د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فرخندې د وینو سره خالونه د انسانیت پر لمن تور داغونه

پوهندوی آصف بهاند 26.03.2015 21:17

د فرخندې د وینو په بیه،
د فرخندې د کباب شوي بدن په بیه،
او د فرخندې د ژوند په قیمت سره د ټولنې چیز فهمه خلک باید پوه شي چې زموږ د ټولنې فکري سطحه په کومه پوړۍ کې ده. د فرخندې د وینو هر سور څاڅکی زموږ د ټولنې د انسانیت پر تندي باندې تور داغ دی.
زموږ په جګړې ځپلې، فقر او نا پوهۍ را ایسار او جاهلانو په خپل لاس نیولې ټولنه کې له هر انسان سره، له ښځو سره او بیا له فرخندې سره د شوي ظلم مسآله هر با درده، با درکه انسان او افغان دردمن کړی دی. هر چا په خپل وار سره د خپلو سترګو او خپل ذهن له کړکۍ څخه دې ظلم او دې غمیزې ته په کتو خپل احساسات او نظریات څرګند کړي دي.
هوښیار خلک او هوښیارې بیدارې ټولنې هغه دي چې د منفي پیښو او غمیزو د پيښیدو مخنیوی، مخکې له مخکې وکړي، ځکه چې د منفي عمل له تر سره کیدو او د غمیزې له رامنځ ته کیدو وروسته افسوس کول او لاس ټکول هیڅ درد نه دوا کوي.
د فرخندې د وهلو، کشولو، بام ته خیژولو، بیرته را غوځولو، موټر لاندې کولو، سوځولو او کباب کولو نه وروسته د افسوس او ارمان کولو پر ځای باید دا پوښتنې مطرح شي:
ــ داحالت،دې ټولنې ته څه وخت له چاسره راغی؟
ــ د وحشت او جهالت دا قانون پر دې ټولنې او پر دې خلکو چا، څنګه حاکم او جاري کړ؟
دا دی فرخنده د دې وحشت او جاهلانو ښکار شوه او که یې غم ونه خوړل شي، سبا ته د نورو فرخندو وار هم په مخ کې دی.
زه دا سمه نه بولم چې میډیا ولیکل او و ویل:
«... نن د فرخندې مړی د سلګونو تنو په ګډون خاورو ته وسپارل شو ...»
که لږ انصاف یې کړی وای، باید لیکلی او ویلي یې وای چې:
د فرخندې د نازک سوځول شوي بدن سکاره خاورو ته وسپارل شول.
اصلي خبره دا ده چې فرخنده نه ده مړه، فرخنده خاورو ته نه ده سپارل شوې، بلکې لکه د سمیع حامد خبره:
«فرخنده نه خښوو،
فرخنده کرو»
او د فرخندې د نازک بدن په وینو لړلې ټوټې د وروسته پاتې خرافي جاهلې ټولنې د نا پوهۍ په اور پخې شوې او دا پوخ شوی تخم وکرل شو، نا څاپه یې د ظلمونو په همدې پسرلی کې غوټۍ وکړې، غوټۍ یې وغوړیدې او په غوړیدو سره یې د پوهې او نا پوهۍ، د خرافاتو او علم په منځ کې د برید کرښه را کش کړه او د ظلم له اور نه د راټوکیدلو ګلانو هر پاڼه یې د نا پوهۍ، ناروا او ظلم ستوني ته تیره تیغ شو او دا تیره تیغ به تر ډیرو پورې د نا پوهۍ او ظلمونو مخ کې د سپر په څیر ولاړ وي.  
د علم، تکنالوژۍ او پوهې په دې عصر کې چې زه په خپل هیواد کې له داسې پيښو او غمیزو خبریږم، زه شرمیږم چې ځانته انسان و وایم، ځانته افغان و وایم او ځان ته د داسې کسانو هیواد وال وایم چې انسان ته، هغه څوک چې د مځکې په کره کې ، د خدای خلیفه ګڼل شوی،  هغه د ثواب او جنت ته تلو په خاطر و وهي، و وژني، په، واټونو اولارو کې لکه مرداره راکش کړي او بیا یې د اور په لمبو کې و سو ځوي.
ما په کابل کې سترګې غړولي دي، ما د خدای نور د لومړي ځل له پاره په کابل کې لیدلی دی، ما په کابل کې خاپوړې کړې دي، زما ماشومتوب، کوچنیتوب، ځواني زدکړې ویرونه، خوښۍ او ... هر څه په کابل کې تیر شوي دي، خو اوس له بده شامته د دې لیدل هم را په برخه شول چې زما په زیږنتون کې زما په وړکتون کې، زما په ښوونځي او پوهنځي کې او زما د خوښیو او ... په بڼ کې د تاندو ځوانو څانکو د سو ځولو دود هم رامنځته شو او په دې ډول یې د کابلیانو له وړکتون نه نیولې تر پوهنتون پورې بڼ نه وحشتتون جوړ کړ.
بودا دوه زره پنځه سوه کاله پخوا په خپلو زرینو اصولو ویلي وو:
«ځان له ځان داره نه اخستل»
د همدې زرین اصل پر بنا یې د څارویو وژل، حلالول او خوړل منع کړې وې، خو موږ د یو ویشتمې پیړۍ په پنځه لسم کال کې د انسانانو له غوښو نه کباب جوړو او په مقابل کې د ثواب تمه هم لرو.
دا ده زموږ تمه کول،
دا دی زموږ کباب پخول،
او دا دی زموږ ثواب ګټل.
د فرخندې په وژلو او سوځولو سره یو ځل بیا نړیوالو ته وښودل شوه چې افغانان له فکري پلوه په کوم عصر کې ژوند کوي. په دې عمل سره دا ثابته شوه چې په افغانستان کې ځینې خلک ژوند ــ چې  الهی نعمت دی ــ نه غواړي. د ژوند او تمدن پر لیکه نه، بلکې پر ضد یې روان دي.
څو ورځې مخکې د مارچ اتمه وه د ښځې په صفتونو مو ستوني ورته وشکول، خو په همدې مارچ کې چې لا خلاصه نه ده، ځینو ښاغلو؟؟؟ هیواد والو مو یوه ښځه اول و وهله، ویښتان یې د ثواب له پاره پرې وشکول، وینې یې پرې و بهولې، و یې وژله بیا یې د خدای دنده خپله تر سره کړه، دوزخ یې په همدې دنیا ورته ورغاوه او دا یې  په کې وسیځله.
په خپله خدای هم د ټولو ګنهکارانو له پاره تر آخرته صبر کوي، خو موږ ... موږ پر ځان څه نوم کیږدو؟
وږي نه یو، خواړه په «برغولي» غواړو.
توره مو وکړه ، د خدای خلیفه، او یو نازک بدن مو د تکفیر په تور په اور کې وسیځه، د خدای کار ته موږ بډې و وهلې، د هغه کار موږ په دې دنیا سر ته ورساوه. دا په خپله تکفیر دی چې د خدای په واک او اختیار کې موږ ځان شریک ګڼو.
که قرآن سوځوونه کفر وي او عاملین یې په اور کې د سوځیدو لایق وي، نو راشئ دا پوښتنه مطرح کړو چې:
آ د جهاد؟ په نامه یې چې ښارونو ته راکټونه را شړل، ښوونځي یې سوځول، کورونو ته یې اور آچاوه،  
آ د جهادي ټوپکیانو خپلمنځي جګړې او ...
آیا په هغو کې به په لکونو ټوکه قرآنونه نه وي سو ځیدلي. میډیا یې په سل ګونې ځلې ویدیو ګانې خپرې کړې. د هغو تر سره شوو اعمالو ځینې عاملین چې تر خاورو لاندې شوي، زیارتونه ورباندې جوړ دي عبادت یې کیږي او ځینې عاملین یې چې ژوندي دي اوس هم برند او سرې سترګې ګرځي او فتواوې صادروي، په واک کې هم ناست دي او واک تر تله خپل میراثي حق بولي؛ په قرآن کې بم ځا پر ځای کړای شو، و چول شو، د هغه په وسیله قرآن او د خدای خلیفه دواړه ټوټې ټوټې او د اور خوراک شول او ...
ولې د غه د اسلام او قرآن جاهل مدافعین هغو ته څه نه وايي چې په لکونو ټوکه قرآنونه یې وسوځول او د خدای خلیفه یې هره ورځ واژه او اوس یې هم په مرګ صرفه نه کوي، او یوه ښځه په نه سوځولو باندې اول  وژل کیږي او بیا یې مړی سوځول کیږي، واه، واه زنده باد ...
زه یې په لیــدلو او ویــلو ګنــهکار شومــه
نور یې په کولو او عمل باندې ښاغلي دي
دا د نا پوهۍ او خرافاتو خبیثه اروح چې اوس زموږ په ټولنې حکومت کوي د دغوغیر انساني اعمالو په لیدلو سره باید دا پوښتنه مطرح شي چې چا دا د وحشت قانون دې ټولنې ته چا راوړل، دا د وحشت قانون څنګه پر دې ټولنې او خلکو باندې حاکم کړای شو؟ او څنګه اوس دا تاو تریخوالی په دود او کلتور باندې بدل شوي دي؟
«که شپه تیاره ده، مڼې په شمار دي.»هر څه ښکاره دي، موږ ځان نه ورباندې پوه کوو.
څه ترخه واقیعتونه چې زموږ په ټولنه او خلکو کې په عیني ډول لیدل کیږي او له بده مرغه حاکم هم دي. له دې نه د خلاصون له پاره، قلموالو سره، روڼ اندو سره او وطن دوستو او انسان دوستو سیاست والو سره ښايي چې د نوي نسل روزلو ته د متمدنې نړۍ د منل شوو علمي اصولو په چوکاټ کې جدي او له پخوا نه نوره پسې جدي پاملرنه وکړي.
د دې نسل ډیره سلنه خو په داسې فکري نا روغیوو اخته شوې ده چې بیرته یې له دې ناروغي رغول او خلاصول یا ډیر ستونزمن دي او یا نا شوني. ښه دا ده چې خپله ټوله پاملرنه نوي نسل او د هغوی روزلو ته ور واړوو او خپله شتمني او انرژي په هغه چا باندې مصرف کړو چې یو څه ترې جوړیدای شي، نه په هغه چا چې لکه سړه اوسپنه نه بدلیدونکي دي. موږ باید ځان پوه کړو چې لاس تر زنې او د بل چا په تمه کیناستل، «د سړې اوسپنې خوشې ټکول دي»
دلته یو ځل بیا خپله هغه خبره په تکرار سره را اخلم چې څو ورځې مخکې مې په خپله فیسبوک پاڼه کې د فرخندې د وژلو او سوځولو د غمیزې له پاره لیکلې وه:
د فرخندې د وینو په بیه،
د فرخندې د کباب شوي بدن په بیه،
او د فرخندې د ژوند په قیمت سره د ټولنې چیز فهمه خلک باید پوه شي چې زموږ د ټولنې فکري سطحه په کومه پوړۍ کې ده. د فرخندې د وینو هر سور څاڅکی زموږ د ټولنې د انسانیت پر تندي باندې تور داغ دی.
پای