د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مناسبت په بست کلا کي غونډه‏

بریالی هلمند 12.03.2015 11:04

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

نن د تاریخي او لرغونو میراثو د ساتني د نړیوالي ورځي په مناسبت د هلمند د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست ، مدني او فرهنګي بنسټونو په بست تاریخي کلا کي د یوې غونډي پر مهال د ملي یوالي د حکومت څخه د هلمند د لرغونو میراثونو  په ځانګړې توګه د بست  د ستري تاریخي کلا د رغوني غوښتنه وکړه .
غونډي ته د هلمند د اطلاعاتو او فرنګ ریاست مرستیال ښاغلي فرید احمد فرهنګ او په هلمند کي د مدني ټولنو د همږغی د مرکز مشر ښاغلي فرهاد داوري تر څنګ یو شمیر مدني فعالانو ،  د ټولنو مشرانو او لیکوالو ویناوي وکړې ، د لاندي فعالانو او ټولنو څخه مننه چي په غونډه یې رنګینه کړه :

    •     شاه محمود حسرت – لیکوال
    •    ستار ستوری – مدني فعال
    •    عبدالهادي عمري – د ژوند فرهنګي ټولني مشر
    •    شریف عظمي – مدني فعال
    •    سردار محمد همدرد – د هلمند مدني ټولني مشر
    •    عبدالغفار اسحاقزی – د بست مدني ټولني مشر
    •    مسعود ځلاند – د فکر او عدالت دمدني ټولني مشر
    •    سید محمد حیرت – د هلمند ادبي بهیر مشر
    •    عطاالله افغان – د ولایتي شورا غړی
    •    متین ذاکر – د وزیر محمد اکبر خان د مدني ټولني مشر
    •    نوید احمد وطنوال – د مدني ټولنو د همږغی د مرکز مرستیال
    •    شفیق ژمن -  مدني فعال
    •    اظهار – تکړه سندرغاړی