د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوی کال ، زاړه دودونه او نوي فکرونه

محمد انور ولید 17.03.2015 13:26

که د انساني تاریخ د تېرو دورو پاڼې را واړوو ، هلته به ولولو چې په آسیا او افریقا کې د سرطان د فرضي کرښې دواړو خواوو ـ او د استوا د فرضي کرښې شمال خوا ته پراته ټول هغه هېوادونه چې اقلیم یې افغانستان ، تاجیکستان ، ایران ، د هندوستان ځینو برخو او داسې نورو هېوادو ته ورته ، او د (سنتم او ستم ) ژبې یې په  ( اریک ) ژبه کې ګډ مشترکات سره لري ، په قوم کې هم له ( آره ) سره تړاو لري او وګړي یې ټول زراعت پېشه دي ، په هغوی کې د خپلو لرغونو نیکونو همغه زاړه دودونه ـ رواجونه همداسې په سنتي ډول تر ننه پورې را غځېدلي پاته دي ، خو په لږ یا ډېر تو پیرسره  . ځکه هغوی به په لرغوني بخدي یا اوسني بلخ کې د دهقان په نوم نوروزي مېلې جوړولې ، خلک به یې تشویقول چې زراعت او مالدلرۍ ته وده ورکړي ، ترڅو په خپل کور کې د ننه سره هوسا او بسیا شي . خو کله چې له بخدي یا اوسني بلخ څخه د ځینو انساني وجوها تواواړتیاوو پر بنأ نورو خواوشا سیمو ته مهاجرتونه پیل شول همدغه نژادي سنتونه یې هم له ځانه سره وېوړل . ولې د وخت په ټېرېدو سره دغه لرغوني سنت   ( د نوروزمېلې ) ورو ورو عقید تي ، مذهبي او سیاسي رنګ واخیست ، چې دادي اوس هم زموږ په هېواد افغانستان ، تاجیکستان ، ایران او ځینو نورو هېوادونو کې همغه د جمشید یانو او زرتشتیانو په زړو رواجونو تر اوسه پورې د عقید ت او پېرزوینې په نیت سره نمانځل کېږي .
خو د داسې لرغونو دودونو نمانځل او یاد تازه کول ګټې او زیانونه دواړه له ځان سره لري  ، چې معمولاً یې زیانونه تر ګټو ډېر دي . او زه ور ته په لنډ ډول په لاندې څو ټکو کې اشاره کوم :
لومړی : د نوروز د ورځې د یاد بود تازه کولو او جشن ګټه داده چې :
الف: په افغانستان او نورو هغو هېوادونو کې چې پسرلی یې د افغانستان په څېر پیلېږي د نوروز او دهقان دورځو نمانځنه د خپلو اسلافو د هغو لرغونو او مشروع سنتو را ژوندي کول دي چې د کښت او کروندې فرهنګ په کې ژوندی او پیاوړی ساتل کېږي ، د لرغونو اسلافو موجودیت ، پېشه ، قدامت ، نظام ، تمدن اواصالت په کې خپلو اخلافو ته ور په ګوته کوي . چې دې ته یې موږ مثبت اړخ ویلی شو .
ب : د نوروز د مېلو دود دستور د آسیا نورو سیمو ته هم له مهاجرتونو سره سم تیت شوی او رواج یې موندلی دئ . چې تر اسلام د مخه د جهالت په وختونو کې یې د منا په څېرعربې جهالت آن په واد یو کې هم ځالې جوړې کړې وې ، ځکه هلته به په همدغه اوسنۍ منا کې د ابراهیم (ع) په زمانه کې ، تر هغه مخکې او تر هغه را وروسته د اسلام د ظهور تر وخته څلوېښت ورځې پرله پسې داسې له انسانیت څخه لیرې تودې مېلې کېدلې چې هلته به بې فایدې رقصونه ، ګډاوې ، قمارونه وهل ، شراب څښل ، د ښځو او مرېْیونو پلورل ، بدلول، جنګونه او وژنې په کې روانې وې .
 په مصر کې بیا آن د صلاح الدین ایوبي تر زمانې پورې د نیل ناوکۍ داسې دود او رواج موندلی ؤچې په ټول قلمرو کې به یې د کال ښکلې نجلۍ ( ملکهْ حسن ) د فرعونانو په زمانه کې پیدا کړه ، د عقید ت ټېکه دارانواو اړونده چارواکو به یوکال بد کارونه ور سره وکړل ، هغه نجلۍ به باروره شوه ، بیا به یې ښه سینګار کړه ، وروسته به یې په همدغه ورځ په ډولۍ کې کښېنوله او په نیل سیند کې به یې ور خوشي او د نهنګانو خوراک کړه او ویل به یې چې موږ نیل ته واده وکړ . او تر کال دې شپو پورې به نیل پرموږ باندې د خپل طغیان پرمهال نه په قهرېږي او موږ به نه وړي . بله عقیده یې داسې وه چې ترواک لاندې سیمو کې به یې د حسن کومه ملکه وموندله ، له هغې سره به د صلیب په مغارو کې چې بیا د صلاح الدین ایوبي په زمانه کې افشأ او ړنګې شوې ـ څه کم یو کال د صلیب واکمنو غلط  کارونه کول . کله به چې د هغې نجلۍ د حمل موده را لنډه شوه ، نو بیا به یې د سوما په نامه د بوټو په اوبو نشه کړه او دا ترانه به یې ور سره زمزمه کوله : ( ما مړه کړۍ ! ما له صلیب څخه قربان کړۍ  ! زما وېښتان د صلیب پر پیروانو باندې ووېشۍ ! ) په همدې کې به یې هغه ووژله او د باندې ورته ناستو د صلیب هوادارانو ته به یې وېښتان ورووېشل ، او هغوی به په لاکېټونو کې واچول . خو وروسته بیا په ایران کې د تخت جمشید او په افغانستان کې تر یما ، دارا ، هما او سوما را وروسته د رستم مذهبي ( زرتشتي ) ترانې هم په کې ورګډې شوې ، چې تر ننه پورې د شب یلدا او سمنک ترڅنګ زمزمه کېږي .
خو تر دې یې لا بله خرابه عقیده د حضرت علي کرم الله وجهه د زیارت سره او د افغانستان په ځينو نورو ښارونو کې ، همداسې په تاجیکستان او ایران کې د نوروز په ورځ جنډه پورته کېږي . که هغه جنډه سمه پورته شوه ـ نو کال ددوی په عقیده سم او نېکمرغه دئ ، او که کږه پورته شوه ـ نو بیا خو کال خراب او برباد شو . په مزارشریف کې خو ددې ترڅنګ نورعقید تي افوهات هم شایْع کېږي ، او هغه داسې چې ویل کېږي : څو شل په کې جوړ او څو ړاند ه په کې بینا شول .
یو درواغجن درواغ ووایي ټوله دنیا ور سره درواغجنه کړي . په داسې حال کې چې والله که تر اوسه پورې هېچا داسې پېښه په خپلو سترګو په کې  لیدلې وي . خو یو څه په کې ريښتیا هم دي ، او هغه دا چې په دې آوازو ګډولو سره خپله مېله ـ او په مېله کې خپلې ګټې ور باندې پړسولی شي .
ځکه هلته د نوروز د میلې په پلمه د تاجیکستان ، هندوستان او پاکستان اوسنۍ ـ او د ایران پخوانۍ رقاصې هم په کرأیه را وستل کېږي چې اصلي پیسې یې هغوی وړي . او نورو ته یې هېڅ ګټه نه شته ، ځکه چې تر څلوېښتو شپو ورځو خلک له کار روزګار څخه پرنورو غیر ضروري مېلو چړچو باندې مصروف ساتي ، چې نه یې ځانته ګټه په کې رسېږي او نه هم ملت او دولت ته .
په داسې حال کې چې د نوي کال خو همغه د کار روزګار لومړنۍ او اغېزناکې ورځې دي چې باید خلک کارونه په کې وکړي او خپل ځان ، خپلو خلکو او خپل هېواد او حکومت ته ګټه ورسوي . متأسفانه چې بهرني دونران هم په همدغسې خرافاتي پروژو باندې پیسې لګوي او بجټونه ورکوي ، ترڅو د اسلامي هېوادونو خلک ـ په تېره ځوان کول څلوېښت ورځې د نړیوال تمدن له کاروان څخه وروسته پرې پاته ، منحرف او عا د ت کړي . او د ځوانانو ځوانې انرژۍ یې  په منحرفو لارو کې پرې مصرف کړي .
موږ او تاسې ټولو ته خدایتعالی عقل راکړی ، خپله ـ او د بل ښه او بد ه سره پېژنو . موږ د نوروزنمانځلو مخالف نه یو ، خوچې په نوروز کې د کښت او کروندې همغه لومړنی سنت را ژوندي او ښه زور واخلي . ځکه په نوروز کې په لکونو او مېلیونونو خلک برخه اخلي . که چېرې هر یو یې یو یو بېل ځمکه پسته کړي ، یو یو نیالګی کښېنوي ، یو یو ټکی زده کړي ـ یا یې بل ته ور وښیي ، یا هم یو یو سطر ولیکي ، یا یو یو ساعت خپله کورنۍ یا دولتي دنده په کې ترسره کوي او یا هم یوه یوه د سولې او خیر ښېګڼې خبره په کي وکړي . په مېلیونونو او میلیاردونو ګټه به یې خپله افغانانو او نورو خلکو ته په کې ورسېږي .
زه افغانانو ته دا وایم چې سږ کال خپل لاس ، خپله خوله ، خپل فکراو خپل ځان د خپلو خلکو ، خپل هېواد او خپل نظام د ګټو له پاره په کار واچوۍ او د افوهاتو او خرافاتو لاره پرېږدۍ ترڅو د بل له باج او خراج څخه پرې خلاص شۍ . نوروز د کار پیلولو او انساني ژوند یوه ژوندۍ برنامه ده چې الله پاک موږ او تاسې ته د خپل فطرت په وجود کې را په برخه کړې ده ، او هر کال له همدې ورځې څخه پیلېږي .
دا د (۳۶۵) ورځو څخه یوه ده چې د را ټوکېدو او ودې په دغه فطري لابراتوارکې موږ انسانانو ته هر کال په کې د خپل  ژوند او کارکولو د پند اوعبرت عملي درس راکول کېږي . لازمه ده چې خپل ارزښتناک وخت او خپل ژوند په خوشې چټي لوبو کې تېر نه کړو . په نوي کال کې باید زاړه خرافاتي دودونه پرېږدو او پرځای یې باید د بیا رغونې نوي فکرونه په کار واچوو ، ځکه موږ انسانان د لوبو کولو له پاره نه یو پیدا شوي . بلکې موږ ددې له پاره پیدا شوي یو چې د حال او استقبال له پاره خلکو او خپل ځان ته په خپل لاس او ژبې سره ګټه ورسوو . نه تاوان . ځکه کار د ګټې ـ او خرافات د تاوانونو وسیله ده . موږ باید د کار لاره خپله کړو . تر څو خپل ړنګ هېواد پرې آباد کړو .