د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوچنیانو لپاره سالم روزنیز او ښونیز محیطونه ٩

افغان تحرک 06.04.2015 22:20

د کوچنیانو روزنیز او ښونیز ارتقا زمونږ بقا او زمونږ د بقا کیفیت جوړوی!

ایا مونږ تول افغان ولس باید چه خپل ځان او خپل ذهن یوازی "چکچک" ته بوخت کړو چه نن صبا د لس میلیون په شا او خوا "زده کوونکې" لرو؟ نه، په هیڅ صورت نه، ځکه چی افغان انجنو او افغان هلکان، هر یو یی خپل "ذهنی شګوفایی" ته اړتیا لری!

چیرته چه مونږ له افغان کوچنیانو لپاره سالم روزنیز او ښونیز محیطونه ایجادول پر موضوعاتو باندی تاکید کوو، دلته مطلب مو یوازی "د کورنی محیط" او یا هم "دښونځی محیط" نه دی، بلکه زمونږ غوښتنی "قانونی محیط" هم پر غیږ لری!

د کوچنیانو شوهنیز حقوق د ماشومانو، کوچنیانو او نوځوانانو له هغه حقوقو مجموعه څخه ګنل کیږی چه د ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو ( یعنی له تولد تر ١٨ کلنی پوری) په حفاظت، حمایت، تقویت او پشتیبانی باندی تمرکز ولری!

یعنی: مونږ دخپل ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو د حفاظت، حمایت، تقویت او پشتیبانی لپاره نه یوازی د کوچنیانو شوهنیز حقوق لپاره شه، مناسب، واضع او دقیق قوانینو او هم د دی قوانینو عملی کولو ته ضرورت لرو بلکه زمونږ دولت دا مکلفیت لری چه زمونږ د ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو د حفاظت، حمایت، تقویت او پشتیبانی لپاره یعنی د دوی د "وضعیت د شه والی او یا د رفاه لپاره" شه، مناسب، واضع او دقیق قوانین وضع کړی او دعمل ضمینه یی هم را ایجاد کړی!

هره ښایسته تولنه ، هر ولسیزدولت او هر ولسیزحکومت دخپل ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو د حفاظت، حمایت، تقویت او پشتیبانی په ساحاتو کی ستر مسولیتونه او ستر مکلفیتونه لری، چیرته دی د افغان تولنه ، د افغان دولت او د افغان حکومت ستر مسولیتونه او ستر مکلفیتونه د افغان ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو په مقابل کی!

بی له شکه ښوهنی او یا تحصیل نه یوازی دافغان کوچنیانو، اوافغان نوځوانانو بلکه د "تول افغان ولس" د ژوند د رفاه سبب ګرځی. په دی ساحه کی نه یوازی د افغان"هلکانو" بلکی او بلخصوص د افغان"اونجنو او پیغلو" ښوهنی او یا تحصیل دوی لپاره داسی "روڼ لیدنه" ، "روښان نظر" ، " مرفه ژوندون لپاره داهمیت وړتکی" او یا "روښنایي" وړاندی کوی، بلکه دا "روښنایي" زمونږ د راتلونکی نسلونه د "لاری" لپاره هم خورا ګتور او دیر مثمر واقع کیږی. زمونږ ګرانو پوهانو په دی تولو باندنیو موضوعاتو کی له ما څخه بهتره پوهیږی، مګر پوښتنه می دا دی چه ولی مونږ تر اوسه پوری خپلو ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو "ښوهنیز شه والی" لپاره شه، مناسب، واضع او دقیق قوانین نلرو؟

مونږ افغانان باید یو ځله خپل سر پر خپل "ګریوان" کی وکړو، باید یو ځله وګورو چه همدا "انګریزان"، "جرمنان"، "امریکایان" او یا نورو ولسونه، چه مونږ کله نا کله دوی حتی خپل "سیال" هم نه اخلو، یو ځله باید لطفا وګورو چه دوی خپلو ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو لپاره څه وړاندی کړی دی او مونږ څه وړاندی کوو؟

مثلا "انګریزان" خپلو ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو لپاره په ١٨٣٦م. کال کی او "جرمنان" هم په همدغه پیړی کی ګتورو مناسب، واضع او دقیق مدنی قوانین وضع کړل تر څو د دوی ماشومان او کوچنیان محافظت ، حمایت او تقویت وشی. مګر مونږ تر اوسه پوری نه یوازی چه خپلو ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو لپاره کومی مناسب، واضع او دقیق مدنی قوانین نلرو، بلکی په اکثر مواقعو کی د دوی حق تلف کړو، او حتی ځینی "ځانوران" د ماشوم د کتاب او د قلم پیسی هم پخپل جیب کی اچوی!

هدف می دلته د هیوادونو کوم مقایسه نشته، او هم هدف می دلته دا نه دی چه مونږ د "انګریزان"، "جرمنان"، "امریکایان" او یا د نورو هیوادونو څخه تقلید کړو، او یا د دوی قوانین پر خپل افغانی تولنه کی تطبیق کړو، ځکه دا خو واضع خبره ده چه هر هیواد ، هر کلتور او هر تولنه خپل کلتوری، اخلاقی، دینی، مذهبی خصوصیات او مشخصات لری او د هر ملک شرایط خپل مخصوص، دقیق او علمی څیړنی ته اړتیا لری، هدف می دلته فقط "قانونی پاملرنه" دی.

بی له شکه چه مونږ هم دخپلو ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو د حفاظت او حمایت پر ساحه باندی یو داسی محافظوی او حمایوی قوانین لکه زمونږ په پښتونولی کی لرو چه هیڅ څوک داسی محافظوی او حمایوی قوانین نلری او دا زمونږ لپاره د افتخار ځای او د بشریت لپاره هم یو درس دی، بی له شکه چه مونږ دخپلو ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو لپاره داسی دینی او اخلاقی ارشادات لرو چه مونږ پری افتخار کوو.

په قرآن کریم کی په دی باره کی څو ځله تر "ذریه" ، "ولد" ، "ولید" ، "مولود" ، "طفل" او "صغیر" نومونه تر عنوان په نابالغ انسانان باندی اشاره صورت اخیستی دی او ګتور ارشادات مو ورکړی دی، په قرآن کریم کی دشفقت او مهربانی چه مونږ باید ماشومانو او بلخصوص یتیمانو سره ولرو ذکر شوی دی، په اسلام مبین دین کی "لقمان" هغه مشهور پلار دی، چه خپل ماشوم لپاره علم عرضه کوی، په نبوی احادیثو کی هم د حضرت محمد(ص) شفقت او مهربانی د ماشومانو په حکله دیر احادیث موجود دی.

اوس پوښتنه دا دی چه سره له دی نه چه مونږ داسی شه، شه، دینی، اخلاقی او کلتوری روایات او اوامر هم لرو، ولی زمونږ د ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو وضعیت "چندان قناعت بخش" نه ښکاری؟

ولی دزمونږ په ښونځیو کی انفجارونه صورت اخلی، ولی دزمونږ په ښونځیو کی "خشونت" موجودیت لری، بلاخره ولی زمونږ د ښونځیو "تدریسی او ښوهنیز کیفیت" ضعیف ښکاری؟ بی له شکه چه دا دری اخری پوښتنی یو وچ ځواب نه لری، بلکه همداسی چه مختلف موضوعات یی دی همداسی کولای شو چه هره پوښتنه ته لا اقل دوه سوه ځوابونه اودلایل ووایو. دلته غواړم چه د یوه مشترک وجه پیدا کولو له کبله، د امنیت او قانونیت پر موضوع فقط همدومره اشاره کړم، چه د امنیت او قانونیت په موجودیت کی زمونږ دا لاندنی مشکلات، که بلکل ورک به نشی، لا اقل لږ خو به کیږی.

زه فکر کوم چه مونږ نن صبا خپلو ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو لپاره داسی مدنی قوانینو ته اړتیا لرو چه زمونږ د کلتوری او دینی ارشاداتو تر څنګ ، مثلا زمونږ "ښوهنیز وضعیت سره مناسب" ، په شه تفصیل او شه بیان، د ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو حقوق او مکلفیتونه، د مونږ د ګرانو ښوونکی، زمونږ د ښونځیو، زمونږ د معارف وزارت، زمونږ د اطلاعات او کلتور وزارت او همداسی د وړکتونونو ریاست او متباقی دولتی او غیر دولتی ادارات او موسسات حقوق او مکلفیتونه، او همچنان د ماشوم کورنی حقوق او مکلفیتونه په منسجم او نسبتا مکمله توګه، په تفصیل بیان وکړی!

په ملی سطح کی د افغان دولت مقننه، اجرایه او قضایه قوه ګانی باید چه دی مهم او حیاتی موضوع لپاره خپل اذهان معطوف کړی او د افغان ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو لپاره داسی شه او مناسب مدنی قوانینو وضع او عمل وکړی تر څو زمونږ د ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو او هم افغانی تولنه لپاره یو "شه رتلونکی" پکشی تضمین وی. یو داسی کار ته بیا کولای شو مونږ چه د ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو "قانونی محیط ایجادول" وایو. نن صبا له یو خوا حقوق او مکلفیتونه په دی ساحه کی درست واضع نه دی او له بلی خوا دولتی او غیر دولتی ادارات او موسسات په کوم دول "دونر بازی ګانی" کی مصروف او مشغول دی!

د تاسف ځای او د حیرانتیا خبره دا ده چه په تیرو دیارلس کالو کی مثلا د یو "فاسد" او یا "غیر فاسد" والی د مقرری او یا برطرفی لپاره تول افغان دولت څو میاشتو لپاره وخت ضایع کولای شی ، مګر د ماشوموانو او کوچنیانو د "روزنیز او ښوهنیز وضعیت د شه والی لپاره" اقلا د یو "هفته او یا یو ورځ" لپاره هم وخت نه اخیستل کیږی.

په بین المللی سطوح کی د افغان دولت مکلفیت دی چه هم ملل متحد او هم د "ذیدخل ممالک" مسولیت او مکلفیتونو ته جدی او دقیق اشارات وکړی، مثلا: افغانستان پخپله کوم د "سلاح مولد هیواد" نه دی، مګر سره له دی نه د زمونږ د ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو په لاری کی "څلویښت کلنی ماینونه" هنوز هم موقعیت لری!
د موجوده بین المللی قوانین او مقررات پر اساس، د ملل متحد او هم د "ذیدخلو ممالکو" د بیلاترال روابطو (دو جانبه روابط) پر اساس ، ددوی توجه د افغان ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو پر "وضعیت" معطوف کړی. بلخصوص هغه ممالک چه په تیری ٣٥ جګیزو کلونو کی په افغانستان کی په خپلو جګړو دخیل دی، باید چه دا تول فرعی تاثیرات چه جګړه د افغان ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو د روزنه او ښوهنه په ساحه کی، اچولی دی، بر طرف یی وکړی. دا ددوی مسولیت دی!

ولی د "افغانستان نماینده په ملل متحد کی" او هم "افغان سفیران په ذیدخلو هیوادو کی" د افغان ماشوم حق او حقوق غږ اوچت نه کوی؟ مګر له تیرو ٣٥ کلونه تر نن پوری د افغان ماشوم حق او حقوق ، له ذیدخلو جګیزو ممالکو له خوا هم، تر پښو لاندی نه دی شوی؟

مونږ باید په ملی سطح کی ماشوم محوره شه او مناسب "قانونی محیطونه ایجاد کړو" او په بین المللی سطوح کی د افغان ماشومانو، کوچنیانو، او نوځوانانو د روزنیزاو ښوهنیز حق او حقوق ، دوی لپاره بیرته اخلو!

د افغان ولس غږ دا دی چه، یوازی "خالی ښونځی" ، درست لکه زمونږ همغه "کند ذهن سیاستوالانو" غوندی دی، چه مونږ ورته "خالی کوت او پتلون" وایو!


ادامه لری.


د افغان مظلوم ولس د سولی، ترقی او رفاه په هیله