د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشر فرمان

عتيق الله قریشي 20.03.2015 10:28

دولس کاله مې زده کړې وکړې. کورنۍ مې راسره ډېر زحمتونه وګالل. څلور کاله مې پوهنتون ولوست. په وروستي ټولګي کې وم چې هيلې مې په زړه کې وټوکېدلې. له ځان سره به مې ويل چې اوس فارغېږم او که خدای کول د خپلې کورنۍ ارمانونه به پوره کړم. له پوهنتون فارغ شوم. ديپلوم مې هم واخيست. د دندې اخيستلو پسې مې پاينڅې را بډ وهلې. يوې ادارې ته لاړم. خپل اسناد مې وړاندې کړل. مسول شخص ته مې وويل: (( ښاغلی مدير صيب! خبر شوی يم چې ستاسو په رياست کې ځينې بستونه اعلان شوي دي! غواړم چې د دغه څلورم بست لپاره فورمه ډکه کړم.)) راته يې وويل: وروره! کاري تجربه لرې؟؟ ما ورته وويل: سږ کال له پوهنتون څخه فارغ شوی يم خو لا مې چېرته دنده نه ده ترسره کړې. په همدې وخت کې يې راغبرګه کړه: يعنې کاري تجربه نه لرې هن.... ته نشې کولی چې دې بست لپاره فورمې ډکې کړې. له رياست څخه ناهيلی راووتم. څو ورځې وروسته بلې ادارې ته لاړم. بیا همداسې بلې ادارې ته. چا راته ویل چې ته کاري تجربه نه لرې، چا راته ویل چې په دې بست کې رييس خپل نفر مقرروي. چا راته ویل چې په دې بست کې د وکيل صيب نفر دی او چا راته ويل چې په دې بست باندې دومره او دومره پیسې اخیستل کېږي.
حيران پاتې شوم چې اوس څه وکړم؟؟؟
څو ورځې وروسته مې په راديو کې اعلان واورېد چې په يوه اداره کې څو بستونه اعلان شوي دي. خوشاله شوم. اسناد مې راواخستل او ياد رياست ته مې د تګ تکل وکړ. لس بجې وې چې نوموړي ریاست ته مې ځان ورسوه او د بشـري سرچينو امريت ته ورننوتم. ګورم چې زما په څېر لسګونه ځوانان ولاړ دي او د دندې د ترلاسه کولو فورمې اخلي. زه هم مسول شخص ته ودرېدم. ورته مې وويل: ښاغليه! زه هم راغلی يم چې دغه څلورم بست کې فورمې ډکې کړم. هغه راته هم د نورو په څېر وويل: کاري تجربه لرې؟ ما ویل نه. بيا هغه وويل: وروره په دغه پنځم بست کې فورمه ډکه کړه. څلورم بست کې فورمه نشې ډکولی. ځکه ته کاري تجربه نه لرې. ما چې د خپلې کورنۍ مجبوريتونو ته کتل نو غبرګه مې کړه: سمه ده، کور مو ودان. فورمې مې را واخيستې او ځان سره مې یوړې. تر ډکولو وروسته مې بيرته نوموړې ادارې ته وسپارلې. د سپارلو په وخت کې مې مسول شخص ته وويل: ښاغليه! ازموينه کله اخيستل کېږي؟ هغه راته وويل: وروره بيا درته موږ زنګ وهو.
ما د دوی د زنګ په طمعه شپې او ورځې شمارلې. په دې لړ کې يوه مياشت تېره شوه. په کور کې راته پلار وویل: زويه! ستا هغه ازموینه څنګه شوه؟ ما ورته کړه: پلاره! هغوی راته ويلي و، چې موږ درته زنګ وهو خو لا تراوسه يې زنګ ندی وهلی. زه هم په همدې انتظار کې يم چې زنګ ووهي.
سهار شو. پلار ته مې وويل: پلاره هغوی خو راته زنګ ونه وهه، خو ته ماته د کرايې پيسې راکړه چې له نږدې يې پوښتنه وکړم. پلار مې مور ته وويل: مېرمنې! زوی ته دې د موټر د کرايې پيسې ورکه چې لاړ شي. دا وخت نو زموږ د کورنۍ دا حال و، چې پلار مې هم تقاعد شوی و. بل ورور مې نه و چې کور لپاره ګټه راوړي. خويندې او ورونه مې له ماکشران وو. دوه مشران ورونه مې پخوا شهيدان شوي وو. اوس د کور ټوله نفقه زما په غاړه وه او زه هم په دندې پسې هرې خوا سرګردانه ګرځېدم. مور مې تر ما کشرې خور ته وويل: لورې! ورور ته دې پيسې ورکه چې د کرايې پيسې ورسره نشته.
خور مې وويل: مورې په کور کې خو پیسې نشته او هغه دوه زره افغانۍ چې پاتې وې، په هغه مې پرون پلار اوړه او وريجې راوړې. ما چې مې د خور دا خبرې واورېدې پوه شوم چې زموږ کور بيخي مفلس شوی دی. له ځان سره مې وويل: پيسې خو نشته تر ښاره هم ډېره لاره ده او په سيند کې خو نه شې تللی ځکه چې سيند هم خپله لمنه له اوبو ډکه کړې ده. هغوی ته مې وويل: خير دی! زه په پښو ځم. زما له دې خبرې سره مې کوچنۍ خور غږ کړ: لالا! ته صبر وکه ماته چې مې پلار پيسې راکړې وې هغه مې په خزانه کې ساتلې دي اوس يې ماتوم او پيسې يې تاته درکوم. د خور دې خبرې ماته ډېر همت راکړ. خوله غريبې مې زړه ډک او تش کېده. خور مې خزانه ماته کړه. هغه يو ګوني، دوه ګوني او لسګوني پيسې چې هغې له ډېر وخت راهيسې ټولې کړې وې، ګډوډې په لمن کې ماته راوړلې. ما چې وشمېرلې ټولې پنځوس افغانۍ شوې. دا چې دا زما تر ټولو کوچنۍ خور وه او په ما هم ډېر ګرانه وه زړه مې نه غوښتل چې د دې پيسې له ځان سره واخلم او مصرف يې کړم. له ځان سره مې ويل: خور جانې چې دنده مې واخيسته بيادرته په هر معاش کې پيسې درکوم. په همدې فکرونو کې وم، چې همدې خور مې راباندې غږ کړ: لالا که درباندې ناوخته شوه د غرمې ډوډې هم په همدې پيسو وخوره، خير ده که زما پيسې مصرف شوې؛ کله چې تا دنده واخيسته بيا راته هر معاش کې پيسې راکوه چې خزانه کې يې واچوم. له همدې خبرې سره مې غېږ کې ونيوله او ښکل مې کړه ورته مې وویل: سمه ده ګرانې ډېرې پيسې ګټم او تاته يې هم درکوم.
خدای په اماني مې واخيسته له ډېرو هيلو سره له کوره ووتم. زموږ له کوره تر ښاره يو ساعت لاره وه. نوموړې اداره هم له ښاره لرې په نوې اداري سيمه کې پرته وه. لږ څه ناوخته ورسېدم. کله چې يادې ادارې ته ننوتم نو په ډېرې چالاکۍ سره مې هغه امريت ته ځان ورسوه چې ما خپلې فورمې ورته سپارلې وې. ګورم چې په کوټه کې يوازې يو کس ناست دی. پوښتنه مې ترې وکړه: د بشـری سرچينو مسول چېرته دی؟ ناست کس په کمپيوتر کې د څه شي په کتلو ډېر بوخت و. زما خبره يې هم سمه وا نه ورېده. يوه شېبه غلی شوم. کله چې د ده په لور متوجه شوم ګورم چې په فيسبوک کې کار کوي. په همدې وخت کې يې راته يې وويل: وروره تاسو څه ويل؟
- هو! ما ويل د بشري سرچينو آمر چېرته تللی دی؟
- وروره هغه يو مجلس ته تللی تاسو بيرون کينئ چې کله راغی بيا به ورسره خبرې وکړئ.
- سمه ده. مننه!
له کوټې ووتم او په دالېز کې پر يوې چوکۍ کېناستم. تر ډېر انتظار وروسته غرمې دولس نيمې بجې آمرصيب دفتر ته راغی خپلې شعبې ته ورپسې جخت ورننوتم. هغه لا خپل مېز ته ناست نه و چې ور غږ مې کړ: آمر صيب! هغه زموږ ازموينه څنګه شوه؟
هغه راته مخ راواړوه، وروره ته لکه چې راډيو نه اورې؟ زه حيران شوم: راديو!!!؟
هو راديو! ولسمشر فرمان صادر کړی او په ټولو راډيوګانو کې هم نشر شوی چې مقررۍ بندې دي. د دې خبرې په اورېدو مې يو عالم خبرې په زړه راوګرځېدې. سر راباندې وګرځېد. په ځان پوه نه شوم په ځمکه راولوېدم. يو وخت چې مې سترګې پرانستې، په روغتون کې پروت وم. غوښتل مې چې پورته شم خو ومې نشو کړی. ډاکتر راته وويل: بچيه مه پورته کېږه! په همدې وخت کې يې زما پلار له لاسه ونيوه له ما څخه يې لرې بوت. د دروازې تر شا يې ورته وويل: ستاسو پر زوی ډېر ذهني فشار راغلی. خپله چپه پښه، لاس او د دماغ ځينې برخې يې له لاسه ورکړيدي. هغه نه شي کولی چې د پخوا په څېر فعاليت وکړي. د دې خبرو په اورېدو مې په ځان فشار راوست او غوښتل مې چې پورته شم خو پلار مې ځان راورسوه راته يې وويل: زويه! ته اوس مه پورته کيږه څو ورځو کې به ښه شې اوس ته په ځان فشار مه راوړه. انشاءالله ډېر ژر به ښه شې. د پلار دغو هیلو زما هيلې هم را ژوندۍ کولې خو د ډاکتر خبرو مې په مغزو ډېر فشار راوړ. له کوچنۍ خور سره کړې ژمنې رايادې شوې چې تر دندې وروسته به په هر معاش کې ورته پيسې ورکوم. په همدې فکرونو کې وم چې ناڅاپه مې بيا پر سر درد شو. د څو پرلپسې وروځو درد وروسته مې د خبرو کولو قوه له لاسه ورکړه. اوس نو په داسې حال شوم چې کورنۍ ته خو مې نفقه نشم ګټلی، بلکې برعکس د هغوی پر اوږو بار يم.