د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوچنیانو لپاره سالم روزنیز او ښونیز محیطونه ٦

افغان تحرک 30.03.2015 08:56

د کوچنیانو روزنیز او ښونیز ارتقا زمونږ بقا او زمونږ د بقا کیفیت جوړوی!

زمونږ اصلی پوښتنه په دی برخه کی دا دی، چه نن صبا زمونږ ابتدایه ښونځیو په "کوم ځای کی موقعیت لری" ؟

البته هدف مو دلته "د ځای او موقعیت" کوم جغرافیایی موقعیت او ځای نه دی بلکه هدف مو دلته "د ځای او موقعیت" همهغه "ښوهنیز موقعیت" او یا "تعلیمی-تحصیلی موقعیت" دی. یعنی نن صبا زمونږ ښونکی او هم زمونږ زده کوونکی پر یوه "ابتدادیه ښونیز چاپیریال" کی څه حالت لری، او یا هم زمونږ "ابتدادیه ښونیز چاپیریال" کوم خصوصیات او کوم مشخصات لری.

له دی کبله چه دښونځیو ابتدایه دوره د ماشومانو لپاره یو نوی محیط دی، له دی کبله چه زمونږ ماشومان په دی دوره په پیل کی خپل ماشومتوب سره ورو ورو خدای په امانی کوی او په تولنه کی د "ښوهنیز کوچنیان" حیثیت او "وقار" لاسته راوړی، له دی کبله چه "ابتدادیه ښونیز چاپیریال" د "استعدادونو د تربیت او رشد مکان " محسوبیږی او بلاخره له دی کبله چه زمونږ ننی "ښوهنیز کوچنیان" په راتلونکی کی د افغانی تولنه د رفاه سطح د ارتقا په ساحه کی "اصلی لوبغاړی" دی، باید چه مونږ اوس ، بلی هو اوس ، پکښی دقیق غور وکړو!

لمړی تولګی او یا لمړی صنف هغه فکری کوته، هغه فکری حجره، هغه فکری اطاق او یا هم هغه فکری منزل دی، چه له یو خوا ماشوم پکښی د یو فرد په توګه د یو "شخصیت په توګه" هره ورځ یا "وځنیز" خپل څلور ساعت وخت او یا هم پنځه ساعت وخت تیروی او له بلی خوا ماشوم "یو ښونکی" ، "نورو کوچنیان" او "ښوهنیز قوانین او مقررات" سره، یعنی یو نوی "محیط" سره مخامخ دی.

اوس که مونږ ووایو چه ښونکی لرو، اوه میلیون زده کوونکی ښونځی ته ځی او ځان په موجوده "ښوهنیز وضعیت" او موجوده "کمیتونو" قانع وښایو، نو بیا کوم بحث ته هم ضرورت نشته، او بلخصوص ما لپاره هم د "یو نیمه ګنګه افغان په حیث" ضرورت نشته چه په خپل "نیمه ګنګه ګی حالت کی" د "روزنیز او ښوهنیز کیفیت د ارتقا چیغی" اوچت کړم. مګر که چیرته زمونږ پوهان په اوسنی "ښوهنیز وضعیت" قانع نه ښکاری، او "ښوهنیز شه والی" غواړی، خو باید چه خپل معلومات، نظریات، پیشنهادات او بداشتونه ولس سره شریک کړی، تر څو افغان ماشوم لپاره یو شایسته او مناسب "ملی او علمی روزنیز او ښوهنیز طرح" مینځ ته راشی!

زما په اند مونږ د موجوده "ښوهنیز وضعیت" تر عنوان لاندی په خپل افغانی تولنه کی یو دقیق ملی-علمی بحث
ته اړتیا لرو!

یعنی زمونږ محترم پوهان کولای شی خپل مثمر نظریات د موجوده "ښوهنیز وضعیت" په باره کی وړاندی کړی، مثلا:
- د موجوده "ښوهنیز وضعیت شه والی تر څه اندازه پوری "قناعت بخش" ګنل کیږی، زمونږ موجوده ستونزی او مشکلات لپاره "دحل لاری" په څه دی .

- زمونږ د موجوده محترمو او ګران ښوونکی، معلمان او استادان "ښوهنیز او پوهنیز وضعیت" په کوم حالت او یا په کوم ذهنی حالتونه قرار لری؟

- د موجوده محترمو او ګران ښوونکی، معلمان او استادان مسلکی او تولنیز "توانایی ګانو" په کوم حالتونه قرار لری؟

- بلخصوص په لمړی تولګی کی د "ماشوم کورنی" او د ښوونکی تر مینځ متواتر "همکاری ګانی" او د "ماښوم محوره معلوماتو تبادله" په څه دول تقویه وشی؟
له دی کبله چه دتولنیز او ګتور فردی عادتونه ، او " د ماشوم رویه، رفتار او برخوردونو منظمیدل" په لمړنی محیط یعنی په ماشوم کورنی کی شکل او فورم اخلی" او دا پروسه په "ښوهنیز محیط" کی ادامه پیدا کوی، پس په لمړی تولګی کی او حتی پر تول "ابتدایه ښوهنیز محیط" کی چه له لمړی تولګی تر شپږم تولګی پوری دوام کوی، د ماشوم کورنی او د کوچنیانو شونکی او یا هم د کوچنیانو شونکیو تر مینځ متواتر "همکاری ګانی" او د "ماښوم محوره معلوماتو تبادله" ته اړتیا ګنل کیږی، تر څو د کوچنیانو "روزنه او شوهنه" پر پروسه کی د ضعف نقاط په قوت تبدیل شی.

- په ایدیال حالت کی، که چیرته مونږ یو داسی اقتصادی ضعف سره مخامخ نه و، یعنی که چیرته افغان کورنیو اقتصادی فقر سره "لاس او ګریوان" نه و، نو بیا یو "فقیر افغان کورنی هم" موجود نه و، نو بیا هر څوک پخپله پوهیدل چه چه خپل ماشوم څنګه روزنه او ښوهنه برابر یی کړی، نو بیا مونږ لپاره هم کوم ضرورت نه و چه ووایو، زما په اند داسی شه دی او یا هم داسی بهتره ښایی. مګر اوس چه زمونږ مظلوم تولنه له مادی او معنوی فقر څخه چیغی وهی ، اوس چه له ریس جمهور نه تر څوکی دار په "جهانی سطح" یو دول "ګدایی" او یا یو دول "د جنګی خساراتو لاس ته راوړنه پروسه کی" دخیل یو،

اوس کوم کمال ته او یا کوم کمالونو ته اړتیا لرو، تر څو چه افغان والدین لپاره دا ضمینه مساعدیږی او یا لا اقل دا معلومات رسیږی، چه ماشومان تر شپږ کلنی پوری، یعنی له ښونځی شمولیت مخکی په خپل کورنی محیط کی ،

- مورنی ژبه سره،
- صداقت سره،
- طبیعت سره ، و یا لا اقل د کورنی محیط طبیعت سره،
- د مورنی ژبه شه ماشوم محوره سندریزه تولیداتو سره،
- دمورنی ژبه شه ماشوم محوره شعری تولیداتو سره ،
- افغانی ماشوم محوره ادبیات او افغانی ماشوم محوره کیسی سره،
- دینی او اخلاقی حکایتونه سره،
- لوبی او ماشوم محوره ساعتتیری سره،
- موسیقی سره،
- ماشوم محوره نقاشی سره، او یا ماشوم محوره رسامی سره،
- ماشوم محوره لاسی کارونه او یا "کاردستی سازی" سره،

اشنایی په کار دی، تر څو چه بیا په ښونځی کی هم بیا "کامیابی ګانی" او "موفقیتونه" لاسته راوړی؟

- اوس اوس کوم کمال ته او یا کوم کمالونو ته اړتیا لرو، چه خپل "معارف نظام" څخه په دیر محترمانه توګه پوښتنی کړو، چه د "ابتدایه ښونځیو ښونکی" لپاره تدابیر او امکانات یی څه "کیفیت" لری؟

ایا مثلا همدومره کافی دی چه په یو "کمیتی برداشت" ته قناعت وکړو، چه پرون مو تقریبا هیڅ ښوونکی او زده کوونکی نه درلود او اوس خو ، کله چه مونږ اوه میلونه زده کوونکی لرو، بیا نور څه غواړو؟

- ایا همدومره کافی دی، چه کله چه کوم محترم او معظم شخص ، مثلا د خپل د "تره زامن" یو څو مقبول شعرونه په حفظ ولری، او یا د خپل د "تره زامن" یو څو مقبول او معقول "کیسی" ولیکی، نو بیا زمونږ مظلوم ولس مجبور دی چه دی د ښوونکی، معلم او یا استاد په حیث قبول کړی؟

بی له شکه " چه ضرورت به وی روا هم دی" ، او بی له شکه چه شعر او ادبی کیسی یو دیر ستر کلتوری تولید دی چه هیڅ څوک د دی مهم او اساسی کلتوری تولید نه باید چه په کوم "شک او تردید نظر" وګوری، مګر ښوونکی، معلم او یا هم د پوهنتون استاد باید چه دقیق او منظم "مسلکی پوهنی" او هم "د تدریس مسلکی پوهنی" ولری! همداسی د لمړی تولګی ښونکی باید "مخصوص ماشوم محوره میتودونه" له خپل " ژبنیز مسلکی پوه" سره راتول کړی، تر څو ماشوم له ښونځی څخه "دلګیر" ، "دلسرد" او "ښونځی ګریز" نه شی. دلته د مکافات او مجازات په برخو کی باید دقیق پاملرنه او غور صورت اخلی، ځکه چه مکافات او تقدیر کول اکثرا مثبت تره نتیجی ورکوی، یو د لمړی تولګی معلم باید چه له "ممکنه مکافات او تقدیر کول" څخه زیادتره استفاده وکړی.

امکان لری چه کوم څوک وایی چه دا خو تول د معارف وزارت کار او بار دی په مونږ څه ارتباط لری؟ مګر زه دلته بل نظر لرم:

بی له شکه چه پس له "کورنیز مکلفیتونه" او پس له کورنیز محیط څخه همدا زمونږ د "معارف وزارت" دی، چه د افغان ماشوم لپاره یو داسی ښوهنیز محیط را ایجاد وکړی چه په لمړی ګام کی

له یو خوا د کوچنیانو معنوی رشد، او د "بیان قدرت" ارتقا پیدا کړی،

او له بلی خوا هم کوچنیان اساسی مفاهیم او "ښوهنیز محتویات" په شه قوی او با کیفیته ژبنیزه بنست ولاړ ، او د تقریری او تحریری په توګه ، بیان کړی. یو داسی عمل ته، چه په اصل کی یو دوامداره پروسه دی، "ماشوم لپاره ژبنیز پراختیا پروسه" وایو چه هدف یی د "ماشوم ژبنیز توانمندی" ورته وایو. له دی کبله چه د ماشوم پراختیا پروسه په کورنی محیط کی پیل کیږی او په ښونځی محیط کی ادامه پیدا کوی، دلته هم د کورنی مسولیت او مکلفیت او هم د "ښوهنی او روزنی وزارت" مسولیتونه او مکلفیتونه باید چه تر "څیرنی لاندی" ونیول شی!

زما په نظر د "ښوهنی او روزنی وزارت" او هم د اطلاعاتو کلتور وزارت له هغه پراخه امکانات چه موجود و او نن صبا هم موجود دی، "شه استفاده" یا "عظمی استفاده" څه ، چه دیر لږ استفاده کړی دی. زه نه پوهیږم چه ولی؟
دلته دقیق امار او ارقام ته او هم دقیق تشریحات او توضعیاتو ته ضرورت شته تر څو چه مثلا ووایو چه هغهلته تر اوسه پوری څه تیر شوی دی!!!

تل دا متل مظلوم ولس ته ویل کیږی چه: "سیل بین عقل چهل وزیر را دارد." مګر زمونږ مظلوم افغان ولس په دی هیله کی نن او صبا کوی چه چه کوم ورځ په نږدی راتلونکی کی خدای به وکړی : "چهل وزیر ما اقلا عقل یک سیل بین را خو پیدا کنند." تر څو د مظلوم ولس مشکلات به لږ شی.


ادامه لری.


د افغان مظلوم ولس د سولی، ترقی او رفاه په هیله