړو د سمون په چاره کې له هغو څخه ګټه واخلي ...»(حیدرزی حامد(ژباړن)، وړې کیسې(د ماشومانو له پاره د کوچنیو خوندورو کیسو ټولګه)، الازهر خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۸۵ کال، د مقدمې دویم ــ دریم مخونه.)
د کتاب ټولې کیسې تربیوي اړخ لري چې لوستل يې په هر صورت د کوچنیانو او تنکیو زلمو له پاره اړین دي.

۳ــ د نویو ځوانانو له پاره پوهه او معلومات:

دا کتاب چې د سر محقق علي محمد منګل له خوا لیکل شوی دی د اکبر د اطلاعاتي او نشراتي منابعو مرکز(اریک) له خوا په ۱۳۸۳ لمریز کال په پیښور کې خپور شوی دی. «اریک» له څه د پاسه اوه لس(۱۷) کالو را په دې خوا د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د مطالعې له لارې د خلکو د علمي سويې د لوړولو په غرض، د ګرځنده کتابتونونو پروګرام پر مخ بیايي. زموږ تر بحث لاندې کتاب(د نویو ځوانانو له پاره پوهه او معلومات) د همدې موسسې(اریک) له خوا خپور شوی دی.
 د دې کتاب په بیلا بیلو برخو کې پر ګڼو اړینو موضوعاتو او مسایلو خبرې شوې چې د کو چنیانو او ځوانانو په ژوند او ښوونه کې مهم رول لوبولای شي. په لومړۍ برخه کې یې نه(۹) انتباهي کیسې راوړل شوي دي.
په دویمه برخه کې د علم، کتاب او قلم په هکله اته (۸) ښوونیزې روزنیزې وړې کیسې راول شوي دي.
دغه راز په دریمه برخه کې نه ( ۹ ) فکاهي ډوله وړې کیسې رواړل شوي دي چې دا هم تربیتي او انتباهي بڼه لري. په څلورمه برخه کې یې د ځینو اړینو علمي، تخنیکي مفاهیمو او وسایلو پیژندنه راوړل شوې ده.
په پنځمه برخه کې یې د تاریخ په بیلابیلو وختونو کې د ګڼو پوهانو او لارښوونکو غوره ویناوې  چې د کوچنینو او تنکیو ځوانانو له پاره په راتلونکي ژوند کې ښه سر مشق کیدای شي، راوړل شوې دي.
د کتاب په شپږمه برخه کې د سپورت تاریخچه او د بیلابیلو لوبو په هکله معلومات رواړل شوی دی چې کوچنیانو او تنکیو ځوانانو له پاره اړین مالومات ګڼل کیدای شي.
په اوومه برخه کې د کوچنیانو او ځوانانو له پاره د دوی د ولسي لوبو په باب معلومات را ټول شوی دی چې دوی له خپل فولکلور سره ښه آشنا کولای شي. په اتمه برخه کې د متلونو په باب لنډ مالومات او یو څو په زړه پورې متلونه را ټول شوي دي چې هر یو یې د کوچنیانو او تنکیو ځوانانو په ژوند کې د کاڼی کرښه کنل کیدای شي.
دغه راز په اتمه برخه کې لومړی د کیسۍ(چیستان) په باب لنډ مالومات او بیا د کوچنیانو کیسۍ راوړل شوي دي چې په رشتیا سره د دوی په ذهني وده کې ډیر ښه رول لوبولای شي.د همدې بحث په یوه برخه کې د کوچنیانو په بوختیدو او ذهني وده کې د کیسۍ د رول په باب داسې ویل شوي دي:
«کیسۍ او چیستانونه د ماشومانو د سر ګرمۍ او بوختیدو ښه وسیله ده. یو ماشوم یوه کیسۍ وايي او بل مجبور دی چې ځواب یې ورکړي او که نه نو لوبه او مسابقه بایلوي ...» (منګل علي محمد(سرمحقق)، د نویو ځوانانو له پاره پوهه او معلومات ، خپرونکی: د اریک د ګرځنده کتابتونونو اداره، ۲۰۰۴ کال، ۷۲ مخ.)
په نهمه برخه کې د «آیا غواړئ چې پوه شئ؟» تر سر لیک لاندې د کوچنیانو او تنکیو ځوانانو په ژوند کې د ځینو اړینو شیانو په باب معلومات را ټول شوی دی.
د کتاب په لسمه او وروستۍ برخه کې ځینې شعرونه اوتراني راوړل شوي دي چې کوچنیانو ته وطني او ملي احساس ور کولای شي.
په ټول کې که د دې کتاب مطالب د کوچنیانو او تنکیو ځوانانو د ښوونې روزنې له آدرسه و ارزول شي، ډیر ښه او با ارزښته دي، خو که تر ټولو کو چنیانو او ځوانانو پورې ورسول شي او د مشرانو او ښوونکو له لوري یو څه ورته تشریح کړای شي. د کتاب د منابعو په باب باید وویل شي چې پرته له څلور پنځو مطالبو، نور د یوه مطلب مآخذ هم نه دی ښودل شوی او لوستونکو ته داسې پوهول کیږي چې دا مطالب ټول په خپله لیکوال لیکلي دي، په داسې حال کې چې داسې نه ده.

۴ــ خیر و شر او کوچنیتوب:

د دې کتاب په پیژند پاڼه کې، دکتاب د چاپ کال نه دی مالوم، لیکوال یې ښاغلي عبدالقیوم مشواڼي ښودل شوی دی
په دې داستان کې خیر او شر دوه کرکترونه دي چې په سفر روان شوي دي او د کیسې تر پایه د کوچنیانو په ژبه د خیر او شر د کارونو او کړنو جګړه روانه ده او د کوچنیانو له پاره ښه پند آمیزه  پیامونه په کې شته. دا کیسه په څو برخو ویشل شوې ده چې هر سر لیک یې د جلا کیسې بڼه لري. (مشواڼی عبدالقیوم، خیر و شر او کوچنیتوب، دانش خپرندویه ټولنه، پیښور)

۵ــ لوبې او پوهنه:

دا د کوچنیانو له پاره د اجتماعي او ساینسي علومو په برخه کې د عمومي مالوماتو ټولګه ده. د کتاب په پیژند پاڼه کې داسې راغلي دي: لوبې او پوهنه(۶)، تالیف او ژباړه: عبدالرفیع کابلي، خپرونکی: ختیځ بیا رغاونې اداره(کور)، د ۲۰۰۳ کال جون.
د کتاب له سرلیک سره د شپږ عدد دا ښيي چې د دې لړۍ نورې برخې هم چاپ شوې دي چې اوس زه لاس رسی نه ورته لرم. د کوچنیانو ادبیاتو په برخه کې د دې کتاب ارزښت په دې کې دی چې د کوچنیانو په روزلو او د عمومي مالوماتو په لوړ والي کې ښه رول لرلای شي. ښاغلي عبدالرفیع کابلي د کوچنیانو له پاره خورا ګټور مالومات په روانه او عام فهمه ژبه برابر کړی دی.(کابلي عبدالرفیع، لوبې او پوهنه(۶)، ختیځ بیا رغونې اداره(کور)، ۲۰۰۳ م کال جون)

د نهمې برخې پای