د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ناقانونه کډوالو راشړل،د انګلستان په لومړیتوبونه کې راځي

احمد رشاد 24.03.2015 12:29

داسې ښکاري چې بیروني کډوال د انګلستان لپاره یوه ننګونکې موضوع ده. دغه موضوع اوس د دوی د داخلي سیاست یوه برخه ګرځیدلې او د ټولټاکنو پر نتیجې هم اغیزه ښندي.
انګلستان کې خلک د بل هر صنعتي هیواد په څیر لوړې مالیې ورکوي، دوی د دغو مالیو په بدل کې خدمتونه غواړي او د خدمتونو لپاره په مالیې کال کې د ښارونو د نفوسو په تناسب بودجه منظوريږي.
خو، کومو ښارونو کې چې ناقانونه کډوال ژوند کوي، اصلي ښاریان یې له ستونزو سره مخ دي. ځکه د ناقانونه کډوالو شتون د نفوسو کچه لوړوي، پلان شوي خدمتونه په سمه توګه نه تر سره کیږي او دې کار اصلي اوسیدونکي غوسه کړي دي.
همدا لامل دی چې له ناقانونه کډوالو سره د مبارزې موضوع او د هغوی د شړلو پروګرام یو مهم انتخاباتي شعار جوړوي او هر ګوند کوښښ کوي چې په دې کار کې له نورو سیالانو مخکښ شي.

د (۲۰۱۱ ) کال په اپریل کې د انګلستان لومړي وزیر ډیویډ کامرون هم دغه شان یو شعار ورکړی و.
هغه ژمنه کړې وه چې تر راتلونکیو ټاکنو پورې به د کډوالو شمیره (۱۰۰۰۰۰) را ټیټه کړي. خو تازه ارقام ښیي چې هغه په خپله ژمنه کې پاتې راغلی دی. ځکه دغه شمیره اوس نږدې (۳۰۰۰۰۰) اټکل شوې ده او د انګلستان راتلونکو پارلماني ټاکنو ته شاوخوا درې میاشتې پاتې دي.
د (۲۰۱۴) تر وروستۍ میاشتې پورې په انګلستان کې د اوږد مهالو کډوالو شمیره (۲۹۸۰۰۰) ته رسیدلې وه او تر اوسه د دې شمیرې د را ټیټیدو کوم څرک نه دی ښکاره شوی.
که دغه رقم د (۲۰۱۳) کال سره پرتله شي، نو ښیي چې شمیره مخ په لوړیدو ده. ځکه په (۲۰۱۳) کال کې دغه شمیره (۲۱۰۰۰۰) ښودل شوې وه.
د تازه احصایوو له مخې، د ناقانونه کډوالو شميره په (۲۰۰۵) کال کې خپل اوج ته رسيدلی وه چې بيا وروسته دغه شميره بيرته را ټيټه شوې وه. خو، پدې وروستيو کلونو کې د کډوالو شمیره بیا د لوړيدو په حال کې ده او لا هم دغه هیواد ته د کډوالو بهیر ور مات دی. دا کار ځايي حکومت دې ته مجبوروي چې جدي ګامونه پورته کړي.

شاید، له کډوالو سره جدي مبارزه د راتلونکیو ټاکنو لپاره هم یو مهم شعار وي. ځکه ځايي اوسیدونکي به، چې د نورو هیوادونو له کوربتوبه په تنګ دي، هغو کسانو ته رایه ورکړي چې دوی له دغه سر درده خلاص کړي.
په انګلستان کې اوس داسې نو ظهوره سیاستوال او ګوندونه هم شته چې د کډوالو پر وړاندې سخت غبرګون ښيي.
دوی شاید له همدې لارې د هغو خلکو اکثریت را خپل کړي چې له کډوالو په تنګ راغلي او نور یې په خپل ملک کې نه غواړي.
له دغو نوو سیاستوالو څه یو هم ټایم اکر (Time Aker) دی. نوموړی یو توکمپاله شخص دی او د کډوالو پر وړاندې ډیر جدي دی.
هغه چې د (UKIP) ګوند مخکښ دی، د ناقانونه کډوالو پر وړاندې سختې څرګندونې کوي. ټایم اکر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي:
(( موږ له اوږدې مودې را هیسې ، کډوالو سره ډیر نرم چلند درلود، نور بس ده. ناقانونه کډوال باید دفعتاً وشړل شي.))
انګلستان، د ملګرو ملتونو د( ۱۹۵۱) کال د ژنیو کنوانسیون لاسلیک کړی او ورته ژمن دی. په دغه کنوانسیون کې کډوال مشخص تعریف لري او څوک چې دغه تعریف لاندې راشي، د کنوانسیون غړي هیوادونه باید هغوی ته پناه ورکړي.
د دې تعریف له مخې یوازې هغه څوک قانوني مهاجر او د پناه غوښتنې وړ ګڼل کیږي چې په خپل ملک کې د نژاد،مذهب،ملیت، سیاسي عقیدې او په کوم ځانګړي ټولنیز سازمان کې د غړیتوب له مخې له جدي ځورونې او د زندان له خطر سره مخ وي او خپل حکومت یې په دفاع کې پاتې راشي.
نو اوس چې کوم افغانان په ناقانونه لارو ځانونه انګلستان ته رسوي او بیا هلته د اوسیدو په تمه دي، کیدای شي په دغه تعریف کې نه را نشي. همدا لامل دی چې ممکن هلته د اوسیدو چانس ونلري، ونیول شي او بیرته را وشړل شي.