د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مآخذ، بیبلیوګرافي، ریفرینس

پوهندوی آصف بهاند 19.03.2015 12:25

(د ښاغلي عبدالرحیم موسی زي د پام وړ)

زموږ د اوسنیو قلموالو او څیړونکو د کارونو او څیړنو په ترڅ کې د نورو ستونزو او تیروتنو تر څنګ په څیړنه کې له منابعو، سرچینو،مآخذونو، ریفرنس یا بیبلیوګرافي څخه د استفادې او نه استفادې ستونزه ډیره عامه شوې ده. زما له ډیر پخوا نه دې ستونزې ته پام و او په میډیا کې مې چې کله د مآخذ د نه ښوولو او یا په نا سم ډول د یوه کتاب او مآخذ ښوول په مخه راتلل، نو به مې د کمپیوتر د مآخذونو په ځانګړې پاڼه کې دا تیر وتنې له آدرس سره په نښه کولې. پلان مې دا و چې په راتلونکې کې دا ستونزې او تیر وتنې په میډیا کې له نورو قلموالو سره مطرح کړم او د اصلاح له پاره یې په ګډه لار پیدا کړو. په دې موضوع څو پر له پسې کلونه واوښتل او د تیر وتنو لیست ما سره دومره اوږد شو چې خپله ور ته حیران شوم چې اوس یې چا ته په څه ډول ژر ور یادوي.
ما سره د سر چینو یا مآخذ ښوولو پوهنتوني تجربې او د افغانستان په علمي خپرونو کې د بیبلیوګرافۍ مسلط  قوانین په ذهن کې خوندي وو. دا تجربې او لارښوونې موږ ته لویو استادانو لکه: علامه حبیبي، علامه رشاد، پوهاند ډوکتور حبیب الله تږي، د اکادیمیسین کاندید صدیق روهي، پوهاند رحیم الهام، ، پوهاند ډوکتور مجاور احمد زیار، سر محقق زلمي هیواد مل  او ... ښوولې وې چې په متن کې څه ډول مآخذ وښوول شي، په لمن لیک کې څه ډول سر چینه په نښه شي او د مقالې ، رسالې او کتاب په پای کې د بیبلیوګرافۍ لست په څه ډول برابر کړای شي.کومو مسایلو ته مآخذ ښوول اړین دي او کومو ته نه دي.
خو له بده مرغه زموږ په هیواد کې دننه او له هیواد نه د باندې زموږ هیواد والو باندې د ژوند په هره برخه کې انارشي او بې مسؤلیتي دومره حاکمه شوې ده چې اوس زموږ ځینې ښاغلي د بې مسؤلیتۍ  په دې دایرې کې د نورو لیکوالو  جملې، پروګرافونه او بشپړې مقالې را اخلي، پرته له دې چې د لیکوال یا څیړونکي نوم او د خپریدو پته او نیټه یې وښيي، په خپل نامه یې خپروي. یا هیڅ مآخذ نه ښيي یا داسې مآخذ ښيي چې لوستونکی تورو نخودو پسې لیږي، ستن په کاهدان کې اچوي او یو چا ته وايي چې اوس ستن پیدا کړه.
د میډیا د بیلابیلو برخو مسؤلین هم د یوې یا دوو جملو په لیکلو سره ځان له مسؤلیت نه خلاصوي:«د مطالبو د لیکنۍ بڼې او د محتوی مسولیت د لیکوال په غاړه دی.» بس خلاص «آبۍ مړه، تبه یې شکیدلې» که لږ حقیقت ته ځیر هم شو او خپل ځان د یوې میډیا د مسؤل په ځای و ګڼو، نو مسؤل مدیر یا شخص به کومه مقاله ژر چیرې تعقیب کړي چې دا نوی راغلی مطلب پخوا چیرې د چا په نامه په څه ډول خپور شوی و؟
زه هره ورځ د خپل ورځني ژوند له کارونو نه په خلاصیدو سره خپلې د پام وړ څو ویبپاڼو دروازې خلاصوم، ورځم او لولم یې. د ۲۰۱۵ کال د مارچ په شپاړلسمه مې کله چې د تاند ور پرانست، مخامخ مې په دې سر لیګ سترګې خوږې شوې:
« د نوي نسل په وړاندې زموږ مسؤلیت»
د دې سر لیک په لیدلو مې زړه خوږ غوندې ودرزید او دا مې په زړه کې تیر شول چې ځه سړیه د نوي نسل د روزلو او زدکړو د تبلیغ او رواجولو له پاره دې لکه چې د احسان آرینزی په شان یو بل د لارې ملګری  هم پیدا کړ. د لیکنې په لوستلو مې پیل وکړ. په لومړي پروګراف کې کارول شوي توري، ما استعمال کړو تور غوندې راته ښکاره شول. دویم پروګراف ته چې لاړم، نو پوه شوم چې خپله هغه مقاله لولم چې په ۲۰۱۰ کال کې مې په مالمو کې د یوه سیمینار له پاره لیکلې وه. په بیړه مې هغه لیکلې مقاله په خپل خوندي کړي آرشیف کې پیدا کړه او د ښاغلي عبدالرحیم موسی زي په نامه د خپرې شوې مقالې(د نوي نسل په وړاندې زموږ مسؤلیت) په څنګ کې مې کیښوده. له پرتلنې نه وروسته پوه شوم چې دې ښاغلي د علمي اکادیمیکو اصولو له مراعات پرته، بدون له دې چې زما نوم یاد کړي یا مآخذ یې وښيي ، زما د دوو مقالو ډیرې برخې را اخیستې دي او په خپل نامه یې چاپ کړې دي.
ښاغلي عبدالرحیم موسی زي زما له دوو مقالو نه بشپړ پروګرافونه را اخیستي دي. په دې مقالو کې یوه مقاله «اور او ګلان» نومیږي چې په ۲۰۱۰ کال په کې مې دسویدن دمالمو په ښار کې دځوانو فرهنګیانو،ادیبانو،شاعرانو اوژورنالستانودهڅونې،ستا ینې او درناوي دنړیوال کنفرانس په ویاړ لیکلې وه او په هماغه وخت (د دوه زره لسم  کال  سپتمبر ) کې مې په ځینو ویبپاڼوکې خپره کړې وه:
1-http://larawbar.net/21679.html
2-http://tolafghan.com/posts/19791
اوس به زه د دلته هغه پروګرافونه وښیم چې ښاغلي عبدالرحیم موسی زي کټ مټ را اخیستي دي:
د آصف بهاند د مقالې(اور او ګلان، ۲۳/۰۹/۲۰۱۰ ټول افغان) په شپږم پروګراف کې داسې راغلي دي:
«په افغانستان کې د انقلاباتواو بدلونونو په لړکې ډیر افغانان بهرته روان شول چې په هغو کې پښتانه زلمیان هم وو؛ خو توپیر یې په دې کې و چې د نورو قومونو زلمیان اکثرآ په زده کړه پسې ولاړل او د الفت صاحب خبره یې پرځای کړه چې ویلي یې و:((ځوانان باید په علم پسې ولاړشي او د علم رڼا له ځان سره راوړي ))؛ خو زموږ ځوانان په بله خوا روان شول. زموږ د اکثریت ځوانانو او د هغو د کورنیو ویاړ په دې کې و چې ځوانان یې دوبی ته په مزدورۍ پسې تللي دي.»
http://larawbar.net/21679.html
http://tolafghan.com/posts/19791
د ښاغلي عبدالرحیم موسی زي په نامه د خپرې شوې مقالې(د نوي نسل په وړاندې زموږ مسؤلیت، د ۲۰۱۵ کال د مارچ شپاړس، تاند) په دریم  پروګراف کې همدا مطلب کټ مټ  را اخستل شوی دی:
«په افغانستان کې د بدلونونو په  لړ کې ډیر افغانان بهرنیو هیوادونو ته ګډه شول چې په هغو کې ډیری پښتانه زلمیان هم ول؛ خو توپیر یې په دې کې و چې د نورو قومونو زلمیان اکثراً په سبق او زده کړو بوخت ول د پښتو ژبې خوږ ژبي شاعر الفت صاحب خبره یې پرځای کړه چې ویلي یې وو: (( ځوانان باید په علم پسې ولاړشي او د علم رڼا له ځان سره راوړي )) خو زمونږځوانان کباړ، مزدورۍ او نورو چارو پسې روان شول او زمونږ ډیری ځوانانواو د هغوی د کورنیو ویاړ په دې کې و چې ځوانان یې لندن او دوبۍ ته د پیسو پسې تللي دي»
http://www.taand.com/archives/43770
د آصف بهاند د مقالې(اور او ګلان - ۲۰۱۰/۰۹/۲۶ لر او بر) په  اتم  پروګراف کې داسې راغلي دي:
« وګورئ ! که ښه حقیقت ته ځیر شو، بهرنیو هیوادونوته یې د کفر له ډاره نه لیږو، او د وچو غرو لمن کې د قهریدلي شنه یا وریځ آسمان تر چتر لاندې، یا د پسونو، وزو او خرو په لکۍ پسې ټول عمر تیرولو سره خو د نوي عصر نوي علوم زده کیدای نه شي، او کله چې مو نوي علوم او فنون زده نه وي، نو له تمدن سره به بیګانه او له کاروان څخه به یې ډیر وروسته پاتې اوسو، بیا نو نه پښتنو ته څه کولای شو اونه هم پښتو اونه هم پښتني فرهنګ ته.»
http://larawbar.net/21679.html
http://tolafghan.com/posts/19791
د ښاغلي عبدالرحیم موسی زي په نامه د خپرې شوې مقالې(دوشنبه, 16 مارچ 2015) په پنځم پروګراف کې داسې رواړل شوي دي:
«وګورئ ! که ښه حقیقت ته وګورو، بهرنیو هیوادونوته یې د کفر او په اخلاقي فساد له ویرې نه لیږو خو بلخوا یې سپیرو دښتو او د وچوغرو لمن کې د قهریدلي شنه یا وریځ آسمان تر چتر لاندې، د پسونو، وزو اوخرو په لکۍ پسې ټول عمر تیرولو سره خو د نوي عصر نوي علوم زده کیدای نه شي،او کله چې مو نوي علوم او فنون زده نه وي، نو له تمدن سره به بیګانه او له کاروان څخه به یې ډیر وروسته پاتې اوسو، بیا نو نه ځان ته، نه پښتنو ته، نه پښتو ،نه هم پښتني فرهنګ او خاورې ته څه کولای شو»
http://www.taand.com/archives/43770
دغه راز ښاغلي عبدالرحیم موسی زي زما له یوې بلې مقالې نه هم یو بشپړ پروګراف را اخیستی دی. د دې مقالې عنوان دی: «څوبیسواده نسلونه او زموږ مسؤلیت )له ښاغلي احسان آرینزي سره دزړه خواله( »چې د نوي نسل د روزنې په برخه کې د قلموالو مسؤلیت ته متوجه وه او د دوه زره څوارلسم کال د جون په لسمه نیټه مې خپره کړې ده. د دې مقالې په وروستی پروګراف کې د نتیجه ګیرۍ په ډول راغلي دي :
«اوس نوکه دا د یو ترخه واقعیت په ډول ومنو، نوباید دا هم ومنوچې د دې نیمګړتیا رفع کول وخت اوکارته اړتیا لري چې څنکه د دې خلکو او د دې ټولنې په جګړي عادت ماغزه او د جګړې په دود لړي ماغزه بیرته په هنراوعاطفې باندې پریولل شي، هنري ذوق ورکړل شي، عاطفه او مینه  ور وښودل شي چې د جګړې او تشدد لاره پریږدي، په مینې او محبت سره علم زدکړي، د سواد او مطالعې لاره غوره کاندي او په کورکې د سلاح پرځای کتاب، قلم او کمپیوتر وساتي او د ښوونې روزنې اوتعلیم په ترلاسه کولو سره د تمدن او نوي ژوند پرلاره روان شي.»
http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_zubeswada_nslona.pdf
د ښاغلي عبدالرحیم موسی زي په نامه خپره شوې مقالې(دوشنبه, 16 مارچ 2015 17:14 ) په وروستي  پروګراف کې داسې رواړل شوي دي:
«اوس نوکه دا د یوترخه واقعیت په توګه ومنو، نو باید دا هم ومنوچې د دې نیمګړتیا پوره کول وخت اوکارته اړتیا لري چې څنګه د دې خلکو او د دې ټولنې په جګړې عادت ماغزه او د جګړې په دود لړلي ماغزه بیرته په هنراوعاطفې باندې پرېمنځل شي،هنري ذوق ورکړل شي، عاطفه او مینه ور وښودل شي چې د جګړې او تشدد لاره پریږدي،په مینې اومحبت سره علم زدکړې، د سواد او مطالعې لاره غوره کاندي او په کورکې د ټوپک پرځای کتاب، قلم او کمپیوټر وساتي، د ښوونې روزنې او تعلیم په ترلاسه کولوسره د تمدن اونوي ژوند پرلاره روان شي.»
http://www.taand.com/archives/43770
د دې ټولو په لیدلو او پرتلنې سره ما ته دا متل را یاد شو:«پک مې لیدلی و، نه ماغزه وتلی» ځینې  چې لږ با انصافه وي د نورو خلکو له مقالو او کتابونو د مآخذ د نه ښودلو په صورت کې را اخستل شوي موادو ، جملو او پروګرافونو ته لږ رنګ ورکوي، بدلوي را بدلوي یې او بل ډول یې سینګاروي، بیا یې په خپل نامه خپروي، خو  ښاغلي ښاغلي عبدالرحیم موسی زي په ډیر جرآت او متانت سره بشپړ پروګرافونه را اخیستي دي او مخامخ یې په خپل نامه خپاره کړي دي.
ما چې دا سره مقایسه کړل، حک حیران شوم چې اوس یې څنګه کوې. زه ښاغلي عبدالرحیم موسی زي ته د ادبي سارق نوم هم نه کاروم، ځکه چې بده خبره کارول ما ته ښه نه ښکاري. زه یې داسې انګیرم چې: ښايي ښاغلي عبدالرحیم موسی زي  به په ښه نیت دا کار کړی وي، خو له بده مرغه چې د علمي څیړنو له اصولو سره منافات لري.
ښاغلي عبدالرحیم موسی زي ته او ده ته ورته ځینو نور ښاغلو ته چې بیبلیوګرافي اصول، ماخذ ښوول نه مراعاتوي او یا عمدآ سترګې پرې پټوي، زما مصلحت دا دی چې که د لیکنو او څیړنو ډیر شوقیان وي ودې یې کړي دا د دوی حق دی څوک یې مخه نه شي نیولای ، خو لږ دې د څیړنې او لیکنې اصول زده کړي، بیا دې بډې ورته و وهي. لکه د توکیانو خبره:«اول زده کړه، بیا کوزده کړه»
داسې نه ده چې د بیبلیوګرافۍ  او مآخذ ورکولو له پاره  لار ښوونې او کتابونه نه شته، نه هر څه شته، خو ځینې ښاغلي یا ځان نه په زحمتوي او د شهرت له پاره په زړه ورتیا سره د بل چا مقالې په خپل نامه خپروي او یا ځان نه پرې خبروي.
د لار ښوونې له پاره مالومات، کتابونه او منابع ښې ډیرې دي، خو زما د معلوماتو له مخې په دې برخه کې تر اوسه پورې تر ټولو علمي او غنیمت اثر «په تحقيقي ليکنوکي د اِستِناد او بيبليوګرافۍ لنډ لارښود» نومیږي چې لیکوالان یې انتوني وينکلر او جورې مکوين  دي او ښاغلي محمد هارون خپل شعشعي په روانه پښتو په ۲۰۰۶ کال کې ژباړلی دی، د پښتو ژبې  د قوانینو او تجربو پر اساس یې له مثالونو سره یې څرګندونې هم  ورکړي دي .
په دې کتاب کې د بیبلیوګرافۍ یا مآخذ ښودنې علمي قوانین راوړل شوي دي چې په نړیواله کچه د منلو او تطبیق وړ دي او همدا اوس د لر او بر ویبپاڼې په بډای کتابتون کې پروت دی. هغه ښاغلي چې د څیړنو، مقالو، رسالو او کتاب لیکلو شوقیان دي،  دغه کتاب په وړیا ډول په لر او بر ویبپاڼه کې تر لاسه کولای شي.  و دې لولي او بیا دې د کتاب او ژباړن له عالمانه لارښوونو نه استفاده وکړي. دغه یې لینک دی، په یو کلیک سره ستاسو په مخ کې حاضریږي:
http://www.larawbar.com/data/library/knowledge/h.khpal/land_larshood.htm#
مآخذ ښودنه په پښتو ادب کې ښه اوږده سابقه لري. د همدې اثر«په تحقيقي ليکنوکي د اِستِناد او بيبليوګرافۍ لنډ لارښود» په مقدمه کې د پښتو بیبلیوګرافۍ د مخینې په باب داسې علمي بحث راغلی دی:
«په علمي او تحقيقي ليکنو کي د ماخذونو يا سرچينو وړاندي کول، خورا پخوانی دود دی. ليکوالو او څېړوونکو زياتره د خپلو نظريو د باوري کولو او اثبات له پاره، پر خپلو تجربو او شهودي برياوو سربېره، اسماني کتابونه، د مخکښو پوهانو، فيلسوفانو او صاحب نظرانو علمي او تحقيقي موندني د سند په توګه وړاندي کړي دي. په پښتني ټولنه کي هم دا دود او دستور اوږد تاريخ لري؛ د مثال په توګه د عارف شاعر او مؤرخ - علي محمد مخلص په « حالنامه » او د سترګه ګور مؤرخ - محمد هوتک په « پټه خزانه » او ډېرو نورو تاريخي، ادبي او ديني اثاروکي، د استناد سوو سرچينو او ماخذونو پېژندګلوي، له ورايه دا حقيقت جوتوي، چي پښتانه ليکوالان او څېړونکي له پېړييو پېړييو راهيسي د علمي څېړنو له مروجو لارو چارو سره سره اشنا وه . په پښتو ادبياتو کي، اِستِناد سوي اثار زياتره د « سند »، « حوالې » ،« مدرک »، « مرجعې »، « منبعې »، « ماخذ »، « ريفرينس » او په دې وروستييو کلونوکي د « اخځ »، « اخځليک »،« اخيستنځي »او داسي نورو په نومونو ياد سوي دي »
http://www.larawbar.com/data/library/knowledge/h.khpal/land_larshood.htm#
د ښاغلي ژباړن هارون خپل شعشعي په عالمانه مقدمه کې د مآخذونو په باب ښایسته ډیر علمي مطالب راغلي دي چې زه یې د مقالې د لنډیز په غرض نه را اخلم. تاسو کولای شئ کتاب خلاص کړئ او وې لولئ.
په نوره نړۍ کې که څوک د بل لیکوال له کوم اثر، مقالې او نظریاتو نه د مآخذ له یادونې پرته او د بیبلیوګرافي د اصولو خلاف استفاده کوي، لوی مسؤلیت لري، خو زموږ په هیواد او خلکو باندې د حاکمې بې بند و بارۍ او بې مسؤلیتۍ له برکته د نورو مقالې او آثار خلک په خپل نامه چاپوي، څوک پاس هم نه شي ورته کتلی.
په اروپا کې د مآخذ نه ورکولو په جرم د جرمني د هیواد د دفاع وزیر غوره مثال کیدای شي. د جرمني د دفاع وزیر د خپلې ډاکترۍ د تیزس د لیکلو په لړ کې د بل لیکوال له نظریاتو او آثارو نه د مآخذ د نه ښولو په تور له سختې جزا سره مخ شو. د «PHD»تیزس یې رد او له دندې نه مستعفي شو.
زه له ځان سره په رسنیو کې د خپرو شوو مقالو او کتابونو د نا سمو مآخذونو یو اوږد فهرست لرم چې دلته د بحث د اوږد والي له پاره نه ور باندې غږیږم، دا د یوې بلې مقالې او رسالې لیکلو ته پریږدم.
زه د دې مقالې له لیکلو او خپرولو همدا اوس بښنه غواړم په دې چې دا زما له اوصولو سره منافات لري چې زه دې چا سره تنده یا بده خبره وکړم. زه د کش کړپ شخص نه یم، هر څه په یوه آرامه فضا کې د مخامخ خبرو له لارې حل کول غواړم، خو څه وکړم بله چاره نه وه زه د دې مقالې لیکلو ته د دې په خاطر اړ شوم چې زه ښاغلی ښاغلي عبدالرحیم موسی زي مخامخ نه پیژنم، هیڅ ډول پته یې راسره نه شته چې د ګیلې څادر مې ورته غوړولی وای، خو له خپلو لیکلو  کتابونو. شعرونو، مقالو، نظریاتو او افکارونه دفاع کول خپله وظیفه ګڼم.

پای