د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انسانانو تبادله

یاسر الهاشمی 10.03.2015 21:13

د صافی په وينا هغه افغان ځوانان چې د پاکستان او ایران له لارې غواړې ترکيې او اروپايي هيوادونو ته ځانونه ورسوي، تر تهران پورې له( ۲۰ ) څخه د زیاتو قاچاقبرانو تر منځ تبادله کیږي.
نوموړې زياتوي:
(( سپين بولدک ته له رسيدو وروسته قاچاقبر وويلې چې دلته به دمه شو تر څو نور ځوانان هم راورسيږي او بيا د ایران په لورې حرکت وکړو، تر دوه شپې دمې وروسته زمونږ شمير( ۱۴۰) تنو ته ورسيد.
په دريمه ورځ د شپې په اته بجو په ډاټسن ډوله ګاډو کې د ایران په لورې وخوځيدو، په داسې ډول چې په هر ډاټسن کې ۴۰ کسان سپاره و، د کښيناستو ځای نه و، ټول ولاړ وو، کله چې به ستړی کيدو بیا به په دوه ښپو کښيناستو.))
صافی وایی چې دوی ډير په داسې لارو سفر وکړ چې هلته د پوليسو ويره نه وه او دغه لارې ټولې کچه (خامه) وی.
نوموړی زياتوي چې تر( ۴۸ ) ساعتونو مسلسل مزل وروسته د ایران چابهار سيمې ته ورسيدلو او په دغه موده کې د خوراک، څښاک، اودس او لمونځ اجازه نه وه، که هر څومره سخته درباندې راشي مجبور یی چې وه یې زغمې.
(( شپه مو په چابهار کې تيره کړه او سهار په هماغه ډاټسنونو کې مو د بندر عباس په لورې حرکت وکړ، دغه سفر مو په ځنګلونو او د غرونو په لمنو کې و چې له خطر څخه خالې نه و، تر اتو ساعتونو مزل وروسته يوي ليليی ته ورسيدو، ډوډې مو نوش جان کړ او د دمې لپاره پاتې شو.))
صافی وایی چې په ايران کې قاچاقبرانو د قاچاقي مسافرو د دمې لپاره لپاره ليليی (دمه ځای، شپې تیرولو ځای) جوړې کړي، دغه ليليي اکثرا په ځنګلونو کې او د پوليسو له سترګو پناه وي.
(( تر شپې پورې په دغه لیليه کې پاتې شو او کله چې هوا تیاره شوه د بندر عباس په لورې وخوځيدو، بندر عباس د چابهار څخه [۹۴۵] کيلومتره فاصله لری، خو موږ شايد بندر عباس ته د رسيدلو لپاره[ ۱۹۵۰ ]کيلومتره فاصله طی کړی وي.))
د صافي په وينا ليليي څخه د بندر عباس په لورې په کرولا ډوله بنز ګاډو کې سفر کړی چې په هر ګاډی کې ( ۱۵) کسان يي ځای پر ځای شوی و .
پداسې ډول چې څلور تنه يي په ډاله (ټولبکس) کې ځاي کړل او ډاله يي پرې بنده کړه، لس تنه په شاتنۍ سيټ کې او يو تن هم د ډريور سره په مخکنۍ سيټ کي.
زموږ سفر د شپې لخوا وه او ګاډې به ډیر په سرعت مزل کاوه، په کوم ځای کې به چې د پوليسو د ګزمی ویره وه هلته به مو پياده مزل کاوه، همدا لامل وه چې زموږ سفر ډير وخت و نيو.))
د صافي له قوله هغه له څوارلسو ساعتونو مزل څخه وروسته بندر عباس ته رسيدلی او له بندر عباس څخه پرته له دمې د شيراز ښار په لورې خوځيدلی و.
د شيراز ښار له بندر عباس څخه ( ۵۷۶ ) کيلومتر فاصله لري او دغه فاصله يي په څلورو ساعتونو کې طی کړی.
صافی وایی چې تر اتلسو ساعتونو مسلسل مزل څخه وروسته ( د ليليي څخه بندر عباس ته + له بندر عباس څخه شيراز ته) رسيدلی او په دغه اتلس ساعتونو کې نه یی خوراک کړی او نه يي هم اوبه څښلي.
:(( شيراز کې مو دوه شپې تیرې کړی، دوه شپې وروسته له (۷۶ ) تنو نورو ځوانانو سره يو ځای د تهران په لورې و خوځيدو.))
تهران د شيراز څخه( ۹۳۶ )کيلومتره فاصله لري، قاچاقبر وويلې چې یو څو ساعته پياده مزل وکړئ چې له ښار څخه بهر شو او د پوليسو خطر له منځه ولاړ شی له هغې وروسته به په ګاډې کې مزل وکړو.
(( د شپې اته بجې وی چې د تهران په لورې و خوځيدو، لس کيلو متره مزل موکړی و چې مخې ته مو غله را ووتل او هرڅه یی يي را نه واخيست، موږ خالې لاس مخ په وړاندې ولاړو.
له اوو ساعتونو پياده مزل څخه وروسته د شيراز ښار څخه د باندې یو مسجد ته ورسيدو. د مسجد مخې ته کرولا ډوله بنز ګاډې دريدلی و. هر موټر کې ۱۵ کسان سپاره شوو او د تهران په لورې مو حرکت وکړ.
دا چې دغه ګاډې په ډیر سرعت سره حرکت کاوه نو شپږ ساعتونو وروسته تهران ته ورسيدو، په تهران کې مو دوه شپې تيرې کړي ))
ادامه لري....