د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوچنیانو لپاره سالم روزنیز او ښونیز محیطونه ٧

افغان تحرک 31.03.2015 09:58

د کوچنیانو روزنیز او ښونیز ارتقا زمونږ بقا او زمونږ د بقا کیفیت جوړوی!

په تیری برخی کی د "ماشوم ژبنیز توان پراختیا" ، د کورنی او دولتی مسولیتونه او مکلفیتونه پر موضوعاتو باندی یو لږ وړاندی شول. یعنی: د ژبنیز وس لرونکی کوچنیان او دزمونږ دتولنیز د بقا کیفیت په باره یو لږ وړاندی شول. دلته بی مورده نه ښکاری ، که چیرته د "ژبه په اهمیت باندی" زمونږ د څو محترمو لیکوالانو نقل او قولونه ، وړاندی شی.

ښاغلی محترم ډاکټر لمر تقریبا نه کاله قبل د "ژبنیز توان" ، "ژبنیز قدرت" ، "ژبنیز وس" ، او یا هم د ژبنیز استعداد صیقل په باره کی داسی ښکلی لیکی:

" افغانان د جوتې ښوونې او روزنې د شونتیا حق لري او د انسان د ښې ودې لپاره د هغه په مورنۍ ژبې لیک-لوست یوه انساني او ټولنیزه اړتیا ده٠ ژبه د دیني، ساینسي او ټولنیزې پوهو سمندر دی چې بېلابېلې څانګې ترې چينه اخلي او وده کوي چې د انسان د سالمې روزنې بنسټ ګرځي او انسان ته د دې امکانات جوړوي چې د بنسټپالي او ټولنیز ترهګري توپیر وکړي او بشري ټولنې ته انساني بڼه ورکړي٠"


ښاغلی محترم پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزی هم تقریبا نه کاله قبل د "ژبنیز توان" په باره کی داسی ښکلی لیکی: " ژبه ديوه ولس روح ده او دغه روح بايد دمحکوميت او محروميت په زندان کې ونه ساتل شي. له دې زندان نه ددغه زنداني دخلاصون لاره ، په سياسي او ټولنيز ډګرکې ددې ژبې د ويونکو کلکه مبارزه او په علمي اوټولنيز ډګرکې دپوهانو زيات کار او زيار دئ."

او یا دا چه محترم پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزی لیکی:" دايو څرګند حقيقت دې چې ژبه يوازې دپوهيدلووسيله نه ده بلکه ديوقوم او ولس دژوند بقايا جوړوي، هويت يې ټاکي دملي خپلواک شعورلرل اوپالل، سياسي علمي، فرهنګي حاکميت، صنعتي او تخنيکي پرمختګ دمربوط قوم اوولس دژبې اوولس دژبې دپرمختګ سره په مستقيم ډول تړلي دي ."

اوس چه مونږ پر ژبه اهمیت باندی پوه شوی یو، پوښتنه دا دی چه "څنګه" دا ژبه خپل ماشومان او خپلو کوچنیانو لپاره تقدیم کړو یا وړاندی کړو؟

پۀ يوه ژبه هغه وخت د علمي اوټولنيز، د دولتي موسساتو او غیردولتي موسساتو ، دکورنیو، وړکتونونو، ښونځیو او پوهنتونونو چارو په "شه" او "اسانتره توګه" پرمخ وړل کېږي او په "شه" او "اسانتره توګه" ليک لوست صورت اخلی چه هغه ژبه یو " ليکدود " ولری.

بله مهم موضوع د ماشومانو او د کوچنیانو چاپیریال د شه والی سره مرتبط موضوع په برخه کی ، دزمونږ محترمو او معظمو ګرانو ليکوالانو پۀ لاس د سيميزو لهجو کارول دي.

دلته زما اشاره زمونږ ښکلی او مقبول " سيميزو لهجو" دی ، چه له یو خوا هر یو یی لکه د باغ ګلان خپلی ښکلا ، خپلی مقبول رنګ او خپلی ښایسته بو لری ، مګر له بل خوا مونږ "یوه قوی ګلدسته" ته هم ضرورت او اړتیا لرو ، ځکه چه زمونږ ليک لوست ، زمونږ "ماشوم محور ادبیات او زمونږ نورو ماشوم محوره میدیا"، زمونږ "روزنیز او ښوهنیز چاپیریال" او بلاخره زمونږ دولتي او غیردولتي کار وبار پر یو "وحدت الکلام ژبنیز وضعیت" او یا پر یوه "وحدت الکلامه ژبنیز وسیله" په موجودیت، په "شه توګه" او په "اسانتره توګه" پرمخ وړل کېږي.

دلته باید چه مونږ د "خپل سيميز پاک احساسات" او یو "سم صفا وحدت الکلامتوبه تعقل" تعادل را ایجاد کړو، ترڅو د زمونږ "روزنیز او ښوهنیز چاپیریال شه والی" په "اسانتره توګه" پرمخ وړل شی!

زما په اند زمونږ د سيميزو لهجو کارول، له یو خوا هر یو خپل ښکلا لری، مګر له بلخوا د یو "وحدت الکلام ماښوم محوره نظم" سره لږ "ستونزی" را ایجادوی.

په دی ځای له تولو محترمو پوهانو څخه دیر معذرت غواړم چه زه د یو "نیمه ګنګه افغان" په حیث یو داسی مهم او اساسی موضوع ته اشاره کوم چه اصلا صلاحیت پکښی نلرم ، هیله دی چه زمونږ پوهان زما دا "ګستاخی" وبښی، ځکه چه زما دا "ګستاخی" زما د پاک احساس څخه سر چینه اخلی.

پیشنهاد می دا دی: بهتره دا دی چه دزمونږ محترمو او معظمو ګرانو ليکوالانو ليکنې ، زمونږ ماشوم محوره ادبیات او زمونږ ټول"ماشوم محوره میدیا" د ټولو افغانانو لپاره د پوهېدو وړ وي او ټولو افغانانو لپاره وي، که چیرته ليکنې یوازی د سيمې د اوسېدونکو لپاره دپوهېدو وړ وی ، کیدای شی چه په "ملی سطح" کی لږ "ګړدودی" مینځ ته راشی.

یعنی مونږ یو "ليکدود" ته اړتیا لرو او او خورا زيات مهم دی چه زمونږ ليکنې ، زمونږ ماشوم محوره ادبیات او زمونږ ټول"ماشوم محوره میدیا" تول افغان ماشومان او کوچنیانو لپاره وی نۀ د ځانګړې سيمې لپاره ، تر څو مو په تولنه کی د "افقی" او هم د "عمودی" "افهام او تفهیم" لپاره ژبنیز "اسانتیا" را ایجاد کړو. یعنی د دولتی
، او غیردولتي موسساتو ، دکورنیو، وړکتونونو، ښونځیو او پوهنتونونو د "افهام او تفهیم" په پروسه کی ژبنیز "اسانتیا" را ایجاد کړو.

دا خبره خبره معقول او درسته ده چه په هره سیمه کی ولس او یا اوسېدونکو یی په همهغه سیمی پر "لهجه" غږېږي ، مګر سره له دی نه ، مونږ د ولس او د دولت د نژدیوالی په خاطر، د يووالي د ساتلو او د ولس د اړيکو د "استحکام" او یا د ولس د اړيکو د ټينګښت لپاره "وحدت کلام" ته هم اړتیا لرو.

یعنی مونږ یو داسی جالب او پزړه پوری " ليکدود" ته اړتیا لرو چه تول افغان ماشومان او کوچنیانو لپاره وی!


ادامه لری.


د افغان مظلوم ولس د سولی، ترقی او رفاه په هیله