د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان اقتصادي شارګونه رغېږي

محمد انور ولید 04.03.2015 16:15

افغانستان یوغرنی هېواد دئ چې وجود یې ډېرو لوړو ـ  ژورو ، دښتوـ مېرو ، کڅ ـ شاړو او آبادو پوښلی دئ . د اټکل له مخې خواوشا (۳۰) مېلیونه نفوس لري . خلک یي په کرکیله ، باغدارۍ ، مالدارۍ او لاسي صنایعو باندې لګیا دي . بډایې ارزښتناکې ځمکنۍ زېرمې لري چې د سیمې اونړۍ پام یې ځانته ور اړولی دئ . له نږدې پينځو لسیزو را په ایسته جمهوري نظامونه  په کې چلېږي . خو بیا یې هم خواریو او غریبیو ګرو کړي مجبورخلک د خپل کورني ګبین ترڅنګ نه په ګېډه سم ماړه شو ل ـ او نه هم په تن په کې پټ شول . د خپلو سیندونو له غاړو به له تندې مړه کېدل ـ او پر اوبو یې تر ننه پورې پرته له کومې بیې د ګاونډیانو تنده ماته د ه . هېواد به یې له څلورو خواوو څخه په دا سې سرحدي دېوالونوکې بند ؤ چې هېڅ خواته یې د تلو راتلو کومه پرانیستې تجارتي دروازه او دریڅه نه لرله . څلوروخواوو ته افغان سرحدونه د افغانانو په وړاندې د سد سکندر اوسپنیز دېوال ؤ او افغانان لکه یأجوج او مأجوج د ننه په کې بند ساتل شوي وو او بس .
خومتأ سفانه چې په خپل دغه تاریخي بهیرکې د کورنیو، سیمه ییزواونړیوالوستونزو، سیاسي زدو بندونو، معاملو، نظامي موخو، ستراتیژیکي موقعیت او استخباراتي لاسوهنو له امله افغانستان تراوسه پورې د متمد نې پرمخ تللې نړۍ په مینځ کې د بې روحه کالبوت په څېرپروت دئ ، اوپرته له نا امنیوڅخه یې هېڅ وده د خپلو ګاونډیانو او نورې نړۍ په پر تله نه د ه کړې .
له نېکه مرغه اوس چې افغانستان له څو تاریخي پړاوونو ژوندی راوتلی ، مشرانو ته یې په کار ده چې مسؤولانه د خپل هېواد له سره هراړخیزه رغونې ته ټینګه ملا وتړي . له کاره لوېدلي اقتصاد ته یې په دیپلوماتیک چوکاټ کې د مستعدوافغانانو ، سیمه ییزو او نړیوالو پانګوالو د پانګې اچونې له لارې وده ور کړي . خو ددې کار له پاره غواړم لاندې څوټکو ته ګوته ونیسم :
لومړی : ـــ  افغانستان خپل غرنی اسکلېټ (طبیعي غرونه ) ، متفکر فعال مغز ونه او د ځمکنۍ بشپړتیا وجود لري ، خو شارګونه ( مواصلاتي لارې ) یې نیمګړې دي . ددې د پاره چې د آسیا زړه ( افغانستان ) له اقتصادي پلوه فعال شي ، لازمه ده چې په لومړي ګام کې یې یاد شارګونه      ( مواصلاتي لارې ) ورغول شي ، ترڅوافغان ماشین ( حکومت ) په خپلواکه توګه خپل رغنده ملي فعالیت پیل وکړي او د ژوندانه اړینه وینه ( اقتصادي روح ) ګام په ګام په متوازن ډول د هېواد ټولو برخو ته ورسوي .
خومواصلاتي لارې رغول نه یوازې په هېواد کې د ننه ـ بلکي له هېواد څخه د باندې هم له اقتصادي پلوه د هېواد د اقتصادي پرمختیا له پاره ترټولومهم لمړیتوب دئ چې باید د چین اوترکمنستان په څېرد دوستو ګاونډ یا نو په مرسته بشپړې ورغول شي . ځکه افغانستان د اوس له پاره نه د بیا رغونې کومه پرمختللې تېکنالوجي لري چې د واخان په څېر د پامير لوړې سطحې ( د نړۍ بام ) ور باندې څیرې کړي ، او نه هم کوم اقتصادي وس ور سره شته .
چین هرڅومره ژر چې کولی شي ور ته په کار ده چې د واخان پر لاره  د رېل پټلۍ د بیا رغونې کار پیل کړي ، ترڅو له دې لارې له یوې خوا د افغانستان سترو زېرمه ییزو پروژواو قرار دادونو ته په خورا آسانۍ سره لاره ومومي ، او له بل پلوه منځنۍ آسیا ، عربي نړۍ ، د چاه بهار او ګوادر بندرونو له لارې هند سمندرګي او اروپایي هېوادونو ته ددې جادې پرغځولو سره لاس رسی و مومي . ځکه د واخان لاره همغه د ورېښمو لرغونې لاره ده چې اروپایي او عربې نړۍ یې له چین سره پخوا تړلې وه . اوس که د چین او ترکمنستان هېوادونه په پاخه اواساسي شکل له واخان څخه ترتورغونډۍ ، له شېرخان بندراوحیرتانو څخه د افغانستان ترجنوبي او شرقي پولو پورې دالارې او د رېل پټلۍ ورغوي ، ډېرژربه افغانستان له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودرېږي ، او چین او ترکمنستان به د افغانستان له لارې جنوبي او مرکزي آسیا او نورې نړۍ ته د خپل ځان په وړاندې تجارتي دروازې پرانیزي . د راکړې ورکړې او دیپلو ماتیکې اړیکې به یې له افغانستان او نورې نړۍ سره پیاوړې شي . وزګارو خلکو ته به په افغانستان او سیمه کې کار روزګار پیدا شي ، او د ترورېزم د مینه والو او کرأیي اجیرو ګراف  به په ټوله سیمه کې ور سره راټيټ ، او سیمه او نړۍ به په امن بدله شي .
دوهم :ــــ ددې تر څنګ دې افغان چاواکي هڅه وکړي چې ژر تر ژره خپلې اوبه مهار کړي . افغانستان د اوبو ډېرې طبیعي منابع او د سترو برښنایي تولیداتو طبعي ځایونه لري چې باید بندونه پرې جوړشي ، تر څو له یوې خوا زموږ خپل هېواد د کورني برښنایي تولید خاوند ، او له پردۍ پُرمصرفه وارداتي او کرأیي برښناڅخه پرې خلاص شي ، او له بل پلوه زموږ دښتې ـ بیا بانونه تر خپلو اوبو لاندې شي . چې په دې ترڅ کې به افغانستان هم د برښنایي تولید ـ او هم د خوراکي توکو له لاري خود کفأ شي ، افغانستان به ډېر ژر ور سره په صنعتي او زراعتي لحاظ په یو تولیدوونکي او صادروونکي هېواد بد ل شي ، چې له دې لارې به هم ګاونډیو او د سیمې نورو هېوادونو او نړۍ ته صادرات ولري ، اوهم به یې سر چارواکي په  خپل کور د ننه هوسا او بسیا او له پردي کند او کچکول څخه پرې خلاص شي .
خو ددې کار د سم ترسره کولو له پاره پیاوړي ، پر وطن او خپلو خلکو مین صادق متخصصین او سالم مدیریت په کار دئ ، ترڅو د تېرو څو لسیزو په څېر د دولت په وړاندې د پوځي او ملکي قراردادي او ( ان جي او ) یي سیستمونوموازي حکومتونه په کې لاره و نه مومي . ځکه هغوی خو د دونرانو ټولې شوې مرستې خپلو جیبونوته واچولې ، او افغانستان همداسې وران ویجاړ پاته شو ، خو دا ځل باید ډېر پام وشي چې د افغانستان د بیا رغونې سیستم ته د تېر په څېرهمغسې قراردي ډوله حرفوي موریا نې بیا لاره پیدا نه کړي چې دا ځل به افغانستان د پولۍ ټک ته کښېنوي . ځکه دا ځل د افغان حکومت او ټولو افغانانو له پاره دا وروستی چانس دئ . که چېرته یې دا چانس هم له لاسه ورکړ او پخواني غله د بیا رغونې پر سر ور و درېد ل ، نو بیا به یې په ټوله نړۍ کې برخلیک د جټانو په څېر وي ، افغانستان به همداسې وران ویجاړ پروت وي ، او افغانانو او د هغوی هویت ته به بیا په ټوله نړۍ کې هېڅوک په درنه سترګه ونه ګوري .