د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یوازې د سولې وسله د جګړې تود سنګرفتح کولی شي

محمد انور ولید 10.03.2015 21:17

ابوالبشرحضرت آ د م (ع) پاني نړۍ ته د خپل ځوځات او کورني تشکیل له پاره د خپل بشپړانساني سلوک او سیرت ترڅنګ په لومړي ځل د خپلې کورنۍ مسؤولانه دندې ( ریاست ) ته د صحیفوي الهي قانون (آ سماني دستور) په چوکاټ کې د ربّ العزت له پلوه را لېږل شوی . خو دا هم باید په یاد ولرو چې د آ د م (ع) د دې منصب ترڅنګ انسانیت او خواخوږي هم د ده د کورني ژوند د بنسټ ډ برې وې . د آ د م (َع) په وینه کې د توحید ـ میعاد او رسالت تر څنګ پرته له اُنس او الفت څخه د شر، فساد او نا امنیوپه نوموم  کوم بل څه ځای نه درلود . له همدې کبله حضرت آدم (ع) د تاو تریخوالي او تشدد سخت مخالف ؤ . تر بني آدم مخکې چې کوم د شر ، فساد او فتنو اچولوابلیسي نظام له مینځه تللی ؤ ، له هغه څخه آدم (ع) وا ر له مخه پند اوعبرت اخیستی ؤ . ځکه په شر، فساد او فتنو کې مرګونه ، ژوبلې او ورانې ویجاړې نغښتې وي ، خو په ورورۍ ، انساني خواخوږۍ ، مینه او اُلفت کې بیا رغونه او د انسان له خوا انسان ته د خدمت کولو ضمانت پروت وي . چې انساني زړونه یو بل ته په ډادمنه فضأ کې سره یو ځای کوي .   
له بابا آدمه تر دې دمه پورې د پیغمبرانو او نبیانو ټولې سلسلې او مأموریتونه د بشري ټولنو د ضرورت په اړوند مینځته راغلي او هر نبي او هر پیغمبر خپل امت ته په عباداتو کې د یوه الله (ج) پرعبادت او پرستش ـ او په معاملاتو کې د انسانانو تر مینځ د ښو او نېکو اړیکو پاللو توصیه کړې ده .
موږ چې د نبي آخرالزمان حضرت محمد (ص) امتیان یو ـ هم پر دې باندې مکلف یو چې باید د خپلې انساني وجیبې او اسلامي مکلفیت له مخې خپلمینځي ستونزې او کشالې په خپله هوارې کړو .
که په خپله نه شو کولای ـ باید د خپلو ګاونډیانو او د سیمې له نورو هېوادونو څخه د خپلې کورنۍ سولې په راوستو کې مرسته وغواړو ، ځکه چې دا مهال د افغانستان ستونزې سیمه ییزاو نړیوال اړخونه خپل کړي دي ، او هغه ګاونډیان او د سیمې نورهېوادونه چې د افغان کشالې د نا امنیو پړسوب تر دوی پورې هم ور رسېدلی دئ ، باید د زړه له کومې له افغان مشرانو سره د افغان ستونزې د هواري په خاطر کښېني ـ او په اړه یې کوټلي ګامونه پورته کړي . ځکه د افغانستان امنیت د سیمې او نړۍ له امنیت سره مستقیماً تړلی دئ . که په افغانستان کې ثبات او امنیت وي ، په سیمه او نړۍ کې هم امنیت مینځته را خي ، او که په افغانستان کې نا امني او بې ثباتي وي ، نو بیا په سیمه او ټوله نړۍ کې امنیت نه شته ، دا ځکه چې د افغانستان د ثبات ، امنیت ، ټیکاو او بې ثباتیو ټول عناصراود هغوی واګې ټولې له افغان ګاونډیانو ، د سیمې له هېوادونو او نړیوالې سر مشریزې سره په یو شکل نه په یو شکل تړاو لري . او د مار په نیولو مارګيرښه پوهېږي ، ځکه سوړې او خواص یې ورمعلوم وي .
که چېرې افغانستان ته داسې شیطاني ماران په مرموزو لستوڼو کې ساتل کېږي چې په خپله خوښه یې هر وخت د افغان نظام په وړاندې استعمالوي ، په خپل دې کار سره به هېڅکله هم خپلو موخو ته ونه رسېږي ، د مارانو په ځاله کې هېڅوک خپل ځان خوندي نه احساسوي او د م ګړۍ یې هرچا ته په کې د ټک ورکولو او چیچلو وېره شته . ځکه چې په خپل لستوڼي کې د نورو له پاره د مارانو ساتل خپله یوه داسې تو طیْه د ه چې په اصل کې د نا امنیو سبب جوړېږي . نا امني که په هرنامه وي ، بیا یې هم پایله پرتشدد، تاو تریخوالي او جګړو ور ګډ ېږي . اوجګړې مرګ ژوبلې له ځانه سره لري . ځکه د جګړو په قاموس کې انساني همزیستي ، زړه سوی ، ملي یووالی ، صداقت او بیا رغونه نه شته . جګړه که هر څومره سپېڅلې او پاکه شي ، بیا یې هم له خولې د تاو تریخوالي ، تشد د ، کرکې ، پټومعاملواو منافقت  د هوږې بوی را وځي . له همدې کبله جګړه پر جګړې سره  نه ګټل کېږي ، ځکه تر شا یې د انتقام او بدلې تارونه د راتلونکو نسلونو تر مینځ سره غړل کېږي .  
له دې ټولو سره سره تېرو ته په کتو بیا هم موږ مجبور یو چې خپل خوابدي افغان مخالفین له نوروښکېلو خواوو څخه را بېل ـ او له ځان سره یې خپل ګډ ژوند ته کولو ته وهڅوو ، ا و دا کار په اغېزمنه عملي سوله کې ترسره کېدای شي . داسې سوله چې د هېواد دغه ملي ناورین ته د پای ټکی پرې کېښودل شي      . خوپه کومو خولو ، څه ډول منطق ، څه ډول روېښ ، کوم استدلال ، کومو څېرو او کومو نیتونوسر ه دا کارترسره کېدای شي ؟     
                                                                                                                                                                  
سوله خو کومه (ان جي او) یې پروژه هم  نه ده چې پرو پوزل ور ته جوړاو بجټ پرې ترلاسه شي او خپل ځانته د درآمد یوه وسیله ترې جوړه کړي . بلکې سوله د سوله ییزو مهارتونو یوګډ مېکنېزم او د مستعد تفاهم یوه وسیله د ه چې پر تعمیل یې په تمثیلي ډول د هغو سپېڅلو، با ایمانه او با وجدانه خلکو په خوله چې د افغاني ټولنې ، سیمې او نړۍ پر زورواکو ، سیمه ییزو ، اقتصادي او پوځي خوځښتونو باندې استدلالي اغېز ، درایت او بصیرت ولري د تودي جګړې سنګر فتح کولی شي . تر څو د سیمې او نړۍ اغېز ناک خلک د افغانستان پر ګاونډیانو او ښکېلو خواوو باندې زور راوړي چې لومړی جنګ و دروي ، او بیا د دواړو خواوو مطرح خلکو ته د خبرو کولو ، خبرو اورېدو او ګډ تفاهم ته زمینه مساعده کړي ، چې پر مټ یې بیا د بنسټيزې دایْمي سولې له پاره د پخلاینې دا پروسه ګام په ګام بري ته د رسېدو پر لاره پر مخ ولاړه شي .