د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مهاجرت اغيز پر فرهنګ

یاسر الهاشمی 04.04.2015 13:04

فرهنګ په يوه ټولنه کې د شته اصولو، اخلاقو، قوانينو، باورونو، عقايدو، فنونو، عاداتو، هنرونو او ښوونو د مجموعې څخه عبارت دی چې فرد د ټولنې د يوې عضوې په حيث يې زده کوي او د هغې ساتنه خپله وظيفه ګڼي.
د ځينو فرهنګ پیژندونکیو په باور فرهنګ د ډليز او ټولنيز ژوند محصول دی چې د هغې پر اساس انساني ټولنه جوړيږي.
هره ټولنه (هيواد) ځانګړی فرهنګ لري او نن ورځ د نړۍ خلک د هغوی د فرهنګ له مخې پيژندل کيږي،‎ د فرهنګ اهميت د فرهنګي چارو د یوه ماهر له دې قول څخه څرګنديږي چې وايي:
(( که غواړی پر يو هيواد تسلط پيدا کړی نو د هغې هيواد پر فرهنګ باندې کار وکړی او کله چې پدې بريالی شوی چې خپل فرهنګ پر هغه هيواد و منی بيا د هغه هيواد نيولو کې د ستونزو سره نه مخامخ کيږئ.))
د مهاجرت د مهمو اثار او يا پايلو څخه يوهم فرهنګي اثر دی، که د مهاجر منونکي او مهاجر ليږونکي هيوادونو فرهنګ او کلتور سره ورته والی ولري او يا هم سره نژدې وي بيا نو د فرهنګونو تنوع منځ ته نه راځي.
په هغه صورت کې چې مهاجرت د دوو داسې هیوادونو ترمنځ صورت وشي چې د مختلفو کلتورونو او فرهنګونو لرونکي وي بيا نو مهاجرت د دواړه هيوادونو پر فرهنګ اثر پريباسي.
د نننی عصر ډیری مهاجرتونه په انفرادې ډول صورت نيسي، نو ځکه په ډيری مواردو کې د کډوالو فرهنګ متاثره کيږي او کډوال د مقصد (مهاجر منونکی هيواد) د فرهنګ تر اغيز لاندې راځي.
دغه تاثير هغه وخت لا خطرناک شي چې مهاجرين مسلمانان وي او مقصد هيواد يا هيوادونه غير اسلامي وي، دا ځکه چې د اسلامي هيوادونو او نا اسلامي هيوادونو فرهنګ په ډیری مواردو کې سره توپير لري.
پر کډوالو باندې د مقصد هيواد د فرهنګ تاثير په يو دم نه ښکاره کیږي بلکه په تدريج سره مشاهده کيږي، پداسې ډول چې لومړی ځای پر ځای شوی کډوال د مقصد هيواد د فرهنګ يوه برخه خپلوی او د خپل هيواد فرهنګ هم ورسره ساتي چې پداسې حالاتو کې دغه کډوال د ګډ فرهنګ لرونکو خلکو له جملې څخه ګڼل کيږی.
د وخت په تيريدو سره د کډوالو راتلونکي نسلونه د مقصد هيواد د فرهنګ څخه په بشپړ ډول متاثره کيږي، او دغه تأثر داسي حالت ته رسيږي چې دوی بيا د خپل هیواد د فرهنګ څخه بې خبره شي او ټول ترې هير شي.
د دې خبرې څرګند مثالونه هغه کډوال دې چې د کورني جنګونو پر مهال د افغانستان څخه اروپايي هيوادونو او يا هم امريکا ته کډوال شوی دي، د دې کورنيو زامن او لوڼی د اسلامي او افغاني فرهنګ څخه په کُلي توګه ناخبره دي.
که چيرې مهاجرتونه په جمعي (ګروپي) شکل تر سره شي او د کډوالو ګروپ وغواړي په مقصد هيواد کې د خپل هيواد فرهنګ وساتي بيا نو پداسي حالت کې مهاجرین د مقصد هيواد فرهنګ اغيزمن کوي.
د هيوادونو پر فرهنګ باندې اغيز ښندل په حقيقت کې د هغه هيواد پر فرهنګ تيرې دی، همدا لامل ده چې هيوادونه په داسې مواردو کې د کډوالو په وړاندې د تاوتريخوالي څخه ډک غبرګونونه ښکاره کوي او غواړي د کډوالو په وړاندې د شديدو عکس العملونو په ښکاره کولو سره خپل فرهنګ خوندي کړي.
ترکيه يو له هغه هيوادونو څخه دې چې افغان کډوال پکې انګلستان ته له تګ څخه مخکې په ګروپې شکل ژوند کوي او ځينې وخت د افغان کډوالو ځنډيډل په ترکيه کې تر يوه کال پورې وخت نيسې، دا چې د ترکيي هيواد فرهنګ بيل دی او زموږ فرهنګ بيل دی او ترکيي خلک د افغانانو د فرهنګ څخه د متأثر کيدو ويره لري.
د ترکيي خلک او دولت د خپل فرهنګ د ساتلو په منظور د افغانانو په وړاندې ځينې غبرګونونه ښکاره کړي چې د هغې جملې څخه د ترکيي ماشومانو منع کول دي د هغه مدارسو څخه چې هلته افغان کډوال زده کړه کوي او يا هم د افغان کډوالو د برخليک اړه د ترکيي دولت نه پاملرنه.