د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طنز : د شیطان کتابچه

عطا محمد میاخېل 04.04.2015 14:08

ژباړن : عطا محمد میاخېل
  مناف خان په خپل دفتر کې ناست و ، چې شیطان راغی او د مناف خان د مېز په وړاندې په ایښې څوکۍ کرار کېناست ، په ډېرې عاجزۍ سره یې وویل : زه شیطان یم ! راغلی یم  تر څو ستا وجدان واخلم .
  مناف خان په حیرانتیا شیطان ته وکتل . شیطان په بشپړه توګه  د یوه عادي انسان په څېر ښکارېده ، نه یې ښکر لرل او نه هم لکۍ . خپلې چشمې یې له جیب څخه را وویستې ، شیطان ته یې مخ ور واړاوه او ترې پوښتنه یې وکړه : آیا ته کوم سند لرې ، چې دا ثابته کړي چې په رښتیا  شیطان یې ؟ شیطان په ډېر ناز ونزاکت خپله پېژند پاڼه د مناف خان په مخکې کېښوده او وې ویل : آیا په دې دنیا کې به داسې څوک وي ، چې پرته له سنده ژوندي وکړي ؟
  مناف خان د شیطان پېژند پاڼه په ډېر دقت له نظره تېره کړه ، هر څه سم او اصولي وو . شیطان د ..... زوی ، ټاپه او لاسلیک یې دواړه لرل . مناف خان د شیطان پېژند پاڼه بېرته د مېز پر مخ کېښوده او وې ویل : له بدمرغه چې زه وجدان نه لرم . شیطان په کړس کړس وخندل ، ښه ډېر یې وخندل ، شېبه وروسته یې  جدي څېره اختیار کړه او وې ویل :           ډېری خلک داسې فکر کوي ، چې شیطان شتون نه لري ، مګر ویني ، چې شتون لري او زه ستاسو په وړاندې ناست یم او تاسو هم ستره تېروتنه کوئ ، چې وجدان نه لرئ .
  مناف خان یو ځل بیا د شیطان پېژند پاڼه له نظره تېره کړه او وې ویل : ستا سند باالکل سم او اصولي دی ، نو څه وکړم ، چې وجدان نه لرم . شیطان له څوکۍ څخه پورته شو او په خوشالۍ یې وویل : ته په دې معامله کې هېڅ شی له لاسه نه ورکوې . زه تاته سل زره (۱۰۰۰۰۰) افغانۍ درکوم او ته یې په بدل کې هغه څه پر ما باندې پلورې ، چې نه یې لرې او زه .....
مناف خان د شیطان خبره ورپرې کړه او وې ویل : ته ټوکې کوې ؟ سل زره افغانۍ د هېڅ له پاره ؟ ستا دا کړنه سمه نه ده . شیطان یو ځل بیا په څوکۍ کېناست ، یو پښه یې پر بله واړوله او وې ویل : په دې اړه هېڅ اندېښنه مه کوه ، زه یوازې ستا وجدان غواړم ؛ زما پیسې ستا وجدان ، مناف خان د سوچونو په سمندر لاهو شو او لګښتونه یې  مخې ته ودرېدل ، په داسې حال کې ، چې سترګو یې د مېز لورته لارې کښلې وې ، وې ویل :
زه موافق یم  ، شیطان له ډېرې خوشالۍ په جامو کې ناځایېده ، هغه پاڼه چې مخکې یې چمتو کړې وه ، د پیسو له څو بنډلونو سره یوځای له خپل بکس څخه رابهره کړه . پیسې یې په مېز کېښودې او پاڼه یې مناف خان ته ورکړه ، تر څو یې لاسلیک کړي ، مناف خان کاغذ ته وکتل او دا جمله یې ولیکله : د سل زره افغانیو په بدل کې مې خپل وجدان وپلوره ، ورو یې ترې لاندې  لاسلیک وکړ . پیسې یې واخیستې او په ډېر دقت یې له نظره تېرې کړې ، داسې نه چې تقلبي وي ، شیطان وویل : اندېښنه مه کوه ، تقلبي نه دي ، موږ ډېرې پیسې لرو . شیطان د مناف خان له خوا لاسلیک شوې پاڼه په خپل بکس کې کېښوده ، بکس یې وتاړه او له دفتره بهر شو .  
  مناف خان یو ځل بیا د سوچونو او فکرونو په سمندر ور ګډ شو او له ځان سره یې وویل : کېدای شي زه وجدان ولرم ، په ډېرې بېړې یې خپل ټیلیفون را واخیست ، خپلې مېرمنې ته یې زنګ وواهه او له هغې څخه یې پوښتنه وکړه : ګرانې څه فکر کوې ؟ آیا زه وجدان لرم؟ مېرمنې یې د تل په څېره په ډېره غوسه ځواب ورکړ : که چېرې تا یوه ذره وجدان هم لرلی ، نو له دندې څخه وروسته به هره ورځ د سړي غوندې مخامخ کورته راتلې ... که تا وجدان لرلی ....
  مناف خان ټیلیفوني اړیکه پرې کړه ، په شونډو یې موسکا خپره شوه ، څو شېبې وروسته یې خپل رییس ته زنګ وواهه له معمولي پېژند ګلوي وروسته یې ترې پوښتنه وکړه : آیا ستا په نظر زه وجدان لرم ؟ رییس په ډېر غوسې ځواب ورکړ : که چېرې تا وجدان لرلی، نو د دفتر کارونه به دې سم ترسره کول ..... که چېرې تا وجدان لرلی ، مناف خان متوجه شو ، چې رییس ټیلیفون ایښی او د ټیلیفون له غوږي څخه د تا ، تا ، تا له غږ څخه پرته بل څه نه اورېدل کېږي .
   مناف خان د اندېښنو توپاني څپو په مخه کړ ، شېبه وروسته یې پام شو ، چې له شیطان څخه د مېز په سر یوه توره غټه کتابچه هېره شوې ده ، کتابچه یې را واخیسته ، د هغې پاڼې یې واړولې او په ناڅاپي ډول له ډېرې حیرانتیا وچ پاتې شو ، په کتابچه کې د هغو کسانو نومونه لیکل شوي وو ، چې په شیطان یې خپل وجدانونه پلوري وو ، زړه یې بېدرېغه ټوپونه وهل ، په بېړه یې د کتابچې پاڼې اړولې ، ډېر نومونه پکې آشنا وو، لکه : پیاوړي سیاستمداران ، مشهور ورځپاڼه لیکونکي ، سینمایي ستوري ، بډای او شتمن خلک ، مشهور روحاني کسان او ..... د خپل رییس نوم یې هم پکې وموند ، د مېرمنې نوم یې هم پکې وو . کتابچه یې پر مېز کېښوده ، څوکۍ ته یې تکیه وکړه ، ژوره ساه یې واخیسته او دا جمله یې له ځان سره زمزمه کوله : عجیبه ده ... عجیبه .
  په دې شېبه کې د خونې دروازه پرانیستل شوه ، شیطان بیا راغی او وې ویل : بښنه غواړم کتابچه مې هېره شوې وه ، مناف په خوشالۍ وویل : هو کتابچه درنه هېره شوې وه . مهرباني وکړئ ... دا کتابچه مو در واخلئ ، شیطان د دروازې په لور وخوځېد ، کله چې دروازې ته نیږدې شو ، نو بېرته را وګرځېد او وې ویل : په حقیقت کې کتابچه مې نه وه هېره کړې ، دا زما د کار تګلاره ده ، ما وغوښتل ، چې تاسو یوازې د دې کتابچې په لوستلو سره د هوساینې احساس وکړئ ، زه یوه ځانګړې تګلاره لرم ، زه غواړم هر څوک چې له ما سره معامله کوي ، نو باید او آرام او هوسا و اوسي وي ، د دې خبرې په کولو سره په خندا له دروازې ووت مناف غوښتل ، چې ووایي : )ډېرښه ، ډېره ښه تګلاره ده ( مګر شیطان تللی و .
  مناف خان یو ځل بیا پیسې را واخیستې ، په زړه کې یې خوښي وځغلېده او له ځان سره یې دا جمله څو ځله تکرار کړه : مشران همدا ډول دي ... څه وکړم ؟