د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خاوند پلورنځی

عطا محمد میاخېل 06.04.2015 12:49

ژباړن : عطا محمد میاخېل
  د امریکا په نیویارک ښار کې د خاوند پلورنې یوه مغازه پرانیستل شوې ده ، چې مېرمنې کولای شي هغه ځای ته لاړې شي او د ځان له پاره یو خاوند وټاکي . د مخامخ دروازې د پاسه د لارښوونې په تابلو باندې داسې لیکل شوي دي : تاسو کولای شئ ، چې د خپل ژوند په اوږدو کې یو ځل، له دې ځایه لیدنه وکړئ .
  دا پلورنځی شپږ پوړیز دی ، د هر پورتني پوړ د محصولاتو ارزښت  د لاندیني په پرتله ډېر دی .
  تاسو کولای شئ له یوه پوړ څخه یوازې یو محصول وټاکئ او یا پورتني پوړ ته لاړ شئ .
  تاسو نه شي کولای ، چې بېرته لاندې پوړ ته راشئ او کولای شئ ، چې د هر پوړ له لارې  له پلورنځي څخه ووځئ .
  یو مېرمن چې تازه پلورنځي ته ننوتلې هغه په پام کې نیسو او له هغې سره یو ځای کېږو .
 هغه لومړي پوړ ته ځي ، هلته په یوه لیک دړه باندې داسې لیکل شوي دي : دا سړي د یوې ثابتې دندې خاوندان دي .
 د سړیو کلمه ورته ډېره په زړه پورې وي ، مګر هوډ کوي ، چې له پورته پوړ څخه هم لیدنه وکړي ، په دې ځای کې داسې لیکل شوي دي : دا نران د ثابتې دندې خاوندان او له هلکانو سره ډېره مینه لري .
له ځان سره وایي : ډېره ښه ، خو غواړم چې له درېیم پوړ څخه هم لیدنه وکړم .
دلته لیکل شوي دي : چې دا سړي ، ثابتې دندې لري ، هلکانو سره مینه لري او له ښکلو څېرو څخه برخمن دي .
 سړیو ته ور ګوري او وایي ، وای زما خدایه ، مګر  هوډ کوي  ، چې څلورم پوړ هم وګوري ، هلته لیکل شوي : دا سړي ثابتې دندې لري ، له ډېرو ښکلو څېرو او ښه قد څخه برخمن دي او د کور له کارونو سره ډېره مینه لري ، د دې په لیدو سره وایي : وای زما خدایه ! را سره مرسته وکړه ، زه نو ، نور نه شم کولای ، چې ځان وژغورم ، خو په ناپامۍ سره پنځم پوړ ته ځي ،  هلته لیکل شوي : دا نران د ثابتو دندو لرونکي دي ، له ښه قد ، ښو وېښتانو ، او ښکلو څېرو څخه برخمن دي ، د کور له کارونو سره ډېره زیاته مینه لري او دغه راز دا سړي رومانتیک هم دي . په زړه کې یې وسوسه پیدا شوه او شپږم پوړ ته لاړه ، ګوري ، چې په یوه دیجیتالي لیک دړه باندې داسې لیکل شوي دي : تاسو د دې پوړ د دغې شمېرې کتونکي یاست ۳۱۴۵۶۰۱۲ دلته هېڅ نر وجود نه لري او دا پوړ یوازې د دې له پاره دی ، چې دا ثابته کړو ، چې هېڅ وخت نه شو کولای ، چې ښځې راضي کړو. له تاسو څخه ډېره زیاته مننه چې د خاوند پلورنې له پلورنځي څخه مو لیدنه وکړه .
خبرتیا : د خاوند پلورنې ، پلورنځي څښتن تر سترو نیوکو لاندې راغی ، چې ولې جنسي تبعیض ته لمن وهي ؟ نوموړي د دې نیوکو د له منځه وړلو له پاره د خاوند پلورنې ، پلورنځي ترڅنګ د ښځو پلورنې یو پلورنځی هم پرانیست او لاندې پایلې یې ترلاسه کړې :
د لومړي پوړ ښځې له جنسي اړیکو سره ډېره مینه لري .
د دویم پوړ ښځې له جنسي اړیکو سره ډېره زیاته مینه لري او ډېرې شتمنې دي .
دریم ، څلورم ، پنځم او شپږم پوړ تر دې دمه هېڅ لیدونکي نه لري .