د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نېکمرغه او خوښه کورنۍ

شفیق حقپال 12.03.2015 11:05

  تجربو ثابته کړې هغه ماشومان چې په خوښه کورنۍ کې لویږي له هراړخه بریالي وي . له دیني اړخه د خوښې کورنې لپاره ډېرې لارې چارې شته چې ځینې یې بیانوو:
-    دالله ج په رضا راضي واوسی دنېکمرغه او خوښې کورنې ددرلودولپاره په کارده چې کورنۍ دالله ج هر امر ته غاړکیږدي او او هرڅه چې ورته پېښېږي پرې راضي شي او په کورنیو کې له ماشومانو نه هم وغوښتل شي چې دا حقیقت ومني ، ځکه دالله ج په قضا او قدر رضامندي  کورنیو ته داسې خوښي ورپه برخه کوي چې دکورنۍ تول غړي ځان خوښ احساسوي
-    خپلو مینځو کې تفاهم ولری ، ددې لپاره چې د کورنۍ ټول غړي یو بل درک کړي او یو دبل غوښتنو ته پام وکړي لازمه ده چې ددغې کورنۍ غړي خپل مېنځ کې سره تفاهم ولري په خپلو مېنځو کې سره ښه معاشرت ولري او کشران دمشرانو درناوی وکړي او مشران باید په کشرانو شفقت ولري .
-    د رسول الله په څير ژوند وکړي : له خپلو دوستانو او خپلوانو سره ښه رفتار بل هغه لامل دی چې کارپوهان وایی چې په یوه کورنۍ کې نېکمرغي رامینځته کوي . دیو مبارک حدیث مضمون دی چې رسول الله ص فرمایي:" آیا تاسو له داسې کسانو خبر کړم چې له ماسره ډیره تشابه لري ؟ صحابه وویل هو خبر راکړه ، رسول الله ص وفرمایل هغه کسان چې ښه اخلاق ولري ، نرم خوي ولري ، خپلو خپلوانو سره نیکي وکړي ، خپل دیني ورونه پرې ګران وي ، په حق کې صبر ولري ، خپله غصه وخوري او دنورو په وړاندې تیریدنه وکړي او په خوښۍ او غم کې انصاف وکړي." که چيري دیوې مسلماني کورنۍ غړي دغه عادتونه چې رسول الله ص درلودل خپل کړي نوله شک پرته به چې یوه خوښه او سوکاله کورنۍ وي.
-    یو بل ته ډالۍ ورکړي او یوبل ګران کړی: هره کورنۍ چې غړي یې یو له بل سره صمیمي وي ، یوبل ته په هره مناسبه موقع کې ډالۍ ورکړي او یو بل ګران کړي ، دغم او ښادی په وخت کې یو بل سره مله وي . دغه کورنۍ به هم نېکمرغه او له خوښیو ډکه کورنۍ وي.
د مېرمنې  او خاوند دګډ ژوندانه دبری یوشمېر رازونه :
داسمه خبرده چې وایی عمل له خبرو ښه دی خو کله کله خبرې هم داسې تاثیرات لري چې له عمل نه ډیرې مهمې وي ، خپلې مېرمنې او یاهم خپل خاوند ته وایی : ( راباندې ګران یا ګرانه یی) دغه ساده خبر کولای شي داسې یو احساس ستا دکورنی ژوند دشریک په فکر کې ایجاد کړي چې تاسو پرې لانور هم ګران شی.
 یوڅه محبت له ځانه ښکاره کړی ، هغه ډول کړنې چې د محبت او صمیمیت ښودنه کوي کله کله ستاسو دژوند شریک ته داسې مینه او محبت ورکوي چې ستاسو دژوند لمحې بدلوي او خوندورې کوي يې همداسې وکړی .
دخپل خاوند یا میرمنې ستاینه وکړی ، هغه څه مو چې دژوند دشریک په اړوند خوښېږي هغه ته ووایی ، هغه څه چې صفت یې وشی ، ښېګڼې یې، په وړتیا وو کې لامرسته ورسره وکړه چې ډېرې شي.
ځان تقسیم کړی ، هغه څه مو چې په ژوند کې نه خوښېږي هغه ځان لپاره وساتی خو هغه څه مو چې خوښېږي او په تاسو کې شته هغه مو له خپل دژوند له شریک سره تقسیم کړی ، ستاسو دژوند شریک باید چې ترهر بل چا تاسو ته نږدې کس واوسی .
کله  مو چې دژوند شریک وغواړی نو ورسره واوسی : کله چې هغه کومه ستونزه ولري یا کومه اندیښنه ولري ورسره غمرازی وکړی ، ورسره دزړه خواله وکړی په دې توګه کولای شی آرامښت ورته راولی.
 تحفه او ډالی ورکړی : له فرصتونو څخه دډالۍ ورکولو لپاره کار واخلی ، یو ښه کتاب ، یو ښه خوراک ، ګاڼه یا کالي . هرکوچنی یا لوی شی چې تاسو یی فکر کوی مقابل جانب مو پرې خوښیږی وریی کړی یا که هیڅ نشی کولای یو یادښت ورته لیکی او په هغه کې دخپل محبت څرګندونه وکړی.
دژوند دشریک احتیاجاتو ته په سخاوت سره ځواب ووایی ، تاسو له یوه انسان سره واده کړی نه له یوه ماشین سره دغه انسان اړتیاوې لري اوهم دغه انسان له تیروتنو ډک دی دغه دهغه خصوصیات دی نه یی ستونزې او باید دهغه په ستونزو ځان خبر کړی ، هغه ، هغه ډول چې دی، قبول يې کړی له ستونزو او تیروتنو سره سره یی قبول کړی . کوښښ مه کوی چې تیروتنی یې لویی وښيي له هغو تیر شی او تاسو ورته تیر وتنه وکړی ، اوس مو همدا دژوند شریک دی که مو هرڅوک دژوند ملګری وایی خامخا یوه نه یوه ستونزه به یی درلوده ځکه هیڅ انسان کامل نه دی نو اوس پرخپل قسمت راضی شي او له محبته ډک ژوند وکړی .
که څومره بوخت ژوند لری خو بیا هم خپل دژوند ملګری ته وخت ورکړی حتی که په اونۍ کې یوه شپه او یا یوه ورځ هم وي ورسره یواځې یې تیره کړی او دزړه خواله ورسره وکړی.
هیڅ هم کم مه نیسی . که دژوند ملګري مو هرڅه تاسو ته درکړي وي مننه یې وکړی پام مو وي که په کورني ژوند کې خوښ وې نو په ټولو چارو کې به خوښ وې .

دبرابری له قانون څخه ګټه واخلی دژوند له ملګری سره داسې وضیعت وکړی چې تاسو یی ترې غواړی ، هیڅکله هم غیر منطقي غوښتنې مه کوی.
دنورو په وړاندې دژوند ملګری مه تحقیروی، دژبې له آزار نه لرې والی وکړی.
 تل دالله له قانون او اوامرو څخه پیروی وکړی هغه ډول ګډ ژوند وکړی څه ډول یی چې دین غوښتنه کوي او دقرآن او سنتو غوښتنه وي بیا وګوری چې ژوند به مو څومره بریالی او خوندور وي.