د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاسي اټکل په کال ۲۰۰۰کې: امریکا، طالبان او پخوانی پاچا

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار 05.04.2015 18:39

ما ځـیرکیار په دغه سرلیک خپله لیکنه د ۱۹۹۹ د دسمبر په ۳ لیکلې وه او د سهیلی کلیفورنیا په میشن هـیلـزښار کې په«کیوان افغان» خپرونه کې خپره شوې وه: ګڼه ۱۴، دلو ۱۳۷۸ / فبروري ۲۰۰۰ زییز( د کیوان افغان چلوونکی  فضل رحیم وحدت و). یعنې دغه لیکنه د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ نیټې له بخولې(۹۱۱) نه نږدې ۱۹میاشتې وړاندې خپره شوې وه. لوستونکی کولی شي چې د ۹۱۱ بخولې د مخلید په ډول یې و ارزوي. ټکي په ټکي د لیکنې ټول متن لاندې  لوستلی شئ
د سیاسي څیـړنو او کتنو له مخې، د امریکې د واکمنو کړیو په سترګو کې طالبان د زمانې د شـرایطـو په تناسب یـو ړونـد او کـوڼ  جـنګي ځـواک دی چې د بـین المللي اړیکـیـو پـه ارزښـت نـه پـوهیـږي او سیاسي کړنې (سلوک) یې د معیاري  دولت او د ملي ټـولـنې  د جـوړولـو زیـری نـه ورکـوي. که سـړی دغه مـڼـډلی اټکل راوسپـړي، نو وبـه ویني چې د امـریکې په قضاوت کـې: (۱)  طالبان نه یو مسئول قدرت دی، او نه یو معـتدل. (۲) مخـدر مواد، وسله او افراطي اسلام د طالبانو د نظام غټ صادرات دي. (۳) طالبانو د سیمې د قدرتونو او او لویدیزې نړۍ په تیره د امریکې په مقابل کې د غلیمۍ دریځ نیولی دی. (۴) طالبان د دولت په چلولو نه پوهـیـږي او پـه طبـیعي ډول  د دې ظرفیت نـه لـري چې یـوه مسئـولیت منـونکـې واکمـني پـه پـښـو ودروي. (۵) طالبان د بشر حقوق په تیره د ښځو حقوق د پـښو لاندې کوي
په حکومت او اپوزیشن [مخالفه خوا] کې د امریکې واکمنې ډلې د خپلو انتخاباتو په غـورو دربـو کې په دې ډاډه نه دي  چې د طالبانو په مقابل کې نـرم دریځ به  د امریکې په عـوامو کې  د رای ګټـلو بـازار پـیـدا کـړي. د پورتنیو قضاوتـونـو او تـورونو په رڼا کې ، د طالـبانـو پـه مـقابـل کې د امریکې سیاست داسې اټـکل کیدلی شي چې  که طالبان بدلون او مسئولیت ونه مني او معتـدل سیاست ته چمتـو نـشي، نـو بیا به یـې تعـویـض لازم وي. د دغـه سیاست عـملـیاتي پـړاونه داسې اټکـل کـیـدلی شـي
(۱) امریکا او متحدین یې باید طالبان په نظامي لحاظ وټکوي. د دې هدف لپاره باید په پاکستان او نورو قدرتونو زور وغورځول شي چې د طالبانو له ملاتړ نـه لاس واخلـي. په عین حال کې دې د طالبانو مخالفیـن (اتحاد شمال) په نظامي لحاظ تقویه او په سیاسي لحاظ د یوه معتدل قدرت په حـیـث معـرفي شـي. (۲) په لومړي پـړاو کې چې د طالبانو مشکلات زیات شي، د طالبانو په غورځنګ کې به د وچې کلکې ایډیالوجۍ  پـر ځای سیاسي تفکر چلن پیداکړي او معتدل طالبان به د واقعي سیاست په لټه کې شي. واشنګټن به د طالبانو د غورځنګ په ډ‌‌ کې لومړی معتدل عناصر تشخیصوي او ورپسې به یې دیته تشویقوي چې د خپل سیاست د بقا لپاره غربي مرستې تـر لاسه کړي. (۳) واشنګټن باید د افغانانو له مینځه اغیـزمن معتـدل عناصر تـشخیص او تنظیم کړي او د طالبانو په ضد ډنـډورې د امریکې په دننه او بهر کې وغځوي. (۴) کله چې واشنګـټـن د خپلې خوښې سره سم د معتدلو عناصرو کړۍ په ښایسته ښه اندازه ارتې کړي او د یو بل سره یې مرتبطې کړي، د افغان ملت ګیلې د طالبانو په ضد وپـړسوي او د اپوزیشن [مخالف اړخ] په بهـیر کې یې تنـظـیم کړي، طالبان په بیـن الملـلي سیاست کې لاپسې تجـریـد کـړي، د اتحاد شمال پـه جنګ سالارانو کې د فـډرالیزم مفکوره د افغانستان د ګاوڼـډیانو د خوشحالۍ لپاره غښتلې کړي- نو بیا به د دغو ټولو سیاستونو امیل په ډیر ګومان سره د افغانستان د پخواني پاچا اعلیحضـرت محّمد ظاهر شاه غاړې ته وروغورځو ي؟!
پخوانی پاچا  په کلتوري لحاظ د پښتون کاریکاتور دی او د ستمیانو او  د ستمیانو د همزادانو  د حرکت په مسیر کې روان دی. د پخواني پاچا له خوا په روم کې  رابلل شوې غوڼـډې (۲۲تر ۲۵ نومبر ۱۹۹۹) ته وګورئ!  د پخو معلوماتو له مخې، د روم له غونډې نه وړاندې منل شوې وه چې د ذکر شوې غوڼډې ګډون کوونکي به د یوې کمیټې د لیسټ په اساس وربلل کیـږي، خو دغه پریکړه شڼډه شوه: ډاکتر خلیل زاد د پریزیدنټ ریګن د حکومت په دوره کې د امریکې د بهرنیـو چارو په  وزارت کې مدیر او د پریـزیدنټ  [مشر]بوش د حکومت په دوره کې د امریکې د دفاع په وزارت کې د ستراتیجیکي څیـړنو مدیر و. ویل کیـږي چې ډاکتر خلیلـزاد د ګډون کوونکو د اصلي لیسټ نه ډیر نومونه وویستل او پر ځای یې نور نومونه ورننـویستل. معلومات زیاتوي چې  خلیلزاد د روم  د غـوڼډې  په ټولو مجلسونو کې حاضر و او د دې څارمه یې کوله چې د روم په غوڼډه کې دې په طالبانو باندې  د ملګرو ملتونو په تعـزیراتو بحث و نشي. هلته په تعـزیراتو خبرې و نشوې. په دې ډول د پخواني پاچا لویه جرګه په واقعیت کې یوه لویه جبهه ده چې په بریالي کیدلو سره به یې د ټول افـغـان ملت د ملا تیـر(پښتانه) کلک ژوبـل کیـږي. شمـزۍ چې ماتـه شـي، پـوښتۍ نـه ټـیـنګـیـږي
د پخواني پاچا د لویې جرګې د ترکیب او تنظیم په چارو کې  د ډاکتر خلیلزاد نیغې سیاسي لاسوهنې ماته هغه صحنه را یادوي چې اووه نیم کالونه وړاندې پکې د پاکستان د عسکري استخباراتو مشر جنرال حمیدګل د شرم احساس څرګند کړی و: د ۱۹۹۲ په نیمایي کې «پروفیسر برهان الدین ربانی د افغانستان د جمهوری ریاست د مقام نامزد، په اسلام اباد کې د پاکستان د مـتـقاعد جنرال حمید ګل سره د ملاقات په لړ کې له نوموړي جنرال نه هیله وکړه چې په مستـقل ډول په کابل کې د افغاـنستان پـه  اسـلامي جمهـوري حکـومت کې د مشاور په حیث خدمت وکـړي.» (جـنګ، راولپـیـڼـډی، ۲۷ جـون ۱۹۹۲). وروستـه لـه منـنې، حمیـدګل داسې دریـځ ونیـوه:« په افغانستان کې د اسلامي حکومت له خوا بدل یا مراعات نه قـبلوي او د هغـه خـوب تعبـیـر اوس شـرمـوونکی دی چې حـمیـدګل پـه افغانـستان کې  د اسـلامي حکـومت د قـیـام لپاره لـیـدلی و. خو سره له دې  هـم که چیرې  د نـومـوړي عـاجـزانه مشـورې  تـه اړتـیا وي و به یـې سـپـمـوي». - اقتباس په پـورتنئ منبع کې
په پای کې باید د لوستونکو پام  یو غټ ټکي ته را وګرځوم: څو کالونه وړاندې په کابل کې د جهادي تنظیمونو  اسلامي دولت جوړ شو، خو یوه تنظیم هم خپله وسله خپل مرکزي حکومت ته و نه سپارله، او نه مرکزي حکومت د دې وس درلود چې په زور سره وسله راټـوله کړي او موثره مرکزي اردو تشکیله کړي. نتیجه یې ټولو خلکو ته معلومه شوه. هر جنګ سالار خپل بـنسټ  پراخاوه، نه د واحد مرکزي حکومت اغیزمنتـوب. په روانه غـمیزه کې ټول افغانستان موثر واحد مرکزي حکومت، موثرې مرکزي اردو، او د وسلو راټولولو ته کلکه اړتیا لري، نه د جنګ سالارانو پراخ بنسټ جنګ  او ائتـلاف ته.  پای ډاکتر ځیرکیار