د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژوند

مجيد ژړاند 07.04.2015 13:35

ژوند د هیلو نوم دی، ژوند دمینې چینه بللی شو، ژوند دښکلا ګانو نندارتون دی، ژوند دهوډ او ارادې نوم دی.
ژوند دازموینې پاڼه ده، ژوند دانس او مینې نه اخیستل شوې کلیمه ده.
رحمان بابا وایي:
دلته دم او قدم دواړه په حساب دي
پل غلط له لارې مه ږده، بې حسابه
موږ دژوند دښکلا ګانو تعبیر کوو، دژوند ښکلا ستایو او له مرګ نه وېره لرو.
خو دژوند په ارزښت پوه شوي نه یو، دژوند درڼې هندارې مخ دکرکې په ګردونو بدرنګ کړی دی، دځان ژوند او دبل دمرګ شېبې شمېرو.
د ژوند دچینې اوبه څښو، خو دوحشت اوبربریت خوبونه وینو، دژوند درنګنیو نندارتون وینو، خو د ورور درنګنیو نندارتون دټوپک دشپېلۍ نښه ګرځوو.
کله مو چې دژوند دمه ختمېږي، هغه مهال نو دژوند په بڼ کې داغزیو په کر پښېمانه کېږو.
هغه مهال دچا دژوند له ستونزو خبرېږو، چې خپله دستونزو په لومه کې ګیر او دخلاصون هیله له لاسه ورکړم.
د ژوند تر ټولو ښه لاسته راوړنه ښه ملګری دی، خو که دملګرتیا مزي تریوې هیلې غزېدلي وي نو هفې ته بیا ملګرتیا نه شو ویلای.
رښتیا هم هفه ټوپکوال چې دمرګ وسیله پرغاړه ګرځوي، هغه هم دژوند هیله لري، وایي ژوند ښکلی دی، خو پر نورو يې ژوند نه دی پېرزو، هغه څوک چې دځان دژوند او دبل دمرګ هیله لري، هغه دژوند په خوند او ښکلا ځکه خبر نه دی چې په بڼ کې دهرګل ښکلا او بوی ځانګړی خوند لري.
راځئ چې دژوند دازموینې پاڼه ډکه کړو، دژوند په قدر ځان پوه کړو، دژوند هره شېبه له رنګنیو مالا مال دی، له همدې رنګنیو به دانسانیت او مینې جونګړه ابادوو.
په درنښت مجید ژړاند