د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هزاره ګان څوک وو او چېرې اوسیدل

سورګل ژمن تڼی 10.03.2015 22:13

زه په انټرنېت کې د هزاره ګانو په نوم د یو ستر قوم له خبرې سره مخ شوم. د هغې قوم په اړه به زه خپل لنډ معلومات له لوستونکو سره شریک کړم. که څه هم د هغې هزاره قوم اړوند، له ډېرو پخوا وختونو څخه یو شمېر پوهانو څېړنې کړي وې او کتابونه یې پرې لیکلي وو، خو د بېلو عواملو او دلیلونو له امله، هغه څېړنې عام شوي نه وې او په نورو ورځینیو رسنیو کې یې پراخه انعکاس نه وه موندلی. په دې وروستیو وختونو کې د هغو پوهانو او نورو نویو پوهانو څېړنې او نظریات، ممکن په نورو ډولونو خپرونو کې هم راوتلي اوسي، خو زما لاس ته نه دي راغلي. ما د هزاره ګانو په نوم د یو ستر قوم د شتون او د هغو د لومړنیو وختونو د ځای په اړه چې څه واوریدل، هغه یو شمېر وېدیویي خپرونې دي. دا وېدیویي خپرونې هم د پخوانیو پوهانو د کتابونو اوله اوسنیو پوهانو سره د مصاحبو او خبرو کولو پربسټ جوړې شوي دي. ما د څو وېدیوګانو له اوریدو څخه، ځینې ټکي راوایستلی شول او هغه ټکي درنو لوستونکوته لاندې په څو کرښو کې وړاندې کوم. خو مخکې له دې چې دا کرښې وړاندې کړم، باید ووایم چې زه د تاریخ زده کوونکی نه یم پاتې شوی. نو ځکه له بهرنیو تاریخونو څخه هېڅ معلومات نلرم.
ویل شوي دي چې د هزاره په نوم خلک په ډېرو پخوا وختونو کې کوچیان وو. مختلف څېړونکي او پوهان وايي چې دغو کوچي خلکو به د ساړه او ګرمیو په وختونوکې، له قفقاز څخه نیولي بیا د چین تر پولو او ان د هندوستان تر پولو پورې تګ - راتګ او ژوند کوه. هغوی د شپږمې پېړۍ په دویمې نیمه یي او د اوومې پېړۍ په لومړیوو ختونوکې، د قفقاز په سیمې کې ساکن شول او له ځايي خلکو سره چې الان نومیدل، ګډ دولتډوله جوړښت یې رامنځته کړو.
دوی خپل پخوانی کلیوالي ډوله مرکز یا پلازمېنه له برنجر څخه د کسپین غاړې ته یووړه او هلته یې د سیمندر په نوم ښار، پر داسې ځای باندې آباد کړو چې د آسیايي او اروپايي هېوادونو د وچې او اوبو له لارو زیاته سوداګري پرې کیدله. هزاره ګانو به د سوداګرو له بهیرونو (کاروانو) څخه بدرګې (باج) اخیستلې. له دې کبله چې د سوداګرو له بهیرونو سره به وسلوال سړي وو، نو دوی به کله کله د بدرګې له ورکړې سرغړونې کولې. خو هغو سوداګرو چې دوی ته به یې د بدرګې له ورکړې څخه سرغړونه وکړه، دوی به هغوی د خپل لښکرد مشر کا ګانټ په امر ټول سوداګر او وسلوال سټول او د دوی ټول مالونه به یې ورڅخه وړل.
د هزاره ګانو د لښکر مشر کاګانټ بلل کیده اود هغوی مذهبي مشرچې د دولت مشر هم وه، د بېک په نوم یادیده. په بل عبارت، بېک پرمذهبي مشرتوب برسیره، بشپړ دولتي واک او اختیارهم په لاس کې درلود. کاګانټ د بېک له خوا ټاکل کیده او هغې کولی شول چې کاګانټ له دندې وشړی او حتا ویې وژني. کاګانټ به کله کله د خپلو لښکرو له خوا هم شړل کیده او حتا وژل کیده به هم. کاګانټ له څلوېښت کاله زیات وخت، کاګانټ نشو پاتې کیدلی.
هزاره ګان ډېر پیاوړي او سخت جنګیالی خلک وو. دا له دې امله چې هغوی په پېړیو پېړيو په جګړو بوخت وو. هغوی د منځینۍ آسیا او ختیځې اروپا زیاتې برخې لاندې کړي وې. دوی د قفقاز ټوله سیمه د لاس لاندې لرله. دوی اوسنی ګرجستان، ارمنیا او اذربایجان او همدا ډول د تورې بحیرې د غاړې سیمې تر کریمیا پورې لاندې کړي وې. دوی د چین پولو ته ځانونه نیږدې کړي وو. دوی په وروسته کې تر کیف او ان یونان پورې ورسیدل.
هزاره ګانو آسیايي او اروپايي هېوادونوته سودا ګرۍ کولې. هغوی عربو او ایران ته سوداګریز توکي وړل او له هغو هېوادونو څخه یې خپل هېواد ته د لومړنیو اړتیا وړ توکي او اروپا ته سوداګریز ټوکي راوړل. دوی همدا ډول، له اروپایې هېوادونو څخه عربو او ایران ته سوداګري کوله.
هزاره ګانو له هغو هېوادونو څخه چې دوی فتح کول، باج اخستو. د دوی لښکرې کله کله د عربو پر لورهم تللې او فتوحات یې کول. خو د اوومې پېړۍ په دېرشمو کلونو کې، یانې هغه مهال چې په عربو او سیمې کې د اسلام دین د پراختیا او لوړتیا په حالت کې وه او هرلورته په چټکۍ سره خوریده، د مروان ابن محمد په مشرۍ اسلامي لښکرې د قفقاز سیمې ته هم ننوتې. د اسلامي لښکرو سره د کاګانټ بولان په مشرۍ د هزاره لښکرې سختې وجنګیدې، خو د هغو سختو جګړو په پای کې، د کاګانټ لښکرو ماتي وخوړله. د کاګانټ لښکرو له ماتي خوړلو څخه وروسته، هغوی اسلام قبول کړو. د هغو له اسلام قبلولو وروسته، مروان خپلې لښکرې بېرته پرشا او له قفقاز څخه وایستلې.
اتنیکي جوړښت او عقاید:
د هزاره قوم د اتنیکي جوړښت په اړه د پوهانو ترمنځ تفاوتونه شته دي. دوی وايي چې هزاره ګانو آسیايي، د ختیځې اروپا او افریقا نېژادي رېښې لرلې. خونیږدې ټول په دې خبرې یوه خوله دې چې د لوېديخې اروپا د نېژادونو رېښې پکې نه وې. یو زیات شمېر پوهان په دې نطر دي چې د هزاره قوم درې اتنیکه خلک وو. هغوی په مخکې وختونه په دیني لحاظ عیسویان او یهودیان وو. خو لکه چې وویل شول، د اوومې پېړۍ په دېرشمو کلونوکې له دوی څخه یو شمېر مسلمان شول. په دې ترتیب، د دوی درې ډوله دیني اړوندتوب (عیسویت، یهودیت او اسلامیت) منځته راغلو. د هزاره قوم ستره اتنیکي ډله شکیناز نومیدله. د دې ډلې وګړو د هزاره قوم د نفوسو نوي سلنه برخه جوړوله. دوی په څېروکې اروپایانوته ورنیږدې وو. دویمه غټه ډله سیفاردي یا سیفاردیان نومیدل چې د هزاره ګانو د ټول نفوس اته سلنه خلک وو. پوهان وايي چې دوی آسیايي او څه افریقايي رېښې لرلې. ځينې پوهان د دې ډلې عمدا رېښې ترکي کڼي. دریمه او له نورو کوچنۍ ډله خلک اسرایل (سیمت) وو چې د هزاره ګانو د نفوسو دوه سلنه یې جوړوله. د پیل په وختونو، یانې ترهغه مهاله چې دې خلکو ته اسلام نه وه ورغلی، اسرایل (سیمت) او په وروسته کې سیفاردیان یهودي مذهبه او شکینازعیسویان وو. خو لکه چې وویل شول، په وروسته وختونوکې هغوی یو شمیرمسلمانان شول، یانې اسلام او مسلمانان هم پرې ورګډ شول.
هغه مهال چې د هزاره ګانو په منځ کې مسلمانان پیدا شول، دوی خپله پلازمېنه له سیمندر څخه د ولګا سیند غاړې (اوسني داغستان) ته یووړه. دوی هلته د اېتیل په نوم ښار آباد کړو. د هغې ښار کنډوالې چې په اوسني داغستان کې دي، اوس وختونه د سېلانیانو او څېړونکو لپاره مهم موزیم دی.
د هزاره ګانو ژبه ایدېشي وه. هغه ډول چې د هزاره قوم له مختلفو اتنیکو څخه ترکیب شوی وه، د هغوی ایدېشي ژبه هم د اسرایلي، تورکي، عربي، سلاوي او یو څه جرمني له ژبو متأثره شوي وه.
د هزاره ګانو بېکان او کاګانټان د اسرایلو له اتنیک څخه وو. له دې امله چې د اسرایلي بېکانو او کاګانټانو له خوا، د هزاره د قوم پر نورو اتنیکونو او مختلفو قبیلو ظلمونه کیدل، نو په نهمو، لسمو او یولسمو پېړیوکې، د هزاره ګانو د مختلفو قبیلو له خوا د دولت پرضد او په خپلو منځو کې سخت مخالفتونه او جګړې رامنځ ته شوې. دوی له یوې خوا په خپلو منځو کې په سختو کورنیو جګړو سره اخته شول او د بلې خوا د دوی پرضد د روسانو جګړې ډېرې سختې او دوامدارې شوې. د هزاره ګانو او روسانو ترمنځ جګړو، شاوخوا یوه نیمه پېړۍ دوام وکړو. د هغو اوږدو جګړو له امله، د یوولسمې پېړۍ په پای وختونو کې، هزاره ګانو سخته ماتي وخوړله. له هغې ماتي خوړلو وروسته، د هزاره قوم غټه برخه خلک د اروپا پرلور ولاړل. د هغوی یو ګڼ شمېر نور پر خپلو پخوانیو مېنو پاتې شول چې ځینې یې اوس وخت د فدراتیفې روسیې جموریتونه دي. له هغو څخه داغستان، چېچنیا،...، د بېلګې په توګه یادولی شو. د هزاره قوم یو شمېر خلک د آسیا د نورو هېوادونو پر لور وکوچیدل او ولاړل. خو هغو ټولو ډلو خلکو چې د خپل دولت له ړنګیده وروسته، پخپلو پخوانیو مېنو پاتې او یا اروپا او امریکا ته وکوچیدل، هېڅ کوچنۍ یا لويې ډلې خپل پخوانی زوړ قومي نوم (هزاره) ونه ساتلی شو او یا ونه ساتلو. خو که چېرې د افغانستان هزاره او د پاکستان هزاره (هزاره ډوېژن) خلک، د هغې هزاره قوم له خلکو څخه چې په اوومې پېړۍ کې یې د قفقاز په سیمې کې دولت جوړ کړی وه، کومه پښه واوسي، نو دا دوی دي چې هغه د نیکونو زوړ قومي نوم یې ساتلی دی.
زما د افغانستان له سترو پوهانو او د تاریخي پېښو له علمي څېړونکو څخه، په ډېر درناوي هیله دا ده چې دوی د افغانستان خلکوته پردې ډول تاریخي پېښو باندې د باور وړ سندونو په را سپڼړلو او وړاندې کولو سره، پراخه رڼا واچوي او د افغانستان خلک د خپلو وروڼو قومونو له تاریخي اتنیکي رېښو څخه لا زیات خبر کړي.
دا لاندې هغه وېدیويي ادرس دی چې زه ورسره مخ شوم او ځینې ټکي مې ورڅخه وایستل او ستاسو ګرانو لوستونکو په اختیار کې مې کېښودل.
https://www.youtube.com/watch?v=fhNkoVLeh8E