د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږ ولې ګډ دریځ نه شو خپلولی ؟

عبدالغني (هاشمي) 30.03.2015 22:35

زموږ د هېواد یوه بدمرغي دا هم ده، چې ډېری وخت د بېلابېلو لاملونو له کبله د یوې پېښې په تړاو یو ځانګړی او ملي دریځ نه شو خپلولی، بلکې هرې پېښې ته له بېلابېلو سیاسي، قومي، ژبنیو او مذهبي دریځونو ګورو او ورته بېلابېل رنګونه ورکوو، چې دا پخپله په ډېرو حساسو شرایطو کې زموږ د هېواد دښمنانو ته د لاسوهنې زمینه برابروي او زموږ د هېوادوالو ترمنځ د نوو اختلافاتو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
په همدې لړ کې یوه هم د فرخندې ظالمانه او وحشیانه وژنې وروستۍ پېښه وه، چې زموږ د هېواد بېلابېلو قشرونو ترمنځ یې بېلابېل غبرګونونه، سم او ناسم پوهاوي رامنځته کړ او په دې توګه پر نورو ډلو، بنسټونو، اشخاصو او سازمانونو سربېره یې په ټولیز ډول ددې پېښې پروړاندې د نظر یوالي سره سره هم د ټولنې د دوو عمده، پیاوړو او د هېواد په سیاسي او مذهبي برخو کې د پیاوړي اغېز خاوندو قشرونو (مدني ټولنه او دیني علما) ترمنځ د اختلاف یو درز پرانست، چې که دغه دواړه روڼ اند او د هېواد پر حالاتو اغېزمن قشرونه دا مسئله په منطقي او عالمانه توګه ونه څېړي او په اړه یې ګډ دریځ خپل نه کړي، کېدای شي سربېره پردې چې د فرخندې د وژنې د قضیې څېړنه او تعقیب تر خبل سیوري لاندې راولي، ناپوهو اشخاصو، مخربو او خودغرضو عناصرو او د هېواد کورنیو او بهرنیو دښمنانو ته به هم د لاسوهنې ډېره ښه زمینه برابره کړي او په دې توګه به په هېواد کې د نورو ستونزو د رابرسېره کېدو لامل وګرخي.
د فرخندې تر شهادت وروسته د مدني ټولنې بېلابېلو بنسټونو د ځينو سیاسي ګوندونو او عامو وګړو په ګډون د یوې غونډې او لاریون په ترڅ کې د فرخندې وژنه غیرانساني، غیراسلامي او ظالمانه وبلله او د عاملینو د محاکمې غوښتنه یې وکړه.
دوی د فرخندې د وژنې اصلي لامل د خرافاتو پروړاندې د هغې ودرېدنه او مبارزه او د دینې علماوو په جامه کې خرافات کوونکو ظالمانه حرکت وباله، خو تردې یوه ورځ وروسته د افغانستان علماوو شورا په نوښت د هېواد دیني علماوو هم د یوه لاریون او غونډې په ترڅ کې د مدني بنسټونو له فعالینو سره د ورته او مشابه دریځ په درلودلو د فرخندې وحشیانه وژنه په څرګندو ټکو کې د اسلامي مقدساتو او سپېڅلواحکامو او شعایرو خلاف عمل وباله، خرافات یې وغنده، هغه یي د اسلام سپېڅلي دین خلاف عمل معرفي کړ او خرافات کوونکي یې د اسلام ضد کسان وګڼل، خو په ضمن کې یې پر مدني فعالینو ادعا وکړه، چې هغوی په مجازي نړۍ، په ځانګړي ډول فېسبوک او ځينو رسینو کې دیني علماوو ته سپکاوی کړی دی.
پوښتنه داده، چې آیا رښتیا مدني فعالینو دیني علماوو ته سپکاوی کړی؟
په دې اړه د مدني فعالینو دریځ او هدف د هغوي په اعلامیه کې په روښانه توګه څرګندېږي، چې د دینې علماوو له دریځ سره هیڅ توپیر نه لري او پکې دیني علماوو ته هیڅ ډول سپکاوی او توهین نه دی شوی، خو دلته زما په اند هغه څه چې زموږ دیني علماوو ته دا نظر رامنځته کړی څو لاملونه لري.
لومړی: دیني علما ادعا کوي، چې په ځينو رسنیو کې د فرخندې د وژنې په تړاو په مرکو، ګردیو مېزونو او نورو خپرونو کې د مدني بنسټونو پورې تړلي ځينو اشخاصو په خپلو خبرو او څرګندونو کې دینې علماوو ته سپکاوی کړی، چې باید حساب ورسره وشي.
زما په اند لومړی باید دا مسئله تثبیت شي چې چا، کله، په کومه رسنۍ کې او څه ډول زموږ دیني علماوو ته سپکاوی کړی، دا افراد باید تشخیص او تثبیت شي، چې په مدني ټولنې پورې تړاو لري که نه، بیا که یې تړاو درلود که نه، نو دا زموږ د دیني علماوو مسلم حق دی، چې قانوني دعوه وسره وکړي، ځکه زموږ مدني بنسټونه باید دا مسئله درک کړي، چې هر خرافاتي او کوډګر ديني عالم نه دی او نه باید دیني علماوو ته منسوب شي او د هغوی په نامه دیني علماوو ته سپکاوی او توهین وشي.
دویم: مجازي نړۍ: مجازي نړۍ په ځانګړي ډول فېسبوک یوه ازاده دنیا ده، چې هر څوک کولای شي، هر څه یې چې زړه غواړي په خپل نامه یا په مستعارو نومونو او ادرسونو له تصویرونو سره او یا هر ډول یې چې خوښه وي پکې نشر کړي، چې کېدای شي په دې نړۍ کې هم د قدرمنو دیني علماوو په اړه ناسم او غیر اخلاقي مطالب لیکل شوي وي، خو دا به په دې معنا نه وي، چې دا ټول په مدني بنسټونو پورې تړلي او اړوند خلک دي، دلته بیا هم د یادونې وړ بولو که زموږ دیني علما دا کسان تثبیتولی شي، بیا هم حق دی قانوني چلند ورسره وکړي. په دې برخه کې دولت هم بشپړ مسوولیت لري، قانون ته دداسې متخلفو او سرغړوونکو په راکشولو کې زموږ له دیني علماوو سره مرسته او همکاري وکړي. ځکه کله چې دولت په داسې جدي او مهمو مواردو کې، چې بشپړ مسوولیت یې دی، پاتې راځي، پخپله د هېواد د وګړو ترمنځ اختلافاتو او لاس او ګرېوان کېدلو ته زمینه برابرېږي. زموږ د هېواد کورني او بهرني دښمنان اوس هم هڅه کوي له بېلابېلو لارو او امکاناتو دغه اختلافات تُند او پراخ کړي، چې دولت او ملت دواړه باید ورته ډېر ځیر وي.
زما په اند پر دولت سربېره د فرخندې د ظالمانه وژنې پر وړاندې د غبرګون ښودنې په مسئله کې نور اړخونه، په ځانګړي ډول مدني فعالین او دیني علما هم یو څه ګرم دي، ځکه په لومړي ګام کې مدني فعالین باید لومړی په رسنیو کې په دې اړه په خبرو کې خپل احساسات کابو کړي وای او که چا د دوی په نامه منفي څرګندونې کړې وای، پر وړاندې یې باید د اعتراض غږ پورته کړی وای او یا لږ ترلږه یې په رسمي ډول د هغوی پر وړاندې غبرګون ښودلی وای، چې ولې او په کوم هدف د دوی له نامه څخه د دوی د دریځ او اهدافو پرخلاف څرګندونې کوي .
بله خبره د مدني فعالینو پروړاندې زموږ د ښاغلو علمای کرامو تُند او ګواښنده غبرګون وو، چې زما په اند داسې ځانګړي اسناد او شواهد نشته، چې ګوندې دا سرغړونه، سپکاوی او ناقانونه حرکت په ځانګړي ډول د مدني ټولنې د غړو او مسوولینو له لوري شوی دی، ځکه همداسې چې خرافاتي او کوډ ګر دیني عالم نه دی، همداسې هر کس چې هر څه د مدني فعال په نامه وايي، هغه مدني فعال نه دی، خو بیا هم که دوی په دې اړه ځانګړي اسناد او شواهد درلودل، ښه به وو، ددې پرځای چې د یو ټولیز حرکت او خوځښت له لارې یې ټول مدني بنسټونه او فعالین تورن کړي وای، ځانګړي سرغړوونکي یې تشخیص کړي وای او قانوني دعوه یې ورسره کړې وای، چې په بشپړ باور سره به په دې اړه مدني فعالین هم ورسره لاس یو کړی وای، چې دا کار به له یوې خوا زموږ د دیني علماوو، اسلامي او منطقي حرکت ښوده، له بل لوري به متخلفین او ديني عالمانو ته سپکاوي کوونکي د قانون منګلولو ته سپارل کېدل او تر ټولو مهمه مسئله دا چې د مدني بنسټونو او دیني علماوو ترمنځ د اختلاف، درز او سؤ تفاهم پرځای به د باور، ګډې همکارۍ او ګډو هڅو زمینه برابرېدله، چې دا به په دهېواد کې د پرمختګ، اصلاح او سمون لپاره ډېر ګټور او پیاوړی ګام و.
دغو ټولو جریانونو، جزئیاتو او خوځښتونو ما ته هماغه د (عنب او انګور) کیسه رایاده کړه، چې د دواړو هدف یو شی وو، خو د یوه او بل په ژبې د نه پوهېدلو له امله سره لاس او ګرېوان شوي وو، ترڅو درېیمګړي چې په دواړو ژبو پوهېده، دواړه پوه کړل، چې هدف یې یو دی او په دې توګه یې یو جدي اختلاف له منځه یوړ. زما په اند په ټوله کې د فرخندې د غمجنې پېښې په تړاو د مدني فعالینو او دیني علماوو دریځ هم یوډول وو او دی، یوازې ځينې سؤتفاهمات دي، چې ددغو روڼ اندو قشرونو ترمنځ د اختلافاتو لامل شوی، چې له دواړو لوریو څخه زموږ تمه او توقع داده، چې په دې اړه دې سره تفاهم ته ورسېږي او د یوه دریځ پر خپلولو په یو پیاوړي ځواک سره له یوه لوري ددې ناانساني او غیر اسلامي جنایت د عاملینو محاکمه کېدلو ته لاره هواره کړي او له بل لوري د خرافاتو پروړاندې د ګډې مبارزې لپاره ملا وتړي او په دې توګه د رامنځته شوي اختلاف درز داسې کوشېر کړي، چې بیا هیڅکله رامنځته نشي او د اختلاف پرځای دې ګډې مبارزې ته هوډ وکړي، چې دا به نه یوازې په یادو شوو برخو کې، بلکې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ډېرو مهمو بدلونونو، اصلاحاتو او پرمختګونو لامل شي.