غزل
13.03.2015 23:17وايه څـنګه درته را غلمه بې صــته
چې نه لاره دې معلومه وه نه پـته
څومره مست مې کړې اشنا ګڼې خاموش وې
زما دنرم غوندې مزاج له حرکتـــــه
نــن سبا چې دې ستائيل کيږي ګلابه
دازما دخـــاورين رنګ لـــه برکـته
سودائي دې کړم په خدای ليونې خياله
ځا ې مې نشته کله دلته، کله هلته
په رڼا ورځ چې مې خکل کړې وايه څنګه
داهــم زماد جرئت لــه پــرمختګه
ستاد حـــسن دتعـــظيم لپــاره خـيردی
سترګې جيګې وړم خو سر به کړمه ښکته
چاګلاب غوندې ( ارين ) راځينې يوړو
هــسې پاتـې يم اغــزونه ډکه لښـــته