د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د شيطان تر وزرو لاندې

حکيم روان 26.03.2015 11:04

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دا وار بيا کابل د خپلې يوې بلې نازولی لور پېغلې فرخنده په وينو لوند شو . مظلومی فرخنده له خپلو قاتلينو او جلادانو پوښتل چې په کومه ګناه يې وژني؟
خو جلادانو يې د اوريدو غوږونه کاڼه وو، وجدان يې ړوند او زړونه يې له کاڼو سخت وو . هغوی مور نه لری او خور نه پېژني . هغوی د انسانی کرامت او شرافت په ارزښت نه پوهيدل چې د فرخنده کرامت او شرافت يې له تجاوز او تېری نه ساتلای وای . د اتلې فرخنده قاتلين وحشيان او بربران دی ، ځکه ټول انسانی ارزښتونه پايمالوی.
دا ځناور رحمان بابا داسې راپيژنی :
دين يې دام دئ د دنيا په لار کې ايښئ      پرې را آړوی وحشيان د مخلوقات
د هغه په لور يې سترګې ورکږې وی      چې په لاس يې سرسايه وی يا زکات

دا هغه ځناور دی چې له خلکو شرم او حيا او له خدايه وېره نه لری . د دنيا د مال او منال او ګټو له پاره هيڅ ارزش نه پيژنی . همدې ځناورو د واک ، چوکيو او دنيوي ګټو له پاره د کابل شپېته زره بېګناه مسلمان اوسيدونکی په وينو ډوب نه کړل ؟ د مکې معظمې قرآن يې تر پښو لاندې نه کړ ؟ او په خپلو کې د واک په سر، سره ښکر په ښکر نه شول ؟ هلته دوی خدای پېژاند ؟ هلته دوی د خدای د مخلوق او مسلمانانو سره څه وکړل ؟ آيا داسې ناروا مغولو، انګريزانو او روسانو چا سره کړی ده ؟ دا هغه وحشي ساديستان دی چې له وينو او د انسانانو له قتلولو،زورولو او بېرحمانه وژلو څخه خوند او لذت آخلی .  دا د ابليس سيوره ده چې زمونږ د تاريخی او لرغونی هېواد د پاسه خوره شوی ده . دا د منځنيو پېړيو وحشی اختناق دی چې نازولی کابل يې تر ستونی نيولی دئ او غواړی  زمونږ کابل د فرخنده په څېر شهيد کړی .دا د فلسطينی مظلوم ولس د خونړی قاتل ضياءالحق او د آي-اس-آی د خونکارې شبکې شيطانی غائله ده چې غواړی تاريخی کابل ورو ورو د اور په دوزخ غوپه کړی ، ځکه دوئ تاريخ نه لری . خو آيا د کابل لنډغر په دې پوهيږی چې خونخور ضياءالحق او د آی-اس-آی د جنايتکارې شبکې رئيس اختر عبدالرحمن د کابل نه مخکې ددوی په څېر جنايتکارانو له خوا د اور په دوزخ کې داسې لولپه شول چې مردار هډوکی يې سپو ته پاتې نه شول . زمونږ په دری کې متل دی وايي چې : چاه کن در چاه است .
 د فرخنده نامرده قاتلين او سړی وژونکی هم بايد پوه شی چې ددوی برخليک هم د نامردانو برخليک دی . زمونږ په ټولنه کې د افغانی دود له مخې ښځې ته ځانګړی درناوی کيږي . خو د وياړلی فرخنده قاتلين افغانی هويت نه لری . هغوی د آی-اس-آی او د ايران د انقلاب د پاسدارانو سازونو ته ناڅی . ددې وحشی شبکو زنځيری سپی غواړی د فرخنده په وژلو سره د آزادی په ټاټوبی کې ژوند ته د پای ټکی کېږدی . خو له يوې فرخنده وروسته زرګونه فرخنده سر را پورته کوی . فرخنده به د داسی ستر او نه قابو کيدونکی آتشفشان له پاره سپرغی شی کوم چې به د شر او فساد ټولې ريښې وسوځوی .
تر ټولو حيرانوونکی داده چې د وطن پالونکو او عدالت غوښتونکو وينې د خدای او د هغه د دين په نوم توئيږی . د دين ټيکه داران ځانونه د هيڅ قانون دود او دستور تابع نه بولی . د ملا آیاز نيازی غيرمسؤلانه څرګندونې او ددې بګنونکی جنايت ستاينه ددې ادعا بهترين ثبوت دی . د يوه وحشت او بې رحمی تائيد د يوې فجيع وژنې ملتيا ، بيا د يوې بېدفاع او مظلومی مېرمنې وهل ،ټکول د سلګونو ځناورو په واسطه او د يوې شهيدې سوځول د جومات د يوه ملا له خوا ملاتړ کيږی!!! د انسان پر وژلو او حلالولو اله اکبر ويل کيږی ؟ آيا دين د انسان وژنې د پاره دی که د انسان د خلاصون او آزادی د پاره ؟ د حضرت مصطفی (ص) دين خو ښځې له مرګه خلاصولې ، مونږ نه پوهيږو چې دا د ښځو وژنه کوم دين دي ؟
 په سلګونو پوچ مغزو تش په نوم سړيو يوه بی وسه ، کمزوره ، بی لاس او بی پښو معصومه نجلی راګيرکړی او د اله اکبر ، اله اکبر ، چيغې، په کاڼو ، کوتکو ، سوکانو او لغتو وهل کيږی د هغه  عذر زاری د وحشت په جذبو کې نه آوريدل کيږی . لعنت دې وی په دې ټيټو نامردانو !
ملاصاحبان وايي چې خلک په دين نه پوهيږی او جاهل دی له دې امله يې اتله فرخنده په وحشيانه توګه ووژله . په دې ډول سره غواړی د شهېدې فرخنده قاتلينو ته برائت ورکړی . خلک په دين نه پوهيږی ، دارښتيا ده . ځکه چې ملا دين پرايښی دی . ملا په حکومت کې چوکی او په پارلمان کې سيټ غواړی . ملا دين پرايښی دی او په سياست بوخت دی . نو خلک څوک په دين وپوهوی؟
داچې خلک په دين نه پوهيږي د چا ګناه ده ؟
درې نيمې لسيزې وشوې چې ګران افغانستان د شيطانی ايله جاريو تر پرلپسې بريدونو لاندې دی . کلی وران شول ، کورونه او ښارونه وسول ، انفرادی او حتی ډله ايز مرګونه يوه عادی چاره ګرځيدلی ده . د جنګ او وحشت ، تروريسم او ورانکاريو پر ضد زمونږ ملا يوه فتوا ورنکړه . د وېرې او وحشت په دې وران بازار کې ټول انسانان زوريږی او ژاړيږی، يواځې ملا په کې معتبر او زورور شو، د پيسو ، لوکسو موټرو په داخل او خارج کې د بنګلو او ماڼیو چښتن شو . زمونږ د پتمنو مېرمنو پوزې او غوږونه پرې کيږی ، وژل کيږی ، وهل ، ټکول ، سوځول کيږی او د کورنی خشونت قربانی کيږی خو زمونږ ملا په دې ادنی خبرو ځان هم نه خبروی . زمونږ په لکونو ځوانان په مخدره موادو معتاد دی ، دا ځوانان په حقيقت کې ژوندی مړی دی . خو مونږ ملا ونه ليد چې د اپينو د کر او استعمال پر ضد فتوا ورکړی . مونږ ملا ونه ليد چې د هيروئينو د توليد او قاچاق پر ضد فتوا صادره کړی . زمونږ خلک په ښارونو، کليو ، کوڅو او جوماتونو کې د انتحاريانو په واسطه په ډله ايزه توګه وژل کيږی خو زمونږ ملا فتوا نه ورکوی . په زرګونو جريبو ځمکې ، د خلکو عامه شتمنی د زورواکانو له خوا غصبيږی ، زمونږ پر ملا يې څه ؟ هيوادوال مو د مالی او اداری فساد څخه تر ستونی راغلی دی خو زمونږ د ملا فتوا درک نه لری .
خو د بلواګانو په وخت يې نغد واخله ، زمونږ ملا لکه بلبل چغې وهي .
هېوادوالو ! د دين په نوم د راغلی وبا په وړاندې سره يوشی . د وحشت او ويرې اچونې ځالې ړنګې کړی . د هغو مختورو په وړاندې چې د خدای له دينه د خپلو ځانی ، غير انسانی موخو له پاره سوءاستفاده کوی د خدای د دين ، انسانيت او د انسان له کرامت او شرافت څخه دفاع او ساتنه وکړی .
د اتلې فرخنده د شهادت له امله زمونږ هېواد او ولس د بيساری ماتم او وير شپې او ورځې تېروی . دې وحشت او بربريت نه يواځې زمونږ رنځيدلی ولس بلکې د ټولی نړی بشريت لړزولی دی . زه په خپل وار د شهيدې فرخنده غمځپلې کورنی او ټولو هېوادوالو ته ددې لړزوونکی پيښې له امله د زړه له کومې تسليت وړاندې کوم او له چارواکو څخه د هر افغان په څېر هيله لرم چې ددې بګنوونکی پېښې عاملين د خپلو اعمالو په سزا ورسوی .