د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۷

پوهندوی آصف بهاند 13.03.2015 22:19

دا و په تیرو وختونو کې( پخوا له ټوپکي حاکمیت نه) د کوچنیانو د ادبیاتو او د هغو د ژوند  ته د پام کولو لنډ جاج. رابه شو اوسني وخت ته، هغه وخت ته چې رژیم په رښتینې بڼه واوښت، رښتیانی بدلون راغی، د خلکو او ټولنې د ژوند په ټولو برخو کې ژور بدلون رامنځ ته شو او له دې سره سم د افغانستان په ټوله خاوره باندې ټوپکي انارشي حاکمه شوه.
کله چې د قلم په ځای د ټوپک شپیلۍ سُر شي، هلته به بیا نو د ژوند څه حال وي، د فرهنګ به څه حال وي، د ادبیاتو او بیا د کوچنیانو او د هغوی په باب فکر کول او د هغوی روزنه او ادبیات به څه حال ولري؟
له ۱۹۹۲ کال نه تر ۲۰۰۱ پورې چې د هر ډول قانون پر ځای د ټوپک او پاټک حکم چلیده او د رښتیني مشر او رښتیني سیاستوال پر ځای، ټوپکوالو او پاټکوالو حکم کاوه؛ نو د ټولنیز ژوند د هیڅ برخې په باب باید د ښیګڼې فکر، د ښیګڼې ذکر او یادونه ونه شي. بس هرې خوا ته چې مخ اړول کیږي وژنې، اور، دود، باروت ، چاودنه ... مړي او دمړو خښول.
په داسې حالت کې عاطفې کډه وکړه، ځای یې ظلم او نفرت ونیو، د خلکو په ذهنونو کې د ادبې هنري ذوق په ځای د جګړې  د اور وړانګې، د باروتو دود او د وینو بوی ځای پر ځای شول. خلک د ښو غږونو، ښو سندرو او موزیک پر ځای د ډول ډول وسلو له غږونو سره عادت شول او په دې ډول د نازولو پر ځای وسکونډل شول، وزورول شول او و وژل شول او ژوندیو پاتې خلکو ته داسې رواني ستونزې په میراث پاتې شوې چې اوس یې ډیری د لیونیانو په شان دتیرو نارواوو په یادولو سره یوه ټکي ته یو یا دوه ساعته ګوري، ته وا خپله ورکه په کې لټوي.
په دې دوره کې نه یوازې د ماشوم ادبیات نه دي تخلیق شوي او نه یوازې د ماشوم له پاره څه نه دي شوي، بلکې د هغو په عادي حقوقو هم تیری شوی دی. څومره ماشوم ته پاملرنه وشوه څومره پاملرنه ورنه واوښته یعنې ښه هم ورته بد شول. دلته به یې لږ وشمیرو چې په دې موده کې نه یوازې د کوچنیانو له پاره زموږ په ټولنه کې کوم مثبت ګام نه دی اخستل شوی، بلکې د هغوی حقوق مو د خیانت تر پولې تر پښو لاندې کړي دي. د کوچنیانو په حق کې شوي  ظلمونه چې په دې موده کې په میډیا کې ثبت شوي دي، یو څو بیلګې یې دا دي:
ــ جګړو ته اړ ایستل،
ــ انتحاري ته چمتو کول،
ــ جنسي تیری
ــ شاقه کارونه او ...
د خپل کور، کلي او وطن ماشومان یا زموږ خپل خلک په بیلابیلو نومونو جګړو ته اړ باسي او یا یې بهرنیان د فقر او عقایدو تر پردې لاندې د دیني زدکړو په نامه بهرنیو مدرسو ته بیايي، وروسته له څه مودې بیا تري تم وي چې تاثیرات یې تر نن پورې هم په میراث را پاتې دي. امنیتي مسولینو څو ځلې د کوچنیانو تښتونکي او قاچاق کوونکي نیولي دي. تیر کال بي بي سي  فارسي د ماشومانو د قاچاق یو راپور داسې خپور کړ:
«مسئولان پلیس در ولایت بغلان در شمال افغانستان می‌گویند سه نفر را به اتهام قاچاق ۲۷ کودک بازداشت کرده‌اند.این افراد، دیروز شنبه هفدهم حوت، هنگامی که کودکان را با استفاده از دو موتر مسافری به سوی کابل انتقال می‌ دادند در یک پست بازرسی شهری بازداشت شدند.
... امین‌الله امرخیل فرمانده پلیس بغلان می‌گوید که بازداشت شده‎‌ها سعی داشتند این کودکان را برای فراگیری آموزش حملات انتحاری به پاکستان ببرند.
این کودکان بین ۷ تا ۱۱ سال سن دارند و هفت دختر هم در میان آنها دیده می‌شوند»

http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2014/03/140309_k03_afghan_police_arrest_3_arrest_charge_of_kidnaping.shtml

 محور ورځپاڼې د ملي امنیت د راپور په اساس لیکلي دي چې:«د ملي امنيت وروستی راپور په ډاګه کوي، چې دامهال اتيا سلنه ځانمرګي بريدونه د ماشومانو په وسيله تر سره کېږي ...»
http://www.taand.com/archives/26258
 
او دا ماشومان په بیلابیلو پلمو او وسیلو د جګړې لیکو ته او د ځانمرګو بریدونو د تر سره کولو له پاره اړ ایستل کیږي، تښتول کیږي او بیا یې پته نه لګیږي چې پلرونه یې په لټه پسې سر ګردانه ګرځي:« په تازه مهال کې په قبايلي سيمه ميرامشا بازار کې ۱۰۰ افغانان له دې امله لالهانده ګرځي، چې پاکستاني مدرسو ته د استول شويو خپلو ماشومانو درک ولګوي، خو د دوی ډېر کم شمیر په دې توانيږي، چې يوازې پته يې ولګوي او بس»    
http://www.taand.com/archives/26258  
 
په کورنیو کې د ډیرو پخوانیو وختونو د دودونو له مخې د کوچنیانو په حقونو داسې تیری هم شوی او کیږي چې پرته له خوښې او پرته له قانوني سن پوره کیدو نه ودیږي:«د بلخ د شولګري ولسوالۍ چارواکو د هغې ۸ کلنۍ نجلۍ پلار او ۱۲ کلن هلک مور نیولي چې د تیرې جمعې په ورځ (اګست ۲۹) يې د دوی د واده مراسم ترسره کړي وو.
د بلخ څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي څانګه وايي د پیښې اصلي پړ هغه ملا دی چې د دغو دوو ماشومانو نکاح یې سره تړلې وه.»
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/09/140902_bm_police_arrest_blakh_child_marriage_parents.shtml

بله ستره ستونزه د افغان کوچنیانو پر وړاندې، د هغو ناوړه استعمالول دي چې په افغانستان کې «بچه بازي» ورته ویل کیږي. د «بچه بازي» د ناوړه اوغیر انساني دود په باب د بي بي سي په راپور کې راغلي دي چې:
«د افغانستان په قانون کې بچه بازي جرم نه دی ګڼل شوی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون "افغانستان کې د بچه بازۍ لاملونه" په اړه خپل دوهم څیړنیز راپور خپور کړی دی.
دغه څیړنه چې د افغانستان د ۱۴ ولایتونو ۱۹۰۰ کسانو په کې برخه اخیستې، موندلې چې شتمن او زورواکه خلک د ۱۰ نه تر ۱۸ کلونو ماشومان د "جنسي ګټو لپاره ګوماري".
په ځینو سیمو کې له دغو ماشومانو چې ښځینه کالي يې په ځان وي، په میلمستیا ګانو او د واده په محفلونو کې د ناڅګر په توګه کار اخیستل کېږي. د دغه ډول محفلونو نه وروسته، ماشومان شخصي کورونو یا هوټلونو ته وړل کېږي او هلته پرې جنسي تېری کېږي او ځینې وخت ان ډله ایز جنسي تېري هم پرې کېږي.»
 http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/08/140821_bm_bacha_baazi_sodomy_afghanistan_human_rights.shtml


یو کوچنی چې د دغسې نا وړه او غیر انساني اعمالو په دایره کې را ګیر وي او د دې اعمالو په پایله کې یې شخصیت له صفر درجې نه هم ښکته لویږي، هغه ته به ادبیات څه مانا ولري، د کوچنیانو ادبیات به هغه ته څه ګټه ورسولای شي؟
 میډیا، یو وار نه، بلکې په سلګونو ځلې د کوچنیانو د ژوند دناوړه او غیر انساني حالت په باب راپورونه ورکړي دي، مګر څوک به یې واوري او څوک به یې وګوري؟   
«د جون لومړۍ نیټه د ماشومانو له نړيوالې ورځې سره سمون خوري. دا ورځ په افغانستان كې په داسې حال كې ولمانځل شوه چې افغان ماشومان له بیلابیلو ستونزو او ګواښونو لكه د تعليم له حق څخه محروميت، درنو كارونو، روغتيايي خدمتونو ته نه لاسرسي، په نشه يي توكو روږدېدلو، قاچاق او په جګړو كې وژل او ټپي كیدو سره مخ دي.
كه څه هم افغان حكومت په تیرو لسو كلونو كې د ماشومانو د حقونو په برخه كې كوټلي ګامونه پورته كړي دي چې په ښوونځيو كې د ماشومانو زياته شمیره او له خطر سره مخ ماشومانو تر پوښښ لاندې راوستل له دې اقدامونو څخه دي، خو لا هم زموږ د هیواد ماشومان په ډېر ناوړه وضعيت كې ژوند كوي.».

http://tkg.af/pashto/report/research/12180-افغان-ماشومان-او-كړاوونه

ټول هغه څه چې په یاده دوره کې له ماشومانو او کوچنیانو سره شوي او یا اوس ورسره کیږي، هغه د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د ملګرو ملتونو«د ماشومانو د حقوقوتړون، میثاق حقوق اطفال» له قوانینو سره مغایرت لري. زه د بحث د اوږد والي د مخنیوي په خاطر د دې تړون هیڅ ماده نه را نقلوم، درانه لوستونکي کولای شي د ملګرو ملتونو «د ماشومانو د حقوقو تړون» چې څلور پنځوس مادې لري، په لاندې لینک کې په غور سره ولولي او بیا زموږ په ټولنه کې له ماشومانو او کوچنیانو سره د تر سره شوو اعمالو آیینه، د دې قانون آیینې ته مخامخ کیږدي، دواړو ته دې وګوري او بیا دې قضاوت وکړي:
http://www.afghan-german.net/upload/elmi_bibliothek/qavanin_childrenrights_convention_dari_pashto.pdf  
 
څومره ناروا او ظلم چې د افغان کوچنیانو په برخه کې شوی دی، که په تفصیل سره وڅیړل شي، کتابونه به ورنه جوړ شي، ما یې یوازې څو بیلګې دلته یادې کړې.
د طالبانو د حکومت له ړنګیدونه وروسته چې په افغانستان کې د امریکايي او اروپايي دیموکراسۍ ګلیم وغوړول شو، دهغې په دایره کې د مطبوعاتو د ازادۍ په نامه يو پالیسي جاري شوه چې د میډیا په سل ګونو ډولونو په فعالیت پیل وکړ. څوک روا څوک نا روا، څوک خپل وطن خلکو او ملي ګټو ته وفا دار او څوک خیانتکار، څوک ښه او څوک بد؛ هر چا تر خپلې وسې د خپل پلان او پروګرام له مخې د دیموکراسۍ نه په روا او ناروا استفادې سره خپل کار پیل کړ او اوس هم روان دی.
د دیموکراسۍ په دې اړو دوړ کې د میډیا په بیلابیلو برخو کې قلموالو د کوچنیانو روزنې، په تیره د کوچنیانو ادب ته هغومره چې شاید او باید پاملرنه ونه کړه. زما هدف دا دی چې د کوچنیانو د ادب په برخه کې د کار او زحمت امکانات ډیر وو، خو کوچنیان د مشرانو او قلموالو هیر وو. یوازې د ګوتو په شمار لیکوالانو په دې برخه کې قلم و چلاوه، شعرونه او مقالې یې ولیکلې هغه هم بې فایدې. بې فایدې په دې چې د لوستلو یې څوک نه و او په حاکمیت کې د ناستو کسانو په ډله کې داسې څوک نه و چې د کوچنیانو ستونزو او سم روزلو ته هغسې چې ښايي، پاملرنه وکړي.

د اوومې برخې پای