د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له دندو لیرې کړی شوي مأمورین دې نو ر پردندو د پاتې کېدو ټینګار نه کوي

محمد انور ولید 16.03.2015 11:28

دؤلسمشر له خوا د هرات او فرا ه د چارواکو ، برطرفه کېد ل ـ او د لویې څارنوالۍ اړوند تش په نامه  غیر مسلکي څارنوالان له دندو ګوښه کول ـ او دلته په کابل کې د امنیتي حوزو د آمرینو لیرې کېد ل او د بهرنیو چارو په وزارت کې د د یپلوماتانوپه اړه صفایي راوستل ټول هغه څه دي چې له یوې خوا یې د افغانستان خلک او نظام د واړه د خپلې ناوړه ګټې اخیستنې له امله ناآرامه کړي اونړیوال هویت ته یې صدمه رسولې د ه . او له بل پلوه یې پر خپلو کړو قسمونو باندې وفأ نه د ه  کړې ، د خپلو ژمنو او قانون مطابق یې خپلې د ندې سمې نه دي ترسره کړې . ؤلسمشر یې د ملي مسؤولیت د زاویې له کُنجه مجبور کړی چې باید نور د خپل ریاستي نظام په بنسټ کې دا ډول غیر قالبي بې باوره ، خامې او نا منظمې لوټې ډبرې پرې نه ښود ل شي .
پخوا به چې څوک د راشده خُلفأ وو په زمانه کې د کوم منصب له پاره غوره کېدل ـ هغه به ژړل ، او ویل به یې چې زه به کله د خلکو ريښتینی خدمت وکړای شم ، زه په ورځ د آخرت د خپل ځان او خپلو اعمالو ځواب خدایتعالی ته نه شم ورکولای ـ نو د خلکو به څه ځواب ورکړای شم . هغه وخت به ټول چارواکي د خدای ورکړې پوهې ، بصیر ، درایت او د چارو د سم عادلانه او منصفانه تطبیق له مخې پر د ند و د خلکو له خوا مجبورېد ل او ګومارل کېدل . هغه چارواکو به چې کومه ژمنه له خپل ؤلس سره د بیعت او خپلې لومړنۍ خطبې پر مهال وکړه ـ نو بیا به تل د خپل سر په بد له د خپلو عامه وګړو په ملي چوپړ کې په صداقت سره لګیا ووـ په ملي روحیه به یې خپل کا راومدیریت کاوه . داسې مدیریت او داسې حکومت چې نن هم موږ مسلمانان د هغوی پرعدالت او نظام باندې ویاړو .
نن سبا د نړۍ په هرهېواد او سیاسي نظام کې دهغوی د عقایْدو او د چاروا کو اوحکومتونو ترمنیځ د نا باوریو او واټن پیدا کېدو اوتکراري وعدو ماتولو سره جوخت په ملي او سمبولیکه بڼه لوړه کولو او سوګند خوړلو رواج موندلی دئ . له ؤلسمشرانو را نیولې ـ بیا آن تر ټيټ رُتبه مأمورینو پورې ټول په لیکلي او شفاهي ډول سوګند یادوي چې خپلې خاورې ، خپل نظام ، خپل قانون ، خپلو خلکو ، خپلو مقدساتو او خپلو ملي ګټو ته به وفاداره او ژمن وي .
خو په اسلامي هېوادونو کې بیا په لوړه یا سوګند کې د ملي ارزښتونو ترڅنګ د اسلام دین او د یني مقدساتو ته درناوی او وفادارپاتې کېدل هم یاد شوي دي .
سوګند په اصل کې یو شفاهي لیکلي سند او ژمنه ده چې په افغانستان کې ترټولولومړی ؤلسمشر خپل ملت ته دا سند ورکړی ، او ور پسې په افغاني نظام کې نورو حکومتي چارواکو پوړ په پوړؤلسمشر ته دا سند ورکړی او ژمنه یې ور سره کړې چې دوی به خپلې خاورې ، خپل نظام ، خپل قانون ، خپل دین ، خپلو ملي ګټو او د افغانستان خلکو ته په صادقانه ډول خدمت کولو کې ژمن وي .
ځکه دې خاورې ، خلکو او نظام ته خدمت کول یو ه ملي دنده  ، دیني فرضه او یو ملي امانت دئ . هرڅوک که خپلې خاورې ، خلکو او نظام ته په خپله ور سپارل شوې دنده کې په مکرر او قصدي ډول پاتې راشي ، ؤلسمشرد افغانستان د ملت په وړاندې د خپل سوګند پورته کولواو خپلې ایماني او وجداني وجیبې  پر بنیاد  مجبور او مکلف دئ چې د خپلو اجرأ یوي ، مرکزي او ساحوي ټيمونو د کار څرنګوالی نظارت ، ارزیابې او کنټرول وکړي . ځکه د افغانستان په اساسي قانون کې ؤلسمشرد افغانستان ملت ، او د هغه اجرأیوي او کاري ټیمونه  بیا ؤلسمشر ته مسؤول دي .
کلونه تېر شول ، یوه دوره عبوري اداره ، یوه دوره انتقالي دوره ، او دری دورې د جمهوري ریاست انتخابات تر سره شول . خو په هېواد کې نه امنیت راغۍ ، او نه هم اداري فساد ورک شو . بلکې لایې داسې وده ور سره وکړه چې له یوې خوا ملت او نړیوال ټول تر دوو سپنګو پورې ترې را غلي ، او له بلې خوا یې د افغانستان نړیوال هویت او مشروعیت ته صدمه په کې ورسوله  .
علت یې څه دئ ؟  په دې خو ټول پوهېد لي چې د افغانستان په امنیتي ، اقتصادي ، اداري او نورو سیستمونو کې له سره د سر بند دا خړې اوبه اوسني دولت ته په میراث ور پا تې دي ، دا چې ولې تر اوسه پورې ځينې کسان خپل کبان په کې نیسي او نه غواړي چې دا اوبه دې رڼې شي ، ددې ځواب دې خپله هغه کسان ور کړي چې اصلاً په دې ټولو پېښو کې خپله ښکېل دي، خو دوی بیا هم خپل ځانونه سپین بازان ګڼي . ځکه ځیني وخت خو د حکومت د ځينو هغوکارونو او پلانونو په وړاندې حتّی هیجاني غبرګونونه هم ښیي چې ددوی د پینځو شپږو کالو وروسته پټو پلانونو سره په ټکر کې راځي .
دوی د خپلمنځي پټو مرموزو سیاسي زدو بندونو د نه افشأ کېدو له پاره ځينې وخت ځانونه د جهاد اصلي ممثلین او ټېکه داران معرفي کوي ، حال دا چې جهاد هم همدوی د خپلو شومو اغراضوله لاسه بدنام او د برحق جهاد ټول اسلامي او شرعي ارزښتونه او قربانۍ یې تباه او برباد کړې . دوی له پخوا را هیسې تر ننه پورې په څو دورو کې په مکرر ډول په خپله خوښه په واک کې پاتې شوي ، خواوس دلته په جهاد او سیاست کې هم ځانونه غیر مسؤول ، ظل الله او واجب لاحترام خلکو ته تراشي .
دؤلسمشر له خوا د هرات او فرا ه د چارواکو ، برطرفه کېد ل ـ او د لویې څارنوالۍ اړوند تش په نامه  غیر مسلکي څارنوالان له دندو ګوښه کول ـ او دلته په کابل کې د امنیتي حوزو د آمرینو لیرې کېد ل او د بهرنیو چارو په وزارت کې د د یپلوماتانوپه اړه صفایي راوستل ټول هغه څه دي چې له یوې خوا یې د افغانستان خلک او نظام د واړه د خپلې ناوړه ګټې اخیستنې له امله ناآرامه کړي اونړیوال هویت ته یې صدمه رسولې د ه . او له بل پلوه یې پر خپلو کړو قسمونو باندې وفأ نه د ه  کړې ، د خپلو ژمنو او قانون مطابق یې خپلې د ندې سمې نه دي ترسره کړې . ؤلسمشر یې د ملي مسؤولیت د زاویې له کُنجه مجبور کړی چې باید نور د خپل ریاستي نظام په بنسټ کې دا ډول غیر قالبي بې باوره ، خامې او نا منظمې لوټې ډبرې پرې نه ښود ل شي .
پخوا چې چا ددې ملي نظام هغه پخوانۍ اجارې نیولې او د خپلو جیبونو ډکولو په خاطریې په نظام کې د ننه خام کارونه ترسره کړي دي ، ورته په کارخو دا وه چې باید په خپلو کړو خیانتونو او اشتباهاتو باندې یې اعتراف کړی وای ، له دولت اوملت دواړوڅخه یې بښنه غوښتې وای . دوی باید ملت ته د وراړول شویوځاني اومالي تاوانونوغرامت ورکړي . نه دا چې بیا هم په پرله پسې او میراثي توګه په دولتي پُستونو کې د قانون خلاف د خپلو دندو پردوام باندې ټینګارکوي .
خو بل لور ته داسې کسان هم له د ند و ګوښه کړی شوي چې ترخپل قانو ني سن آ خوا وراوښتي ، د مأموریت دوره یې په تمدیدي ډول نوره پای ته رسېدلې ، او فزیکي توان یې هم له لاسه وړکړی دئ . چې دا ډول مأمورین د قانون له مخې تقاعد ته سوق کېدای شي او بس .
زموږ په فکر پورته نومول شوي خلک باید قانون ته درناوی ولري ، او خپلو برطرفیو ته دې د اذهانو مغشوشولوله پاره نورسیاسي شاخونه او رنګونه نه ورکوي . او نه دې له خپلوځانونو څخه د ملا محمد دین مقتد يان جوړوي ، چې په هرځای او هرکلي کې ملا محمد دین ملاکېږي ، نو د وی به هم خامخا کور په کور په وار او نوبت له ملا محمد دین سره سم یو ځاي ګرځي او د ملا محمد دین دغه د کلونو پخواني مُقتد یان به د خوارو کلیوالو پر اوږو همداسې ور بار او د کلي جومات به تل له سپږو پرې ډ ک وي .
نور بس دي ، دوی دې هم په خپلو ګرېوانونو کې لږ خپل سر ور ټيټ کړي ، او ددې جګړو ځپلي کلي ( افغانستان ) دغه خوار او زار حالت ته دې هم لږ پام وکړي . که د قال په ژبه نه وي ـ نو د حال په ژبه دې ترې وپوښتي چې نورو څه ورسره وکړل ، او دوی څه ور سره کوي ؟ !!! ...... آخر داولې ؟