د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوچنیانو لپاره سالم روزنیز او ښونیز محیطونه ۳

افغان تحرک 24.03.2015 22:33

د کوچنیانو روزنیز او ښونیز ارتقا زمونږ بقا او زمونږ د بقا کیفیت جوړوی!

که چیرته مونږ یوازی د "یو کلن تر شپږ کلن" ماښومانو او کوچنیانو روزنیز پاملرنی په برخه کی ، په علمی سطوح کی، لږ غور او دقت وکړو، نو بیا ګورو چه یو مشخص دسپلین(یو مشخص علمی څانکه) ، ورته له نورو مختلفو او "ګاوندی علومو" څخه مینځ ته راغلی دی.

د تعلیم او تربیه علم (انګریزی science education)، (جرمنی Erziehungswissenschaft او یا Pädagogik) او د روانشناسی علم اختلات پر ذریعه (انګریزی educational psychology)، (جرمنی pädagogische Psychologie) علم مینځ ته راغلی دی.

دلیل یی دا دی چه د تعلیم او تربیه علم "جمعی تفکرات او جمعی محتویاتو" پر اساس میتودونه، مشاهدات، برداشتونه، ارزیابی ګانی او محتویات لری، او روانشناسی علم اغلبا پر "فردی توانایی او فردی ناتوانی" موضوعاتو باندی هم غور او بررسی ګانی لری او د دی پر اساس خپل میتودونه، مشاهدات، برداشتونه، ارزیابی ګانی او محتویات هم ورسره زیاتوی.. اوس، ماشوم چه دی، یو "فرد" دی، چه ورو ورو په تولنه کی قدم را پورته کوی، او یوه تولنه چه دی، له یو خوا نه خپل "جمعی تفکرات او جمعی محتویات" لری، او له بلی خوا نه، همدا تولنه له خپل افراد څخه مینځ ته راځی.

له دی کبله د تعلیم او تربیه علم او د روانشناسی علم دواړه، بلاخره همدا یو لاری او هدف تعقیبوی چه دا لاره او یا هدف د "فرد او تولنه پرمختیا" دی. یعنی "فردی توانایی پراختیا" او "تولنیز توانایی پراختیا" یو بل سره تینګی اړیکی لری او حتی کولای شو وایو، چه ددوی تر مینځ یو مستقیم متناسب اړیکی را روانه دی.

اوس راځم دا مطلب ته چه د "یو کلن تر شپږ کلن" ماښومانو او کوچنیانو روزنیز پاملرنی په برخه کی دا علمی څانګه څه نومیږی او څه هدف لری:
د "یو کلن تر شپږ کلن" ماښومانو او کوچنیانو روزنیز پاملرنی په برخه کی دا علمی څانګه په مختلفو ځایو کی مختلفو نومونه لری، مګر د دوی علمی او عملی محتویات تول تقریبا یو شان دی، یو څو یی زه دلته ذکر کوم.
- (جرمنی Frühpädagogik) ، مونږ کولای شو چه ورته "ابتدایی روزنه او ښوهنه" یا "مخکې روزنه او ښوهنه" یا هم "روزنه او ښوهنه په پیل کی" او یا هم "دماشوم روزنه او ښوهنه" ووایو.
- (جرمنی Vorschulpädagogik) ، مونږ کولای شو چه ورته "پیش له ښونځی نه روزنیز او ښونیز رهنمایی" ووایو.
- (جرمنی Kleinkindpädagogik) ، مونږ کولای شو چه ورته "د وړکیو روزنه او رهنمایی" او یا هم "دماشوم لارشوهنه" ورته ووایو.
- (جرمنی Elementarpädagogik) ، مونږ کولای شو چه ورته "لمړنی روزنیز لارښوهنه" ، "بنسټیز روزنیز لارښوهنه" ، "دماشوم طبعیی لارښوهنه" ، "دماشوم بنیادی لارښوهنه" ، "دماشوم ځمکنی لارښوهنه" ، "دماشوم بیولوژیکی لارښوهنه" ، "ماشوم لپاره د ژوندون لارښوهنه ، او داسی نور مرکب نومونه ورکړو.

هدف ددی دسپلینونه او یا هدف ددی علمی څانګی دا دی چه دوی "دماشوم محیط شه والی" په هکله صرف او فقط د "یو کلن تر شپږ کلن" ماښومانو او کوچنیانو په هکله له علم او عمل څخه استفاده اخلی او والدین یعنی مور او پلار (د کورنی محیط په حیث) او هم وړکتونونه او نورو محیطونه او موسسات چه ماشومان او کوچنیانو سره په تماس کی دی، رهنمایی او مرسته کوی.

او مونږ په ګران افغانستان کی داسی پوهان، عالمان او متخصصینو ته ضرورت لرو دماشومانو او کوچنیانو د روزنه او ښوهنه په هکله چه لمړی "اسمانی او ځمکنی" علومو سره ځان په دقیق توګه اشنا کړی نو بیا یو ملی طرح جوړول دیر مشکل کار نه ښایی.

نن صبا مونږ وړکتونونو نه لرو، نن صبا د افغان ماشوم مور او د افغان ماشوم پلار په حیث اکثرا د مادی او معنوی ستونزی سره مخامخ یو! په اصل کی مونږ په هر ولسوالی کی لا اقل یو "روزنیز او ښونیز مرکز" ته ضرورت لرو، چه نلرو. زمونږ میدیا هم په دی ساحه کی "مسلکی افراد" ته ضرورت لری، چه په دی ساحه کی دیر لږ "مسلکی افراد" لرو.

مونږ "د کوچنیانو سالم روزنیز او ښونیز محیطونه ایجادول" لپاره "ظرفیتونو" ته یعنی مسلکی افرادو ته، یعنی پوه او صادق متخصصینو ته ضرورت لرو.

دلته "روزنیز او ښونیز محیطونه" کولای شو چه په دوه برخه کی تقسیم وکړو: لمړی ذهنی محیطونه، لکه دماشوم مور ذهنی کیفت ، د دماشوم پلارذهنی کیفت ، دماشوم ښونکی یا د دماشوم معلم ذهنی کیفت او د معلیمنو کمیت، د ماشومانو په ارتباط کی د دولتی او غیر دولتی مسولین، موظفین او کارمندانوذهنی کیفت او د ماشومانو په ارتباط د دولتی او غیر دولتی مسولین، موظفین او کارمندانو کمیت.
مونږ په دی ساحه کی هم علمی او دقیق مشاهدات، برداشتونه او علمی او دقیق ارزیابی ګانی ته اړتیا لرو!
او دوهم تولیداتی-ساختاری محیطونه، لکه د ماشومانو او د کوچنیانو لپاره موجوده او د تولید شوی ادبیات کمیت او کیفت، د ماشومانو او د کوچنیانو لپاره موجوده تلویزیونی او رادیویی تولیدات او د هغوی کیفیت او کمیت، د ماشومانو او د کوچنیانو لپاره موجوده وړکتونونه او د هغوی کیفیت او کمیت، د ماشومانو او د کوچنیانو لپاره موجوده معلوماتی او مشورتی مراکز او د هغوی کیفیت او کمیت، په افغانستان پوهنتونونو کی دماشومانو او د کوچنیانو روزنه او ښوهنه په حکله موجوده پوهنځی او علمی انستیتوتونه او د هغوی کیفیت او کمیت، په افغانستان د ماشومانو او د کوچنیانو لپاره موجوده تفریحی پارکونه او د لوبی مناسب ځایونه او داسی نورو مرتبط موضوعات باید چه ارزیابی وکړو، تر څو چه پر شه والی یی ، او ایجاد یی دقیق خبری وکړو!

که غواړو چه مونږ هم په راتلونکی د جهان په سطح کی مخترعین ولرو، محققین او پوهان ولرو نو باید چه نن صبا خپلو ماشومانو لپاره شه روزنیز او ښونیز محیطونه ایجاد کړو.

یعنی: په لمر کی الوزل، په شپه کی نا ممکنه خبره ده!


ادامه لری.


د افغان مظلوم ولس د سولی، ترقی او رفاه په هیله