د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوچنیانو لپاره سالم روزنیز او ښونیز محیطونه ٤

افغان تحرک 26.03.2015 11:00

د کوچنیانو روزنیز او ښونیز ارتقا زمونږ بقا او زمونږ د بقا کیفیت جوړوی!

هرګاه به سلسلۀ این بحث فعلی مراجعه صورت ګیرد، ما در قسمت "تشریح و تحریف اصطلاحات، ١.رشته های علمی مدرن، الف: حق تربیت طفل یا "دماشوم روزنیز حقوق" قرار داریم.

کله چه مونږ د "ماشوم روزنیز حقوق" په باره کی بحث وکړو، واضع خبره ده چه په لمړی ګام کی د "ماشوم روزنیز حق" د ماشوم والدین، یعنی د ماشوم مور او پلار ته تعلق لری، مګر باید په دی باندی هم خپل ذهن معطوف کړو چه د ماشوم مور او پلار د دی "روزنیز حق" په څانګ کی "مکلفیت" او "مکلفیتونه" هم لری.

مونږ باید لمړی خپل ځان او بعدا خپل تولنی لپاره دا موضوع واضع کړو چه محبت د ماښوم حق دی، او د ماښوم په مقابل کی خشونت لکه کوم دول "ذهنی زهر" غوندی دی، چه نه یوازی د ماښوم راتلونکی ته بلکه د مونږ تولنی ته هم زانونه رسوی.!

خشونت مختلف انواع لری. که چیرته په مختصره توګه "کورنیزخشونت" په دوه برخو تقسیم او یا ویش کړو بیا کولای شو چه په "کورنیز خشونتونه" کی له "لفظی یا ژبنیزخشونتونه" او "جسمی یا فزیکی خشونتونه" څخه ذکر وکړو.

د یو ماښوم پر نو اعماره، حساس او پاریدونکی شخصیت باندی هر دول خشونت عمیق منفی تاثیرات اچوی.
خشونت نه یوازی د ماښوم په ذهنی حالت کی نا امنی، تزلزل او ویره ایجادوی، بلکه دا خشونت ماښوم په تول عمر کی، په مریی دول او یا هم په غیر مریی دول تعقیبوی ، او د ماشوم د "سلب جرات" سبب ګرځی.

ماښوم لپاره بیا په ځوانی او بعدا په پاخه عمر کی هم دیر مشکل ښایی چه خپل "سلب شوی جرات" ، خپل "عتماد په نفس" ، خپل "د ابتکار قوت" بیرته لاسته راوړی. له دی کبله کله چه د ماښوم په مقابل او یا د ماښوم په حضور کی، کوم دول خشونت صورت اخلی، که دا خشونت لږ شدید وی، کولای شو چه دا عمل "د ماښوم شخصیت ترور" تعریف کړو!

په روانشاسی اصطلاح کی د والدین او یا هم د ماښوم د نږدی کورنیو د برخوردونه، رویه او رفتار پر ذریعه د ماښوم په ذهن کی یو دول "قالبونه، یعنی د برخورد، رویه او رفتار قالبونه" جوړیږی چه په جرمنی ژبه کی ورته eingeprägte Verhaltensmuster ویل کیږی.

یعنی: په ذهن کی تهنشین شوی برخورد، رویه او رفتار، په ذهن کی چاپ شوی برخورد، رویه او رفتار، په ذهن کی ثبت شوی رویه او رفتار.

یعنی په ماښومتوب کی هغه برخوردونه، رویه او رفتار چه له "اصغر دماغ" څخه تیر شوی او پر "اکبر دماغ" کی عمیق ځای په ځای شوی دی، په تول عمر کی (له ماشومتوب تر مرګ پوری) انسان بدرقه کوی.

ماښوم دا قالبونه نه یوازی چه دخپل "سرمشق" په حیث اخلی او ورڅخه د ضرورت پر وخت او یا هم بی له کوم اړتیا ورڅخه استفاده کوی، بلکه دا قالبونه د ماښوم په ذهن کی یو دول طویل مدت تزلزل او عدم اعتدال ایجادوی، حتی شپی په خوب کی او یا هم په بیداری کی د نورو په مقابل کی د بی ځایه لفظی او یا جسمی خشونتونه سبب ګرځی.

د ماښوم محیط (والدین ، دکورنی غړی، او نورو کسان چه ماشوم سره په تماس دی) ماښوم لپاره د ژبه، د برخورد، د رویه او د رفتار قالبونه وړاندی کوی،

تر هرڅومره چه دا محیط "د شه ژبنیز کیفیت او کمیت" او هم د "مهربانانه او مشفقانه بر خوردونه، مهربانانه او مشفقانه رویه او شه رفتار"، "توانایی" ولری، تر هغومره پوری ماښوم لپاره ، د ماښوم راتلونکی لپاره مثبت او موثر واقع کیږی.

یعنی د ماښوم د راتلونکی "دذهنی شګوفایی" او استعدادونه چه ارثی اړیکی هم پکښی یو رول لوبوی، په همدی ماښومتوب ، او حتی د "ښخځه د حامله ګی" په وخت کی هم ، خپل اساسی تعداب او بنست اخلی.

ځینی محترمو والدین چه پخپله سل نورو مشکلات هم لری، ځینی وخت داسی فکر کوی چه د خشونت پر وسیله د خپلو ماښومانو احترام لاسته راوړی. مونږ باید دا محترمو والدین لپاره د "ویره" یا "ترس" او د "احترام" توپیر او فرق تشریح او توضیع وکړو.

احترام یعنی محترم شمیرل او یو جبری کار نه دی او نه هم د زور، خشونت او جبر له لاری لاس ته راوړل کیږی، بلکه له شفقت، محبت، مهربانی او لطف له لاری څخه لاس ته راوړل کیږی.

یو ماشوم باید چه خپل مور او پلار ته "احترام" ولری، اما لازم نشته چه یو ماشوم له خپل مور او پلار څخه "ویره" او یا "ترس" ولری.

ځینی محترمو والدین داسی فکر کوی چه د "ویره ایجادول پر ذریعه، د خوف ایجادول پر ذریعه، د ترس ایجادول پر ذریعه او یا هم د نورو خشونتونو د ایجادولو پر ذریعه ، کوم مثبت شی لاسته راوړی. مګر حقیقت او واقعیت دا دی چه کولای شی چه "په لنده موده لپاره" ، او دا هم د محترمو والدینو د احساساتو د ارضا لپاره، کوم لاسته راولنی ولری، مګر په "اوږده موده لپاره" ، یعنی د ماشوم د تولو عمر لپاره دیر مضر او مخرب نقض او خسارات کوی.

ماشوم د مختلف النوع خشونتونو په مقابل "قبض روح کیږی" ، یعنی ماشوم "خپل د نفس اعتماد" ، "خپل د نفس قوت" ، "خپل د نفس امنیت" له لاسه ورکوی، دماشوم "د ابتکار قوه" د تولو عمر لپاره تخریبیږی!

لکه چه ذکر شو، د ماشوم په نو اعماره شخصیت کی "مخرب درزونه ایجادیږی" یعنی د یو انسان په "شخصیت کی ترور صورت اخلی".

او لوی بدبختی دا دی، چه دا تول حوادث په یو "نا اګاهانه دول" او یا په یو"غیر عمدی دول" واقع کیږی.

اوس اصلی پوښتنه او هم زمونږ اساسی ستونزی په دی کی دی، چه د زمونږ په "جګړه یز تولنه" کی څوک، او په څه دول، جرات وکړی چه "یو چا ته" ووایی چه "ته" د یو انسان په حق کی د "ظلم" او یا "ته" د یو "انسان دشخصیت ترور" اجازه نه لری! زمونږ ستونزی نور وسیع ابعاد هم اخلی، چیرته چه زمونږ مخاطب یو "قرضداره پلار" او یا هم یوه د ستونزی نه دک مور وی چه اصلا د یو "انسان دشخصیت ترور" پر معنی باندی ، د غور مجال او یا د فکر کولو امکاناتو فضا ، په واک او اختیار نلری!

دا څو بعدی تولنیزستونزی لپاره څو بعدی "دحل لاری" په کار دی!

- د کورنی اعضا ، بلخصوص والدین، او مخصوصا مور دا لمړنی "روزنیز محیط" دی چه د ماشوم روزنه په برخه کی مثبت او مناسب "معلومات" ، روښانتیا، څرګندوالی په کار دی.

- دولت باید ولس لپاره د ماشوم روزنه په برخه کی دولتی تعلیمی موسسات او مراکز ، با کیفیته او مناسب "معلومات" ، روښانتیا، څرګندوالی مینځ ته راوړی!

- دولتی او غیر دولتی تولنیز رسانی، بلخصوص تلویزیون او رادیو باید د قانون او یا د دقیق قوانینو پر اساس هره ورځ ، په یو مناسب وخت په دیره منظمه او باکیفیته دول ولس لپاره د ماشوم روزنه په برخه کی مناسب، متنوع ، جالب او دلچسپ، "دقیق او مسلکی معلومات" ، روښانتیا او څرګندوالی ارایه ورکړی.

- دولت باید په افغانستان پوهنتونونو کی "دماښوم روزنیز او ښونیز رشد علمی او تخصصی رشته" ایجاد کړی!

- زمونږ حقوق پوهان، زمونږ عدلی او قضایی قواه باید "د ماشوم روزنیز حقوق" په حکله او همچنان "د ماشوم په مقابل کی د مکلفیتونه" په حکله کی ، شه او مناسب قوانین او خپل "صراحت" اعلان وکړی.

-اسلامی علمای کرام هم باید ولس د اسلامی ارشادات د ماشوم د روزنه او د خوهنه په ارتباط واقف کړی چه مثلا بهترین تحفه چه والدین خپل ماشوم ته ورکړی شی، یوه شه روزنه او یوه شه ښوهنه دی. او یا دا چه حضرت محمد (ص) ، حتی خپل لمونز او عبادت ، د ماشوم ژړا ارام کولو پخاطر، مختصر او یا کوتاه کړی دی.

- دولت باید "مور او ماشوم" تر عنوان ، لا اقل په سر کی، په هر ولسوالی کی یوه "دارلمشوره" او یا یو "معلوماتی مرکز" ایجاد کړی!

د افغان ماشوم روزنیز حقوق باید ژر تر ژره له دولتی ارګانونو له خواه په دقیق او شفافه توګه اعلان وشی!



ب : حق تعلیم طفل یا "د کوچنیانو شونیز حقوق"


ادامه لری


د افغان مظلوم ولس د سولی، ترقی او رفاه په هیله