د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سل کاله زړه مګر پیکه یاري

انتظار خادم 01.04.2015 14:53

سل کاله زړه مګر پیکه یاري

لیکنه: په امریکا کی د افغانستان د مدني ټولنو د فدریشن د سولی سفیر او د غږ د خیریه بنیاد رییس

امان الله خان پادشاه شو، نړۍ ته یې سفرونه وکړل، دنیا یې ولیده، غوښتل یې، چې افغانستان هم د اروپایي کهول په نوي دود سمبال کړي خو د ۱۹۲۷ میلادي کال اروپایي سفر وړاندې یې په ۱۹۲۱میلادي کال کې د امریکا سره هم د یارۍ تکل کړی وو. کله چې د شاهي کورنۍ استازی نورمحمد خان دروازي تاشکند ته د سولې د کنفرانس لپاره لاړ نو له هغې ځایه یې د امریکا د ولسمشر هاردینګ سره په تلیفون خبرې اترې وکړې او د شاه سلام یې ورته ووایه.
نورمحمد خان اړیکې ګرمې وساتلې او بیا ځل په ۱۹۲۲میلادي کال کې د یوه پلاوي په مشرۍ واشنګټن ته لاړه او د پاچا امان الله خان د سلامتۍ لیک یې هاردینګ ته تسلیم کړ. هاردینګ هم بیرته لیکلی ځواب د شاه احترام ته را واستوه. ځینې خلک وایي چې تردې وړاندې هغه وخت چې د امریکا سیلانۍ جوسی هارلن غوښتل د افغانستان حاکم شو نو په ۱۸۳۰میلادي کال کې یې خپل بخت په دې غرنیزه سیمه کې وه ازمایه مګر د روسیې لاسوهنې او د برطانيې لمړۍ جګړې نامراده کړ.
په ۱۹۳۰میلادي کال کې د ام جوفو سوداګریزه ډله راغله مګر سوداګریز سفر یې هیڅ پایله نه درلوده. افغانستان بحر ته لاره نه درلوده او برطانوي هند نه غوښتل د کراچۍ له بندره د افغانستان نړیواله راکړه ورکړه پراختیا ومومي. همدغه کال د امریکا د پارلمان غړي والاش سمت مورای چې نژدې ختیځ یې څاره د افغانستان سره د ټینګو اړیکو د جوړولو په وړاندې سخت غبرګون وښود. نوموړي به ویل چې افغانستان بې قانونه، سرزوری او خپلسری هیواد دی او که کله هم کوم امریکایي یو قدم کوږ کیږدي، پرته له دې چې په اړه یې د نړیوالو ديپلوماتیکو اصولو رعایت وشي، سم د واره به یې افغانان سر ور پرې کړي.
سره ددې چې ديپلوماتیکې هڅې روانې وې مګر لا هم کوم عملي قدم پورته نه شو. تردې وروسته د ۱۹۴۰ کال په لمړیو کې په کراچۍ کې د امریکا کونسل کابل ته راغی او د نادر خان سره یې لیده کاته وکړل او په ۱۹۴۵میلادي کال په ترڅ کې په ایران کې د امریکا د دیپلوماتیک پلاوي مشر هوني بروک کابل ته راغی او د حالاتو جاج یې واخیست. ددی لپاره چی دوستانه اړیکی سمې پر مخ لاړی شی، د شاهي نظام لومړی صدراعظم عبدالحسین عزیز تردی پخوا یعنی په ۱۹۴۳میلادي کال کې امریکا ته لاړه او د امریکا د هغه وخت ولسمشر فرانکلن روزولت سره یې د ملګریتوب لاس ورکړ. په داسې حال کې چې دواړه لوري یو لړ تفاهماتو ته رسیدلي وو، امریکا په ۱۹۴۶ کال کې د کابل حالات دوهمه پلا وارزول او په ۱۹۴۸میلادي کال کې یې په کابل کې د خپل سفارت دروازه پرانیسته. اوسنی سفارت له رغونو پرته د همغه وخت را پاتې تعمیر او د سیاسي اړیکو مقعر دی.
مخکی لدی چی د سفارت ور پرانستل شی، شاه محمود خان هم پخپل نقش په ۱۹۴۷ او ۱۹۵۱ کلونو کې د افغانستان بخت وازمایه، امریکا ته یې سفر وکړ مګر دا چې امریکا ته هغه وخت پاکستان تر بل هر چا ډیر ارزښت لره، د شامحمود خان سفر تر ډيره حده بې ثمره پاتې شو. سره ددې چې بعضې کرنیزې او پوهنیزې پوچې وعدې وشوې مګر هیڅکله هم د افغانانو په درد دوا نه شوې.
هغه وخت چې د برطانيې لويې امپراتورۍ د هندوستان لویه وچه د ۳۳۵ کلونو غیر مستقیم (۱۶۱۲-۱۹۴۷) او ۸۹ کلونو مستقیم (۱۸۵۸-۱۹۴۷) سلطنت نه وروسته وویشله نو پاکستان رامنځته شو. دا وخت د پاکستان ګورنر جرنل محمد علي جناج نړۍ ته تر بل هر وخت ډیره اړتیا درلوده. دا چې امریکا د دوهمې نړیوالې جګړي (۱۹۳۹-۱۹۴۵) په ترڅ کې د نړۍ یواځینی لوی نظامي، سیاسي او اقتصادي ځواک پاتې شو نو د یوه اټکل په اساس ۱۶ اروپايي هیوادونه یې په پیسو ورغول شول. د پاکستان سیاسي رهبري د نړۍ وضعیت ښه درک کولی شو او ژر یې ددې موقع نه په ګټه پورته کولو پیل وکړ او د امریکا سره یې راشه درشه پیل کړه. دا چې برطانيې په دوهمې نړیوالې جګړې لویه اقتصادي ضربه خوړولې وه نه یې شو کولی خپله لره بره امپراتوري وساتي ځکه نو د امریکا لپاره هم بې له کومه سیاله د پاکستان څارنه او پالنه پاتې شوه.
هغه وخت چې دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسیده نو د نړۍ لر او بره خوا متزلزله وه. د امریکا ولسمشر ترومن ددې لپاره چې خپل رعب د جنګ نه په راپاتې نړۍ پرې باسي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جورج مارشل په مشرۍ یې د اروپا د بیارغونې تر عنوان لاندې ۱۲ بلیونیز پلان منظور کړ چې وروسته بیا د مارشل پلان په نامه مشهور شو. سره ددې چې د پلان موده د ۱۹۴۸-۵۱ کال پورې اوږده شوه لیکن پاکستان پوهیده چې د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې لا هم د پاکستان د مرستې لپاره انعطاف پذیري شتون لري او امریکا هم د پاکستان په جیو پولیټیکي وضعیت ښه سر خلاص وو.
ددې دوه اړخیزه اړیکو د شور له امله افغانستان منزوي پاتې شو. کله چې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر جان پوستر دالس پاکستان د بغداد تړون یا سینټو په تړون کې چې د ۱۹۵۵میلادي کال په لومړیو کې د ایران، عراق، ترکیې، پاکستان او برطانيې لخوا را منځته شو، پاکستان د امتیازاتو په راټولو پیل وکړ او کابل خورا د انزوا طرف ته لاړ. داسې ویل کیږي چې امریکا ددې تړون رسمي غړیتوب نه درلود لیکن تر ډیره حده پکې د اسراییلو د سر او مال د خوندیتوب تضمین شوی وو.
په یاد مو وي چې نړۍ تل د ۲۰ پیړۍ په درشل کې د ستراتیژیکو منافعو لمن ټینګه ساتلې وه او هغه لور ته ښوییدله چې د تلې پله به درنه وه ځکه هغه وخت ډیره د حیرانۍ خبره نه وه چې امریکا پاکستان ته د افغانستان په پرتله ترجیح ورکوله.
له شامحمود خان نه وروسته، سردار محمد داود خان هم په ۱۹۵۸میلادي کال کې امریکا ته سفر درلود، ښه هرکلی یې وشو، د مرستیال ولسمشر ریچارد نکسن سره یې خورا اوږد مجلس وکړ، د امریکا سنا ته یې وینا وکړه، د ولسمشر دویت ایزنهاور سره یې د افغانستان د اړیکو په مسئله بحثونه وکړل مګر د امریکا سپک نظر دې حد ته ورسید چې د داوود خان د وسلو غوښتنلیک یې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر محمدعلي ته وسپاره. داوود خان غوښتل چې داسې وسلې د امریکا نه تر لاسه کړي ترڅو وکړای شي د اړتیا په صورت کې یې د پاکستان سره په جګړه کې وکاروي.
هغه وخت چې لا ریچارد نکسن مرستیال ولسمشر وو نو په ۱۹۵۴میلادي کال کې کابل ته راغی مګر راتګ یې یواځې یوې خیالي ډرامې ته ورته وو او مرسته یې یواځې د هلمند د سیند په سر د پله په جوړولو کې راټوله شوه.
ددې کلونو په ترڅ کې تګ راتګ ګرم وو، ملکه حمیرا او پادشاه ظاهر شاه هم سپینې ماڼۍ ته لاړل، ۱۲ ورځې یې د امریکا مختلف ښارونه ولیدل مګر سفر یواځې په سیاحت کې محصور پاتې شو.
که څه هم پاکستان د امریکا لپاره سیاسي ارزښت درلود مګر بې له دې چې د افغانستان زړه لاسته راوړي او ټولیز استقرار یې تضمین کړي، ناشونې وه چې د مرکزي اسیا ترمنځ دې د تیلو، نفتو، ګازو او نورو سوداګریزو توکو لیکه وغزیږي او یا دې د لوفز لزولي د د هلیز له لارې د افغانستان په وساطت د ترکمنستان-ازربایجان، جورجیا او ترکيې له لارې اروپایي هیوادونه ته د سوداګرۍ لړۍ پیل شي. ددې اصل په نظر کې نیولو سره امریکا د افغانستان سره د ۱۹۵۰-۱۹۶۰ کلونو ترمنځ اړیکې خوږې کړې مګر کله چې د خلق او پرچم ګوند په داوود خان په ۱۹۷۳میلادي کال کې کودتا وکړه حالات دومره خراب شول چې د ۱۹۷۹ کال د فبرورۍ په ۱۴ نیټه د امریکا سفیر ادولف سفایک د پولیسو په جامه کې خلکو وتښتوه او څو شیبې وروسته یې وواژه. هماغه وو چې امریکا د ادولف ځای ناستی ونه ګماره مګر د سفارت دروازه یې هغه وخت وتړله چې کله روسانو په ۱۹۷۸میلادي کال کې بشپړه ماتې ومنله او په وتلو یې پیل وکړ. د روسانو ماتې او د امریکا بې میلي ددې سبب شوه چې مجاهدین په خپل منخ کې سره ونښتل. ډیری سیاسي مورخین په دې اند دي چې د ۱۹۹۰-۱۹۹۴ کلونو ترمنځ د ۷۰۰۰۰ افغانانو وژل کیدل د افغانستان په وړاندې د امریکا د نا سم دریځ له پایله وه. په هر حال، قضاوت تاسو ته پریږدم!
طالبانو افغانستان ونیوه، ښاغلی کرزی ولسمشر شو، په ۲۰۰۴ کال کې یې د امریکا کانګرس ته وینا وکړه، ۱۳ کاله یې حکومت وکړ او دا دي اوس یې ځای ناستی ولسمشر اشرف غني د ۲۰۱۵ کال د مارچ په ۲۴ نیټه امریکا ته راورسید. نوموړي د ولسمشر اوباما، د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او دفاع وزیر اشتون کارتر سره ولیدل. ده هم کانګرس ته وینا وکړه، ښې خبرې یې وکړې د امریکایانو د زړونو ترجماني یې وکړه، په نارو او چکچکو بدرګه شو او دا دی بیرته هیواد ته ستون شو.
اوس د قضیې اصلي ټکې ته رارسیږم. پوښتنه داده چې ولې څه کم سل کاله وروسته هم د امریکا او افغانستان اړیکې د شک او نسیان په لومو کې بندې دي؟ ولې هره ګړۍ د امریکا موقف او افغانستان نیت یو د بل په وړاندې بدلیږي؟ ایا دا پيکه یاري د تودېدو ده؟ امریکا په افغانستان کې څه غواړي؟ دیموکراسي؟ رغیدلی هیواد؟ د ښځو حقوق؟ پوهنه او روزنه؟ که نه ددې هیواد له غرونو او تپو له سره خپل ښکار کوي او بس؟
دا چې زه په اعدادو او نیټو ډیر باوري یم، راځئ لنډو ارقامو ته نظر واچو. دا چې د سپتمبر ۱۱ نیټې د نړۍ دید او د افغانستان نقشه د تل لپاره بدله کړه. د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر په ۵ نیټه د ۸۵ هیوادونو او ۱۵ نړیوالو ادارو استازو سره ناسته وکړه، په وار له مخه جوړه شوې اجنډا یې خبرې وکړې او د ښاغلي حامد کرزي په مشرۍ یې ۶ میاشتینۍ کابینه رامنځته کړه. لکه څنګه چې هیلري کلنټن یو ځل کانګرس ته په وینا کې وویل: د نن ورځی دیپلوماسي بل ډول ده. مونږ ورانول کوو، مونږ جوړول کوو، مونږ په عین وخت کې سوله کوو او په عین وخت کی د جنګ میدان ګرم ساتو. هماغه شان وشول. طالبان له منځه لاړل او تیت پرک شول. طالبانو میلان درلود بیا ځل د افغان دولت سره یوځای شي مګر د نوموړو سره د تعامل څرنګوالی د ۲۰۰۹ کال پورې د څټک او سندان ژبه وه. د ۲۰۱۴ میلادي کال د احصاییو سره سم په تیرو ۱۳ کلونو کې د (اوا) رسنیزی سرچینی د راپور سره سم ټول ۲۲۰۰۰۰ او د نورو سرچینو په قول ۲۱۰۰۰ ملکي افغانان ووژل شول، ۲۳۳۵ امریکایان ووژل شول، ۱۷۰۰۰ ټپیان شول او ۵۰۰۰۰ د تشویش (تروما) له ناروغۍ وروغول شول. د جنرال کمبل د وینا پر اساس یواځې په ۲۰۱۳ کال کې د ۷۰۰۰-۹۰۰۰ تنو پورې افغان عسکر وژل شوي، ۲،۲ بلیونه ډالر مصرف شوي او داسې نور ډول ډول حوادث رامنځته شوي دي. هیڅ سالم عقل به ونه وایي چې ګواکي ننی افغانستان دې له ۲۰۰۱ کال افغانستان سره پرتله شی مګر اړینه ده پوی شو د افغانستان او امریکا د دوستۍ کاروان چیرته روان دی.
ایا د کعبي پرځای خو به افغانان ترکستان ته نه وی روان؟
د هیواد په هره برخه کې ملموس تغیرات رامنځته شوي. د بیلګې په توګه په دوه زرم کال کی یواځې ۸۰۰۰۰۰ نارینه شاګردان په زده کړو بوخت وو، پداسې حال کې چې هغه شمیره نن ۱۰ میلونو ته رسیدلې او لږ تر لږه ۳۷ سلنه یې ښځینه دي.
مګر سوال دا دی چې ولې لا تردې ګړۍ بنیادي تغیرات نه دي رامنځته شوي؟ ولې تردې ګړۍ د ترویزم اصلي تعریف ګونګ پاتې شوی؟ ولې هره ګړۍ امریکا د تګ او افغان حکومت د رخصت ګواښ کوي؟
ولسمشر غني د امریکا په کانګرس او ډیرو نورو مواقعو کې د امریکا د سیاسي ملاتړ او ولس د تکس د اعانو نه مننه وکړه. د مننې الفاظ خورا عمیق، تکراري، صمیمي او ډول ډول وو. ښه وو ولسمشر هغه څه وویل چې امریکا یې هیله درلوده. امریکا یې هم ځولۍ تشه پرینښوده، ولسمشر اوباما ژمنه وکړه چې د کال تر پایه به امریکایي عسکر نه وباسي، ۴،۱ ملیارد ډالر به امنیتي قواو ته ورکوي، ۸۰۰ ملیونه ډالر به د اصلاحاتو په منظور اختصاص کړي او خپله سیاسي راشه درشه به همداسې توده ساتي مګر ګورو چی دوه اړخیزی ژمني څومره په عمل کی یقیني کیږی.
د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي قرارداد د محتوی ټکی او موخه د اوږدمهالو اړیکو ساتل او مرسته کول دي. تیره میاشت په پاکستان کې د امریکا سفیر ریچارد اولسن وویل چې د امریکا د وسلو پاتې شوني به په پاکستان یا وپلورل شي او یا به هم ورته هدیه شي. بل لور د راپورونو سره سم، ۳۱۰۰ امریکایی زرهدار ټانکونه به د افغانستان نه د کویټ او کریمیا سیمو ته انتقال شي. تردې ګړۍ لا سوله برقراره نه ده، داعش خپل بیرغ د هیواد په مختلفو برخو کې پورته کړی، ناټو لا وار د مخه له افغانستانه خپلې پښې سپکې کړې او امریکا به هم د ۲۰۱۷ په پای کې یواځې ۲۵۰ کارکوونکي د کابل په سفارت کې ولري. په داسې حال کې چې د تیر ۱۳ کلن جنګ په میراث کې هر اړخیز فساد، سله په سله نشه یي توکي، مافیايی کړۍ، نړیوالې مداخلې او تلپاتې جنګ راپاتې شو نو بیا څنګه څوک د امریکا او افغانستان تر منځ د رښتینو اړیکو انتظار کولی شي؟ د نړۍ د ځواکمن هیواد په حیث، امریکا کولای شي په تمامه معنی افغانستان د ولسمشر بش او اوباما د ژمنو سره سم په پښو ودروي او پرې نږدي افغانستان یو ځل بیا د نړۍ له یاده ووځي. ترهغې چې په دې برخه کې پراخ، هر اړخیز او رغنده ګامونه نه وي اخیستل شوي. زه شخصاً د تیر په څیر، د ولسمشر غني او امریکا ترمنځ په ګلورینو تشریفاتي خبرو عقیده نه لرم. ګورو چې راتلونکی څه په ارمغان کې راوړي.
دیپلوماتکې اړیکې او مرستې ددې لپاره وي چې د مقابل لوري ستونزې پرې حل شي. اقتصادي رغښت او ټولنیز ثبات د ژوند دوه اساسي اړتیاوې دي. هرکله که د ژوندانه د خوندیتوب تضمین نه وي نو هیڅکله هم شته امکانات د سړي په درد نه دوا کیږی. فلهذا د روان جنګ پای او سوله د افغانانو یواځینۍ غوښتنه او هیله ده.
د پای خبرې:
ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ټولې هغه مانورې اجراء کړې چې په توان یې پوره وي. د ګډ حکومت د بقا او مخلصې دوستۍ د غزولو او پاللو ژمنې یې وکړې، امریکا یې ډاډه کړه چې په هره وړه او غټه خبره کې به سره سلا مشورې کوي. امریکا هم ښه تود ښه راغلاست ووایاست او د مرستو ژمنې یې وکړې مګر د طرفینو اوسنی تعامل به هغه وخت رنګ راوړي چې د سولې خبرې په بشپړ ډول رښتینې، هراړخیزې، منطقي او عملي پر مخ یوړل شي، طالبان د سیاسي نظام برخه شي، افغانان په پوره ډاډ ژوند وکړي، اداري فساد کم او له منځه یوړل شي، امنیتي ځواک تربیه او تجهیز شي او بلاخره تضمین شي چې بیا به افغانان په زنکدن د ژوند شپې ورځې نه تیروي.
ښاغلی اوباما د ولسمشر غني سره په ګډ رسنیز کنفرانس کې وویل: مونږ ځکه د افغانستان سره مرسته کوو ترڅو امریکا بیا کابل ته په تګ مجبوره نه شي. ددې ژمنې تحقق په دری اساساتو بناء دی.
1. طالبانو سره د سولې تر خبرو مخکې د سیمې هیوادونه د سولې پروسې ته هڅول او مجبورول.
2. افغان امنیتي ځواکونه تربیه کول.
3. د منطقې په سطحه رغاویزه دیپلوماسي په کار اچول.
نړۍ دا مهال د نړیوالتوب لور ته روانه ده. تکنالوجي او د نړیوالو ګډو ګټو انسانان یو له بله سره لکه دیوال شریک ګاونډي داسې نژدې کړي. شونې نه ده چې د ګاونډي په کور دې اوربل شي او بل ګاونډی دې ترې خوندي پاتې شي. کابل د نړۍ او خاصتاً د امریکا سره یوې تاریخي حادثې نژدې کړی مګر اوسمهال یې ګډ مسایل پر مخ کې پراته دي. امریکا خپل نړیوال اهداف لري او افغانستان د سولیز ژوند ارمان. دواړه اوسمهال د یوې سیکې دوه مخه دي او تر هغې چې زړه، راز، کار او ذهن یو نکړي، شونې نه ده چې یو اړخ هم ارمان ته ورسیږي. سل کاله تیر شو او سل کاله به نور هم تیر شي مګر تر هغې چې نیتونه پاک او خبرې ښکاره نه شي نو شکونه او دوه رنګي دوه اړخیزې ستونزې زیږوي. روبرت ګرینر په خپل نوي کتاب ( په کندهار کې ۸۸ ورځې ) کې لیکلي چې ملا اختر عثماني سره مې د نورو خبرو ترڅنګ په دې اعتراف وکړ چې د روسانو د شکست نه وروسته د امریکا لویه اشتباه د افغانستان پریښودل وو. نوموړی زیاتوي، زه باور لرم چې د ۱۹۸۹ کال په وروستیو کی د افغانستان سره د امریکا خدای په اماني عظیمه اشتباه وه لیکن شونې ده امریکا بیا ځل هم د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې د تیرو غلطیو تکرار وکړي. زما ( انتظار په نظر ) که امریکا هغه پخوانۍ ړنده مانوره تکرار کړي نو نه یواځې سیاسي ښوییدنه به وکړي بلکې د افغانانو سره به یې لویه جفا کړې وي. زه هیله من یم چې د افغانستان او امریکا سل کلنه یاري په رښتیني، خوږه او صمیمي تعامل بدله شي او دواړو خواوي خپلو مشروعو هدفونو ته ورسیږی.
د سوکاله، اباد، سولیز او متحد افغانستان په هیله.

امریکا
۲۰۱۵ کال، مارچ ۲۸