د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خرافات او خرابات

محمد انور ولید 29.03.2015 14:16

وایي چې فلانی خراف سړی دئ . دا هسې خرافات دي . فلانی خراباتي دئ . فلاني خرابات کړی . دخرابات کوڅه او داسې نور .
که څه هم په نړۍ کې د خرافاتو ـ او په افغانستان کې د خرابات په اړه هر څوک د فکري ، عقیده وي اوعنعنوي زاویو له کنجه بېلابېل مفاهیم او اړخونه له ځانه سره لري ، خو موږ به اوس راشو د ېته چې د اسلامي مکتب او انسانیت د زاویې له کنجه خرافات او خرابات څه ته وایي ؟
لومړی : خرافات : هرهغه قبیحه کرداراو ګفتارچې د کتاب الله او سنّت روسول الله (ص) یعنې قرآن ، حدیثو ، د مُسلمه امت شرعي اجماع ، قیاس او معروف عُرف سره سر نه خوري او د انسانانو اوانساني ټولنوپرضد او زیان وي ( که هغه د حال په ژبه وي ـ یا د قال ، په لاس سره وي ـ یا په ژبه ، کتبي وي یا شفاهي ) هغې ټولو عملونو او خبرو ته خرافات ویل کېږي . ځکه چې سلیم عقل ، علم ، انسانیت او شریعت یې نه شي منلی .
دوهم : خرابات : لکه څنګه چې په انساني اسلامي ټولنو کې غوره چارې د افراط او تفریط ترمینځ منځنۍ بلل شوې ، ځکه (خیر امور اوسطها ) ورته ویل شوي ، او د اسلام د ین په هرڅه کې نه افراط خوښوي او نه هم تفریط . پس هرهغه عمل چې په هغه کې د انساني فطري سلوک پرخلاف په کوم کرداریا ګفتارکې داسې زیاتوالی راشي چې له مخې یې په بېباکانه ډول انسانیت ، علمیت اوعقلانیت ته د عُرف له مخې صدمه پرې ورسېږي هغې ته خرابات ویل کېږي .
د اسلام مبارک دین هم افراط ( له حده زیات تېری ) که هغه په مالي برخه کې وي ، یا بد ني او تعبُدي برخه کې نه خوښوي . ځکه د مالي برخې په انفاق کې زیاتو بېځایه لګښت کوونو ته یې د ( انّ المبذرین اخوان الشیاطین ) خطاب په کې کړی . او په تعبُدي برخه کې خو د داسې عملونو تر سره کوونکو ته ځینو دین پوهانو او مفسرینو با ادبه مشرکین هم ویلي ، ځکه چې هغوی د الله پاک بندګانو ته آن د اُلُهیت تر درجې پورې القاب ورکوي . په داسې حال کې چې بنده که څه هم الله پاک په خپل قدرت سره مُکرّم پیداکړی ، خو د اُلُهیت درجې ته ځکه نه شي رسېدلی چې له ټولو تکویني امورو ترسره کېدوڅخه عاجزدئ . د بېلګې په ډول :
انسان الاعیاذُ بالله ( رَب ) نه شي کېدای ، ځکه د هېڅ مخلوق پر پیدا کېدو یې وس نه رسېږي . نه هغوی ته پر ځمکه ، ترځمکه لاندې ، په هوا او اوبو کې رزق اوروزي ورکولی او ور رسولی شي ، نه یې د مرګ او د هغوی د مرک د سبب ، وخت ، ځای او نېټې معلومات د مخه ورسره شته . او آن چې پرخپل ژوند او مرګ باندې هم خبر نه دئ چې پر کومه ځمکه ، کومه هوا ، او کومو اوبو کې به پیدا کېږي او چېرې به پرڅه باندې خپل ژوند له لاسه ورکوي ؟ (خپل استقراراو مستودع یا ګودام ) ور معلوم نه دئ . نو د نورمخلوق به څه ډول عادلانه پالنه او روزنه کوي ؟ د ستوریز نظام جوړول او هره سیاره په خپل مدار باندې څرخول ، ثوابت او اقمار پیداکول او د هغوی استقرار هم د بنده ( انسان ) پر وس پوره نه دي . او نه په سیارو کې د ژوند یو موجوداتو له پاره امکانات برابرولی شي ، حتّی تراوسه پورې د شمسي نظام د هغو پېژندل شویو سیارو په رازهم نه دي خبرچې هلته څه روان دي ؟  که چېرې څوک شک لري نو د روسيې د لومړني فضأ نورد ( یوري ګاګارین ) او د امریکي د لومړني فضأ نورد ( آل مېستران ) هغه د سترګو لیدلي اسرار دې مطالعه کړي چې د بېرته راتلو پر وخت یې له خپلو ځانونو سره ځمکې ته راوړي وو ، هغوی په خپلو فضأیي تحقیقاتو کې اقرار کړی چې زموږ ټولې فرضیې او اټکولونه د فضأیي نظام په اړه غلط دي ، ځکه هلته چې کوم څه روان دي ، د انسان عقل د هغو له پېژندلوعاجزدئ . دوی ( انسانانو )  تراوسه پورې روح هم نه ده تعریف کړې ، او کوم تعریفونه چې اروا پوهانو د روح په اړه کړي هغوی ځکه نیمګړي دي چې دوی تر اوسه پورې اصلاً روح نه ده پېژندلې .
که چېرې اروا پو هانو روح پېژندلې وای ـ نو اوس به یې د مندلیف په جدول کې د مندرجو (۱۱۴) عناصرو په څېر لا وختي په لابراتوارونو کې روح تجزیه او تحلیل کړې وای او د ( آکسیجن او هایدروجن ) په څېر به یې لومړي اوبه ـ او بیا له اوبو بېرته ( آکسیبجن او هایدروجن ) ترې جوړکړي وای . هغوی آکسیجن او هایدروجن او اوبه دری واړه او د هغوی ټول خواص پېژندلي . ځکه دا کار کولی شي ، خو اروا ( روح ) یې لا هم نه ده پېژندلې ، ځکه اروا (روح ) یو الهي او تکویني اَمَر دئ چې په تشرېعي امورو پورې هېڅ اړه نه لري او د روح پېژندنه د انساني علمیت اوعقل له دایْرې څخه یو وتلی کار دئ .
روسي نبات پوه ( داروین ) همدغه موضوع د خپل ژوند تر پایه پورې څېړلې چې وروسته یې د وحیدالحجره وي او کثیرالحجروي نباتي نظام په حجرو ، سلولونو او انساجو کې داسې اسرار وموندل چې بیایې د خپلو انساني تحقیقاتو او څېړنو پر تقصیرباندې اعتراف وکړ او زیاته کړې یې ده چې د نباتي او حیواني نظامونو په انساجو ، سلولونو او حجراتو کې د ننه داسې فعالیتونه موجود دي چې د انساني علم او تجربو له دایْرې څخه وتلي برېښي او د هغوی وده ـ خوځښت ، تحرُک او سکون  د یوه بل قدرت په لاس کې دئ چئ انساني عمر، عقل اوعلمیت  د هغوی څېړلواوپوهېدو ته نه شي رسېدلی .
همداسې د انشټاین او نیوټن په څېر فزیک پوهانو هم په خپلو ژورو څېړنو او تحقیقاتو کې د الهي قدرت نښې او اثرات احساس کړي او اعترافونه یې کړي چې دغه نامریْي قدرتونه ټول د یو بل قدرت په لاس کې دي چې موږ ( انساني هستي ) یې په خپل محدود عمر او محدود علم سره اټکل نه شو کولی .
ولې متأسفانه په اسلامي ټولنو کې جادوګرو او کوډګرو داسې غیر انساني مسلک ته مخه کړې او د پخوانیو یهودانو او عیسویانو د ( احبارو او رُهبانو ) لاره یې د خپلو شخصي مفاداتو په خاطر نیولې چې هم یې پر دین باندې خلک بې باوره کړل ، او هم یې مسلمانان وشرمول .
ځکه تر اسلام پخوا به د یهودو او نصاراوو ( عیسویانو ) علماوو ( احبارو او رُهانو)هم داسې کارونه کول لکه همدا اوس یې چې د افغانستان ، ايران ، عراق ، عربي نړۍ ، هندوستان ، بنګله د ېش او پاکستان جادوګراو کوډ ګر ترسره کوي . هغوی به هم خلکو ته د پیسو په بد ل کې د جنت ټکټونه ورکول ، په تکویني امورو کې به یې ګوتې وهلې او خلک به یې تېر ایستل ، چې وروسته یې د تثلیث عقیده په کې را و ایستله ، او دا لړۍ تر نننیو پاپانو ، پادریانو، کشیشانو، کاهنانو ، او پنډ وګانو پورې په یهودي ، عیسوي اوبُت پرسته نړۍ کې همداسې را غځېدلې پاتې ده . هغوی هم کوډې ـ سحر او جادو کول ، او دغه مسلمان ډوله با ادبه مشرکین ( جاوډګر او جادو ګر) هم همدا کارکوي . د مسلمانو کوډګرو او جادو ګرو ګناه او سزأ دواړه تر کفارو زیات دي ، ځکه چې کافران پر اسلام باندې عقیده او ایمان نه لري ، او مسلمانانو سره له ایمان راوړلو پردغه عظیمه ګناه ( شرک ) باندې لاسونه پورې کړي . او د خدای قرآن او الهې آیتونه د خپلو ګټو له پاره په غلطه استعمالوي ، خلکو ته د مال ډ ېرولو او لاد زیږېد لو . بخت خلاصولو ، پر دښمن باندې د بري ترلاسه کولو ، حاجت پوره کولو او نورو ناروا کارونو ترسره کولوله پاره د ډ بلو شکرانو ترلاسه کولو په خاطر تعویذونه ، دودې ، څاښتونه او د قبرخوردې ورکوي ، د تور ژېړي ، او سپین ژېړي باباګان ، صوبي بابا ، او همداسې آن د ملا سرطان په نومونو یې ځانونه خلکو ته ور پېژندلي چې له خلکو څخه پیسې اخلي او ور ته وایي چې زه سرطان په تعویذ سره له مینځه وړلی شم . په داسې حال کې چې د ملاسرطان په تعویذونوسره په سرطان باندې اخته ټول تداوي شوي ناروغان مړه شول ، یو هم جوړ نه شو .
په ټوله اسلامي نړۍ کې همدا د جادوګرو او کوډګرو حال او بېزنېس دئ چې روان کړی یې دئ چې خلک یې په خپل مینځ کې سره چاړه او غوښه ګرځولي دي . دادي فرخنده هم ددوی د شومو اعمالو فرباني شوه . چې په ژوند او مرګ دواړو باندې یې سوړ تجارت روان دئ .
دوی په اصل کې په ټولنو کې د تاوتریخوالي اصلي لاملین اوعاملین دي . چې ترشا یې نورسترلاسونه د سترو اهدافو له پاره وجود لري . دوي درواغ جوړوي ـ منافقان یې تیتوي اوعوام الناس باور پرې کوي . دا ټولې استخباراتي پروژې دي .
زموږ حکومت د نده لري چې نور په هېواد کې د داسې خرافاتو مخه د اسلامي عقیدې او وجیبې له مخې ، اود خراباتومخه د انساني او افغاني عنعنې له مخې ونیسي . تر څو راتلونکو نسلونو ته د میراث په توګه سرایت ونه کړي . ( فاعتبروا یا اولی الابصار)