د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کیسه زړه خوږی ډاکټر

عطا محمد میاخېل 01.04.2015 16:03

ژباړن :عطا محمد میاخېل


   ډاکټر په ډېرې چټکۍ روغتون ته ننوت او د جامو بدلولو خونې په لور وخوځېد ، په ډېرې بېړې یې خپلې جامې بدلې او د عملیات خونې په لور روان شو؛د عملیات خونې په دروازه کې د ناروغ له پلار سره مخامخ شو ،  د ناروغ پلار ډاکټر وویل : ولې دې دومره ځنډ وکړ ؟ آیا ته نه پوهېږې ، چې زما زوی په خطر کې دی او له  مرګ سره لاس و ګرېوان دی ؟ آیا لږ هم د مسؤلیت احساس کوئ او که نه ؟
  ډاکټر په موسکا ځواب ورکړ : ډېره زیاته بښنه غواړم ، کله چې راته ټیلیفون وشو او خبر شوم ، نو په بیړه مې ځان را ورساوه ، له تاسو څخه هیله لرم ، چې آرام واوسئ او ما خپل کار ته پرېږدئ .
  د ناروغ پلار یو ځل بیا خوله پرانیسته او وې ویل : آرام واوسم ! که چېرې ستا زوی په داسې حالت کې وای ، نو څه به دې کړي وو ؟
   ډاکټر یو ځل بیا په موسکا ځواب ورکړ : ډاکټر نه شي کولای ، چې د چا ژوند اوږد کړي . الله (ج) په قرآن عظیم الشان کې فرمایلي دي : موږ له خاورې څخه پیدا شوي یو او بېرته به خاورې ته ور ګرځو. لاړ شه د زوی د روغتیا له پاره دې دعا وکړه .
  د ناروغ پلار وویل : نصحیت کول آسان دي ، کاشکې زما پر ځای وای ، چې زما له زړه خبر شوی وای ، چې پر ما څه تېرېږي ؟
   ډاکټر څو ساعتونه وروسته په خوشالۍ له عملیات خونې څخه راووت او په موسکایي د ناروغ پلارته وویل : د خدای (ج) ډېر شکرونه ادا کوم ، چې ستا د زوی عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسېده او وژغورل شو ، که چېرې کومه پوښتنه لرې ، کولای شې له نرس څخه یې وپوښتې . ډاکټر پرته له دې ، چې د ناروغ له پلار څخه څه واوري په بیړه له روغتون څخه ووت .
  د ناروغ پلار نرس ته وویل : دا ډاکټر ولې دومره کبرجن دی ، څو شېبې هم تم نه شو ، تر څو د زوی په اړه مې ترې پوښتنه کړې وای ، چې روغتیایي حالت یې څنګه دی ؟
  نر په داسې حال کې ، چې له سترګو یې رڼې اوښکې د ګرېوان په لور څڅېدلې ځواب ورکړ : تېره ورځ د ډاکټر زوی په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او نن یې د جنازې مراسم ترسره کېږي ، یوازې ستا د زوی له پاره راغی او اوس بېرته لاړه ، چې تر څو د خپل زوی جنازه خاورو ته وسپاري  .