د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوسني حکومتونه او سیاستونه

محمد انور ولید 31.03.2015 12:00

له بابا آدمه تر دې دمه پورې د ځمکې پر مخ د انساني ځو ځات د ډول ډول واکمنیو ، سلطو او سیاستونو بهیر را روان دئ ، خو موږ دغه واکمنۍ ، سلطې او سیاستونه په دوو کته ګوریو سره وېشلی شو :
لومړی : د نبیانو او رسولانو د الهي منصب حاکمیت چې د را نازلو شویو صحیفو او الهي کتابونو د اسماني دستور ( قانون ) په رڼا کې به د وخت اُمتونو د خپلې لارې مشال جوړکړی ؤ او له آسماني دساتیرو څخه په پیروۍ به یې خپلې تعبُدي او معاملاتي ورځنۍ چارې د خپلې وجیبې او فریضې له مخې د وخت د نبي تر مشرۍ او لارښوونو لاندې پر مخ بېولې . ځکه پر هر امت باندې د خپل نبي او رسول حکم واجب ؤ .
خو په هغوی کې به هغه څوک د خدایتعالی ریښتیني او صالح بنده ګان ووچې په عباداتو کې به یې د ا لله تعالی حقوق تر پښو نه لاندې کول او په متوازن حالت کې به پرته له افراط او تفریط څخه پر سمه لار روان وو ، خو په معاملاتوکې به یې د خپل ځان او خلکو دواړو حقوقو رعایت کولو ته پام ؤ . خپل نبیان او رسولان به یې نه وژل ، نه به یې په هجرت کولو مجبورول ، او نه به یې ربړول ، بلکې چېرته به چې ددوی دغه مذهبي مشران د الله تعالی په حکم روان شول ، ور سر ه سم به یې حکم ور ته د منلو وړ ؤ او دوی به هم ور سره روانېدل . ځکه چې د خپل پیغمبرـ رسول او نبي خبره یې پرځان باندې د خپل ایمان او وجیبې له مخې د زړه له تله منله او د هغه له اوامرو به یې سرغړونه نه کوله .
پیغمبرانو ـ نبیانو او رسولانو به هم پرخپلو اُمتونو باندې داسې سیاست ته لاس اچولی ؤ چې په هغوکې به د الهي قانون له مخې د حقوق الله او حقوق العبادو تر مینځ د اړیکوساتلوپیاوړتیا ته په متعادله او متوازنه توګه بشپړه پاملرنه کېدله .
ځکه د وخت امتونو په خپلو سترګو باندې لیدل چې څوک ددوی په وړاندې پر حقه دي او څوک پر نا حقه ؟ چا له دوی سره حیواني سلوک کړی ، له ځناورو سره یې په مرګونومسابقو کې اچول او د تخت او بخت نازولوبه یې له وژل کېدو او یا برياؤ څخه خوندونه اخیستل ، خو ددې پر عکس چا انساني سلوک ور سره وکړ؟ چاخپل علامان د څارویو په څېر پلورل اوچا دوی ته  له هغه ناولي دود څخه نجات ورکړ؟ چاته همدغه نننۍ مور ، خور ، ترور ، لور ، نیا ، لمسۍ او خپله دژوند شریکه د انسانیت د دوهم نمبرجنس په څېر برېښېدله ـ بدلوله ـ په قمار کې بایلوله ، ژوند یې په ټولنه کې ور ته ننګ او عار بلل کېده او په قبرونوکې یې ژوندۍ ښخوله ، د هغې انساني کرامت ته یې په سپکه ستګه کتل ، او چا هغې ته نجات ور کړ او یو ځل بیا یې د مور ، خور ، نیا ، لور ، لمسۍ ، تروراو د کورنۍ او نړۍ د لومړنۍ معلمې مقام ورکړ؟ جهالت ـ که نبوي رسالت ؟ کوم یو؟ چا ددوی ټول انساني حقوق تر پښو لاندې کړي او خوړلي دي او چا ددوی مړه حقوق را ژوندي ـ او بېرته دوی ته ورکړل ؟ څوک ددوی اصلي دښمنان دي او څوک یې دوستان دي ؟ ځکه خو خلکو د وخت له خپلو باطلو  ایْمه وو څخه د حق او عدالت خواته مخه کړه او د الهي لښکر تر څنګ ودرېدل .    
همدغه وجه وه چې د الهي منصبدارانو ( پیغمبرانو ، نبیانو او رسولانو ) کړنلاره او سیاست د راتلونکو نسلونو له پاره د هغوی د لارې مشال جوړ شو ، ځکه په نبوي کړنلارو او سیاست کې هر مکلف انسان په لاس او ژبه دواړو سره په معاملاتو کې د نورو ريښتینی خدمتګار او مسؤول ګڼل کېده او په عباداتوکې به د خدایتعالی یو صادق بنده ؤ .
په تابعینو او تبع تابعینو کې هم د همدې موخې له پاره خلکو د خپلو مشرانو هغو وضعي احکاموته غاړه اېښې وه چې له کتاب الله او سنت رسول الله سره به په نفې او ټکر کې نه وو . حاکمان به یې د درایت ـ بصیرت ، علمیت ، تجربې او حکمت خاوندان ـ پر خپلو خلکو باندې ګران او د خپلو ټولنو ریښتیني درېیمګړي خادمان وو چې د قانون په چوکاټ کې به تر حق او عدالت پرته بل هېڅ شی ورته غوره نه وو . هغوی ته د ښایسته سالارۍ         ( انساني شرافت ) په اړه اصلي معیارعلم او ادب ؤ ، ځکه چې پر دې به د باشرفه انسان په لاس او ژبې سره  پرته له مال او نسب څخه خلکو ته مادي او معنوي ګټه رسېدله .
د ځمکې پر مخ د لومړنیو حاکمانو پیل هم پر نبیانو او رسولانو باندې را پیل شوی ، ځکه تر ټولو لومړنی حاکم ابوالبشر حضرت آدم (ع) ؤ ـ چې پر خپله کورنۍ باندې یې په عادلانه توګه الهي حکومونه چلولي . ور پسې نور نبیان او رسولان وو چې هر یوه تر نبي آخرالزمان پورې پر خپلو امتونو باندې د الهي ارشاداتو په رڼا کې حکومتونه کړي . ولې هغه حکومتونه د نورو انساني امپراتوریوخلاف یوازې د بشپړې داسې  انسانې معاشرې جوړولود ضرورت له پاره مینځته راغلي وو چې هلته به بیا په هغو ټولنو کې انسان د انسان برده او غلام نه ؤ . هلته به د غلامۍ او اسارت ټول ځنځيرونه د حق او عدالت په زور سره وشلېدل . هلته به نور د ځنګل قانون نه چلېده . هلته به تل داسې قانون رواج موندلی ؤ چې تل به حق حقدار ته په کې رسېده . هلته به هېڅکله هم حقیقت نه پټېده او نه خو به عدالت د بې عدالتیو په دار په کې را ځوړند ؤ .
دوهم : د ( مال او نسب ) حاکمیت :        
په دې حاکمیت کې د افراط او تفریط داسې بېلګې تر سترګو کېږي چې د انساني حقوقو تضمین په کې نه شته . ځکه داسې حاکمیتونه په مال او نسب ( قوم ، ژبه او سمت ) پالنې سره بنأ وي چې ټول انساني وجوهات او اړخونه په کې د عصبیت قرباني کېږي . او عصبیت د ناز او کرېشمو ، ځان غوښتونکو خپلسرو اربابانو ، اونورو  خود ساخته او خود بافته ډلو ټپلو څخه را مینځته شوی یو داسې جوړښت دئ چې ټول کړه وړه یې یوازې د خپلو ګټو ـ او د نورو د ضرر له پاره په کې تر سره کوي .  ځکه چې په عصبیت  کې تقوا او پر هېزګاري ( له خدایه ډاراو وېره  ) نه لیدل کېږي ، دوی یوازې د خپلو مادي ګټو او واک تر لاسه کولو په تکل کې وي ، دوی د بُغض او عِناد دایْره دومره پر ځان را تنګه کړې وي چې خپله راتلونکې هم نه په کې ویني او هڅه یې تل داوي چې څه ډول د واک د هِرَم څوکي ته په کې ورسېږي  .
نو څوک چې دومره ظالم وي چې د خپل ځان او خپلې راتلونکې پروا هم ونه ساتي ، او له خدایه ترس او وېره هم ور سره نه وي ، پرته له خپلو شخصي مفاداتو بل هېڅ هم ور ته مطرح نه وي ، پر خدای ـ او د قیامت په ورځ باندې پر حساب کتاب باندې هم عقیده ونه لري ، نو هغه به د بنده پر حقوقو څه بند شي ! د بنده حقوق خو لکه پرد ۍ ریشقه ( شپشتې ) داسې خوري .
په دغه ډول حکومت کې داسې حاکم نه خو د خپل ملت پر وا ساتي او نه هم د سیمې او نړۍ د نوروخلکو انساني حقوقو او قانون ته درناوی لري . ځکه چې ددوی په خپل آند ددوی د خپلې ګېدې هغه وضعي دستور چې په هغې کې یې یوازې خپلې ګټې په پام کې نیولې او ټول امتیازات یې په کې خپل ځانته ورکړي وي ، یوازې خپل ځان یې په کې ظل الله ـ غیر مسؤول او واجب الاحترام خلکو او نړۍ ته د زر ـ زور او تزویر له لارې ور پېژندلی وي ، او د نورو په خوله باندې یې د دیمو کراسۍ تر شعار لاندې د سکوت ټاپې ور وهلې وي ، دوی ته د بشریت ضد ټولې سر غړونې په کې روا بلل شوې وي ، کورنۍ خپلواکي یې په کې ور سلب کړې وي ، قانون او خاورې ته یې د نړیوال منشور په پلمه په کې د درناوي پرځای د یرغل اجازه ورکړې وي ، هدفي وژنو  او په نامریْي لاسونواو پټو جګړو سره یې د هېوادونو ـ سیمې او ټولې نړۍ ثبات او آرامي اخیستې وي ، له خپل قانون څخه یې د غڼې ( عنکبوت یا جولا) جال جوړکړی وي چې ضعیفې اوکاواکه حشرې په کې را نغاړي ـ وینه یې ترې وځبېښي او جسد یې چېرې لیرې وغورځوي ـ خو زوروې ( سیالې ) حشرې یې جال ور دانګ دانګ کړي او خپله غڼې له خپل جال سره په کوم تار پورې چېرې ځوړنده زانګي .
هو ! نن سبا د افغانستان ، سیمې او ټولې نړۍ له پاره نړیوال حکومت او سیاست همداسې دئ چې په یو قطبي ډول خپلسري حکمونه په کې چلېږي او د آسیا د نیمې وچې هېوادونه یې پر له پسې په کورنۍ او سیمه ییزه تبه نیولي او مرګ ته یې رضأ کړي دي .
تاسې وګورۍ ! څوکاله وړاندې په سویْلي آسیا کې د وېتنام ، بنګال او کشمیر پر سر لانجې روانې وې ، ور پسې د کوریا مسْله را پورته شوه ، بیا په افغانستان کې پرد ۍ پروژه له څلورو لسیزو را په ایسته تر نن پورې همداسې بې برخلیکه روانه ده ، چې  په مېلیونونو مالي او ځاني قربانۍ هم افغانانو په کې ورکړې .
 په منځني ختیځ کې بیا د فلسطین او اسرااْیلو تر مینځ کشاله چې په یوازې یوه تعلیمي مرکز ( بېروت ) را مینخته کولو سره یې هغه خاوره پر فلسطین ، لېبنان او اردون باندې سره ووېشله او هم یې د اسراايْلو د حکومت مرکزیت او موجودیت په کې تثبیت کړ . ور پسې یې په ايران کې له فرانسې څخه داسې حکومت مینځته را وړ چې په هغې کې لا اوس هم د اسراایْلو پټ اقتصادي او سیاسي تارونه د مکې او مدینې د له مینځه وړو په خاطر سره غړل کېږي ، په عراق کې سني مذهبه حکومت د همدې له پاره له مینځه ولاړ ، چې خپله ايران ـ د لېبنان حزب الله یانواو د سوریې حزب بعث ته پرې په یمن کې د شیعه اقلیت حکومت جوړولو له پاره لاره هواره کړي . لېبیا ، سوډان او د مصر سني مذهبه حکومتونه د همدې ( بهار عربي ) پروژې یوه پراخه برخه جوړوله ، چې څوک په کې تجزیه ـ او په ځينو کې اقلیتونه حاکمان جوړ شول .خو په دې پسې د افغانستان نوبت دئ ، ځکه چې د یوه منظم سیمه ییز او نړیوال پلان او سترا تتیژۍ له مخې هرکال په زرګونو  ځینې خاص فغانان په لوی لاس په تعلیمي لحاظ په خپله په داخل او د نورو هېوادوپه پوهنتونونوکې روزل کېږي ، د فراغت سندونه تر لاسه کوي ، چې د اصلي تخم ګذاري ځایونه یې هم معلوم دي . کېدای شي چې دا ځل په افغانستان کې د یمن په څېر دغه ډول استخباراتي نظامي ډرامه تکرار شي . خو معلومه نه ده چې هغه به څه وخت وي ؟  ولې دا کار حتماً د نړیوا لو په پټ او مستقیم ملاتړکېدونکی دئ . ځکه چې دېخوا د افغانستان تر ټولو ستر قام له کلونو را هیسې د استکبار او د سیمې د استخباراتو له خوا وهل کېږي ، ځپل کېږي ، بې وسلې کېږي او له واک او تعلیم څخه څنډې ته کېږي .
په ختیځه اروپاکې یې د بوسینا مسلمانان له مینځه یووړل . په چین کې یې د ایغور اقلیتي مسلمانانو ته دامونه اېښي . د منځنۍ آسیا هېوادونو پر اقتصادي شارګونو او زېرمو باندې یې خپله تکنالوجیکي نېشونه لګولي ، او همدا اوس د غرب ( اووه ) سترې کمپنۍ په کې پرتې دي ، عربې نړۍ یې په فرقه یي او مذهبي جګړو کې سره ښکېل کړه ، او خپلې طبیعي زېرمې یې پردیو ترې یووړې ، چې نن سبا خپله اعراب هم له هغو څخه پرخلاصېدو دي . په اوکراین کې دواړه زبر ځواکونه یود بل د مخنیوي په خاطر سره ښکر په ښکر دي . خو د فتنو زيږولو او روزلو اصلي اکواریم او مرکز یې پاکستان دئ . ځکه پاکستان د همدغه طالب ډوله ، القاعدې او داعش ډوله پروژو جوړولو له پاره مینځته راغلی . چې داسې پروژې په سیمه ییزو استخباراتي سمندرونوکې د کب نیولو د توت په څېر استعمالېږي .
کله چې په نړۍ کې دغه ډول حُکام ـ دا ډول حکومتونه او د بشر ضد غلط سیاستونه موجود وي نو څنګه به هېوادونه ، سیمه او نړۍ ور سره آرامه شي ؟ ځکه دوی خپله هر ډول پوځي ، تولیدي ، اقتصادي ، ټرانسپورټي او معلوماتي ( استخباراتي ) تکنالوجي ټوله د بشر د تسخیرولواو وژلو له پاره مینځته راوړې ، نه د بشر د خدمت او مرستې له پاره . نو چاچې د ټول بشریت په وړاندې داسې سترو جنایاتو تر سره کولو ته اوږه ورکړې وي چې خپل اتومي او ذروي آزمېښتونه د بېوزلو هېوادونو په خاوره کې ور باندې ترسره کوي ، د بې دفاع ؤلسونو پرځمکني او فضأیي حریمونو باندې تېری اوتجاوز پرې کوي . د خپلو نیابتي جګړو له پاره اوږد مهاله جګړه ییز ډګرونه په کې جوړکړي . په خپله خوښه رژیمونه په کې سره اړوي ـ را اړوي . او بالآخره د خپلې وروستۍ اتومې جګړې لومړنۍ کرښې هم په اسلامي هېوادونوکې جوړوي اوخپلې لانچرې په کې ځای پرځای کوي ، نو داسې حکام ، د هغوی حکمونه ، حکومتونه او سیاستونه خو بیا ټول د انسانیت د قانون پر بنأ مردود او عاملین یې د بشري تاریخ په دادګاه کې د ابد له پاره محکوم دي . پای