یو بل څه ولیکه
02.04.2015 00:03طنز :
ژباړن : عطا محمد میاخېل
ما له هغه سره ډېره مینه لرله، ډېر را باندې ګران وو مګر افسوس ، چې یوه بلا پرې را نازله شوه ، ډېر یې خواشینی کړم ، هغه مې ډاکټر ته بوته ، هیله مې وکړه ، چې په دقت یې وګوري ، مګر پوهېږئ ، چې ډاکټر زما په غیاب کې له هغه سره څه وکړل ... ؟ کیسه یې ډېره جالبه ده !
ډاکټر هغه په ډېر دقت وکوت او وې ویل :
خوله دې پرانیزه !
هغه خپله خوله پرانیسته ، ډاکټر یې چې غاښونه ولیدل ، نو وې ویل :
اوهو ډېر تېره دي ، ډېر .....
څلور پنځه غاښونه یې ترې وویستل ، وروسته یې دوه نور هم وویستل ، غوږونه یې وکتل ، یو غوږ یې خوښ نه شو ، تر څنګ ایښې چاړه یې را واخیسته او یو غوږ یې هم ور غوڅ کړ ، آیا دا ډول ظالمانه برخورد د زغملو دی ؟ په دې سره هم د ډاکټر زړه سوړ نه شو ، ګېډه یې ور څیرې کړه ، یو بډوډی یې ترې را وویست ، په دقت یې معاینه کړ او لرې یې وغورځاوه ، دویم بډوډی یې را وویست ، نیږدې وو ، چې هغه هم لرې وغورځوي خو زړه یې پرې وخوږېده ، شل سانتي کولمې یې ور غوڅې کړې او پر هغې یې بډوډی وتاړه ، سږي یې ور پرې او ترڅنګ یې بډوډی وتاړه . اوس نو د زړه او ځیګر وار را ورسېد ، پرته له زړه خوږي یې دواړه را بهر کړل ، هو زړه او ځیګر دواړه . ښه یې معاینه کړل او دواړه یې لرې وغورځول . بیا ډاکټر د هغه مظلوم سر و پښو ته وکتل ، تر څنګ یې یوه رنده ایښې وه ، د سر یوه برخه یې رنده کړه ، وروسته له دې یې لږ سوچ وکړ ، کېدای شي دا فکر یې کړی وي ، که چېرې هغه په یوه پښه ولاړ وي ، نو څه کېږي. اره یې را واخیسته لومړی یې د هغه بد مرغه پښه په ښنګري او وروسته یې په زنګانه کې اره کړه ، دا نو هغه وخت و ، چې نوموړي خپل زغم له لاسه ورکړ او ژړا یې پیل کړه . ډاکټر یو پېچکش را واخیست او یوه سترګه یې ترې را بهر کړه ، هغه له ځان سره وویل : غم غم ... ډاکټر کېدای شي فکر کړی وي ، چې هغه ماته ښکنځلې کوي ، مګر زه په ډاد سره ویلی شم چې هغه ډېر با نزاکته او با تربیه وو .
ډاکټر یې ژبه را بهر کړه ، ښه یې وکته او وروسته یې ژبه هم ور غوڅه کړه . ډاکټر یو ځل بیا د هغه سر و پښتوته وکتل ، هغه معصومه او بېګناه څېره ځانته غوره کړه . د ډاکټر په ټنډه کې ګونځې را پیدا شوې ، یوه شېبه د سوچونو په سمندر لاهو شو ، پایله دا چې د ډاکټر زړه تنګ شو ، هغه یې را واخیسته او په غوسه یې څاه ته وغورځاوه او د شونډو لاندې یې داسې وویل : هی بابا نوراني هم خوشاله دی ، دا یې څه راته راوړي ، دا طنز زه څه ډول چاپ کړم ؟
درنو دوستانو ! هغه ډاکټر نه بلکې مدیر مسوول وو او هغه مظلوم زما طنز وو ، چې له ډېرو شکنجو وروسته باطله داني ته وغورځول شو ، جالبه یې لا داده، چې په سبا یې هغه مدیر مسوول را ته ټیلیفون وکړ ، چې فلانیه سلام ! ته یو بل څه ولیکه او را وې لېږه ، په پروني طنز کې دې ما لږ لاس وواهه ، خو ته پوهېږې نو ، یو څه کمه ستونزه یې لرله . ورکه وه یې ، ته یو بل څه ولیکه .