د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کابل او پنجاپي استعمار

احمدجان تڼی 06.03.2015 21:31

پنجاپی استعماری – تروریستی ادارې د افغانستان په وړاندې خطرناکه لوبه پیل کړیده .
د پنجاب استعماری ادارې یو ځل بیا په افغانستان کی د سولې د پاره د خبرو اترو ډنډورې رامنځته کړي.
باید وویل شی چی تر هر څه پنجاپی استعماری ادارې مشرانو د پاره د هغه هیواد ګټي مهمې دی.
پنجاپ هیڅکله دا ډول ګام نه پورته کوي چي د افغانستان او پښتنو په کې خیر واوسي.
همدا خبره ده چې زیات شمیر څیړونکی ددی څخه ویریږی چی کیدای شی کابل به د پنجاپ سره په سیاسی لوبه کې څه تر لاسه نکړي مګر د پنجاپ په لومه کې به را ګیر شي.
همدارنګه د افغانستان خلکو ته هم خپلې ملی موخې او ګټې مهمې دي.
افغانستان دوه ټوټې دی: ازاد افغانستان ( د ډیورینډ د کرغیړنې کرښې او اموسین ) ، محکوم افغانستان ( د ډیورینډ منحوسې کرښی څخه ها ټولې د تاریخې افغانستان سیمې ) .
د پنجاپي استعماری ادارې په اړوند دا لاندې ټکی د ټولو افغانانو د پاره د منلو وړ ندي:
• د دیوریند کرښي منل او د محکوم افغانستان د خلکو د خپلواکی او د افغانستان سره د هغوی د بیا یوځای کیدو څخه سترګو پټول
• د محکوم افغانستان د خلکو او ازادی غوښتونکو غورځنګونو د ملاتړ پریښودل او د هغوی په ځپلو کی د پنجاپی استعمار سره مرسته
• دخپلی کورنۍ او بهرنی ازادی د لاسه ورکول
• په خپلو طبعی منابعو باندی دواک د لاسه ورکول
پخوانی اولس مشر ښاغلی حامد کرزی هم په افغانستان کی د سولې د ټینګښت د پاره یوویشت واره د پنجاپ استعماری ادارې مرکز اسلام اباد ته سفر وکړ، او ددې څخه زیات د پنجاپی استعماری اداری مشران کابل ته راغلل.
پخوانی اولسمشر تر ډیره بریده د پنجاپ په ناوړو کړنو او پلانونو سترګې پټې کړې او دا غلطه تیوري یی رامنځته کړه چې : دواړه هیوادونه د تروریزم قربانیان دي.
په داسی حال کې چې پنجاپ د تروریزم را منځته کونکی ، روزونکی او د سیمې او نړۍ په توګه د هغه صادرونکی دی.
افغانستان خلک او په تیره بیا پښتانه د پنجاپی تروریزم قربانیان دي .
پخوانی اولسمشر په قبایلی سیمو او د دیوریند دمنحوسې کرښې سره نږدې د پنجاپی پوځ په ځای په ځاي کیدو باندی سترګې پټې کړې.
پخواني اولسمشر د پنجاپی پوځ له خوا د وزیرستان ، اورکزی ایجنسی، مومند ایجنسی، خیبر ایجنسی اوسوات په ورانولو او د پښتنو په سټولو سترګې پټې کړې او پنجاپ یی دې ته وهڅوه چې دا ډول عملیات نور هم چټک کړي. په نوموړو سیمو کی پنجاپی اردو د بیګناه خلکو په وړاندي داسی جنایتونه تر سره کړل او تر سره کوي چی د نړی په تاریخ کې بې ساري دي.
همدارنګه پخوانی ولسمشر د پنجاپی پوځ له خوا د بلوڅانو بی رحمانه ځپلو په وړاندی یې غږ پورته نکړ.
د خلکو د ویناو سره سم د پخوانی اولسمشر د واک په مهال په لس ګونو کیلومتره ځمکه د ډیورینډ د کرښې را دې خوا د پنجاپی پوځ له لخوا اشغال او وشکول شوه.
پنجاب هیڅکله د تروریزم قربانی نه دي. که د پنجاپ په وړاندی کومه جګړه روانه ده هغه اولسی مقاومت دی.
د خلکو په وینا:
اوس پنجاپ استعماری – تروریستی اداره د ډیورینډ د منحوسې کرښې دفاع نه کوي بلکې د هغه د کړنو جوتیږی چی د افغانستان په پټ اشغال سره غواړي ځان امو سین ته ورسوي.
باید ووایو چی جنرال رحیل شریف په داسی حال کی کابل ته راغی چی ورسره جوخت د لوګر په امنیه کوماندانی برید وشو، همدارنګه د همدی ورځي په بیګا په میوند ولسوالی کی یو زیات شمیر امنیتی سرتیری وژل شوی و.
دا بریدونه ددی له پاره تنظیم شوي و ، چی د جنرال رحیل شریف سره دخبرو په بهیر کی د کابل مشر اعصاب ګډوډ او ونه کولی شی د پنجاپی استعمار په وړاندی کلک دریز ونیسی.
د پنجاپ د استعماری اردو لوی درستیز وویل چی :
د افغانستان او پاکستان دښمن یو دی.
ایا د جنرال رحیل شریف موخه هند دی؟
هند خو د افغانستان هیڅکله دښمن نه و او نه به په راتلونکی کی دښمن شی. دا ځکه چی افغانستان داسی څه نه لری چی د هند سره یی پرې دښمنی را منځته شي.
د جنګیالو په هکله باید ووایم، د پنجاپ اداره هغه جنګیالی چی د پنجاپ استعمار په وړاندی جنګیږی او د افغانستان سره کار نه لری هغه د بدو طالبانو په نوم یادوی . مګر هغه جنګیالی چی د افغانستان په ضد جنګیری هغه ښه بولی او په تیرو دیارلسو کلونو کی یی ترې ملاتړکړيدی.
باید ووایو چی په تیرو دیارلسو کلونو کی کابل او پنجاپ ، تروریزم خپل ګډ دښمن باله.
خو هغه جګړه چې دوی مخته بوتله د تروریزم په ضد نه ، بلکې د پښتنو په ضد وه، چی د ازاد افغانستان او محکوم افغانستان ( د پنجاپ تر نیواک لاندې افغاني سیمو) په سیمو کې په مخ بوتلل شوه .
د وزیرستان ، خیبر ایجنسی، اورکزی ایجنسی ،باجوړ او نورو سیمو کی د پنجاپی پوځ عملیاتو دا په ډاګه کړه چی دا عملیات د تروریزم په ضد نه بلکی د پښتنو د ځپلو عملیات دی.
پنجاب د خپل دقیق سنجول شوي پلان له مخی په افغانستان کی جګړه هم یوازی د پښتنو په سیموکی محدوده وساتله.
د پنجاپ ( پاکستان ) په سیمه او نړۍ کې لومړي درجه دښمنی د افغانستان او په تیره بیا د پښتنو سره ده ، نه د هند په وړاندې.
دا پنجاپ دی چی د افغانستان اویا سلنه خاوره یی اشغال کړي ده .او د محکوم افغانستان خلک د پنجاپی استعماری – تروریستی ادارې تر نیواک لاندې شپې سبا کوي.
د پنجاپ د تیري او انکار پالیسي : پنجاپ تل د افغانستان په وړاندې د تیري او انکار پالیسی مخته بیولي ده. په تیرو پنځه دیرشو کلونو کې پنجاپ په افغانستان کی وسله والې مداخلی کړي او د جګړې اور یی بل کړي دی. مګر هیڅکله یی دا مداخله ، تیری اولاسوهنه تایید کړي نه ده او تل ترې منکر دی.
د پاکستان تر نامه لاندی د پنجاپ استعماری – تروریستی اداری په جوړیدو سره ، د هغه هیواد چارواکو د کابل د تباهی پروګرامونه ترتیب کړل چی تر ننه د هغه تطبیق روان دی.
جنرال ضیاالحق هم د کابل د سوځیدو او ورانیدو خوبونه لیدل . چی د ده دا خوب د یو شمیر وسله والو ډلو له خوا په واقعیت بدل شو. نوموړو ډلو کابل وران کړ او نږدې اویا زره بیګناه کابلیان یی ووژل . د کابل د سوځیدو او ورانیدو منظره اعجازالحق د خپل پلار خوب رښتیا کیدل په کابل کې په خپلو سترګو ولیده.
د کابل په وړاندې د پنجاپ پروګرامونه د مداخلي او تیري، لاسوهنی ، لاسپوڅو ډلو رامنځته کول او یا د اقتصادی فشارونو په بڼو سره عملی شوي دی.
د سیمې د جغرافیایی – سیاسی حالاتو په څیړلو سره دا ټکی باید په یاد وساتو ، چی په دې سیمه کې افغانستان یو طبعی دولت دی چی ډیره زیاته ( زرګونو کلونه ) مخینه لري . مګر د پاکستان تر نوم لاندی هیواد د نړیوال کلوینالیزم د توطیی په نتیجه کې را منځته شوی دی.
د پاکستان تر نوم لاندی هیواد یو مصنوعی جوړښت دی چی طبعی اړخ نه لري او له دي امله ددی دولت پایښت د ډیر مهال د پاره ناممکن دی.
په اوسنیو جوړښتو نو سره په سیمه کې دوه دا ډول هیوادونه وجود نشی درلودلی . د دې له پاره چی یو پاتي شي نو باید بل حتما د منځه ولاړ شي ، تر څو د هغه موجودیت تضمین شی.
همدا خبره وه چې غلام اسحق خان کله چی د پاکستان جمهور رییس و ، زیار وایست چی پورتنې موخې ته د رسیدو له پاره سیاسی لار را منځته کړي نو ځکه یی د افغانستان سره یی د کنفدریشن د جوړولو وړاندیز وکړ.
دا یو واقعیت و ، که چیری افغانستان د پاکستان سره کنفدریشن جوړ کړی وای په هغه صورت کی به افغانستان به خپله ازادی د لاسه ورکړي وای او د پنجاپ واک به تر امو رسیدلی و.
د غلام اسحق خان دا نظر د ډاکټرنجیب له خوا په کلکه رد شو او دا یی ددی هیواد په وړاندی لویه توطیه وبلله .
پنجاپ د افغانستان په وړاندی خپله ستراتيژی ( هغه چی نږدی اویا کاله یی مخکی ترتیب کړي ده) نه ده بدله کړی غلام اسحق خان غوښتل دا افغانستان د اشغال ستراتیژی په ارامه توګه تر سره شي.
اوس مهال د نواز شریف د پنجاپ استعماری – تروریستی اداری لومړی وزیر نواز شریف او د پنجاب د اشغال ګر پوځ لوی درستیز دا پروګرام په بله بڼه سره مخته بیایی.
هغوی زیار باسی چی د یوې خوا په کابل باندې پوځی او سیاسی فشار زیات کړی او د هغه په اړخ کی ځان بی اندازه خوږ او دوست ښکاره کړي. تر څو وکولی شی په افغانستان کی د ننه په سیاسی بهیر باندی اغیزه زیاته او بهرنی سیاست کنترول په لاس کې واخلی.
د پنجاب د استعماری – تروریستی اداری د فعالیتونو ښکاری چی د افغانستان په وړاندی د هغه هیواد ستراتیژی همدا په درې ټکو ولاړه ده:
• د پاتی افغانستان اشغال
• د پاتې افغانستان تجزیه
• د پاتې افغانستان کمزوری کیدل
پنجاپ د پورتنیو درې موخوته د رسیدو له پاره د هر ډول امکاناتو څخه کار اخلی.تر هغه چی پنجاپ نوموړو موخو ته د افغانستان په هکله نه وي رسیدلی یوه شیبه هم کرار نه کیني.
د ډاکتر نجیب الله د استعفا او د مجاهدینو تر نوم لاندی نوی جوړ شوی حکومت ځینې حرکتونو د افغانستان دخلکو سره تشویشونه راپیداکړل.
د کابل اوسنی حکومت هم ډیر عجیب او غریب حرکات پیل کړي دی د کابل د ادارې نوموړو حرکتونو د افغانستان خلک او هم د ډیورینډ د هغه خوا پښتانه او پلوڅ په تشویش کې اچولي دي.
د کابل چارواکی فکر کوي چی ګواکی پنجاپ به په افغانستان کی د سولې لپاره اړین ګامونه اوچت کړي. په داسې حال کی چی د نوي اداری په رامنځته کیدو سره د پنجاپ تیرو ، مداخلو او لاسوهنو زور اخیستی دی .
د افغانستان په وړاندی د پنجاپ حرکتونه بل ډول دی.
د دانګام جګړه :نږدې دوه زره پاکستانی اردو کوماندو ګان د یو شمیر وسله والو سره د کنړ د دانګام په ولسوالی برید وکړ.
1. تر څو دلته د غرنی او ځنګلی سیمی څخه په کار اخیستلو سره ، په دی سیمه کې پوځی مرکز د وران کارو فعالیتونو د پاره رامنځته کړي
2. د دی سیمي په نیولو سره د کنړ مرکز تر تهدید لاندی ونیسی او پوځي پرمختګ وکړي
3. دانګام په نه ماتیدونکی سنګر باندي واړوي.
په هلمند کی د ځواکمنې جبهی د پرانستو هڅې :کله چی پنجاپ په دانګام کی د افغان ملی پوځ څخه ماتی وخوړه ، بیایی هلمند مخه کړه تر څو هلته یو مرکز رامنځته کړي پاکستانی کوماندوګانو د یو شمیر وسله والو سره په مختلفو سیمو بریدونه وکړل مګر د سخت مقاومت سره مخامخ شول
1. دوی غوښتل چی د وسلوال فعالیت مرکز د کوټې څخه هلمند ته ولیږدوي
2. یوه لویه انسانی قوه په هلمند کې تنظیم کړي
په هلمند کی د ماتي وروسته پنجاپ نوي تاکتیک په کار واچوه.
داعش ډوله ، ډلو رامنځته کول:
د راپورونو سره سم ، پنجاپی استخباراتو ، ددی له پاره چی په افغانستان کی جګړې ته نوی رنګ ورکړي ، هغه بهرنیان چی تر اوسه یی ساتلی و، دې ته تیار کړل چی افغانستان ته راشی.
د سیمه ایزو خلکو په وینا په زرګونو بهرنیان چی کورنی هم ورسره دی او په ډیرو عصري وسلو سره سمبال او زغره وال ګاډي هم ورسره دی په مختلفو سیمو کی ځای په ځای شوي دی او ځای په ځای کیږي.
پنجاپ غواړي په افغانستان کی داعش ډوله وسله والې ډلی رامنځته کړی او دلته جګړې ته نوی رنګ ورکړي دې ډلو د افغانستان د خلکو سره ستر تشویشونه را پیدا کړي دی د راپورونو سره سم سیمه ایز طالب جنګیالی ورسره مخالفت کوي ، مګر په سیمه ایزو جنګیالیو فشار راوړل کیږي چی د بهرنیو وسله والو په وړاندې مقاومت ونکړي بلکی ورسره مرسته وکړي.
ترویستی بریدونه : پنجابی مزدورانو په افغانستان کی تروریستی بریدونه زیات کړي دی چی د هغې له جملی څخه په اغلی انګیزه شینواري او مرحوم شیرین اقا باندی برید ونه دی چی په دی ورځو کی په ننګرهار او کندهار ولایتونو کی تر سره شول.
د کډوالو ځورول : پنجاپیانو ددی له پاره چی د کابل په اداره فشار راوړي دوی په پیښور کې پوځی ښوونځي د برید په پلمه سره افغانان په ډیره بی رحمانه توګه وځورول او د شلو زرو څخه زیات یی په زور راو شړل.
پنجاپ د افغانستان په ضد جګړه نه ده درولي بلکې د پخوا څخه یی زیاته او هر اړخیزه کړي ده.
پنجاپ په تیرو درې لسیزو کې هڅه وکړه چی په افغانستان کې په لږکیو پورې تړلو متعصبو ډلو سره اړیکي ټینګې کړی تر څو له له دې لارې د هیواد ملی یووالی د ګواښ سره مخامخ کړي .
اوس را ځو د هغه پوښتنی ځواب ته چی ایا پنجاپ د افغانستان دوست کیدای شي؟
په دی ټول ښه پوهیږی چی د پاکستان ( پنجاپ ) استعماری –تروریستی اداره یوه مصنوعی اداره ده د انګریزی استعمار د ماتي په پایله کې د یوې توطیې په توګه رامنځته شوه.
پنجاپی استعمار اویا سلنه د افغانستان خاوره چی د انګریزانو تر ولکې لاندې وه، تر خپل استعماری واک لاندی راوسته .
د پاکستان تر استعمار لاندې پښتنو هیڅکله ځانونه پاکستانیان نه دی بللی ، بلکی دوی ځانو ته پښتانه او افغانان وایی. د دوی په نظر د دوی پلرنی هیواد افغانستان دی او بیرته باید د افغانستان سره یو ځای شي.
د افغانستان سره د پښتنو یووالی او بیرته یو ځای کیدلو د پاره د ډیورینډ منحوسې کرښې هغه خواته پښتنو ستری قربانی ورکړي دی او دا بهیر روان دی.
په افغانستان کی پښتانه د افغانستان د شمزۍ رول لوبوي.
د پښتنو کمزوري ، د افغانستان کمزوري ده . د پښتنو تباهي، د افغانستان تباهي ده.
همدا خبره ده چی پنجاپی استعماری – تروریستی اداره ، د ایران لوړتیا غوښتونکی حکومت او ځیني لویدیز استعماری دولتونه د افغانستان د تباهی د پاره د پښتنو د کمزوری او یا تباهی کولو پروګرامونه مخته بیایی.
له دې امله :د پښتنو د کمزوری کولو بریتانوي استعمار د پښتنو د ټوټې ټوټې کولو پروګرام تبطیق کړ.
یو شمیر سیاستوال ددې له پاره چې په راتلونکو بدلونو کې دپښتنو په رول پوه شي دوی غواړي لومړی دې لاندې درو پوښتنو ته ځوابونه پيدا کړي :
• ایا پښتون یو اولس دي او که څو اولسه؟
• ایا پښتون اولس په سیمه کې د ټولو حقوقو څخه چې نور اولسونه یې لري برخمن دی او که نه؟
• د سیمې په بدلونو کې د پښتنو راتلونکي رول څه دی؟
د کابل د ادارې مشر د یوه ټولنپوه په توګه ښایی په دې ټکي پوه شي پښتون یو ټبر دی چې د یوې ونې په شان د قومونو مختلفې څانګې لري . دا ونه نه وچیږی او نه څوک کولی شی د هغه منډونه لنډ کړي او نه یی د بیخه ایستلی شي .
هر پښتون وګړی په دې پوهیږي چې دی په خپله په کوم خیل پورې تړلي او بیا ستره کې د کوم قوم وګړی شمیرل کیږي او په وروستۍ کې د لوی پښتون ټبر یو غړی دی.ددې اولس هر غړی د هغه ځانګړي احساس له مخې چې د خپل اولس سره یې لري تړل کیږي .
د پښتون وګړي د پاره په قومي جوړښت کې د هغه شته والی، د هغه د هویت ټاکونکی دی .
برتانوي امپریالیزم د کابل په تخت باندې د ناستو واکمنانو په مرسته د پښتون اولس په څلورو برخو ( ازاد قباییل ، پښتونخوا، بلوڅستان ، د افغانستان پښتانه)و ویشل همدارنګه زیات شمیر بلوڅ او پښتانه په پارس کې پاتې شول .
چې په سیمه کې د استعماري قوتونو توطیې ددې سبب شوې چې پښتانه ټوټې ټوټې او و نه کولای شي د یوه وجود په توګه د پنجاپیانو ، پارسیانو او نورو استعماري ځواکونو په وړاندې وړ غبرګون وښيي.
په تیرو شپیتو کلونو کې پنجاپي استعمار او د کابل د تخت واکمنانو دا لټه کړي چې د دې سیمو د پښتنو تر منځ قومی ، کلتوری ، او د خپلوی اړیکې وشلوي .تر څو دوی یو له بله څخه ځانونه بیل وګڼي .
خو د علم او تخنیک او په تیره بیا د رسنیو پرمختیا ددې سبب شوي ده چې دا ټوټې شوي اولس یو تر بله ډير نیږدې شي . اوس مهال د پیښور، افغانستان ، کوټې ، وزیرستان او کراچۍ پښتانه ځانونه یو ګڼي. دوی ورو سره یو کیږي .
لکه څنګه چی ختیز او لویدیز جرمن سره یو کیدای شی، لکه څنګه چی شمالی او جنوبی یمن سره یو ځای کیدای شی ، لکه څنګه هانکانګ بیرته د چین سره یوځای کیدای شی او داسی نور ، په دی ډول پښتانه هم حق لري چی په یوه هیواد کی سره راټول او خپل برخلیک په خپله وټاکي.
پنجاپ او تهران د پښتنو ددی روا حق د تامین په لاره کی د خنډ په رامنځته کولو ، د دې اولس په ټولو سیمو کې د جګړې اور ته لمن ووهي تر څو د پښتنو خاوره په مړستنو باندې واوړي .
په دې نیمه وچه کې دپښتون اولس په وړاندې پراخه جګړه روانه ده .
د پښتنو دښمنانو د پښتنو له پاره خپله سیمه د اور سره تبۍ ګرځیدلی ده په دې ټوله نیمه وچه کې داسې ځای نه پیدا کیږي چې پښتون اولس په کې په ارام سره شپه سبا کړي.
دا چی د کابل ارګ د خپل واک د ټینګښت د پاره کوم پروګرامونه لری دا په هغه پورې تړلی ده چی څه ډول سیاستونه او پالیسی مخته بیایی.
د اوسنیو شرايطو په څيړلو سره اړینه ده چې پښتانه خپلې موخې روښانه او د هغوی د عملي کولو د پاره یو موټي شي . تر ټولو هغه څه چې ډیر مهم دي :
• لومړی په ټوله پښتونخوا کې د جګړې اور بند او د سولې تامین
• په ټولو پښتني سیمو کې د انکشافی او تعلیمي پروګرامونو پيل
• د ټولو پښتنی سیمو د خلکو تر منځ د اړیکو د ټینګښت ، او د پښتنو سیمو تر منځ د تګ راتګ په مخه کې د هر ډول رسمي او پوځي خنډونو لرې کول .
• په ټوله پښتونخوا ( چې لوی احمدشاه بابا ورته اشاره کړي ده) کې د خلکو تر منځ د سیاسي او ملي پیوستون د روحیې پیاوړ تیا
• د ټولو پښتنو په یوه سیاسی جغرافیا ( د یوه خپلواک هیواد په توګه ) کې راټولیدل
پښتانه خبل برخلیک باید په خپله وټاکي. پښتانه باید د خپل برخلیک ټاکلو صلاحیت کابل او اسلام اباد ته ورنکړي. په تیره یوه نیمه پیړۍ کې کابل تل د پښتنو په وړاندې خیانت کړي دی.
پښتو مشهور متل دی چې ( اوبه په ډانګ نه بیلیږي ) . په همدې ډول د پښتنو په منځ کې د یوه قوم او اولس په توګه د یووالی روحیه ډیره پیاوړي ده دا ټولی مصنوعي کرښې ، اغزن سیمونه او خندقونه چې د پښتنو په خاوره کې ایستل شوي او یا ایستل کیږي کومه مانا نه لري.
اوبه په ډانګ نه بیلیږی .
اوس د معلوماتی تکنالوژی زمانه ده د معلوماتی تکنالوژی په مټ ، وزیرستان، کوټه ، پیښور، ملتان، بلخ او چترال سره نښلول شوی او خلک یی د یوې کورنی په توګه یوه له بله د زړه خواله کوي.
ښایی د کابل او اسلام اباد واکمنان دا هڅه هم وکړي چی په انترنیت کی هم د بیلتون کرښه رامنځته کړي خو دا ناممکنه ده.
پښتانه حق لري چې ځانونه دجګړې د اور څخه وژغوري په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.
پښتانه دا حق لري چې په خپلو سیمو کې د لوږې او دربدری د لیرې کولو او د پرمختګ له پاره کار وکړي. او زیار وباسي.
پښتانه دا حق لري چې په خپله ژبه خبرې وکړي ، ولیکي او زده کړه وکړي.
پښتانه حق لري چې یو په دموکراسي ولاړ نظام ولري .
بلاخره پښتانه حق لري چې د نړی د نورو اولسونو په شان سره یو او د یوه واحد او خپلواک ملت په توګه یو واحد هیواد ولري او په سیمه کې د نورو اولسونو په اړخ کې په سوله ایزه توګه ژوند وکړي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې پښتانه د خپلو سترتیژیکو موخو د تر لاسه کولو د پاره ځینو متحدینو ته اړتیا لري . دا متحدین کیدای شي د پښتنو سره د ګډو ګټو په نظر کې نیولو سره مشخص شي .
په دې کې هیڅ شک نه شته چې تهران ، پنجاپ او په کابل کې ځینې کړۍ هیڅکله نه غواړي چې پښتانه د اوسنې ناوړه حالت څخه وژغورل شي او په دې لاره کې لازم خنډونه پيدا کوي .
نو لدې امله پښتانه باید د خپل ځان د تقویې له پاره په سیمه او نړی کې خپل متحدین پيدا کړي .
ددې له پاره چې د پښتنو داوسني ناورین څخه د ژغورلو له پاره یو پياوړی غورځنګ رامنځته شي اړینه ده چې د پښتنو په منځ کې ټول هغه اختلافونه چې د پردیو په واسطه د رامنځته شویو ډلو له خوا ورته لمن وهل کیږي له منځه ولاړ شي او یا د دوی تر منځ د قومي توپیرونو او لوړتیا غوښتنو د له منځه وړلو له پاره د خلکو دې ته پام راواړول شي چې ټول د اوسني ناورین د له منځه وړلو د پاره کار وکړي .
له دې امله اړینه چې په پښتني ټولنه کې ټول سیاسي ګوندونه ، سیاسي ډلې او کړۍ او همدارنګه سیاسي ملي شخصیتونه ، قومي مشران ، دیني علما او روحانیون ، روڼ اندي او د لیک او لوست خاوندان ټول د اوسني لویې غمیزې څخه د پښتون اولس د ژغورلو د پاره یو پراخ سیاسی غورځنګ پيل کړي تر څو وکولای شي چې ټول پښتون اولس د یوه واحد هیواد په درلودلو سره په نړی کې د یوه پرمختللي اولس په توګه را ډګر ته شي.
دیو پراخ ملي غورځنګ په پيل کیدو سره په ډيره لږه موده کې دا شووني ده چې پښتون اولس په یوه هیواد کې( چې د پښتنو ټولی سیمې پکې شاملې وي ) سره راټول او د نړی په جغرافیا کې د یوه ځواکمن اولس په توګه راډګر ته شي.
د پنجاپی کلونیالیزم څخه د پښتنو د نجات یوازینی لار ، پښتنی نیشنلیزم دی چی د هغه تر چتر لاندی پښتانه سره متحد او د پنجاپی کلونیالیزم واکمنی ته د پای ټکی کیږدي.
د اوسنیو حالاتو څخه ښکاري چی پنجاپی استعمار د افغانستان خلکو (ازاد ، محکوم) د پاره لويه لومه اچولي ده که چیرې کابل په دې لومه کې بند راغی په هغه صورت کی به کابل کورنی او بهرنی ازادی دلاسه ورکړي او دا سیمه به په غیر مستقیمه توګه د پنجابی استعمار یوه برخه او د پټ اشغال پلان به تطبیق شي.
دا لومه عبارت ده د مزدورو جنګیالی او غیر جنګیالی ډلو څخه نیولی تر پوځی – اقتصادی - سیاسی فشار ، د اشخاصو او وګړو په رانیولو او استخدام ، د نړیوالو نفوذ څخه په کار اخیستلو سره تر یوې اندازی په دی بریالی شو ،چی د افغانستان کې د ځینو کسانو څخه ستراتیژیک اهداف او د پنجاپ له خوا اشغال شوی ځمکه هیره کړي او د یوې ورځی د ارام کولو په فکرکې شي.
د کابل اداری مشر باید د افغانستان د خلکو ملی موخې یوه شیبه هم د یاده ونه باسی او د ملی مشر په توګه د کابل د اداری مشر دا دنده ده چی د پښتنو د تراژیدی د ختمولو او د ازاد او محکوم افغانستان د بیرته یو کولو د پاره کار او مبارزه وکړي.
د پنجاپی تروریستی – استعماری ادارې د اشغال څخه د افغانستان د ټولو سیموازادول ، د کابل د اداری مسوولیت دی .
تر هغه چی په سیمه کی د پنجاپ تروریستی – استعماري اداره موجوده وي په سیمه اونړۍ کې د سولی راتګ ناممکن دی.
د متحد او ځواکمن افغانستان شته والی ، د پنجاپی کلونیالیزم د ړنګیدو سره تړلی دی.