د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کیسه ناروغ ځوان

عطا محمد میاخېل 31.03.2015 16:43

ژباړن :عطا محمد میاخېل
  هېڅکله هغه ځوان نه شم هېرولای ، چې د پوهنتون په دوره کې مې ورسره پېژندګلوي وشوه . ښکلی او مټور ځوان و ، په ځوانۍ کې یې ساری نه لیدل کېده .
   کله چې له پوهنتون څخه فارغ شو ، نو څو موده مې اړیکه ورسره پرې شوه ، تر هغه پورې ، چې یوه ورځ یې راسره اړیکه ونیوله ، رانه وې غوښتل ، چې لیدلو ته یې ورشم او وې ویل : زه نه شم کولای ، چې تاپسې درشم ، ما وپوښتل ولې ؟ ده په ځواب کې راته وویل : پوښتنه مه کوه ، کله چې راغلې خپله به پوه شې ، دا هر څه یې په غمړلي غږ ویل، د خپل کور پته یې راکړه .
  دروازه مې وټکوله ، کوچنی ورور یې راووت ، له هغه سره لومړی د کور انګړ او بیا  کوټې ننوتم ، کومه کې چې هغه اوسېده ، ګورم چې په کټ باندې اوږ غځېدلی ، لکړه یې ترڅنګ ایښې وه ، د تګ له پاره یې په پښو پورې یوه وسیله تړل شوې او یو څه درمل یې هم تر څنګ ایښي وو .
ډېر کمزوری شوی وو ، کوښښ یې وکړ ، چې زما ستړي مه شي ته له خپل ځایه راپورته شي ، مګر وې نشو کولای .  
  تر څنګ یې کېناستم ، هڅه مې وکړه ، چې د خپلې ژړا مخه ونیسم ، سره له دې هم له سترګو مې رڼو اوښکو د ګرېوان په لور لارې جوړې کړې .
  ومې ویل : وبښه زه خبر نه وم ، چې ناروغ یې ، ناروغي دې څه ده ؟ له پوهنتون څخه نه یې فارغ شوی ؟ ټاکلې شوې وه ، چې واده وکړې او ځانته ښکلې کور جوړ  کړې .
وې ویل : هو همداسې ده ، خو داسې پېښه را منځته شوه ، چې اصلاً ما یې هېڅ هیله نه لرله .
   څو میاشتې مخکې له پوهنتونه خلاص شوم او ډېر ښه کار په ګوتو راغی ، ډېرې ورځې تېرې شوې ، هېڅ ستونزه مې نه لرله ، کله ناکله به سر غوږي ځورولم .
یوه ورځ مې سر خوږی ډېر زیات شو ، روغتون ته لاړم ؛ ډاکټر له معاینې وروسته ځینې ازمېښتوته ( ټسټونه ) راته ولیکل ، له دې وروسته یې زما د سر عکسونه واخیستل ، عکسونه یې ښکته و پورته کړل ، له ځان سره یې وویل : “لا حول ولا قوه إلا بالله!” وروسته یې دا مسله له څو نورو ډاکټرانو سره شریکه او له هغوی څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه ، هغوی راغلل  په ګډه یې د ازمېښتونو پایلې  وکتلې په خپل منځ کې په انګلیسي ژبه غږېدل ، په همدې حال کې به یې کله نا کله ماته هم را وکتل .
  نږدې یو ساعت وخت تېر شو او زه په همغه حال وم . روغتیایي وضعیت مې ډېر خراب وو ، له ځان سره به مې ویل ، هېڅ خبره نه شته ، څو دانې ګولۍ ، چې وخورم هر څه به سم شي  .
    ناڅاپه یو ډاکټر مې خواته را نېږدې شو او وې ویل : غوږ شه ! د ازمېښتونو او عکسونو له پایلې داسې ښکاري ، چې ته  یو ډول مغزي تومور لرې ، چې په ډېرې چټکۍ سره وده کوي ، اوس هم له دننه خوا ستا د سترګو په رګونو فشار راوړي .
  هره شېبه یې فشار زیاتېږي او د دې امکان هم شته ، چې د ډېر فشار له وجې ستا د سترګو رګونه وچوي او د ړندېدو لامل دې شي . وروسته له هغې به په مغزي خونریزۍ اخته کېږې ، چې پای یې مرګ دی .
   له ډېرې وېرې مې چیغې کړې : څه  څه ؟؟؟ څه ډول ؟ څوک ؟ څه ډول په مغزي تومور اخته شوی یم ؟ هغه هم ته او په دې عمر کې ؟ توکل په خدای ! سرطان ؟ .....
   وې ویل : هو یو ډول تومور دی ، چې باید په چټکۍ سره یې درملنه وشي .
   نن شپه دې بستر کوو ، اړین او لازم ازمېښتونه به بشپړ کړو او سبا ته به ستا د کوپړۍ یوه برخه لرې کړو ، تومور به ترې را وباسو او کوپړۍ به دې بېرته وتړو .  
  وروسته یې د جراحي عملیاتو یو هوکړه لیک را کړ ، ترڅو یې لاسلیک کړم ، مګر ما ونه منله او له روغتون څخه را ووتم .
   په داسې حال کې ، چې اوښکو مې د ګرېوا په لور لارې جوړې کړې وې ، په دې مې فکر کاوه ، چې چېرته لاړ شم ؟ کورته لاړشم یا روغتون ته ؟ له څو شېبو فکر کولو څخه وروسته مې هوډ وکړ ، چې کوم بل روغتون ته لاړ شم .
   د کوپړۍ له عکس اخیستلو او آزمېښتونو وروسته یې هغه څه راته وویل ، کوم چې مخکیني ډاکټر ویلي وو او له مانه یې غوښتنه کوله ، چې باید ژر مې د کوپړۍ عملیات ترسره شي .
   دا ځل ډېره کمه بې هوښي را باندې راغله ، پلار ته مې زنګ وواهه او هغه روغتون ته راغی ، پلار مې اویا کلن دی ، کله چې یې زما رنګ الوتې او غمجنه څېره ولیده ، نو وډار شو ، ورته ومې ویل : پلاره ! ته پوهېږې ، چې څو موده کېږي سر خوږی مې ډېر ځوروي ، آزمېښتونو دا وښوده ، چې زما په سر کې یو ډول تومور شتون لري او باید ژر عملیات شي ، پلار مې د دې خبرې په اورېدو سره وویل : لا حول و لا قوه إلا بالله! دا خبره یې ونه شوه زغملی ،  په ځمکه کیناست او له ځان سره یې ویل : انا لله وانا الیه راجعون ، پلار مې په خواشیني غږ وویل : ورور دې په امریکا کې دی ، هغه ته به دې ور ولیږم .
دې خبرو یې زما د ورور هغه سختۍ را په یاد کړې ، چې څو کاله مخکې په سرطان ناروغۍ اخته او تر درملنې لاندې وو .
   پلاره ! په یاد مې دي ، چې له ورور سره مې دې په ژړا خبرې کولې او دا مې هم په یاد دي ، چې په وروستیو شپو کې دې ورته دعا وکړه .
   پلار ته مې کتل ، چې اوښکې یې د ګرېوان په لور څڅېدې او کتل یې ، چې زامن یې دده په وړاندې مري .
ورور مې خالد دوه کاله مخې په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او مشر ورور مې په امریکا کې د مرګ او ژوند په پوله ناست وو او ما هم په هغه لاره مزل پیل کړی ، چې پای یې نه دی معلوم .
   امریکا ته لاړم هلته یې په چټکۍ سره په یوه روغتون کې  زما ازمېښتونه ترسره کړل . سهار مهال وو ، چې زه یې عملیات خونې ته بوتلم ، ډاکټر مې سر وتراشه ؛ له بې هوښۍ وروسته یې زما د سر پوستکی د دایرې په شکل پرې ، کوپړۍ یې اره کړه او دانه یې ترې را بهر کړه . عملیات تر دوو ساعتونو پورې په طبیعي ډول پرمخ روان وو ، تر هغه پورې،چې په ناڅاپي ډول په مغزي سکتې اخته شوم . ډاکټر چې تر سخت فشار لاندې وو زما د مغزونو هغه برخه یې وخوځوله په کومه کې ، چې ده تېروتنه کړې وه ، چې له همدې امله د بدن کیڼه برخه مې فلج شوه . ډاکټر چې دا ولیدل ، نو د علمیات پاتې برخه یې په چټکۍ سره ترسره کړه ، او کوپړۍ یې بېرته ځای پر ځای کړه او سر مې یې راته وګانډه. وروسته له هغې یې  ځانګړي ساتنځای ته بوتلم .
   له عملیات څخه وروسته پنځه ساعته بې هوښه وم ، وروسته له دې په چپه پښه کې مې ستونزه پیدا شوه . په چټکۍ سره یې عملیات خونې ته بوتلم ، سینه یې را څیرې او عملیات یې کړه. له دې وروسته یې بیا ځانګړي ساتنځای ته بوتلم . د څلورو ساعتونو له پاره مې وضعه ښه وه ، په ناڅاپي ډول په شدیدې وینې بهېدنې ( خونریزي ) اخته شوم ، یو ځل بیا یې عملیات خونې ته بوتلم ، سینه مې یې څیرې او عملیات یې کړه .
   ډاکټر زما له وضعیت څخه په تنګ شوی وو ،  د تمې په خلاف پرله پسې شدیدې ناروغۍ ، چې پای یې نه درلود .
   څلیریشت ساعته مې وضعیت ښه وو ، ډاکټر داسې ګڼله چې روغتیایي حالت مې ورځ تربلې ښه کېږي ، مګر د بدن د تودوخې درجه مې نا څاپه ، په وېرونکي ډول پورته لاړه . ډاکټر په چټکۍ سره خپلې ارزونې ترسره کړې ، ګوري چې د کوپړۍ هډوکي ، کې مې ټپ پیدا شوی دی . ډاکټر د جراحۍ ډله را وغوښته ، زه یې د جنازې په څېر پورته او پر تخت یې څملولم . په داسې حال کې مې هغوی ته کتل ، چې د بدن ټول ځواک مې له لاسه ورکړی وو ، پورته مې وکتل ، له سترګو مې بې اختیاره اوښکې روانې شوې . د ناتوانۍ په حال کې په عذر سره مې داسې دعا وکړه : ای خدایه ! زه ډېر زیانمن شوی یم ، ته ډېر مهربان  او ارحم الراحمین یې ، که چېرې دا مې د ژوند وروستۍ شېبې وي ، نو له تا (ج) څخه د رحمت او بښنې غوښتنه کووم او که چېرې ازمېښت وي ، نو ماته پرې صبر راکړه .
  د مرګ په فکر کې شوم ، په خدای (ج) قسم خورم ، چې دردونه مې له کچې اوښتي وو ، د بدن ځواک مې په بشپړه توګه له لاسه ورکړی وو او په دې سوچ کې وم ، چې سبا به د قبر خاورې را باندې امبارېږي او بدن به مې د ګور د چینجیانو خوراک کېږي .
  په ډېرې خواشینۍ سره مې وویل ، که چېرې د قیامت په ورځ ، پښې مې وښوېږي ، د ژړا غږ مې پورته شي او ستونزې بې پایه شي ، حسرت مې اوږد شي .
  افسوس زما پر حال ، چې د هغه چا په وړاندې درېږم ، چې د سترو او کوچنیو ګناهونو په اړه له ماسره حساب کوي .
  هغه ورځ ، چې د ګناهګارانو پښې ښویېږي ، آه او حسرت به یې ډېر وي ، خوندونه یې داسې  هېرېږي ، چې ګویا مخکې یې هېڅکله ښه ورځ نه ده لیدلې ، نو په ژړا شوم ، په دنیا کې د پاتې کېدو هیله مې وکړه ، د دې له پاره نه چې له دنیا څخه خوند واخلم ، یوازې د دې له پاره چې خپلې اړیکې له خپل الله (ج) سره زیاتې کړم .
  په ناڅاپي ډول معالج ډاکټر مې راغی نرسانو ته یې لارښوونه وکړه ، چې بې هوښه مې کړي . د سر پوستکی مې یې لرې کړ ، کوپړۍ یې را بهر کړه ، له دې وروسته د سر پوستکی مې پرته له کوپړۍ په خپل ځای کېښود . کله چې را په هوښ شوم ، نو داسې احساس مې وکړ ، چې سر مې نرم شوی ، ومې ویل : هډوکی یې چېرې دی ؟ ډاکټر په ډېره سړه سینه وویل : هډوکې دې دلته ږدو تر څو مکروبونه یې له منځه لاړ شي ، شپږ میاشتې وروسته بیا راشه ، بېرته به یې درته ځای په ځای کړو !
یوه میاشت په امریکا کې پاتې شوم ، وروسته له دې ریاض ته لاړم ، اوس هم منتظر یم ، چې شپږ میاشتې پوره شي ، تر څو د سر پاتې برخه مې بېرته ځای پر ځای کړي .
  مخکې تر دې بې پروا وم ، یوازې د دنیا په ژوند کې بوخت وم او مرګ مې په بشپړه توګه هېر کړی وو ، د دنیا له ژوند سره مې بې کچې او افراطي مینه لرله ، مګر اوس داسې ګڼم ، چې نوی دې دنیا ته راغلی یم .
  ورځې و شپې همداسې تېرېدې ، هغه اوس دومره کولای شو ، چې په لاره لاړ شي .
   له اوو میاشتو وروسته بیا یې لیدو ته ورغلم ، ګورم چې خوښ او خوشاله دی ، د خپل واده بلنلیک یې راکړ .
  نن هغه د نېکو عملونو په ترسره کولو او د خیر کارونو ته په لارښوونه کې تر ټولو خلک ډېر حریص او لېواله دی .