د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مهاجرت اغيز پر جمعيت (نفوس) باندې

یاسر الهاشمی 01.04.2015 15:47

مهاجرت، له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته د یو شخص د اقامت د محل تغیر دی ، کيدای شي چې مهاجرت داخلي وي او يا هم بهرني يعنې د هيواد له سرحداتو څخه د باندې.
که مهاجرتونه داخلي وي بيا نو دغه ډول مهاجرتونه د هيوادونو په داخل کې د وګړو په شمیر او ترکيب باندې تاثير نه لري، اما په هغه صورت کې چې مهاجرت د دوو هيوادونو ترمنځ وي، بیا نو مهاجرت د هیوادونو د وګړو (جمعيت) په شمير او جوړښت باندې اغيز ښندي.
د مهاجرت اثر لومړې د وګړو په شميره کې او دويم د وګړو په جوړښت کې مشاهده کيدای شي.
لومړې: د مهاجرت اغيز د وګړو په شميره (تعداد) باندې :
لکه څرنګه چې مخکې مو يادونه وکړه که مهاجرت د يو هیواد څخه بل هيواد ته صورت ونيسې نو په دواړو هيوادونو کې د وګړو پر شمیرې باندې اثر پرېباسي.
د مهاجرت په صورت کې د مهاجر منونکي هيوادونو د وګړو په تعداد کې ډیروالی راځي او برعکس د هغه هيوادونو په نفوسو کې کموالی راځي چې خلک د هغې څخه کډه کوي.
دویم: د مهاجرت اثر د نفوسو (وګړو) په جوړښت باندې:
د مهاجرت دويم اثر پر جمعيت باندې د هيوادونو د نفوسو (وګړو) د خلط (ګډ کيدل) څخه عبارت دی، د مهاجرت په سبب د هیوادونو نفوس سره خلط کيږي.
د نفوسو د ګډ کيدلو موارد او پايلې:
- د مشخص جنس تعدد او خلط کيدل: په ډیرې مواردو کې سړي د يوه هيواد څخه بل هيواد ته د مهاجرت لپاره زړه ښه کوي، د دې عامل هم ښکاره ده او هغه دا ده چې سړي نسبت ښځو ته غښتلي دي او د مهاجرت د ستونزو او تکليفونو له عهدې څخه وتلی شي.
کله چې د یوه هيواد نارينه بل هيواد ته کډوال شي، په مبدا هيواد (هغه هيواد چې خلک ترې کډه کوي) کې د نارينه و په شمير کې کموالی راځي او په مقصد هيواد (هغه هيواد چې خلک ورته کډه کوي) کې د نارينه و شميره ډيريږي.
په مبدا هيواد کې د سړيو د شميرې قلت او په مقصد هيواد کې د سړيو د شميرې زياتوالی د مختلفو اخلاقي جرايمو د ترسره کولو لپاره زمينه برابروي.
- د ځوانانو تعدد او خلط کيدل: ځوانان د ټولنې د نورو اقشارو په نسبت په قانوني او يا نا قانونه لارو مهاجرتونو ته ډير ليواله وي او دغه کار د دې سبب کيږي چې په مقصد هيواد کې د ځوانانو شميره زياته او برعکس په مبداء هيواد کې د ځوانانو شميره کمه شي.
دلته ده چې د دوه هیوادونو ځوانان سره خلط کيږي، په هره اندازه چې په يو هيواد کې د ځوانانو شميره ډیريږې په هماغه اندازه په هغه هيواد کې د کار تقاضا زياتيږي او د کار د تقاضا د زياتوالي سره بيا د بيکارې ګراف لوړيږي.
د دې ادعا څرګنده او واضحه مثال اروپايي هيوادونه دي چې پدې وروستیو کې د بې شماره کډوالو د راتګ شاهد و او د همدې کډوالو د راتګ له امله اوسمهال په اروپا کې د مختلفو هيوادونو ځوانان اوسيږي او دا کار دې لامل شوی چې، ۲۶ ميليونه ځوانان وزګار ګرځي.
- مهاجرت د هيوادونو د کارګرانو پر شميرې هم اثر پرېباسي او د هيوادونو د کار د قوې د خلط (ګډ) کيدو سبب ګرځي، يعنې اکثره خلک د کار په نيت مهاجرت کوي او د مهاجرت په سبب د بهرنيو کارګرانو لپاره په يو هيواد کې د کار زمينه برابريږي.
په اکثره مواردو کې بهرني کډوال د ناڅيزه مزد په بدل کې دې ته چمتو کيږي چې ستونزمن کارونه ترسره کړي، دلته ده چې ورو ورو د يو هيواد د داخلي کارګرانو ځای بهرني کارګران نيسي.
همدارنګه د بهرني کارګرانو په راتګ سره د مهاجر منونکي هيوادونو په کاري قوه کې هم زياتوالی راځي او برعکس د مهاجر ليږونکي هيوادونو په کاري قوه کې کموالي راځي.
د داخلي کارګرانو بيکاري او د کاري قوې د ګراف لوړوالی د دې سبب کيږی چې داخلي کارګران د بهرنيو کارګرانو په وړاندې له تاوتريخوالي څخه کار واخلي او غواړې چې د بهرني کارګرانو په طرد کولو سره ځان ته د کار زمينه برابره کړي.
په يونان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې ترسره شوي تاوتريخوالي د دې مدعا ښکاره او څرګند مثالونه دی.