د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عمومي سړک او د چارواکو موټريز کاروان

سردار محمد همدرد 29.03.2015 15:14

د الله ج په دې پراخه نړۍ کې ډول ډول مخلوقات ژوند کوي. په انساني ژوند کې چې د انساني کرامت خبره کيږي نو دا مالومه خبره ده چې؛ انسان تر نورو مخلوقاتو افضل او غوره دی او دا د نړۍ تر ټولو ستر کتاب قرانکريم کې هم لوی خدای ج څو ځايه په ښکاره ويلي دي چې: ((ما انسان په ټولو مخلوقاتو کې غوره او اشرف پيدا کړی دی.))
د انسان غوره والی په دې مانا نه دی چې يو انسان تر بل انسان ځان غوره وګڼي او لويي وکړي، يا هم زوره ور پر کمزوري ظلم وکړي، بلکې هر انسان تر بل انسان بايد ځان کښته وګڼي او داسې فکر وکړي چې زه د نړۍ تر ټولو کمزوری او کم انسان يم.
زموږ په ټولنه کې تر ډېره دغه انساني کرامت چې خدای ج يې هم په څرګنده توګه دعوه کوي چې ما د نړۍ په مخلوقاتو کې فقط انسانانو ته پر نورو مخلوقاتو برتري ورکړې ده، خو له بده مرغه انسانانو دغه کرامت تر پښو لاندې کړی او هر چا فقط ځان ته د دغه کرامت حق ورکړی دی او داسې فکر کوي چې فقط زه انسان يم، زما دې عزت وسي، زما درناوی دې وسي، ماته دې هر کشر او مشر لاس په نامه ولاړ وي، خو زه به د نورو انسانانو پروا هم نه ساتم.
زموږ د ټولنې خلک چې ډېری يې غريبانان، بې وسه او مجبوره خلک دي، په ډېرې عاجزۍ او بې وسۍ ګرځي، خو د دغه عاجزو او بې وسه خلکو له ډلې چې هر څوک يو مقام ته ورسيږي، واک تر لاسه کړي، پيسې پيدا کړي نو بيا يې خپله عاجزي او فقيري هېره وي او هر ظلم چې يې پر زړه وي کوي يې، د سپين ږيري، ماشوم، ښځې او نورو بې وسه خلکو هيڅ پروا نه ساتي، حتی په ډېرو سيمو کې د خپلو موټرانو تر ټېر لاندې کړي دي او په دې باندې موږ او تاسې لسګونه مثالونه لرو، ليدلي مو دي، اورېدلي مو دي او لا به يې هم ووينو.
د بېلګې په ډول به د سترګو ليدلی حال دلته رانقل کړم:
((هلمند کې د يو لوړ پوړي چارواکي د موټرو کاروان په ډېرې بدماشۍ، لويي او تکبر پر سړک روان و، پر سړک روانو خلکو هر چا هڅه کوله چې له سړک خپل ځان يو لوري ته کړي، هسې نه د مغروره چارواکي د موټر تر ټاير لاندې نه سي، په دې وخت کې چې ما د چارواکو د موټرو د کاروان سېل کاوه او فکر وړی وم چې د غلاو پر پيسو لوی سوي او واک ته رسېدلي چارواکي ولې دومره بې پروا دي، بل لور ته مې پام سو يو ماشوم يو کمزوری سپين ږېری تر لاس نيولی و، په ډېرې خوارۍ يې او تېزۍ يې هڅه کوله چې ځان تر سړک بل لوري ته تېر کړي هسې نه چې د موټرو تر ټېرونو لاندې نه سي، خو خدای ج رحم وکړ، مخکې له دې چې د دغه ظالم چارواکي موټر تر سپين ږيري راورسيږي نو سپين ږيری تر سړک تېر سوی و، خو که څو ثانيې هم تم سوی وای نو ممکن د چارواکو لخوا  سپين ږيری پر موټر وهل سوی وای. د دغه حالت پر ليدو مې زړه ډېر درد وکړ، او دومره خپه سوم چې په دې ټولنه کې راته اوسېدل ګران سول.))
سره له دې چې موږ او زموږ د ټولنې خلک د اسلام قوي دعوه هم کوي او وايي چې موږ د نړۍ تر ټولو ستر مسلمانان يو، پر اسلامي ارزښتونو خپل سرونه قربانوو، او هر هغه څوک چې د اسلام پر ضد کومه کړنه کوي زموږ د ټولنې خلک يې پر وړاندې جنګ ته مټې بډ وهي او د سر او مال په قربانۍ د اسلامي مقدساتو او د اسلام د مبارک دين ساتنه کوي.
خو خبره دا ده ولې هغه حکمونه، پر ځان نه عملي کوي چې دغه سپېڅلي دين موږ ته روښانه کړي، د اسلام سپېڅلی دين د بشريت نجات غواړي، له يو انسان څخه د بل انسان کرامت او درناوي غوښتنه کوي، پر مظلوم او بې وسه د شفقت امر کوي، غريب سره د ژوند د اړتياو د پوره کولو هېله کوي، نو موږ به په خپله ټولنه کې دغه ډول خلک څنګه تعريفوو چې په ډېر ظلم، لويي او تکبر پر سړک تيريږي او نور خلک ترې د ډار او وحشت اندېښنه لري.
داسې هم نه سي کېدای چې د چارواکو او زورواکو د موټرانو لپاره دې جلا لار او سړکونه جوړ سي او د مظلومو او غريبو خلکو لپاره دې جلا جوړ سي چې دوی تله راتله پرې کوي او نه داسې تر اوسه په ټوله نړۍ کې سوي دي.
زموږ تر اسلامي ټولنې ور اخوا په نوره نړۍ کې لا د انسانيت احترم کيږي، پر مظلوم رحم کيږي، د مشر قدر او احترام کيږي، حتی په بهرنيو هېوادونو کې کشران که چارواکي وي او که نور خلک وي د مشر، بې وسه او سپين ږيرو مشرانو دومره درناوی او احترام کوي چې په موټر کې ورته خپله چوکۍ پرېږدي او پر خپل ځای يې کښېنوي.
پوښتنه دا ده چې موږ ولې انساني کرامت تر پښو لاندې کړی دی؟
موږ چې د اسلام د سپېڅلي دين لپاره خپل سر قربانوو، خپل اولادونه مال او شتمنۍ قربانوو، نو بيا ولې ددغه دين لخوا روښانه سوي حکمونه، د ژوند کولو طريقې، راشه درشه نه مراعتوو؟
موږ به غيرې اسلامي ټولنې او نورې نړۍ ته خپل دين څنګه تبليغوو چې موږ خپله پر ځان نه دی عملي کړی؟
هغه خلک چې دغه ډول کړنې کوي، ظلم کوي، رحم يې پر زړه کې نه وي او نور انسانان ورته انسانان نه ښکاري، دوی خپله نا اهله دي، د دغه خلکو سمه روزنه نه ده سوې، که يې بګراونډ وګورو نو هيڅ به نه وي، ذهنيت او فکر يې داسې جوړ دی چې ظلم بايد وکړي، غلاوې وکړي، وژنې وکړي او په دې ډول ويره خپره کړي او په ټولنه کې ځان د زورواکي په توګه مطرح کړي ترڅو د هرې ناوړه کړنې پر خلاف يې څوک د ږغ پورته کولو جرات ونه کړي او هر څه چې يې خوښه وي ويې کړي.
ترڅو چې مو ټولنه کې دغه ډول نا اهله او ظالم چارواکي حاکمان وي او مظلوم يې هم پر وړاندې تړلې خوله ناست وي، نو نه به د ظلم څپې ورکې سي او نه به مو ټولنه جوړه سي.
راځئ د هر ظلم او ناوړه عمل پر وړاندې لاسونه سره يو کړو، مبارزه وکړو، قرباني ورکړو، ترڅو مو راتلونکی نسل او راتلونکې ټولنه د دغه ډول چارواکو، ظالمانو او نااهله مشرانو له شتون څخه پاکه وي.